روژه او فدیه کې د انتخاب مسئله او د فديې شرعي مقدار

Spread the love

لیکنه: محمد ایوب

د عباداتو او تشريعي نظام په تکیف کې د فقهي اختلاف بلا لاملونه شته چې یو لامل یې دقراني علومو او دقرانکریم له ادبی صنعت سره دنابلدتیا پر اساس له قراني تعلیماتو سره د فقاهت  د فرضیو نه پرتلنه  او دعدم انطباق مسئله ده .

چونکه دفقاهت په پرنسیپ ( اصول فقه)کې ټولو مجتهدینو کرامو رح بالاتفاق منلې ده چې دفقاهت لومړنی مصدر قراني منصوصات دي ، دویم سنت , درییم اجماع او څلورم یې قیاس دی ، پرعکس دفقاهت اتیا په سلو کې استدلال له احادیثو څخه دی اکثرمجتهدین هم محدثین و مګر مفسرین نه وو لکه امام احمد او امام مالک رح چې یوه یې په احادیثو کې مسند احمد او بل یی موطا مالک لیکلی دي .

کله چې دفقاهت او د قرانی لایحه عمل ترمنځ تطابق ته راځو, نو یوشمېر مواردو کې د یو راز غیر مزئي توپیر احساس کوو . او اړکیږو چې اجتهادی احکام دقرانی احکامو سره د عدم انطباق له کبله فاقد اعتبار وګڼو او قرانی اسالیبو ته ترحېح ورکړو .

په قرانکریم کې تشریعی  احکامات پر دوه ډوله صیغو سره راغلي دي ، یو هغه احکام دي چې هغه محدود کړای شويدي او د بل معادل یا د تعویض احتمال نلري لکه لمونځ نو بلا استثناء پرهر مسلمان باندې دهغې اداکول حتمي دي او بل هغه احکامات دي چې دوه او یا تر دوه زیات احتمالات ولري نو ددې ډول احکامو په اداء کولو کې  انسان دانتخاب اختیار لري.

 پدې اساس د احکاماتو د صدور  له پاره هم قرانکریم دوه ډوله اسالیب کارولي دي یو د فرائضو مصطلح کاروي او بل ته د مکتوبات اصطلاح مثلا؛ سُورَةٌ النّور لومړی ایت کې وینو چې د فرض اصطلاح راغلې ده : سورة ددد أَنزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (سوره نور 1) او بل ځای کې وایی : (یا ایها الذین آمنوا کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون) 183البقره

سد (کَتَبَ)  کلمه  د َ(فرَضَ) له کلمې سره په ترکیب( تورو) او مصدر دواړو کې توپیر لري او د قاعدې له مخې حسب معمول د مصدر توپیر دمعنی د توپیر مستلزم اوسي .

پدې اساس (کَتَبَ)  او َ(فرَضَ) دوه جلا مصطلحات دي اوجلا جلا معناوې افاده کوي ، البته که دواړه د یوې مبتدا او یوه خبر لرونکي کلام په سیاق کې په پرلپسې توګه راشي ، نو د ترادف ګڼلو له پاره یې منطق جوړېدای شي، خو په قرانکریم کې پر دوه لاملونو دغه دواړه مصطلحات یو د بل مترادف کلمات نشي  ګڼل کېدای ، لومړی داچې ددې  دواړومعنا یوه ګڼل د ترادف دقاعدې خلاف عمل دي یعنې دواړه په یوه کلام کې متصل نه دي راغلي چون ترادف داتصال متقاضي دی اودلته اتصال نشته دی۰  دویم لامل دادی چې په قرانکریم کې اصلاً ترادف نشته دی ځکه دا د خالق تبارک و تعالی کتاب دی هره کلمه یې د خالق تعالی دخاص حکمت پر اساس ځانګړې معنی او مفهوم افاده کوي

 البته  د (کَتَبَ)  کلمه د فرض پر معنی یوازې د ترادف په صورت کې درست بلل کېدایشي، که بلا توجیه اوبغیر دلالته یي معنی واحده و ګڼل شي ، نو بیا په  نورو ډېرو مواردو کې ورسره حقیقي مفاهیم مسخ کیږي  مثلا پدې مبارک  ایت کې چې راغلی دی « وکل شئ احصیناه کتاباً » دا به دفرضیت په صورت کې  څه ډول مفهوم افاده کړي؟

که دلته کتاباً د فرضیت پرمعنی وګڼل شي نو مؤمنان به په لوی حرج کې واقع شي پداسې حال کې چې دا د سنن الهي ایچابات نه دي ځکه سنن الهي په دین کې د «العسر» نفی کول او د «الیسر اثبات دی  یعنی عدم حرج دی (  ماجعل علیکم فی الدین من حرج )(یریدالله بکم الیسری ولا یرید بکم العسرة )۰ قل یا عبادی الذین اسرفوا علی انفسهم لاتقنطوا من رحمت الله انّ الله یغفر الذنوب جمیعاً )(نبئ عبادی انّی انا الغفور الرحیم) )، وتقوى الإيمان حسب الاستطاعة {فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ} (التغابن 16)  قال تعالى {لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاّوُسْعَهَا} (البقرة 233).

دا او دېته ورته لسګونه نور موارد شته چې موږ ته سنن الهی پدغې حقیقی ډول راپېژني چې پر انسانانو باندې اساني لوروي او له مشقت څخه یې ژِغوري ۰نو دمکتوباتو او فرایضو مفاهیم که یوشان وګڼل شی بیا دسنن الهی سره په تضاد کې واقع کیږي ۰

هغه موارد چې دمکتوباتو پر صیغه مقرر کړای شویدی که دفرضیت ( الزامیت – حتمیت) درجه ورکړل شي نو بلاریب چې په لوی لاس په  ستر حرج کې انسان واقع کوو مثلا ( کتب علیکم القصاص۰۰۰۰۰ کتب علیکم القتال ۰۰۰۰ کتب علیکم الصیام۰۰۰۰); دا ټول موارد دانسان دطبیعت او فطرت سره اړخ نه لګوي ځکه قصاص کېدل جنګ جګړې خون خرابه او نهاره وزځ تېرول دچا پر ځان نه لوریږي،  !

دا کارونه که لازمی فرض وګرځول شي  نو له امله یې انسان په لوی  حرج کې واقع کیږي درحالیکه چې سنن الهي پر بندګانو د حرج  تحمیلول نه ایجابوي او دحرج څخه د ژغورلو په موخه يې د انتخاب اختیار ته موضوع تفویض کړه ځکه یې  په (کٌتِبَ)  سره دهغې هدایات صادر کړل ۰

نو د الهی اسالیبو پر اساس د قرانی سیاق له مخې مکتوبات اوفرایض دوه جلا جلا حقیقتونه دي هم دمفاهیموله پلوه هم مصدر په لحاظ او هم دسنن الهي پر آًقتضآء ۰

.فلهذا هغه کتګوري احکام چې دفرضَ،( فریضة) یا د فرایضو په نورو ادواتو سره صادر شویدی،  دهغې الزامیت حتمی دی او کوم احکامات چې د (کتب کتابا او مکتوبا ) ادواتو سره صادر شوی دی هغه د دوه یا د ګڼو احتمالاتو لرونکي دي او انسان ورڅخه د یوه احتمال په انتخاب کې مختار دی اما فرایضوکې انسان ته اختیار نه دی حاصل ، بلکې الزامیت دی پکې ، یعنې په مکتوباتو کې د اختیار عنصر موجود دی او په فرایضو کې د الزامیت او حتمیت عنصر شتون لري ځکه چې فرایض معدود و محدود دي یعنې په فرایضو کې  محدودیت لازمی دی دا په حقیقت کې د قران عظیم الشان بلاغت دی، نه ترادف! .

لاندې ایتونو کې دفرایضو دمحدودیت او معدودیت بېلګه واضح او جوته ده لکه قال تعالى (وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا (118) النساء

(إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَىٰ مَعَادٍ ۚ قُل رَّبِّي أَعْلَمُ مَن جَاءَ بِالْهُدَىٰ وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ (85) القصص

 (يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ فَإِنْ كُنَّ نِسَاءً فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا… آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ لَا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا (11) النساء

(إِنَّمَا ٱلصَّدَقَٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَٱلْمَسَٰكِينِ وَٱلْعَٰمِلِينَ عَلَيْهَا وَٱلْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِى ٱلرِّقَابِ وَٱلْغَٰرِمِينَ وَفِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ ۖ فَرِيضَةً مِّنَ ٱللَّهِ) (التوبة 60)

{قَدْ فَرَضَ اللَّه لَكُمْ تَحِلَّة أَيْمَانكُمْ وَاللَّه مَوْلَاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيم الْحَكِيم }.(التحريم 2)

پورتنیو بېلګو کې وینو دفرایضو برخې دشارع له خوا متعین او په محدودیت سره مقید کړای شویدي.

