شرعي پرده (په تېر پسې)

Spread the love

شرعي پرده

لیکوال: قاري محمد طیب (رحمه الله)

ژباړن: مولوی حسام الدین صابري

دا چې اسلامي ششریعت عالمي پوره او دایمي شریعت و، ددې وجې شریعت محمدي د شرک د واقع کېدو له انتظار پرته د شرک په اسبابو او احتمالاتو باندې هم بندوونکي احکام نافذ کړل او د عکس بندول، بلکې د هغه په ورکولو کې له لرې ځخه لرې احتمال هم پّ نظر کې ونیوه، خو علت دشرک د بدعادتیو بندول او له منځه وړل پاتې شو، نو د عکس بندولوحکم په حقیقت کې د علت دشرک د بندولو تدبیر دی، پخپله مقصود نه دی او نه پخپله عکس بد او ناپاکه شی دی.

همدا علت دی، چې په کوم ځای کې چې د شرک د پیدا کېدو وېره نه وي هلته دغه حکم له بندولو نه پاتې کېږي، لکهپّقبر کې یعنې عالم برزخ کې ملایکه علیهم السلام له مړي نه د سوال او ځواب کولو په وخت کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم عکس مبارک ښي او پوښتنه کوي، چې:

ـ من هذا الرجل؟ (دا څوک دی؟)

ښکاره ده، چې هلته خو ملایکه د شرک له وهم نه هم پاکې دي او د مړي په حق کې هم هلته د شرک څه شونتیا نه تر سترګو کېږي.

څرنګه چې دواړو ډلو ته د الله تعالی د یووالی مشاهده حاصل ده له دې وجې هلته په قبر کې د عکس ممانعت او بندیز هم پاتې نهشو. همارنګه په صراحت د حدیث ثابته ده، چې د جنت په بازارونو کې عکسونه هم خرڅېږي، چې د هغو قیمت به د الله تعالی ذکر وي او که نه کوم شی چې خپله قبیح او خراب وي څرنګه چې په دنیا کې حرامېږي، په جنت کې هم حرامېږي. زنا نه دلته روا ده، نه هلته په جنت کې روا ده. دروغ ویل او ناحقه جنګونه او فساد کول نه دلته روا او د منلو وړ کار دی، نه هلته. توپیر او جدايي یواځې دا ده، چې دلته ترېنه انسانان په سختۍ همت او د عقل په زور ځان ساتلی شي او هلته ورته د انسان طبیعت نه وي تیار. له بدو کارو به د طبیعي غوښتنې په وجه کرکه او نفرت کېږي، بلکې ددې شیانواصل او بنسټ به له زړونو ووېستلی شي.

که چېرته عکس پخپله بد او خراب شی وای، نو د دنیا په څېر به په جنت کې هم دده وجود نه وای زغملی شوی.

له دې نه روښانه او ښکاره ده، چې دا یواځې د شرک له بدعادتۍ څخه د خلاصون یو تدبیر دی، نو چېرته چې ددغې بدعادتۍ وېره نه وي هلته ددې تدبیر اړتیا او ضرورت هم نه پيښېږي لکه عالم برزخ او قیامت پخپله اسلاميشریعت د شرک دبېخ کښلو لپاره عکس په سختۍ سره بند کړی دی، خو د بندولو علت یې د شرک مخه نیول دي.

دا چې عکس د شرک له ویرې بند شوی دی، نو په دنیا کې هم په کومو څیزونو او ځایونو کې چې د شرک د رامنځته کېدو وېره نشته، هلته د عکس د بندولو حکم او لارښوونه هم نشته. مثلاً د بې روحه شیانو عکسونه، لکه: کور، باغونه،سیندونه، غرونه، ښاېسته منظرونه او داسې نور… عادتاً داسې عکسونه د شرک له اثر او ویرې پاک او خالي وي، نو په شریعت کې په داسې عکسونو بندیز هم نشته.

همدارنګه د روح د خاوندانو عکسونه، چې سر ترېنه غوڅ کړل شوی وي یا یې نیم بدن وي یا د بدن دومره برخه پرې کړل شوې وي، چې پرته له هغې ژوند نه شي کېداي، یانې ژوندی نه شي پاتې کېدای، دا عکسونه بیا نه دي بند او نه د بندیز حکم پاتې کېږي، ځکه چې د سر غوڅ شوي عکس څوک عبادت او بندګي نه کوي.

همدارنګه چې د ټول بدن عکس وي، خو پر مخ باندې یې خطښکل شوی وي یا بله د بې قدرۍ او سپکاوۍ نښه پرې شوې وي، چې د هغې له وجې د مخ په حسن، ښکلا او پېژندګلوۍ کې نقصان راغلی وي، نو دغه پوره عکس هم بیانه دی بند،ځکه چې د شکلاو څېرې د عکس او بې قدرۍ او سپکاوي ده، د عکس د عزت او قدرمندۍ نه ده له کومه چې د شرک اصل پیدا کېږي،یا خط او قلم پرې کش نه کړای شي، خو عکس د بوټانوپه ځای کې له پښو لاندې واچول شي،نو بیا هم د بندیز حکم او هدایت ترې نه پورته کېږي، ځکه عکس له پښو لاندې کول او شرک یوځای کېدای نه شي،ځکه چې له پښو لاندې کول اخري اندازه سپکاوی او بې قدري ده او شرک د قدرمندۍ له اخري اندازې څخه پیدا کېږي، نو دا دوه نه یوځای کېدونکي دښمنان څرنګه یوځای کېدای شي؟.

له دې نه ښکاره ده، چې عکس پخپله بند نه دی، بلکې د بهري او خارجي علت له وجې بندشوی، چې هغه شرک دی او  په عالم برزخ،قیامت او دنیا کې به د عکساو دده د پورته یاد شوي غړي او اجزاوو هېڅکله نه وای روا شوي، بلکې د عکس بندېدل د شرک د بدعادتۍ څخه د ځان ساتنې یو تدبیر دی، له دې وجې عکس د شرک د کېدلو او موجودېډلو په وخت کې بند دیاو کنه نه دی بند.

د سود د بندیز مثال:

د مثال په توګه د معاوضاتو او تبادلو په لړ کې د حرمت سود حکم او هدایت د ورکولو اصلي علت د معاملې والا څخه د هغه په مال کې له فرضه زیاته اندازه پرته له بدلې او له حق زیات د هغه له لاسه اخیستل او حاصلول دي، چې بې له شکه ظلم زیاتی او د بل مال په زور اخیستل دي، نو سود ددې بېځایه چور، ظلم او شکې له وجې بند شوی، پخپأه د زیاتوالي اخیستل بند نه دي.

څرنګه چې هدغه د بل مال په ناحقه اخیستل حرام دي، همدغه مال بیا د څه علت په وجه جلال او روا کړایشي، لکه د جنګي کافرد بندي کېدو په صورت کې د مال په عوض او بدل کې د هغه خوشې کول، یاپه جنګي وخت کې د کافر سر او مال واړه مجاهدینو ته روا کېدل، نو له جنګي کافر څخه بلا عوض مال اخیستل او د هغه نه اندازه د نفې او زیادت، ظلماو شوکه نه پاتې کېږي، له همدې وجې نه منع او بند هم نه پاتې کېږي. څرنګه چې په اسلامي فقه کې ددې تفصیلي قسمونه موجود دي.

د شرابو د حرمت مثال:

یا لکه د شرابو د منع کېدو او بندېدو علت نشه ده. یعنې دا به ووایو چې له شرابو څخه د بندېدو حکم په دې وجه نه دی شوی چې دا یوه مایع او اوبلنه ماده ده ځکه بنده ده، بلکې ددغې مادې له نشه‌يي حالت ځخه د ځان ساتنې په وجه بند دي.

کوم حالت، چې دغه مایع او اولنه ماده ناپاکه او پلیته کړې ده دا بېله خبره ده چې دغه نشه راوستونکی حالت په دې مایع او مشروب کې پوره یوځای او ګډ شوی دی، چې نه ترېنه جلا کېږي.

همدا علت دی، چې له دې نه د ځان ساتنې بله لاره نه شي کېداي، ترڅو په پوره او بشپړ توګه له دې نه ځان ونه ساتل شي، نو په حقیقت کې له شرابو څخه منع کول او بندول له نشه راوستونکي او نشه ورکوونکي حالت څخه د انسان د ساتلو یو تدبیر دی. پخپله له دغسې سیالې او بهېدونکې مادې څخه منع او بندول نه دي، نو ځکه که چیرته په شابو کې د نشه راوړلو حالت رانه شي او یا پکې پاتې نه شي، نو د منع کېدو او بندېدو حکم او لارښوونه هم نه پاتې کېږي او ترېنه پورته کېږي.

لکه څرنګه چې له انګورو او خرماوو څخه په ښکل شویو اوبو کې ترڅو نشه نه وي پیدا شوې او یا پخپله پکې جوش او پورته کېدل نه وي راغلي، کوم ته چې نبیذالعنب او نبیذالتمر وايي، یعنې د انګورو نچوړ او د خورماوو نچوړ نو په دې باندې د منع کېدو او نه استعمال کومه فتوی هم نه ده لګول شوې. حال دا دی، چې د اهماغه سیاله او بهېدونکې ماده او مشروب دی، چې په نشې راوستل کېدو پسې جوخت او فوراً د ممانعت او بندېدو له حکم لاندې راغله او سوچه یعنې خالص حرامه جوړه شوې ده.

ددې نوم اوس د نچوړ او نبیذ پرځای شراب او خمر ایښودل شوی دی، یا په بله کومه بهېدونکې ماده کې د نشه راوړلو څرنګوالی (کیفیت) او حالت پيدا شي او به څه علت ترېنه پورته او ختم شي، لکه الکحل چې په دواګانو او یا نورو د استعمال وړ شیانو کې د ګډېدو او یوځای کېدو باندې د هغه خو څه مادي اجزاء پاتې کېږي، مګر بهېدونکی او سیلاني کیفیت او حالت یې پورته کېږي او له منځه ځي. ددې په ضمن او طبع کې دغه نشه راوړل هم الوځي او له منځه ځي، نو د داسې مشروباتو ممانعت هم رانغی.

څرنګه چې له شرابو نه سرکه جوړه شي، نو د ماهیت او کیفیت په بدلېدو هغه مشروب اوس د حرام کېدو پرځای حلال شو، حال دا دی چې بهېدونکې ماده هماغه ده چې اول او مخکې وه، د رنګ بدلون یواځې د  د هغې د نشې کیفیت زایل او له منځه وړی دی.

په هر حال، د شرابو له منع کېدو نه مقصود د نشې منع کېدل دي، منع کېدل او بندول د مشروب مقصود نه دي په دې صورت کې ددې مشروب ممانعت او بندول په حقیقت کې د نشې نه د ساتنې او بچ کېدو یو تدبیر شو، چې د نشې تر پاتې کېدو پاتې کېږي، کنه رخصتیږي او له منځه ځي. البته د نشې د موجودیت په صورت کې د شرابو هر ځاځکی داسې رنګ حرام دی او ممانعت پرې باقي دی. لکه څرنګه چې پوره جام او چاټۍ وه، که څه هم په یوه څاڅکي نشه نه راځي، خوپه دې کې حصه به قدر جُثه نشه ضرور وي. برابره خبره ده، چې ددغې نشې احساس وشي او که ونه وشي، لکه د ونو او بوټو یا ماشومانو لویېدل او غټېدل چې په هره شېبه او ساعت کې تل کېږي، خو د لږو لویېدو علت دی چې سړی پرې هره شېبه نه پوهېږي. یو دوه کاله چې په دغه عادت کې پاتې شي، وروسته معلوم شي چې ماشوم غټ شوی چې پس ددغه حساس له وجې نه ددغه لږ مقدار او اندازې د عدم دعوی څوک نه شي کولی، چې ماشوم او بوټی نه لویېږي.

همارنګه د شرابو په څاڅکو کې د کمې نشې د نه محسوسېدو له وجې د نشې له وجود نه انکار نه شي کېدای او نه دا ویلی شي، چې په دې کې نشه نشته.

په هر حال، د شرابو ممانعت له نشې نه د ساتنې تدبیر دی، خپله شراب مقصود نه دی.

د سپیو د وژلو مثال:

همدارنګه د علت د کمزوري کېدو په وخت په حکم کې هم کمزوري او ضعف راځي، ځکه چې مدار د حکم همدا علت وي څنګه چې شریعت د ټولو سپیو د وژلو حکم وکړو. ددې علت د سپیو مینه وه، چې د جاهلیت او کفري زمانې د خلکو په ذهنونو غورځېدلې او خوښه شوې وه.

په پوره مانا او رنګ په رنګ چې د اوسني وخت د نصراني ټولنې د عیسیانو په زړونو کې د سپیو محبت او مینه غالبه او حاکمه ده، ددغه علت د ختمولو لپاره شریعت په اول کې د ټولو سپیو د وژلو او مردارولو حکم صادر کړ، مګر څومره چې محبت کمېده، هغومره اندازه لږ لږ ددې حکم سختي هم ختمېده. په اول کې هر سپی واجب القتل و، یعنې د هر سپی وژل واجب وو. کله چې محبت کم شو، نو دغه حکم تر تورو سپیو پورې محدود پاتې شو، چې کله د محبت دغه درجه هم له زړونو ووتله، نو حکم د عدمي ساتنې هم پورته شو او وویل شول، چې مالنا وللکلاب (زموږ د سپیو سره څه کار دی) چې د هغو د ختمولو او تباهۍ فکر ساتو، هغه هم یو امت دی،‎ په امتونو کې.

کله چې په ټولنه کې له سپیو څخه د خلکو نفرت او کرکه پيدا شوه، نو بیا له نه وژلو پرته د یو شمېر سپیو څخه د کار اخیستلو اجازه هم ورکړل شوه: لکه د ښکاري سپیو ساتنه، د ښکار لپاره، د څارنې د سپيو ساتنه د څارنې لپاره، خو له دې نه دا وېره وه، چې د سپیو محبت د خلکو په زونو کې بیا راپیدا نه شي، نو دا حقیقت یې روښآنه کړ چې سپي له انسانانو سره یوځای نه شي اوسېدلی او اختلاط عام یې بند کړلو او ویې فرمایل، چې هغه کور ته ملایکې نه داخلېږي، چې په کوم کې چې سپی وي.

په هر صورت، زموږ غوښتنه ښکاره او روښانه شوه چې د سپیو د وژلو مسئله دسپيو د مینې و محبت پر اصولو او بنسټ باندې ولاړه وه، څومره چې له سپیو سره مینه کمېږي، په هماغه اندازه یې د وژلو په حکم کې کمزوري راوستل کېږي تر دې چې د سپيو د عامه وژلو د علت د ختمېدو نه وروسته د عامه وژلو حکم ختم شو.

له دې نه څرګنده شوه چې د سپیو د وژلو حکم د دوی له مینې څخه د ځان ساتلو یو تدبیر و، پخپأه د سپیو وژل کومه شرعي غوښتنه او مطالبه نه وه، کنه نو ختمېدله به نه.

دوام لري…

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *