لیک: محمد ایوب
لومړۍ برخه
قل هل ننبئکم بالأخسرین اعمالا، الذین ضلّ سعیهم فی الحیاة الدنیا وهم یحسبون انهم یحسنونه صنعا- الکهف /۱۰۴
ددین او عقل ترمنځ د واټن ساتلو بدمرغه پایله
په اسلام کې تکلفباره خرافاتي تحریف !
(یادښت : پدغې لیکنه کې(د شرعی دلایلو په توګه) د قران او صحیحو نبوي سنتونو د دلالت پر اساس ، د قیامت په علایمو کې د دجال د فتنې ، د عیسی مسیح د نزول اود امام مهدي یا منجی موعود د ظهور اسطوره ی روایات ته تنقدي کتنه شوېده ترڅو د خرافاتی مثلث په توګه ددغو اسطورو حقیقت رابرسېره شي ) .
د پیل څو مقدماتي خبرې !
داسلامی عقېدې محورتوحید دی . د توحید محوریت علی الاطلاق دشرک عمل او تصور دواړه ردوي او بنسټ او اساس یې پر وحې مبتني دی چې، وحی بلاریب علم یقین افاده کوي . لهذاد وحې پر حقانیت او رېښتینولۍ کې شک او تردد دایمان سره متضاده مسئله ده او دا راز تردد دنادرست برداشت پایله وي .
ځکه ایمان بشپړ باور او قطعي یقین او تصدیق قلبی ته ویل کیږي او همدا دلیل دی چې په ایمانیاتو کې دتردد احتمال قطعاً شتون نلري ، پداسې حال کې چې د یاد مثلث په تړاو دحقیقت او عدم حقیقت جدال له ډېر پخوا څخه راروان دی ، یهودیان او مسېحیان هم ددجال دخروج او عیسی مسیح دنزول په اړه اسطورې لري په دواړو مذاهبو کې پدې تړاو شته انګېرنې یو له بل سره په تضاد کې دي او په اسلام کې چې پدې تړاو کوم تصور شتون لري ، که له یوې خوا څخه د یهودو او مسیحیانو دانګېرنو سره په مخالف جهت کې واقع دی، نو بل لورته د اسلامی مذهبی فرقو ترمنځ هم پدې اړه اختلافات شتون لري او دغه مزمن اختلاف بالعموم پدې اړه د تردد او تشکیک مسبب ګرځېدلی دی چې اصلا د دجال دخروج ، د عیسی مسیح ع د نزول او دمهدی اخرزمان د ظهور درې واړه مسئلې ، د عقېدې له فهرست څخه باسي او دا زباتوي چې یاد مسایل دایمان او عقیدې برخه نه ده ، دا محض عوامي تخیلات دي بلکې ګومان او فردي برداشتونه دي .
دانسانانو دعقېدې د جوړېدو ، پاکېدو او پخېدو له پاره دانبیاؤ لړۍ او د وحې کړۍ ، د خالق سبحانه و تعالی د محکمې ارادې مظهر دی چې موخه یی داده ، دانسانانو ایمان ، عقېده او باور د شیطان د وسوسو او مکر و فریب ښکار نه شي .
ابلیس سره دانسان د ګمراه کولوددفاع له پاره یوه وسیله او یوه وسله شتون لري چې هغه وسوسه ده ، ابلیس ته تر وسوسې پورته صلاحیت او قدرت الله پاک نه دی ورکړی چې پر انسان باندې یی استعمال کړي او انسان پرې ګمراه کاندي .
بل لورته که شیطان ته دوسوسې توان حاصل دی ، نو په مقابل کې یی انسان ته دشیطان دوسوسو څخه د نجات په موخه کلک دفاعي سیستم ورکړی دی یعنې د شیطانی رنګ و نیرنګ په مقابل کې الله پاک سبحانه وتعالی انسان ته عقل سالم او فطرت سلیم د اشتباه ناپذیرو موازینو په حیث ورکړيدي چې، د وسوسې اوحقیقت ترمنځ پ تفکیک، د رحمانی او شیطانی لارو ترمنځ په توپیر ، دصراط المستقیم پېژندنې او معرفت او د ربانی وعدې او شیطانی دهوکې ترمنځ د د توپیر پېژندلو کې له انسان سره مرسته کوي .
یعنې انسانانو ته خالق سبحانه و تعالی د سالم فطرت په نامه یو بیناه او وېښ خو نا مرئي لارښود ټاکلی دی چې دهرې پدېدې ښه او بد ورپېژني او ورسره یې د عقل سلیم په حیث ورباندې یوه داسې رڼا لورولې ده چې انسان پرې د تور او سپین ، ښه او بد ، سم او غلط، پآک او ناپاک ، روا او ناروا اورښتیا او درواغو ترمنځ توپیر و تمیزا کړای شي .
دغه دوه عناصر (عقل + فطرت )له انسانانو سره مرسته کوې، ترڅو پرې له هر راز ، عقیدوي، فکري، ذوقي ، عملي ، اخلاقي انحرافاتو اومذهبي خرافاتو څخه ځانونه او نور وساتي..
همدا د پخوانیواو مخکنیو ادیانو له تحریف شویو بڼو سره د اسلام د سپېڅلي دین توپیر دی چې اسلام د نورو تحریف شویو ادیانو دعقیدتی تحریفاتو په څېر دین او عقل یو له بل سره په جنګ نه اچوي او یو د بل پر ضد یی عمل کولو ته نه رابولي، بلکې اسلام ټینګار کوي چې د صراط المستقیم ادرس له قرانکریم څخه ترلاسه کړۍ او دیاد ادرس په انتخاب کې د عقل و فطرت دواړو څخه ګټور کار واخلئ ترڅو له سیده لارې څخه کاږه نشئ او له همدې کبله یی په قرانکریم کې ۱۳۴ ځله انسان عقلانیت ته په مراجعې سره تنبیه کړی دی، چې له تحقیق پرته پرېکړه ونکړي بلکې عقلانیت ته رجوع خپل فرض وګرځوه ( افلا تعقلون، تتدبرون ، یتدبرون، تعقلون ، یعقلون ، یبصرون ، تبصرون، یعلمون ، تعلمون ،الم تری، اولم یروا ، الم تروا) داسې نورمترادف ادواة عقلانیت ته دانسانانو سوق کوونکی کلمات یی په قرانکریم کي پّه مکرر ډول د همدې هدف له پآره کارولي دي .
دقرانی تصرېحاتو له مخې جوتیږي چې دعقل ذکر یې تل له هغې سره د مدح په بڼه کړی دی پر دې سربېره قرانکریم کې عقل د اسم په صیغه نه بلکې د فعل په بڼه ذکر شوی دی تعقلون ، یعقلون ، چې یوازې د عقل ذکر د فعل په صیغه نږدې پنځوس ځله راغلی دی .
دحقیقت په پېژندنې کې دعقل رول تر بل هرڅه زیات دی او قرانکریم دعقل قناعت د درک او ادراک تحقق بللی دی فهم او معرفت وسیله یی بللې ده لکه: « انّا جعلنا قرآناً عربیّا لعلکم تعقلون. الزخرف ۳.» (صمّ بکم عمی فهم لایعقلون. البقره / ۱۷۱) « وسخّرلکم الیل والنّهار والشّمس والقمر والنجوم مسخرات بأ مره انّ فی ذالک لایات لّقوم یعقلون. النحل ۱۲ . (یسمعون کالام الله ثمّ یحرّفونه من بعد ما عقلوه . البقره ۷۵) (و تلک الامثال نضربها للنّاس وما یعقلها الا العالمون. العنکبوت / ۴۳) همدا راز یی د خیر و شر د تمیز او توپیر د درک وسیله عقلانیت بللی دی لکه (اتأمرون النّاس بالبرّ وتنسون انفسکم وانتم تتلون الکتاب افلا تعقلون. البقره / ۴۴) (افّ لکم ولما تعبدون من دون الله افلا تعقلون. الانبیآء /۶۷) وما کان لنفس ان تؤمن الا بأذن الله ویجعل الرجس علی الذین لا یعقلون . یونس /۱۰۰) (لا یقاتلونکم جمیعا الاّ فی قری محصّنةاو من وراء الجذربأسهم بینهم شدیدتحسبهم جمیعا وقلوبهم شتّی ذالک بآنهم قوم لایعقلون. الحشر ۱۴) (ولدار الاخرة خیر للذین اتقواافلا تعقلون . یوسف ۱۰۹) (إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۱۶۴﴾ .
امام قاسمی رحمه الله دپورتنی ایت مبارک د (لقوم یعقلون ) په تفسیر کې وایی دعقل دکارولو له پاره یی سترګې یا لیدل، غوږونه یا اورېدل او ژبه یا وینا کول علامه ټاکلې ده، یعنې تسمعون ، یسمعون ، تبصرون ، یبصرون ، تنظرون ینظرون ، تقولون ، یقولون او دېته ورته نورو بڼو باندې دعقل پر لور انسان سوق کړی دی (محاسن التأویل۲/۴۰۶-۴۰۷)
حتی څوک چې له عقل څخه کار نه اخلي او نه یی کاروي، هغوی ته قرانکریم تر ژویو او ځناروڅخه هم د ټیټ حیثیت درلودونکو خطاب کړی دی .مثلاً « انّ شرّ الدّواب عندالله الصم بکم الذین لایعقلون.. الانفال / ۲۲»
د عقلانیت داستخدام په اړه دقرانکریم د ټینګار سره سره دمسلمانانو قاطع اکثریت دخپل منجمد فکر او سنتی باور پر اساس ددیانت او عقلانیت ترمنځ فاحش واټن ساتلی دی او د خپل نابالغ باور او منجمد تفکر له کبله په دین کې دعقل دکارولو سره بې دلیله دښمني او بېعقلانه مخالفت کوي او یوې عربی مقولې ته ، چې حضرت علی رض ته منسوبیږي دقرانکریم پر ایاتونو او الهی فرامینو باندې ترجیح ورکوي چې دا کار بذاته ستر حماقت او بېقلي ده .
قرانکریم په کمال صراحت سره انسان دې خبرې ته متوجه کوي او تنبیه کوي یی چې، ګواکې په دیانت کې هم دعقل نه کارول د جهنم دتللو مسبب کېدایشي . لکه پدغو ایتونو کې چې ورته په صراحت اشاره شوې ده «وقالوا لو کنّا نسمع او نعقل ما کنّا فی اصحاب السعیر / سورة الملک /۱۰»
ولقد ذرأنا لجهنّم کثیرا من االجنّ والانس لهم قلوب لایفقهون بها و اعین لا یبصرون بها ولهم اذان لایسمعون بها اولئک کالانعام بل هم اضلّ. /الأعرف ۱۷۹
قرانکریم دعقلانیت اعتبار او ارزښت نور هم پیاوړی کوي چې کله ورته نور نومونه اخلي او نور نور مواصفات ورته ذکر کوي لکه الفؤاد، النهی، الّلب والالباب ، الحلم، الحجر….. لاندې ایاتونو کې یی بېلګې کتلی شو:
(کلوا وارعوا انعامکم انّ فی ذالک لایة لاولی النهی. طه ۵۴) امام بروسوی رح وایی چې عقل ته یی (النهی ) وصف ځکه کار ولی چې معنوی اشتراک د النهی له کلمې سره لري ، یعنې النهی معنی منع کوونکی ده نو عقل هم انسان له خرافاتو او انحرافاتو راګرځوي همدې مفهوم له پاره یی دعقل څخه په النهی سره تعبییر کړی دی لکه « أفلم یهد لهم کم اهلکنا قبلهم من القرون یمشون فی مساکنهم انّ فی ذالک لایة لاولی النهی . »(تفسیر روح البیان ۴۷۲/۵). او دا د جمهورو مفسرینو رایه او نظر هم دی (الجامع لاحکام القران للطبری ۲۱۰/۱۱) انوار التنزیل واسرار التنزیل ۳۰/۴. – المحرر الوجیز فی تفسیر الکتاب العزیز ۴/۴۸. – التحریر والتنویر ۲۰۲/۱۶
پورتنی مبارک ایاتونه مشت نمونه خروار دی چې دیانت باید دعقلانیت خلاف ونه اوسي او یا ددې پرعکس مؤمن دخپل هر عمل په اړه ،چې ددین نسبت ورته کیږي باید تدقیق او دقت وکړي.
په یاده مقوله کې ویل شوی دی چې :
لولا الشرع بالعقل لکان المسح باسفل الخف اولی من اعلاها
دغه مقوله حضرت علی کرّم الله وجهه ته منسوب ده او دپیغمبر ص وینا نده لهذا د احکامو په اثبات کې واجد شرایط مقوله نده ځکه چې مقوله ظنی الثبوت وي نسبت حدیث نبوی ته . دلته یوه باریکه خبره شته دی ، هغه داچې پورته مقوله پخپل ترکیب کې درست مفهوم نه افاده کوي یعنې درحقیقت خو دادعقل غوښتنه ده چې د موزې په پاس اړخ باندې مسح باید وشي ځکه لاندې اړخ خو یی نا پاکه وي ، نو دمسح په کولو سره به نه یوازې چې د هغې ناپاکۍ د ازالې سبب به نشي ، بلکې پاک لاس به هم ورسره د ممارست له امله ناپاک شي ، لهذا عقلا مسح په پورته برخې باندې پکار ده نه په ښکته .
د پورتنۍ تجزیې له مخې اصلا یاده مقوله دمفهوم له پلوه مهمله ده ځکه چې د کوم شي د رد له پاره چې ورڅخه استدلال کیږي دهغې پر ځای یی هغه نفي کېدونکی عنصر لا زیات ثابت کړ . پکار وه چې د یادې مقولې څخه عمومي فهم دعقل دخالت ته مثبته رایه ورکړې وای ،برعکس یې ، له بده مرغه د عقل څخه بېعقلۍ ته ترجیح ورکړي اوله عقلانیت څخه یی حماقت یا بېعقلۍ ته پناه وروړي .، ولو که ددې مقولې پر حقیقت پوهېدل هم د عقل دښمنه وګړیو له فکری مستوا او تحلیلی ظرفیته لوړ کار دی او دځینو ښکرورو خو ورسره حساسیت هم پاریږي ،مګر دلته خبره دمقولې نده بلکې خبره د عقیدې ده چې قرانکریم یی پر اړه د تفصیلی بیان ادعا کوي .
دایمانیاتو مصدر یوازې قرانکریم دی ، احادیث بذاته د عقایدو د اثبات معیار نشي پوره کولی بلکې احادیث دقرانکریم تبیین کوي ()
خو له دومره اهمیت او دومره ټینګار سره سره چې دعقلانیت په اړه قرانکریم انسانانو خصوصامسلمانانوته کړی دی ، بیا هم مسلمان هڅه کوي چې د عقلانیت څخه یا وتښتي او یا په دین او عقیده کې عقلانیت ته د دخل او مداخلې اجازه ورنکړي ، بلکې څوک چې ددین او عقلانیت ترمنځ نږدېکت راولي هغه په مختلفو نومونو سره یادوي او غندي یی متأسفانه !
یو داسې جمله چې نه دعربو ضرب المثلونو کې ځای لري ، نه دقرانکریم ایاتونو سره توافق لري او نه پرې د حدیثو تعریف تطبیقېدای شي ، بلکې د مشهور غلط قول په بڼه یی حضرت علی علیه السلام ته نسبت کیږي چې (لولا (لو کان)الشرع بالعقل لکان المسح باسفل الخف اولی من اعلاها یا (لوکان الشرع بالعقل (وفی روایة ،لوکان الدین بالعقل)، لکان اسفل الخف اولی بالمسح من اعلاه ) ګواکې دا د حضرت علی کرّم الله وجهه وینا ده پداسې حال کې چې پر دې خبره باندې هم کوم واضح او قاطع سند او ثبوت شتون نلري خو د منقطع ، مرسل موقوف ضعیف موضوعي مفرد او غریب حدیث په کتګوری کې هم نه دی شامل او دحجیت له پاره له هېڅ پلوه واجد شرایط نه دی . په هر حال چې عقل تحریم شي، نو طبیعی ده چې هلته داراز مجهول الهویته مقولې د کلام ربانی ، کلام جلالي او وحي الهي څخه غوره ګڼلی شي او نعوذ باالله ۱۳۴ ځله پر یوې موضوع دقرانکریم ټینګار بې اعتباره کوي (سبحان الله وتعالی عن ذالک ،نستغفروه و نعوذ به من ذالک )
داستره نا انصافی ده چې خالق سبحانه و تعالی او د بنده د خبرو ترمنځ د تعارض او تناقض په صورت کې د عقلانی حرمان او تحریم له کبله د الله پاک سبحانه و تعالی قول او وینا او یا ایتونه فاقد اعتبار او ترک کیږي او بنده ته منسوب شوی ګونګ قول ته پرې ترجیح بلا مرجحّ ورکول کیږي ،دداسې امت نسبت څنګه هغه ستر شخصیت ته کیدل منطقي نسبت بلل کېدای شي چې د هغه جامع او عظیم اخلاق دنوموړي د عقلانیت پر ګاڼه سمبال و ؟
حقیقت دادی چې یاده مقوله حضرت علی کرّم الله وجهه ته منسوب ده ، دپیغمبر ص وینا نده لهذا د احکامو په اثبات کې په هېڅ ډول واجد شرایط مقوله نده ځکه چې ظنی الثبوت ده .
که څوک ایمانیات پر احادیثو ثابتول غواړي، دا پدې معنی ده چې ګواکې قرانکریم ناقص کتاب دی نعوذ باالله او احادیث یی نواقص اصلاح کوي او بشپړوي یی یعنې قرانکریم ته دناقص نسبت پکې متصور کیږي ، لهذا په داسې مورد کې دوه انتخابونو کې یو لازمی دی هغه داچې یا خو دعیسی ، مهدی او دجال پر مثلث باندې باور کول دایمان په فهرست کې نشته دی بلکې دا اسرائېلیات دي او درواغ دي او دالله ج او د هغه درسول ص وینا نده بلکې دا هغه افواهات دي چې ناپوهان پرې تېروېستل کیږی . او که پر دغې مثلث باور کول الزامی او د ایمان برخه وګڼل شي نو، دا پخپل ذات کې (نعوذ باالله ) دقرانکریم استخفاف او دایمانی ادب څخه لرې عمل دی چې ورڅخه انګېرل کیږي چې ګواکې قرانکریم نقیصه درلوده ګونګو مقولو سره یی داصلاح هڅه روانه ده چې په احادیثو سره بشپړ اصلاح شو. پداسې حال کې چې قرانکریم دالله پاک سبحانه و تعالی کلام دی او دالله پآک په مقدس کلام کې نقیصه او کمبود وجود نلري (والله منزّه عن ذالک .)
قرانکریم عقل ته د حجر او قلب او فؤاد نومونه هم کارولي دي لکه ُ سورت فجر کې راغلی (هل فی ذالک قسم لذی حجر ) (افلم یسیرو فی الارض فتکون لهم قلوب یعقلون به . الحج / ۴۶)
خلص داچې عقل او فطرت هغه معلم دی چې انسان سره مرسته کوي ترڅودښو او بدو تفکیک او تمیز وکړای شي او حلال او مشروع عمل ترسره کړي !
د دجال او مهدی اسطوره چې کله پر عقلاني قضاوت د ټینګار له ایاتونو سره مقارنه کړای شي نو نو د هېښنده پایلو سره مخامخیږو مثلا ددجال د اسطورې په اړه ټول راغلي روایات یو دبل محتوا ردوي همداراز یاد روایات چې په صحاحو کې رانقل شوی دی هر یو یی د متن له پلوه له بل یوه سره ډېر تناقضات او دمفاهیمو ترمنځ زیاد تردداو اضطراب لري. او ورڅخه داسې ا نګېرل کیږي او جوتوي یی چې د دجّال معامېله لکه څرنګه چې د یاد تناقض یا اختلاف له کبله د قرانی تنجیم برخه نشي کېدای ځکه له یوه پلوه ،قرانکریم ددجال فتنه دمهدی افسانه او دعیسی راکوزېدا یو هم خپل مضمون نه دی ګرځولی او نه یی هم د کوم بل مضمون په ضمن کې ورته کومه اشاره کړې ده، بلکې قرانکریم کې یې هېڅ راز یادونه نده شوې ، نه صراحتًا ، نه اشارتاً او نه هم کنایتًاً. له بله پلوه ، دقرانکریم په ارشاداتو او تعلیماتو کې دهېڅ راز اختلاف د احتمال ګنجایش نه شته .افلا یتدبرون القران و لوکان من عند غیر الله لوجدوا فیه اختلافاً کثیرا . ) همدا راز په احادیثو او خبر احاد کې ددجال د فتنې په اړه وضاحتونه پرېمانه دي خو هېڅ متفق فیه حدیث په صحاح سته کې بیا هم نه ترسترګو کیږي الببته کوم چې پکې موجود دي نو هغه یو دبل مفهوم ردوي. ، پرعکس هر حدیث دبل حدیث محتوا ردوي او تکذیبوی یی چې دغه راز اختلاف له عقلانیت سره هم مخالف دی یعنې دا اختلاف دیادو احادیثو اعتبار ساقطوي .
راتلونکې لیکنه کې به پر شرعي دلایلو سره ددجال د کاذبې اسطورې او اکذوبې په اړه په تفصیل سره ددې جعل له مخه پلو پورته کړو ان شا ءالله
نور بیا…
(یادونه: انځورونه له انټرنیټ څخه اخیستل شوي)