پرعکس  کوم احکام چې په مکتوباتو کې رازي نو په هغې کې احتمالات دوه یا تر دوه زیات دي چې ورڅخه دیوه په انتخاب کې مختارمکلف یوو۰مثلاً:

کتب علیکم القتال یو احتمال دی او بل احتمال یی ادخلوا فی السلم کافة دی .

همدا راز کتب علیکم القصاص فی القتلی الحر بالحر والعبد بالعبد والانثی بالانثی  دا ییو یو احتمال دی بل احتمال یی فمن عفی له من اخیه شئ ….

همدا راز په روژه کې کتب علیکم الصیام دا یو احتمال او وعلی الذین یطیقونه فدیة دویم احتمال دی

کتب علیکم اذا حضر احدکم الموت خیرا الوصیة دا لومړی احتمال او دویم احتمال یی ارث دی (ولوالدیه لکل منهما السدس ان کان له ولد ‘.….. )

مکتوباتو هر حکم مختلف محتمل حالتونه لري انسان ورڅخه یوه (البته اسانترین) احتمالی وضعیت پر انتخاب مکلف دی ځکه الله پاک اساني غواړي پدې اساس سختې په روژه کی ده اواساني په فدیه کې ددې الهی ارشاد (یریدالله بکم الیسرا ولایرید بکم العسرة ۰ الایه ) مفهوم همدا دی.

د فدیې کلمع دکفارې سره معنا کې توپیر لري , یعنې فدیه عوض او بدیل پرمعنا ده لکه ( وفدیناه بذبح عظیم) داسمعیل پر ځای چې پسه ذبح شو الله ج ورڅخه د فدیناه په بڼه تعبیر وکړ او کفاره خو اصلا د اشتباهاتو په مقابل کې یو راز جریمه ده .

دفدیې  اندازه یو صاع غنم یا خرما ده چې یوصاع  دکیلو ګرام پر اساس درې کېلو کیږي او د هر  فرد په سر ټاکل شوېده :

لاندې حدیث چې امام مسلم رح رانقل کړیدی , دا د اخبار احاد څخه دی او اخباراحاد دحکم د استخراج له پاره واجد شرایط​ دلیل نشي کېدای .

عن أبي سعيد الخدري -رضي الله عنه-، أنّ النبيّ -صلى الله عليه وسلّم- قال: (كُنَّا نُخْرِجُ إذْ كانَ فِينَا رَسولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ زَكَاةَ الفِطْرِ، عن كُلِّ صَغِيرٍ، وَكَبِيرٍ، حُرٍّ، أَوْ مَمْلُوكٍ، صَاعًا مِن طَعَامٍ، أَوْ صَاعًا مِن أَقِطٍ، أَوْ صَاعًا مِن شَعِيرٍ، أَوْ صَاعًا مِن تَمْرٍ، أَوْ صَاعًا مِن زَبِيبٍ فَلَمْ نَزَلْ نُخْرِجُهُ حتَّى قَدِمَ عَلَيْنَا مُعَاوِيَةُ بنُ أَبِي سُفْيَانَ حَاجًّا، أَوْ مُعْتَمِرًا فَكَلَّمَ النَّاسَ علَى المِنْبَرِ، فَكانَ فِيما كَلَّمَ به النَّاسَ أَنْ قالَ: إنِّي أَرَى أنَّ مُدَّيْنِ مِن سَمْرَاءِ الشَّامِ، تَعْدِلُ صَاعًا مِن تَمْرٍ فأخَذَ النَّاسُ بذلكَ. قالَ أَبُو سَعِيدٍ: فأمَّا أَنَا فلا أَزَالُ أُخْرِجُهُ كما كُنْتُ أُخْرِجُهُ، أَبَدًا ما عِشْتُ).[رواه مسلم، في صحيح مسلم، عن أبي سعيد الخدري، الصفحة: 985، صحيح.]

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *