د لویې لوبې یا استمرار نوی پړاو

Spread the love

لیکوال: روښان خادم

په ۱۹مه پېړې کی په اسیا کې د دووسترواستعماری قدرتونورقابت د ( لوي لوبی) یا په نوم شهرت لری او ډیرو مورخینو پری هر اړخیزی لیکنی هم کړی دی ، دا لوبه په منځنې اسیا کی د افغانستان ، فارس ، او تبت د مناطقو د کنترول په خاطر د دوواستعماری طاقتونو روسیی اوانګلیس ترمنځه پیل شوه . دواړه هیوادونه یودبل نه ډاریدل چې مبادا دبل د نفوذ ساحی ته ورداخل شی ، روسانو په مرکزی اسیا کی د خپل نفوذ دمیخونو په تینګولواوعمیقیدو کارکاوه خوانګلیس ډاریده چې مبادا برطانوی هند ته خطرمتوجه کړی بالمقابل روسانود انګلیس د پرمختګ څخه ډاردرلود چې د منځنې آسیا هیوادونوته ونه رسیږی ، دغه دووقدرتونوهیڅکه په دی منطقه کی یود بل سره دمستقیمی جګړی نیت نه لره یوازی په کال ( ۱۸۵۶- ۱۸۵۳) د کریمن جګړه چي په دواړوهیوادو یی اثرات لرل، خو ددغه رقابتونوپه نتیجه کی روسان په کال ( ۱۸۱۳-۱۸۰۴) کی په ایران ورننوتل او ایران د دوواستعماری قوتونوترمنځ وویشل شو او د دواړو قدرتونود نفوذ سرحدونه په منطقه کی معلوم شول

 یوه بله نظریه داده چې ستره لوبه په کال ( ۱۸۳۰) د جنوری په ۱۲پیل شوی: لارد ایلن برو

   دهندوستان د کنترول د بورد ریس د هند ګورنرجنرال (لارد بینتک) ته هدایت ورکړچې د بخارا امارت ته تجارتی او تبادلاتی لارپرانیزی

اوافعانستان په داسی یوهیواد بدل کړی چي په سیمه کی د انګلیس ګټی وساتی او دعثمانی ترکیی طرفداری وکړی، ایران،خیوا،او بخارا د هایل هیوادو په حیث پاتی شی چې د روسانو مخنیوی شوی وی (بریتانیکه) اوبرطانوی هند به د احتمالی خطراتوڅخه محفوظ شی .او د ګلف په خلیج اودهند سمندرګي کی په روسانو لاره بنده شوی وی . په دی برخه کی به ډیری تفصیلی لیکنې  شوی او موجودی وی چې زما د موضوع بحث نه دی . سوال دا دی چې ایا ( لویه لوبه ) ختمه شوی ده که نه ؟؟ ددی سوال ځواب به په لاندی کرښو کی ولټوو.

   زماپه نظرد ۱۸۳۰ کال لویه لوبه تراوسه هم دوام لری خوشکل ، لوبغاړی، او اهداف یی بدل شوی دی خو د لوبی سیاسی او نظامی میدان هماغه پخوانی میدان دی. –

  د افغانستان د جمهوریت او جمهوری نظام د سقوط سره سم ( اګست۱۵/۲۰۲۱)طالبانود افعانستان په ټولی جغرافیی کامل تسلط وموند اوترننه (۲۰۲۴) دوام لری. دوی وکولای شول چې د امریکی سره په دوحه کی د خبرو اترو په نتیجه کی چی پټی او ښکاره موافقی اوضمیمی لری دی موافقی ته ورسیدل (چې امریکایان او ټول ملګری به یی په کامله توګه د افغامستان څخه وزی او طالبان ظمانت کوی چې د اخرنې عسکرتروتلو به په امریکایی عسکروحمله نه کوی) دهمدغه توافق په نتیجه کی کله چي د امریکا اخرنی پروازد شپی په تیاره کی (سپتمبر۱/۲۰۲۱)د(میجرجنرال کریس داناهو)په مشرۍ د بګرام څخه ووت طالبانو وکولای شول چې د افغانستان د اکثرو ولایاتو ترنیولو وروسته د اګست په ۲۱ کال ۲۰۲۱م د کابل په نیولوسره داسلامی امارت سرپرست حکومت اعلان وکړی. د دغه سرپرست حکومت د اعلان سره سم ډیری پوښتنی رامنځ ته شوی اوتراوسه د بی قانونیی ( اساسی قانون) سره ادامه لری . په تیرو دری نیمو کالوکی اسلامي امارت ډیری لاس ته راوړنې وښودی چې د خلکو په زړونو کی یې نوی امیدونه را پیدا کړل ، ددی ټولواقتصادی لاس ته راوړنوترڅنګه یی په سیاسی ډګرکی د سفراوو په سطحه دسیاسی تعملاتو ټینګول ، دلاروجوړول،د معدنیاتود استخراج د قراردادونوامضاکوول، د تیلودراویستلو پیلول ، د قوشتیپی د کانال جوړولو د کار پیل، د بی شمارو مدرسو پرانستل،د عینک د مسود استخراج دکارپیلول،د کنړپه سیند د بریښنا د بند د جوړولو تابیا،دسترږ لارو ترمیم او بیا ودانول  او داسی ډ‌یرنورمثالونه، په مقابل کی یې د افغانستان د اساسی قانون ، پارلمان ، ملی سرود، حزبونوفعالیتونه، مدني ټولنولغوه کوول د افغانستان دری رنګه ملی بیرغ نه منل، د شپږم ټولګی نه پورته د انجونو تحصیل بندول ، نړیوالو وړاندیزونو ته اعتنا نه کوول، د یوشدید اسلامي نظام ټینګول او ډیر نورمثالونه چې هره ورځ د ملت او اسلامی امارت تر منځه د فاصلود زیاتیدواو اعتماد دکمیدو سبب شوی دی خو بیا هم ښکلی خبره داده چې ددی ټولوحالاتوترسنګه همدا ملت د اسلامي امارت سره هرډول همکاری کوی او په نظام کی د اطلاحاتوخوارۍ روانې دی.

      په تیروڅوکلونوکی ډیروهیوادو د اسلامي امارت سره د پانګونو ژمنی کړی دی چې د چین هیواد ترټولوهیوادونو زیاته ژمنه کړی ،ډیر قراردادونه یې لاس ته راوړی او د افغانستان په ډیرومهمو زیرمو او معدنیاتو یی لکه خپسه خیټه اچولی ده .

   د امریکایانو دوتلوسره سم د هغومخالفینو ته ښه موقع په لاس ورغله چې په افعانستان کی ددغه ستر سیاسی او اقتصادی موقع څخه ګټه واخلی اوترهرچا مخکی دی میدان ته ودانګی.

اوس په منطفه کی (۱۸۳۰م) کال د لویی لوبی لوبغاړی ، اهداف،او منطقوی غوښتنی بدلی شوی ، نوی بلاکونه او نوی قطبونه منځ ته راغلی دی چې د جمهور ریس بایدن دپاره یی دامریکا په کانګرس کی نوی مشکلات پیدا کړی دی او د کانګرس فشارونو د جوبایدن اداره مجبوره کړه چې دافغانستلن څخه په وتلو له سره فکروکړی ددی فشارونو په نتیجه کی هغه په یوه وینا کی وویل (افغانستان دامپراتوریو ګورستان دی) زما په نظردا هغه عذردی چې بایدن پری د خپلی غلطی (دجمهوری غوښتونکو) په فکر جواب کاوه ، زما له نظره دا هم د بایدن د ګوند د انتخاباتود بایلودو د سلهاوو دلایلوترڅنګه یو قوی دلیل دی داسی اټکل کیږی چي د خپلی غلطی د تلافی په لټه کی شی .

د لویی لوبی د استمراراودوهم پړاوقوی نوی لوبغاړی چین ، روسیه، هند، امریکا،عربی امارات، قطر، ایران، پاکستان د خپلو ستراتیژیواواهدافو سره هماغه  زوړاو وړغښتلی میدان ته رادانګلی دی چې خاص هدفونو لری.

              په لومړی سرکی به د چین په هدفونو او روابطوته ځغلنده نظروکړ.

چین په افغانستان کی:  چین دنړی د اقتصادی پیاوړوهیوادونو په قطارکی راځی چي د نړی د اقتصاد اعظمی برخه یی د کنټرول لاندی ده او ددغه کنټرول دساتنی اوقوی کیدو په خاطر د نړی په ډیروهیوادوکی پانګونه کړی ده او کوي یې .چین د نړیوال اقتصادی پانګونی په لړکي یوخاص روش لری چې په انګلیسی کي یې ( دیپت تراپ کنترول) یا د  ( قرضی لومې دیپلوماسی) ورته ویلی شو. ددغه روش په اساس چین په نړی کی په هغه ضعیفواو غریبوهیوادوکی پانګونی کوی چی د پورونو د بیرته ورکولو توان نه لری.

د چین هیواد نن په دنیا کی دډیروهیوادو سره ښه روابط ټینګ کړی دی د افغانستان په مسله کي چین زیات سیاسی ، اقتصادی اومنطقوی ګټی، اورقابطونه لری خوسترهدف یی د افغانستان په اقتصادی زیرمواوخزانوپه اکثریت کنترول دی چې ترننه یې ډیرڅه ترلاسه کړی دی  .

 کله چې امریکا په افغانستان نظامي یرغل وکړ دناتو اواروپایی اتحادیی د ملکونوپه همکارۍ اوتفاهم سره یې افغانستان اشغال کړدامریکا ټولومخالفوهیوادوته یی ټکان ورکړ، روسیی، چین ، هندوستان، ایران ، عربی او اروپایی هیوادونه،اړشول چی د منځنې اسیا هیوادونواوخزانوپه باب له سره فکروکړی اود یو جنتلمین تفاهم په ایجادولو سره یو د بل سره همکاراو د امریکا مخی ته خنډونه ایجاد کړی او دا حالت د خپل ځان پّه ګټه وڅرخوی چین چې د ټایوان په موضوع کی دامریکا سره مشکلات لری په افغانستان او منځنی آسیا کښی یې دنفوذ زیاتولوضرورت شدیدا محسوس کړاوموقع ته په انتظارشوخو بی تفاوته نه و. کله چې زه په ۲۰۰۵ع کال کښی په افغانستان کی وم له ډیروخلکو مې دا اوریدلی چې : دلته ټول مقتدرهیوادونه په طالبانو کې خپل ځانته ډلی لری ، جرمنی طالبان ، چینایی طالبان، انګلیسی طالبان،هندی طالبان،ایرانی او امریکایی طالبان اونور. ددی خبرو نه داسی ښکاریدل چی ټول بهرنی هیوادونه په افغانستان کی خپلی خاصی ګټی لری او په ضمن کی یو دبل سره شدید رقابت او مخالفت هم روزی. د جنتلمین تقاهم ټولوهیوادونوغوښتل چې امریکا ترستونې دلته ډوبه او دومره ضعیفه شی چې لار بدله کړی چې همداسی وشول.مخکی مو وویل چې چین په افغانستان کی ډیرڅه ترلاسه کړی او د افغانستان غربت او منزوی حالت چین ته ښه موقع په لاس ورکړی ده ، دا چې څومره به د دواړوملکونوملی ګټی محفوظی وی دا به وخت ثابته کړی خو په نړی کی د چین دپانګونې دوه مثالونه ددقت وړ دی .

   چین ددنیا داقتصادی کنترول په خاطرد یوی نوي لارپه جوړولو مصروفه ده چې ۶۸ هیوادونه پکښی برخه لری په سیاسی او اقتصادی اصطلاحاتو کی یې د ( بحری وریښمولار) په نامه یادوی دا لارد چین په جنوب کی د یوی بندر ګاه څخه پیل کیږی د مالیزیا ، سریلانکا، پاکستان،او ترکیی پوری رسیږی ۱۲۴ ملیارده ډالر یی ددغه هدف دپاره تخصیص کړی دی.  چین د بحری وریښمو لاری د جوړولو پّ خاطر مجبوروچې په سریلانکا کی نفوذ اوکنترول پیدا کړی په همدی خاطریی(  لمبنتوتا) سمندری بندرګاه د جوړولوقرارداد ترلاسه کړ.

د( لمبنتوتا) د بندرلومړنیومطالعاتوپه پاڼو کی په صراحت سره ویلی شوی ووچې : دا تجربه یوه ناکامه تجربه ده. خوبیا هم ـ هرهغه وخت چې د سریلانکا جمهورریس د چین څخه د پورونوغوښتنه کړی رد شوی نه ده خوهندوستان څو ځلی دا غوښتنی رد کړی دی (نیویارک ټایمزجون۲۵/۲۰۱۸). ددی بندر په باب ویل شوی و چی په زرهاوو تجارتی کښتې به له دی بندر ګاه څخه استقاده کوی خو برعکس په ټول ۲۰۱۲ کال کې یوازی ۳۴ بیړۍ له دی بندرڅخه تیری شوی دی. څرنګه چې سریلانکا د چین د (پور) ورکولو توان نه درلود نوچینایانوپه بندرقبضه وکړه چي همدا یی سترحدف وپه نتیجه کښی یې  (راجا پکاسا)د سریلانکا جمهورریس معزول شو. د چین نوي حکومت کوښښ وکړچې دچین سره په یوډول جوړه وګړی بلاخره وروسته له میاشتو میاشتوخبرواترود سریلانکا حکومت مجبورشودا بندرګا او دهغه تر شاو خوا (۱۵،۰۰۰) هکتاره ځمکه د ۹۹ کالو دپاره چین ته خوشی کړی چې د هرډول استفادی صلاحیت هم لری .

  کی سی سینګ  دهند دبحرنیوچاروزارت پخواني سکرتردالجزیری سره په مصاحبه کښی وویل ((دچین دا نقشه یوازی اقتصادی خبری نه دی بلکی د ملکونو اوملتونواستقلال ته هم لوی خطردی چې چینایان دی خبری ته چندان اهمیت نه ورکوی)) دا خبری د ډیردقت اوغور وړدی ، دالجزیری تلویزیون نطاق د چین د سیاسی چارو تحلیلکوونکی (هایرن تنجین) نه پوښتنه وکړه چې ایا دا هڅی د چین د کلونیالیزم هغه هڅی نه دی لکه سل کاله مخکی چې غربیانو درلودی ؟. دلته اشاره د انګلیس هغه تجارتی کمپنی ته وه چي هند یی په ۱۸ پیړی کی قبظه کړ. دا چې چینایان د ملکونو استقلال ته چندانی اهمیت نه ورکوی ایا دوی دانړی خپل ملکیت ګڼلی ؟ که نه غواړی دخپلو ستراتیژیکو اهدافود پلی کیدو په خاطر په داسی مسایلو بحث وشی ؟ فقط خاوری پری اړوی

چین په نړی کی (۱۲۹) بندره لری په اویاوو کښی یې پانګونه کړی ده او هغه دا دی : د چنسی بندر په پیرو کښی چې په کال کي ۱۵ بلیونه عاید لری ، برازیل ،چیلی،ارجنتاین،نایجریا چې د تیلو او طبعی ګازو ستر ذخایر لری ، انګولا چي د الماسو سترمعدنونه لری ، ایران،پاکستان،بنګله دیش، سریلانکا، مینمار، اندونیشیا، پاپا نیوګینې ، استرالیا، دا ټول هفه هیوادونه دی چي یا دستروذخایرو درلودونکی دی او یا هم ډیر غریب دی چې یوه ورځ د چین سره مشکلات پیدا کولی شی . ۱۲۹ بندرونو څخه چې چین پکښی پانګونه کړی  ۱۷ بندرونه دچین ملکیت دی.

۱۴ بندرونه د چین ملګیت دی چې دنظامې استفادی اجازه هم لری.

ددغه بندرونو څخه ۱۴ بندرونه د اقتصادی مشکلاتو، سیاسی روابطود خرابیدو، داخلی امنیت په وجه نا تکمیله او د چین په ولکه کي پاتی دی ( ایشا پروګرام – ګرین برګ – جیو ایکنامیکس سټډیز)

دبحری وریښمولاری د جوړیدو په امتداد کی دچین ستر ضرورت و چي په پاکستان کی ځپل اقتصادی نفوذ قوی کړی نو د ګوادربندرد جوړیدوپه خاطر د پاکستان سره په خبرو شوپه ۲۰۱۳م کال کیې د پاکستان سره د فبروری په ۱۸ د څو بلیونو پورقرارداد د ( قرضیې لومی پالیسی) په چوکاټ کی امضا کړچې په ګوادر کی به ستربند جوړوی .

کوادرتر۱۹۴۷ کال پوری ۲۰۰ کاله د عمان په کنترول کي وچې په ۱۸۷۳م کال د خان کلات له خوا ‎‎‎‎ عمان ته تحفه ورکړشوی خوویکیپیدیا لیکی چې پاکستان ګوادرپه کال( ۱۹۵۸ د سپتمبرپه ۸ ) د عمان څخه د دری میلیونو پونډو په بدل کښی په بیه واخیست خودبلوڅود آزادۍ جبهه ګوادر د بلوچستان ځمکه او ملکیت او د ګوادر بندر د بلوچستان مستعمره کیدل ګڼی ( جلن ګاله بریس /د واشنګتن پوهنتون د بین  المللی روابطو استاذ مې ۱۴/۲۰۲۴)

په دغه بندر ۴۶ بلیونه قرض اخستل شوی دی چې ممکن ۶۲ بلیونوته ورسیږی ځکه ددغه بندر نه هغه عواید لاس ته نه راځی چې د چین د قرضونو اقساط پوره کړی . د قسطونو نه ورکوول ، دپآکستان اقتصادی رکود، امنیتی نا آرامۍ ، د جهانې کریدت خرابیدل ، د پښتنواو بلوچو پاسونونه او ډیری نوری خبری ټول ددی باعث شوی چې  چینایانوپه ګوادرکی خپلی بحری قواوی ځای په ځای کړی دی هو همکدارنګه عمل یې په سریلانکا کی هم کړی دی اوممکن دا د چین د اهدافو څخه یو هدف و چې تر لاسه یې کړ.

  کایره ساشیت د دویچ ویلی دمارچ په دریمه ۲۰۲۴ کی ولیکل چې : داسی فکرکیده چې ګوادر به پاکستان ته ډیری اقتصادی ګټی راوړی خو دادی  د ډیرو کالو په تیریدو کوم بدلون نه دی لیدل شوی لیکوال لیکی : څرنګه چې اټکل شوی وو نن هر څه برعکس او د پلان مطابق نتیجه نه ده ورکړی او ګوادر د سریلانکا د بندرپه رنګه یوه بله ناکامه پروژه ده . د نایجریا د (لیکې) بندر ته په کال ۲۰۲۳ کی ۲۶ لویی تجارتی بیړۍ رسیدلی دی او ګوادر ته د ۲۰۰۷کال څخه تر ۲۰۲۳ پوری ۲۲ بیړی رسیدلی دی . پاکستان باید هرکال ۷،۶ ملیارده ډالره چین ته سود ورکړی چې دا پیسی نه لری ، اټکل شوی دی چې د ۲۰۲۵ کال پوری دا پور ۷۳ بلیونه ډالره شی. داسی ښکاری چې ددی قرض سود او یا بانکی بهره د (بلون اینترست )یا (پوکڼې سود) لاندی محاسبه کیږی چې دوام یی د پاکستان سقوط او ممکن افلاس وی چې په نتیجه کی باید پاکستان په وړومستقلوهیوادوتفسیم شی . د پاکستان ننې اقتصادی حالت د یونان د ۲۰۰۸م کال د اقتصادی حالت په رنګه دی. یونان په کال ۲۰۰۸ کي د نړیوال اقتصادی بحران په منځ کی دداسی اقتصادی نا خوالو سره مخ شوچې د کامل افلاص سره لاس او ګریوان و، د یونان دا بد اقتصادی حالت د نړی داقتصاد بحرانی حالت ترڅنګه خپله د یونان غلطی اقتصادی پالیسی وی او لاندی څوعوامل یی مهم او ددغه ورځی مسولیت په غاړه لری ،

په اقتصادی منابعونه کنترول،

 فاحش اقتصادی تقلبونه،

له اندازی وتلی مصارف

لوړ معاشونه

لوړټکسونه

د قرضونو ډیریدل

نیویارک ټایمزدجون په ۱۷ کال ۲۰۱۶ کښی ولیکل چې اروپايي هیوادونو اجاره ورکړه چې ۸،۴ بلیونه ډالره یونان ته ورکړ شی چې خپل میاشتنی قرضونه ، ضرورتونه او معاشات پوره کړی . یونان په مشکل ښه پوهیده او په قرضونوچلیده خوکله چې دفعتا قرضونه بند شول عقل یې سر ته راغی په ۲۰۱۰ کال کې یونان د افلاص داعلان سره مخ شوچې به ټولی نړی یې تاثیردرلودترڅواروپاېې اتحادیی ۲۴۰ بلیونه ایرو یونان ته دډیروسختو شرایطولاندی ورکړل .

اوس  که د یونان د۲۰۰۸کال حالت د پاکستان د اوسنی حالت سره برتله کړو کوم فرق به ونه لیدل شی . په پاکستان پورونه د هری ورځی په تیریدو سره زیاتیږی چې د بیرته ورکوولو توان یې نه لری ،نرخونه هره ورځ جګیږی،دکلدارو ارزښت او اعتبارله منځه ځی، اقتصادی فساد اسمان ته ختلی ،مالیات لوړ شوی دی ، اقتصادی تقلب او نا انډولی اندازه نه لری ، نظامیان او استخباراتی مشران یې بهرنی پورونه دځان په ګټه په بهرنیوهیوادو کی ذیرمه کوي ، په حکومت او فدرالی نظام اعتبارکم شوی، امنیت نشته، دمرګونوتښتونوبازار ګرم شوی دی ، سیاست خاندانی دی ، سزمایه داران د خپل ځان او مال د ساتلو دپاره بل ملک ته د پناه وړلو لاری لټوی په همدی رنګه سلګونه نورمشکلات دبحران د لویدو سبب شوی او ډیره لیری نه ده چې ګوادر به چینایان د خپلو قزضونو په بدل کښي کاملا قبضه کړی چې د امریکا دپاره به مشکلات زیات او بل ټایوان به ورته تشکیل کړی .

 دا حالت د چینایانود ستراتیژیومحصول دی چې دنوی استعاراقتصادی شکل کښی کتل کیدی شی چې ورځ په ورځ مخ په پراخیدو دی

پاکستان کوښښ کوی چې د (ډیورند نامنل شوی فرضی کرښه ) په افعانانو ومنی . په افعانستان کښي خپل ګوډاګي او لاس پوسی حکومت ودروی او د افغانستان په طبعی خزانوکنترول ټینګ کړی.

دا خبری اودی ته ورته خبری په کراتو کراتو د پاکستانی استخباراتی لوړ رتبه متقاعــدینو له خولی اوریدل شوی دی چې : ( افغانستان ډیرغنی مملکت دی اوپه دغه ټول ثروت کی مونږخپله برخه لرواو باید تر لاسه یې کړو)

بل ځای ویل شوی دی : مونږباید د افغانستان یو ولایت لکه ننګرهاراو یا کندزونیسواو بیا یی بیرته خپلوافعانی طالبانو ته په اجاره ورکړو)

همدارنګه پاکستان غواړی  د واخان د لاری منځنی آسیا ته لنډه لاره په خپل کنټرول کي وساتی . د همدی خوبونوپه نتیجه کی نن د هغو ناخوالو سره مخ دی چې جغرافیایی وحدت او فدرالی نظام یې هم د اعتباروړنه دی او ماتیدونکی دی .

         امریکا په افغانستان کي : امریکا په نړی کی ستراقتطادی اونظامی قوت او دنړی دثروت زیات برخه یی په غیر مستقیم  ډول دکنترول لاندی ده او ددغه کنترول دپاره په نړی کی (۷۵۰) نظامي اډۍ جوړی کړی دی چی په (۸۰) مملکتونو کي د امریکا د ګټو ساتنه کوی

انګلستان په نړی کی ۱۴۵ اډي لری

روسیه په نړی کی  دری ۳ اډۍ لری

چین په نړی کی  پنځه ۵ اډۍ  لری

همدارنګه امریکا په ۱۵۹ ملکونو کی ۷۳،۰۰۰ زره تنه نظامې پرسونل لری چې (۳۳،۹۰۰) تنه په جرمنې کی ، (۵۳،۷۰۰) تنه ، په جنوبی کوریا کي (۲۶،۴۰۰) چي

دغه ستر نظامی قوت په کال ۲۰۲۰ کی ۷۷۸ بلیونه ډالره په خپلو عسکرومصرف کړی او په افغانستان کي یی ۲،۳ تریلیونه دالره یعنی ۳۰۰ میلیونه دالره د ورځی مصرف کړی دی .

ډیره د توجه وړخبره داده چې امریکا نظامې اډی جوړوی او چین په دنیا کښی دبحری بندرونوله لیاری د نوی استغماراوکنترول هلی ځلی کوی

David Vin Ph Political Anthropologist A,U Washington Post

ددغه ټولومصارفواوقدرت ترڅنګه یی په نړی کي په اقتصادی لحاظ ډیردښمنان او رقیبان هم ځانته پیدا کړی دی په نړی وال اقتصاد کی (یورو) په کال ۱۹۹۹کی د ډالر سره د مجادلی دپاره را پیدا شواو نن ورته د(بریکس ) نوی کرنسی هم را میدان ته کیږی .(( ددغه دواړوکرنسیو په باب زما په بله لیکنه کی کافی معلومات ترلاسه کړی. روښان خادم )). په نظامی لحاظ یی په دنیا کی دښمنان ډیردی ترڅود القاعدی تروریستی سازمان د اسامه بن لادن په مشری تشکیل اوهغه ۹/۱۱ مشکلات یی ورته رامنځ ته کړل چي په نتیجه کی یی د فقیراو نا توانه افغانستان پښه هم پکی میدان ته راکش شوه چې تر ننه د تباهیو او بربادیو سره مخامخ او ورخ تربلی بدی ورځی ګوری.

د ۹/۱۱ د واقعی وروسته امریکا د خپلو ستراتیېژیکو هدفونو په لړ کی چانس پیدا کړ چی مرکزی آسیا ته ځان په حضوری لحاظ نږدی کړی نو په ظاهره يې داسی څرګنده ګړه چې د القاهدی د قطعی له منځ وړلو په خاطرافغانستان ته خپل عسکر دننه کړی خو اصلی هدف دومره ساده او کوچنی نه دی. په لومړنیو وختو کې یې غوښتل ددغه هدف دپآره د افغانستان د اردوقوی شی چې خپل سرحدات تینګ کړی او دالقاعدی سازمان  له منڅه یوسې . ددی خبروترڅنګه امریکا د ملګروملتو د کال (۱۹۷۰-۱۹۷۸) اصولنامي د ۵۱ مادی په مرسته چې وایی: که چیری کوم هیواد د ملګروملتو د غړیو هیوادو په یو هیواد تیری وکړی هغه هیواد د خپل ځان څخه ددفاع په خاظر حق لری اقدام وکړی خو که چیری د ملګروملتوموسسی د نړیوالی سولی په خاطر کوم اقدام نه وی کړی . دا مملکت مجبور دی چې ژرتر ژره د ملګروملتو د امیت شورا ته خبرورکړی

امریکا په ۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۷ نیټه دشمال دمافیایی حلقوسره په ګډه په افعانستان حمله وکړه

باب ودد په خپل کتاب ( بوش په جګړه کی ۲۰۰۲ کی) لیکی چې امریکا تصمیم درلود چې القاعده له منځه یوسی او طالبان د حاکمیت  نه لری کړی خو باید دشمال اتحاد هم ترکنترول لاندی ونیسی چې قدرت ترلاسه نه کړی ترڅو پښتانه چې دافغانستان اکثریت دی مخالفت پیل نه کړی 

امریکا د نومبرپه ۳۱ کابل ونیوه

امریکا نړیوالو ته ویل چي غواړی القاعده له منځه یوسی آو په دی پلان کي ډیرنږدی هیواد انګلستان و چي له لومړی قدمه په هرپل کی د امریکا سره په ټینګه ملاتړی کړی او بیا وروسته ۴۷ اروپایی هیوادونواو ناتو هم خپلي پښی افغانستان ته ننویستی خوورو ورو د امریکاه اصلی نقشه څرګندیده چې امریکا یوازی د القاعدی په خاطرپه افغانستان حمله نه وه کړی ډیرنوراهداف یی هم درلودل لکه :

  • د منځنی آسیا دتیلو او ګازو کنترول ‎
  • د ټاپی د پروژی تکمیلول چې ډیرعواید لری
  • د روس،چین، هندوستان او ایران د نفوظ مخه نیول
  • دپخوانی وریښمو د لاری کنترول چې اسیا او اروپا سره وصلوی .
  • ډ چین دپاره داسی جیوپولیتیک مشکلات پیدا کوول چې د تایوان په موضوع کی چین په خپلو ستراتیژیو نوی فکرکوولوته اړکړی
  • ایران ته هم ځان نږدی کړی چې د جګړیزو احتمالاتواداره په اسانه وکړی او ایران ته تحدید هم وی.

 خو د امریکا پښه په افغانستان کی داسی ونښته چې د افعانستان په ډیرمنفورو ، فاسدو ډلو اوکړیو یې اتکا وکړه چې په افغانستان کی د یومافیایی دولت د جوړیدوسبب شو اود افعانستان خلک د دولت اوکړنو څخه بیزاره او د ځان او مملکت د نجات په فکر کی شو چي پاکستان ته دخپلوهدفونو دلاس ته راوړلو ښه چانس په لاس ورغلواو د طالبانو د بیا را پورته کولواو قوی کوولودپاره یی طرحی او پلانونه جوړکړل (اسامه بن لادن) یي په اسلام آباد کی د میلمه په توګه وساته او طالبان یی د امریکا په مقابل کی تقویه کړل تر څود۲۰۰۲ کال د اپریل په میاشت کی په لومړی ځل د طالبانود یوی منځنې ډلی له خوا دګردی جنګل دپناه غوښتونکو کمپ ته نږدی چې د هلمند په جنوب کی د کندهار ، ذ‌ابل او ارزګان تر منځه واقع دی ۲۳ ګروپونه چې هریويي ۵۰ تنه و او ټول ۱۲۰۰ تنه کیدل په شمالی وزیرستان کی د جلال الدین حقانی په مشری سره منظم شول په ۲۰۰۲ کال کی د حقانی ټول ډله ۱۴۰۰ تنه وو چې د پکتیا او خوست په ولایتو کی میشته وو او د امریکا په ضد منسجم کیدل . د۲۰۰۲ او ۲۰۰۴ کلونو تر منځ دطالبانویو عده کسانو ددی کوښښ کاوه چې د کابل دحکومت سزه په یوډول جوړ شی خو څرنګه چې د کابل په حکومت کي د شمال د اتحاد مطلق نفوذ ودا غوښتنی رد کړی او وویل شول چې د طالبانو ټول مشران په تورلست کی راغلی مونږ د هغو سره خبری نه کوو. (( ګیستوزی انتونی ـ (۲۰۱۹) طالبان په جګړه  کی(۲۰۱-۲۰۱۸) اکسفورد پوهنتون مطبعه)) ملک سیان مورخ لیکی (( د تالبانوسره روغه یو ډیره اسانه او ارزانه طریقه وه چې د امریکا په ګټه وه اوپه عین زمان کی ټول معلومات چې طالبانو درلودل د امریکا لاس ته راتلی شوخو دی خبرو ته اهمیت ورنکړای شو او په پام کی ونه نیول شو. (د امریکایانو جنګ په افعانستان کی – نیویارک اکسفورد پوهنتون مطبعه ۲۰۲۱ ، ملک آسیان ) ، له دی سببه امریکا برابریویشت کالو نه زیات د طالبانو سره په یوی غیرمستقیمی جګړی کی ګیرشو. ترڅو له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ پوری د سولی خبری په پټه او ښکاره روانی وی او په دوحه کي فبروری ۲۹/۲۰۲۰ کی طالبانو او امریکا ترمنځه په دوحی کی یوه مشروطه د سولی تړون د ملا برادرد طالبانو ( خاص استازی)او ځلمی خلیلزاد( دامریکا خاص استازی) په وسیله ددواړو طرفونو په نمایندګی امضا شو. د  امریکایانو په وتو سره طالبانو کابل د اګست په ۱۵ کال ۲۰۲۱ کی ونیوه او په ټول مملکت یی تسلط حاصل. امریکا په ظاهره ووت خو….

هندوستان  :

د هند هیواد او افغانستان یو د بل سره هم سرحده هیوادونه و چې یو دبل سره ډیرعمیق اوِغښتلی تاریخی روابط لری خو د سرحد په لحاظ د ۱۹۴۷ کال د پاکستان د را ټوکولو سره یو د بل څخه لیری شو، خو په دی ټوله موده کی ترننه پوری روابط دیپلوماتیک او نیک دی چې په فرهنګی او اقتصادی برخو کی په احسن صورت ادامه لری . د روس په مقابل کی دافغان مجاهدینودجهادپه دوره کی هند دافغان  کمونستی قوتونو( شمال اتحاد) پلوی کړی او مرستی یې ورسره کړی دی چې اکثره افغانان یی ماڼیجن کړی. خو کله چې د جمهوریت دوره د امریکایانو د اشغال او مرستی سره جوړشوپه هند کی د افغانستان د سفیر ښاغلی شیدا محمد ابدالی په قول هندوستان په منطقه کی یواځڼی هیواد چې د افغانستان سره يی نسبت د منطفی ټولوهیوادونو ته زیاتی عمرانی ، بشری او نوروبرخو کی ډیری مرستی کړی دی .

  ۲۰۰ خصوصی او عامه ښوونځی یی جوړ کړل

۱۰۰۰ تنه افغانی محصلینو ته یی تعلیمی بورسونه برابرکړی

۱۶،۰۰۰ افغان محصلین په هند کی په تعلیم بوخت دی.

 هندوستان تراوسه په مجموع کی د ۳ بیلیونوډالرو په اندازه د افغانستان سره مرستی کړی دی.

هندوستان په افغانستان کي لکه د نورو هیوادونو په رنګه طماع اهداف نه لری خو دسیاسی او دیپلوماتیکوروابطو د پراختیا اوټینګیدوغوښتونکی دی اوزما له نظره غواړی د پاکستان سره په افغانستان کی د سیاسی رقابت په ډګرکی ګټونکی واوسی او د افغانستان د حکومت سره په دوستې کي مخکی واوسی او د ټاپی پروژه مکمله شی.

دافعانستان ټولی ناخوالی چي د اکثرو منطقوی هیوادو د ستراتیژیکو اهدافو زیږنده ده د همدغه هیوادونو د رقابتونود جګړی ډګرهم دی او تر زیاته اندازه په افغانستان کي د هند او پاکستان رقابتونه د افغانستان د ټولو بدبختیو یوسترعامل او مسول ګڼل شوی دی .

د پرویزمشرف د حکومت دوره (۲۰۰۸-۱۹۹۹) چې د پاکستان په تاریخ کی ډیره ستره بدنامه او جنجالی دوره شمیرل ګیږی او د افغانستان د بی ثباتی عامل دی ، مشرف په کراتو کراتو ویلی دی چې : (هندوستان غواړی داسی افغانستان جوړکړی چې د پاکستان ضد وی اومونږ یې مخه نیسو).

د امریکی خاص نماینده ( ریچارد ویلسن) ددی خبری تایید نه دی کړی بلکه دا خبره یی د پاکستان د نظامیانواواستخباراتویو تخیلی ډارګڼلی دی . دپاکستان تظامیان او استخبارات په افغانستان کي خپلی جنګی ډلی اوملیشه قوتونه کاروی چې د هندوستان مخه ونیسی ( ویکی لیکس ، اکتوبر۲۷/۲۰۱۵) ګرچه دا خبره دشک په هنداره کی لیدل کیده خومشرف پری اعتراف وکړ:( پاکستان خپلی ملیشی او جنګی ډلی لری او زه ددی خبری نه انکار نه کووم. دیپلومات : مارچ ۸/ ۲۰۱۷ غلام محمد مجددی )

هرکله چې افغانستان په تیرو اوږدو کلونو کی ددی کوښښ کړی چې د ثبات په لورګام پورته کړی او د نړی د هیوادونو څخه مرسته وغواړی پا کستان یی مخالفت کړی او نوی مشکلات یې پیدا کړی دی. په کال ۱۹۹۶کی کله چي هاشمې رفسنجانې د ایرن پخوانی جمهورریس په افغانستان کی د سولی اوثبات په خاطرکنفرانس دایراوه د پاکستان حکومت تری غوښتنه وکړه چې هند دغه کنفرانس ته دعوت نه کړی خورفسنجانی د پاکستان داغوښتنه رد کړه ( کارنیګی ، اینداومنت فار انترنشنل پیس. جون ۱۵/ ۲۰۱۷)

پاکستان په افغانستان کی یوازی په یوی ډلی متکی نه دی بلکی نوری ډلی هم په خپل اختیار کي لری لکه داعش خراسان ، د شمال ټلواله ، دحکمتیارحزب اسلامې او نوری جهادی ډلی چې د ضرورت په وخت کی یې یو د بل په مقابل کی جنګولی دی او د همدوی د استعمال په وجه په ډیرو بین المللی کنفرانسونو کی د افغانستان د واکدار او نماینده رول ادا کړی چې ښه مثال یی په (کال/۱۹۸۸/ابریل۱۴) کی د جینوا په قراردادتر یوه زیاته حده د افغانستان د نماینده ګی رول لوبولی . دا قرارداد په پورتنې نیټه په جینوا کی د ملګرو ملتو داداری په مرکز کی د امریکا ، روسیی اوپاکستان ترمنځه امضا شوچی ډیرجزیات یی دافعانستان په ګټه نه وو.

روســـــــیـه :

 روسیه هم په ڼړی کی یوسترسیاسی ، اقتصادی اونظامی قوت دی چې دنورو قدرتمندو هیوادو سره پنجه ورکولی شی او په جهانی سیالیو کی ترنورو وروسته نه دی.خو متاسفانه روسانو د افغانستان سره دتیز تاریخ په درشل کی ښه امتحان نه دی ور کړی او په ۱۹۷۹ کی یی په افغانستان نظلمی یرغل کړی اوتقریبا ۱۵ کاله یی په افغانستان کي د یو روسی ګوډاګي  رژیم دتینګولواوساتلوپه خاطرپه سلهلوو زره بی ګناه  مجبورګلیوال او ښاری افغانان په بی رحمانه توګه قتل کړل . دافغانستان کلی ښارونه و ښوونځی ، کروندی ، او نظامی مراکزیی خراب کړل او د ۶ ملیونوپه شاو خواکی افغانان یی مهاجرت ته اړکړل لنډه داچي د یو ګاونډی د نقاب لاندی يی هغه بشری جنایات تر سره کړل چې د نړی تاریخ کی به یی مثال لږ وی او دادی افغانان تر ننه دهماغه اور په شغلو کی سوزی چی روسانو بل کړی وو.

اوس چې هغه پخوانی روسیه نه ده پاتی او امپراطوری یې ټوټه ټوټه شوی ده او د نړی په سیاست او سیاسی جغرافیی کی هم لوی بدلونونه راغلی او جیو پولیتیک سرحدونه هم بی ځایه شوی دی ، دوستان دښمنان او ښه دوستان سزه دښمنان شوی دی روسیی هم په نړی کی بیرته خپل ځان په سیاسی او نظامی ډول جوړاو بیرته سر راپورته کړی دی اود خپل تیرقدرت د ژوندی کولو پسی ګرزی همدا وجه ده چې ددنیا به هره برخه کی په سیاسی او نظامی لباس کی څرګندیږی ، په یوکراین کی ، په کریمیا کی ، په سوریه کي ، په مرکزی آسیا کی ، په افغانستان کی خپل هدفونه او غوښتنی مشخصی کړی دی.

    د امریکایانونظامی یرغل په افغانستان په سیمه کی نظامی او سیاسی نا انډولی ، ویره ، دتروریزم زیاتیدل منطقوی بی ثباتی ، د اتومې وسلود جوړولو هڅی ډیری ګړندی کړي او نوی اقتصادی، سیاسی، او نظامی ښکاره او پټی جبهي یې منځ ته راوړی دی.

روسیه په افغانستان کی د خپلو اهدافو په لړکی دهغه تروریستی ډلو کامل ختم غواړی چې دوی یې د ځان او دخپلوحلقودپاره خطرناک ګڼیی

د مځنی آسیا دهیوادونومحافظت او مصونیت د خپل ځان وظیفه بولی

په افغانستان کی یوشدید افراطی اسلامی نظام اویاهربل نظام چې دوی یې کامل مستقل او ملی وګڼی قوی کیدل یې د ځان دپاره خطربولی

دافغانستان د تیلو، مسو،اوسپنی، اورانیمو، لیتیموته سخت ضرورت لری او خپل سهم غواړی

ددی ټولو خبروترڅنګه په افغانستان کی د امریکا نفوذ دځان دپاره خطراوتحدید بولی په دی منطقه کی د چین سره د ګډوهمکاریو یودلیل هم همدا دی. خود اسلامي امارت په باب په تردد کی دی او د تیرو تجربو پر بنیاد د تاریخ د تکرارڅخه هم ځان ساتی چې بیا ورسره مخامخ نشی. لویه خبره داده چې روسان د خپلوملی ګټوپه مقابل کي د هیڅ یوه تړون او دوستی سره وفا داری نه کوی. هماغسی چې په سیاسی روابطو کي په هیڅ دوستی اعتبار نشی کیدی د روسانو دوستی او تاریخی سابقه هم له دی حالت نه مستثنی نه ده چې د ( دسمبر ۷/۲۰۲۴) دسوریی جګړه یې ښه ، نوي او تازه مثال دی چې خپلی پښی یی سپکی کړی او د(بشارالاسد) رژیم یي په میدان خوشی کړ

ازبیکستان ، ترکمنستان،تاجکستان :

د افغانستان په شمال کی دا دری هیوادونه په فرهنګی، اقتصادی،او تاریخي لحاظ د افغانستان سره د سلهاوکلونونږدی روابط لری اود آمودریاب په وسیله یودبل نه جلاکیږی. په تیرتاریخ کی دي هیوادونو افغانستان ته ډیر مشګلات خلق کړی او ډول ډول نظامې حملی له دی لاری په اقغانستان شوی دی خو د نن ورځې اقتصادی اوسیاسی خالات ذ پخوا نه فرق لری او دا هیوادونونه په افغامستان ګی داسی خاص ستراتیژیک اهداف نه لری بدون له دی چې د افغانستان له لاری د هندوستان او د هند د سمندر له لاری اروپایی هیوادونو ته ځان او خپل تجارت ورسوی اودهغه ملکونوسرمایه داران وهڅوی چې دمنځنې آسیا په دغه هیوادو کی پانګونه وګړ

ایران : دایران هیواد د افغانستن په جنوب او جنوب غرب د افغانستان سره اوږد سرحد لری اودیوی اوږدي مودی تاریخی ، فرهنګې اواقتصادی ژور روابط لری، په تاریخی لحاظ دایزان د هیواد څخه افغانستان ته ډیری سخت ضررونه رسیدلی دی اړ همیش یې د تاریخ په اوږدو کی دا کوښښ کړی چې د اقغانستان خاوره د خپل تسلط لاندی وساتی چې کله افغانستان ددوی په تسلط کی او کله هم ایران د افغانانو د تسلط لاندی ژوند کړی دی . خو په غمومې لحاظ د افغانستان سره نیک روابط نه دی ساتلی او د مجبوریت راشه درشه یې ساتلی ده.  دا تاریخی مبحث ددی لیکنی څخه جلا اوځانګړی برخه ده نو په همدی لنډوکرښو اکتفا کوو او د نن ورځی د ( لوی لوبې) په آینه کي په فغانستان کی د ایرن اهدافو او اغراضو ته ځغلنده نظرکوو.

ایران په تیرو څه کم دریڅلویښتو کلونو کی مختلف اهداف یو د بل پسی تعقیب کړی آو په افغانستان کی يي دبی ثباتی، او جګړو اورته لمن وهلی ده . ایران په لومړی قدم کی په افغامستان کی د فرهنګی استعماراو تسلط هڅی لری ، دشیعه مذهب ذ قوی کیدواو (پان شیعه ایزم) دحاکمیت دپاره کوششونه کوی چې د شییعه مختلفوډلو او ګروپونو په منځ کی خپل خلک او پیروان روزلی چي هر چیرته او په هرډول چېي وغواړی په افعانستان او نړی کی یې د ملکونو دبی ثباتی او تخریب دپاره استخدام او استعمالوی.

د ایران د پارسی ژبی د برتری دپآره په جدیت کوښښ کوی اود پښتنوپه مفابل کی یی تقویه کوی. اود

(حوزی تمدنی زبان پارسی) دترعنوان لاندی  دافغانستان د دری تاریخی ژبی د له منځه وړلوطرحی لری.

 ایران نه غواړی چی په سرحد کی یی  یوقوی، باثباته،او منکشف افغانستان موجود وی ځکه افغانستان  ته د خپلو تولیداتو د مستهلک مارکیټ په سترګه ګوری او د نورو هیوادونومخه بندوی چی په افغانستان کی پانګونه وکړی ، هرستره اقتصادی پروژه چې افغانستان ته اقتطادی ګټی راوړی مخنیوی یېې کوی چې د (ټاپې) پروژه یې ډیرښه واضح مثال دی چې کارونه یی تر ننه ځنډیدلی او هر وخت چی ددی پروژی د کارد پیل خبری شروغ شی په شکل داشکالوخنډونه پیدا کوی ،ایران غواړی دا پروژه د ایران دلاری تکمیل شی چې ټولی ګټې اوامتیازات یی واخلی نه دا چې افغانستان ته ګټه ورسیږی خوغربی نړی او ذیدخله هیوادونه او امریکا نه غواړی چې ایران چې د نړیوالواقتصادی تعذیراتونه ووزی او ددی پروژی د مادی ګټو له برکته نړی ته خاصتا اسرایلوته تکالیف پیدا کړی.

د کرزی او اشرف غنې حکومتونه په دی کارکی ناکامه شول نوځکه د طالبانواسلامې امارت ته ددی پروژی د تکمیل کلی په لاس ورکړشوه . خو داسی ښکاری چې اوس هم خنډونه شته .

په غمومې ډول که داسی وویل شی چې ایران دخپل تیربرم اوعظمت د خوبونوپه لومو کی را ګیردی چې په منطقه کی موجود حقیقی واقعیتونه یې ترنظرلاندی نه رازی .په افغانستان ، پآکستان ، اسرایلو، یمن، لبنان کی یې لاس وهنی او دجګړو اورته پګۍ وهل یې ټوله نړی ګوری.

اوس افغانستان په داسی یوخطرناک او نازک حالت کی راګیردی چی له هری خواورته دعواجلابه ستر قدرتونه په کمین کی دی د افعانستان دپاره ډیره مشکله ده چي ددی تولوحالاتو سره داسی لوبه وکړی چې هم اقتصادی ګټی ترلاسه کړی، هم ټول لوبغاړی خوشحاله وساتی ، هم خپل استقلال وساتی ، هم په افعانستان کی د رقیبو ډلو د رقابتونو مخه ونیسی ، هم دداخلی نا مطلوبو او مزدوروشورشګرانو مخه ډب کړی ، هم په بین المللی ټولنه کی د ټولو سره نیک تعامل کی ژوند وکړی ، هم بیکاری له منځه یووسی، هم د غربت سره مجادله وکړی ، هم د خلکو د ژوند سطحه لوړه کړی ، هم په وطن کی میلی یووالی او ملی ګټی وساتی ، ډیری داسی نوری خبری هم شته چې د یوه ملی اسلامې نظام د جوړولو ضرورتونه دی او اسلامۍ امارت یې په مقابل کی وظیفوی مکلفیت لری خو کوم حالت چې نن روان دی د پورته ضرورتونو د تکمیلیدوابتدایی جزیات لا ترلاسه کړی نه دی .

     زما له نظره یوحکومت کوول دی او یوهم د یو ملت د ترقې ،ثبات، ارتقا او بقا دپاره د یو ملی نظام د بنیادونو ایښودل اومضبوط ساتل دی ، په دنیا کي ټول دولتونه اوملتونه ددوهمی نظریی پربنسټ جوړشوی دی اودټولوبلاګانوپه مقابل کی یی ځانونه قوی کړی د ی .

  اوس ددی ضرورت چې په داسی بنیادی سیستم کار وشی چي که هر ډول بدلون راشی اویا راتلونګی وی سیستم دصدمې څخه محفوظ پاتی شی او نوی شکل هم ددهمدغه بنیادنو پر بنا ودریږی خو دداسی بنیاد اولین ضرورت یو قوی واحد ملت دی چي دنظام او سیستم ساتونکی و اوسی داسی یو واحد اوقوی ملت خپل ضرورتونه لری .

 ( لومړنې خبره د یوقوي ملت تشکیل دی چي په لاندی عمده عناصراتکا لری : وطن،دین ، قومیت ، ژبه ، مشترک منابع ، مشترک رسوم اواداب دی ،( ټولنپال افعان مانوفیست ، لومړی چاپ ، (۲۵)مخ علامه استاد خادم بابا))

ستر استاد علامه خادم بابا په پورته برخه کی په پوره تفصیل غږیدلی او دا یی واضح کړی ده چې څه باید اول او دوهم او په ترتیب سره ورته کار وشی .

      زه په دی غقیده یم چې مونږ د یو قوی ملت کیدو دپاره دپورته اصولود ایجاد دپاره بلکل آماده یو او مشکلات به مو ډیرکم وی خو د عملی اقدام دپاره جرت اود ملی عناصرو راټولول پکاردی .

 اسلامې امارت ته پکار دی چې دی حوضوع ته جدی پاملرنه وکړی او په لومړی سر کی د نظام او ملت تر منځه فاصله له منځه یووسی او ملت ته د پلارهیثیت په غملی توګه اختیار کړی او خپل چلند کی د ملت د غوښتنو پر بنا دحقیقی اسلام پر اساساتو بدلون راولی دا خبره د ټولو خبر په سر کی راځی چی د نورو اقداماتو دپاره لاری همواروی او اسانتیاوی را منځ ته کیږی .

   نیکه او موثره حکومتولی هم په همدغه بنا دریدی شی نه دملت دغوښتنو سره په ضدیت ، ظلم ، او قهر

      د اقتصادی انکشاف دپاره مشخص مسلکی پروګرام او مسلکی کدرونوجذبول او روزل حطمی او لومړنی خبره ده او دا افتصادی معقوله باید جدا په نظر کی ونیول شی چې وایی ( ټولی هګۍ په ټوکرۍ کی مه ږدۍ) د زیرمو د استخراج د قراردادونو دپاره دخارجی متخصصینو ستر ضرورت جدا په نظر کی نیول

      په منطقوی سیاست کی د ملی ګټو پربنا تعمل اومسلکی متخصصینو را ټولول.

      دملی او اسلامي اساساتو پر بنا د معارف پراختیا او د بندیزونو لیری کول

      ملت ته د سراومال د مصونیت اطمینان ورکوول

      په نیکه ، ښه و اوملی حکومتولۍ کی د ملت د ارادی احترام

      ډیرداسی نورجزونه هم شته چي د یوقوی نظام په جوړیدوکي موثریت لری خږ د لیکنی د اوږدیدو په خاطر پری بحث نه کووم .

محترم لوستونکی به اوس په دی خبره متیقن وی چې ( لویه لوبه) جریان لری او اسلامې امارت لکه د تیرو حکومتونو اونظامونو په څیرددی خطرناکی لوبی د کنترول او ورڅخه کامیابه وتلودپاره کوم خاص پروګرام نه لری او د جوړیدونښی نښانی یې هم نه بریښی برعکس د هری ورځی په تیریدوسره دنظام په دوام او ټینګښت شکونه زیاتیږی او لویه ملی طرهه ایجادو

ی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *