محمد ایوب
که د مظالمو پرتلنه وشي او د بشري تلفاتو تخمین يې مخې ته کېښودل شي، نو دا زموږ په ګاونډ کې مېشت اسرائیل (پنجاب) به د فلسطین له اسرائیلو نه څو ګامه مخکې روان وي.
د پاکستان له خوا د چترال ـ واخان سوداګریز کوریډور د طرحې تطبیق او دافغانانو د تېراېستلو او تغافل په موخه دطالب مشرانو خجالتونکي درواغ!
پاکستان له پخوا څخه پدې لټه کې دی چې ،څنګه کولای شي منځنۍ اسیا ته سوداګریزه لار پیدا کړي! خو، داچې دپاکستان په جغرافیوي محدوده کې د پنجاب د اعمال صلاحیت په هېڅ قلمرو کې هېڅ داسې نکته نه تر سترګو کیږي چې دپاکستان دغه خوب رښتیا کړي، نو افغانستان ته احتیاج یی وروستئ مرجع ده او پاکستان د قواو توازن ته په کتو دافغانستان شرطونو ته نه دی چمتو بلکې غواړي بر عکس پر افغانستان شرایط وضع کړي چې ګواکې د پاکستان تحت الحمایه مستعمره ده .
خو حقبقت کې منځنۍ اسیا ته لار پیدا کول ، د پنجاب استبلشمنت د بقاء او عدم انحلال له پاره د پاکستان لومړنۍاړتیا او مجبوریت دی او د دغې اړتیا د بشپړېدو یوازینی امکان دافغانستان پر سینه تېره شوې لویه لار ده چې دلرغوني هند ، چین، فارس، ماوراءالنهر او اوسني افغانستان ترمنځ یی سوداګریزه، مذهبی ، کلتوري او فرهنګي راشه درشه ژوندۍ ساتلې وه .دا تاریخي لار دابرېشم په نامه په ټولو تاریخي نصوصو کې درج او ثبت ده او ملکیت یی په افغانستان پورې اړه لري نو پاکستان منځنۍ اسیا سره د وصلیدو لپاره دافغانستان مشروط رضائیت ته اړتیا لري او دافغانستان پخوانیو حکومتونو هېڅ یوه هم دپاکستان سره بې قید و شرطه معاملې ته غاړه نده اېښودې، بلکې دپاکستان سره یې پدې لار مشروطه بالمثل معامله غوښتې وه ، مګر هغه مهال هم پاکستان په خوله دافغان حکومتونو سره هرڅه منل، اما په عمل کې یې دافغانی لوري د شرایطو پر وړاندې راز راز مزاحمت او خنډونه جوړول ، ترڅو افغانستان دپاکستان په خاوره او قلمرو کې بحر ته لاره ونلري ، خو کوشش یی کاوه چې پاکستان بې قید و شرطه منځنۍ اسیا ته دافغانستان پر سینه تېر شي او دغې ناشولته برخورد ته یې ددواړوهېوادونو ترمنځ دسیاسي منازعې نوم او بڼه ورکوله او تر ننه پدې اړه د پاکستان سیاست پر مزاحمت او دوه مخیتوب ولاړ دی، د حکومتونو او وختونو په بدلېدا سره دپاکستان په پالیسې کې کوم مثبت تغییر رامنځ ته نه شو أن تر دوه زره یویشتم او دوه زره دوه ویشتم کلونو یا د وروستي جمهوریت تر سقوط پورې پآکستان ونه توانېده چې منځنۍ اسیا سره دوصلیدو په وسیله ځان د موجوده انحصار څخه وباسي .
پاکستان ددغې موخې دحصول په نیت مدام د افغانستان د تضعیف هڅه جاري وساتله او په مختلفو مذهبي او سیاسي توجیهاتو یې په افغانستان کې د مکررو لاسوهنو او نیابتي ملېشو په وسیله افغان جګړه تر کابو نیمې پیړۍ وغځوله او افغانستان یې تر دې بریده له توانه وغورځاوه چې، هم یې بشري سرچیني او کدرونه د جګړو او بارودو د اور خوراک شول ، هم یی بنسټونو ته نه جبرانیدونکی زیان واوښت ، هم یې سوداګري یوازې پر وارداتو متکي شوه او د تولیداتو او صادراتو ګراف یی نږدې صفر ته ورسېد.
دافغانستان د سرحدي سیمو د تصرف او غصب پر وړاندې دپاکستان ډار د سرحد مېشتو پښتنو څخه و چې د یوه کمربند په توګه د سرحد په اوږدو کې مېشت دي ، نو لرپښتانه یی تر زجر و فشار لاندې ونیول ، زرګونه ځوانان یی ددوی تري تم کړل او هغوی یی په یوې بدرنګې بوختیا ککړ کړل چې اوس د پي ټي ایم په نامه اخته دي دخپلو ورکو عزیزانو دپیداکولو مطالبې لري او ددې له پاره لاریونونه او دهرنې یا پرلتونه وهي.
پآکستان د پخوا څخه د محکومې پښتونخوا د قبایلي سیمو د انضمام په موخه د ځمکني اشغال او تصرفاتو سازمان ایجاد کړی و چې د یاد سازمان پر مټ یې دافغانستان او هند سره په سرحدونو کې غیر مشروع تصرفات پیل کړي ول. په دې وروستیو کلونوکې موږ ددې شاهدان یوو چې د لرې پښتونخوا د قبایلی سیمو د اوسیدونکو د جینوسایډ لړۍ یې د ترهګرۍ سره د مبارزې په بهانه توده کړې ده چې ښه بېلګه یی د لرې پښتونخوا په سوات ، تیراه ، خیبر ، او وزیرستانونو کې د زرګونو پښتنو بې رحمانه وژل او د زرګونو نورو تري تم کېدل یادولای شو .
دافغانانو ترمنځ د قومي ، سمتي او مذهبي تشتت او کرکو او نژادي تعصباتو د ایجادولوپه موخه پاکستان له هېڅ راز حربې څخه مخ ونه ګرځاوه ، دجګړو تداوم ته یی دلایل تراشل او دتبلیغاتو او تسلیحاتو لړۍ یې جاري ساتلې وه . د خپلو لاسپوڅو پر مټ یی دافغانانو ترمنځ دپراخه منفي تبلیغاتو په کولو سره دافغانانو ترمنځ تضادونه او بې باوري ایجاد او ملي یووالی یی را مخدوش کړ، نو ځکه یی په ډاډه زړه دافغانستان په سرحداتو کې لسګونه کیلومتره غیر مشروع تصرفات وکړل او ځان یی دافغانستان اوبو او د منځنۍ اسیا سره د اتصال نکتو ته ورنېږدې کړ چې، ددغو اتصال د نکتو څخه یی یو هم واخان دره ده چې د چین ، تاجکستان او افغانستان ترمنځ اتصال راولي.
پاکستان دافغانستان د بدې ورځې څخه په استفادې وکړای شول چې دیارلس کیلو متره د واخان د اتصال نکتې ته ورلنډ شي او پدې اړه یی د چترال واخان د سوداګریز کوریدور د جوړلو طرحه د پالیسۍ څخه د عمل تطبیقي ډګر ته واړوله .
دچین سره دپاکستان خپلولي او نږدېوالی بل دلیل نلري ، پرته له دې چې د واخان بندر په تصرف کولو کې دچین له رسوخ او قوت څخه غیر مستقیم ګته واخلي پر همدې ملحوظ دچین او پاکستان دګډو تخنیکي ټیمونو لخوا د واخان درې سروې بشپړه شوه او نن وینو چې په واخان کې د نظامی تاسیساتو په جوړولو او د ګلګیت او چترال له طرفه د واخان پر لور د لوی سوداګریزې شاهراه جوړول یې تطبیقي پایله ده .
د واخان په اړه دپاکستان د تصرفاتو ګزارشات که څه هم حقیقت دی ، خو داچې پاکستانۍ رسنۍ د واخان کوریدور په اړه کوم ګزارشات شایع کوي ددې موخه د افغانانو ترمنځ دافغانستان د مالکیت داحساس اندازه ګیري او دافغانستان د زمکني بشپړتیا په اړه د افغانانو د ګډې ارادې کچه او ټولیز نبض یا د ملي اجماع مستوا تشخیصول دي او ددغې سروې دپایلو پر بنسټ د واخان د غصب او تصرف کولو له پاره پلانګزاری ده .
یوې خبرې ته باید پآم ولرو او هغه داچې د واخان په تړاو د طالبانو اظهارات فاقد اعتبار دي، ځکه طالبان د تعریف ،جوړښت او حمایت پر اساس (پاک – طالب برادري )د پاکستان نیابتي ملېشه ده چې تل یی دپاکستان پر مظالمو سترګې پټې کړي دي بلکې د پاکستان د مداخلو او لاسوهنو له پاره یی توجیهات جوړ کړي دي او جوړوی یې , دا چار په اصطلاح د طالب په جامه کې دپاکستان د دوه مخې پالیسې اورجنل کاپی ده .
طالبان ددې له پاره چې دخلکو پام دپاکستان له تحرکاتو څخه واړوي ، داسې څرګندونې کوي چې ملي مسایل خلکو ته عادي وښایی، دوی په څرګنده دخلکو د احساساتو سره په انطباق کې څرګندونې کوي ترڅو عوامي حساسیت مهار کړي خو عملا یې پاکستان ته له طبیعي زېرمو او نورو شتمنیو څخه د ډک افغانستان په ورسپارلو کې بېسارې مرسته وکړه او کوي یی .
د حرف او عمل توپیر ته یې په کتو سره ویلای شو چې، د افغانانو د ملي مسایلو په اړه د طالبانو او پاکستان نیت او اراده یو ډول ده او پدې اړه هر مورد کې ددوی ادعاوي او څرګندونې پر کذب ، فریب او تشدد استوارې دي څو بېلګو ته یی د مثال په طور اجمالي اشاره که وغواړو وکړو نو دادي:
ددې له پاره چې دافغانستان نړېوال پرستیژې تخریب شي ، پاکستان کوشش کوي چې افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل کړي په عین وخت کې شکایت کوي چې پاکستان ته د ترهګري له بابته زیان رسېدلی او دترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د امریکا باوري متحد دی خو عملا یې دکشمیر په ځنګلونو کې روزل شوي ترهګر د جهادي ډلو تر نامه لاندې په مختلفو نومونو دافغانستان ړنګېدا ته وګومارل ، چې حرکت الانصار، جیش محمد ، لشکر طیبه ، سپاه صحابه، لشکر اسلام او نورې ترهګرې ډلې یی ژوندۍ بېلګې دي او په خیبر ایجنسي، کویټه او کراچۍ کې یې پټنځایونه ورته جوړ کړي دي .
دپاکستان ددغې ستراتیژۍ د تطبیق په موخه دافغانستان د نړېوال پرستیژ د تخریب له پاره طالبانو پخوا هم د القاعده جنګیالي افغانستان کې مېشت کړي وو او اوس یی هم دالقاعده جنګیالي افغانستان ته بیاځلي راوستلي دي چې د ایمن الظواهری وژل یې څرګند ثبوت دی مګر ټول طالب مشران په خپلو اظهاراتو کې په مبالغت امیزه درواغو سره دا خبره په کلکه ردوي چې ګواکې دوی د القاعده یا ټي ټي پي سره اړیکې لري .
همدا راز پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي تسلط سره سم ، دافغانستان اداري واحدونه دپاکستاني استخباراتو د ماهرینو له خوت متلاشي شول ، دافغانستان شتمنۍ او نظامي تجهیزات په سپینه ورځ په لاریو کې بار دسپین بولدک او غلام خان له لارو پاکستان ته انتقالوي ، خو په رسنیو کې دا موضوعات په خورا ماهرانه درواغو سره ردوي .
دوی په څرګنده عمومي عفوه اعلان کړه او افغانان یې ددوی لخوا پر اعلان شوې عفوې دباور کولو له امله غافلګیر کړل او د پخوانیو نظامي افسرانو او علمي او مسلکي کدرونو په شبخون یې لاس پورې کړی دی خو چې کله له رسنیو سره غږیږي نو دا ټول ردوي .
دپاکستانیو اتباعو پر مټ دکانونو استخراج ، انتقال او چور لړۍ توده روانه ده خو په رسنیو کې ترې انکار کوي .
نو په دروغو او مبالغو یې خپل اعتبار دافغانانو پر وړاندې ساقط او فاقد کړی دی، لهذا د واخان په اړه د طالبانو اظهارات دپاکستان په امر ترسره کیږي او کاملا درواغ دی ، اصلا دوی غواړي د واخان د اشغال څخه د افغانانو فکر واړوي او احساسات یی ساړه کړي .
که پآکستان د چترال واخان په نامه د سوداګریز کوریدور طرحه چې له پخوا څخه یې درلوده د طالبانو پر مټ او مرسته تطبیق کاندې نو ،د واخان تصرف به دریو هېوادونو په حق کې درې ډوله مختلفې پایلې ولر ي
۱ – پاکستان به له منځنۍ اسیا سره وصل او سوداګریزه لار به ومومي ، نور به منځنۍ اسیا ته د خپلو توکو په لېږد کې افغانستان ته له احتیاج څخه خلاص شي .
۲ – تاجکستان به دپاکستان ازادو اوبو ته لاسرسی ومومي .
۳- او افغانستان به متأسفانه یو مهم ستراتیژیک جغرافیوی موقعیت یا هغه ارزښت دلاسه ورکړي چې افغانستان پرې دمرکزی او جنوبي اسیا ترمنځ د وصل نکته بلل کیږي .
دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه د افغانانو غبرګون دافغانستان د زمکنۍ بشپړتیا دساتلو وروستۍ هېله ده ځکه ددغې جغرافیې خاوندان همدا خواره واره افغانان دي او ددغې موضوع په پراخه کچه غبرګون دپاکستان هېلې بیا مړاوې کړې او د افغان نوی نسل سره یې د افغانستان د مالکیت د احساس په احیاء ، ترویج او تعمیم کې ګټوره مرسته وکړه چې پدې تړاو به په راتلونکو ورځو کې د واخان او نورو ملي مواردو په اړه د پاکستان لخوا د غیر مشروع تصرفاتو او د طالبانو د درواغو په تړاو تفصیلي وضاحت او پر شواهدو او حقایقو استوار تحلیل له تاسو سره شریک کړو.
دطالبانو ایجاد او دلته یې بیاځلي حضور دپاکستان د جغرافیوي توسعې او زمکني اشغال د اوږدمهاله ستراتیژۍ برخه ده چې ددې ستراتیژۍ په تطبیق کې طالباني امارتیان دپاکستان وفادار متحدین دي او په خورا مهارت سره یې له افغانستان څخه د پاکستان د چټل سیاست کثافت داني جوړه کړه، افغانانو ته یې دپاکستان پر دسترخوان راستر شوی جنرال مبین پړسولی چې د خاکی شا مداری په څېر دپاکستان پرضد ویناوو سره دافغانانو ټولنیز شعور او اراده دمار او نولي دجنګولو په شان د انتظار په ګدۍ کېنوي او د غفلت پر نشه یې روږدي کړي ترڅو د ملا هیبت الله په نامه دپاکستان ګمنام متقاعد ډګروال د امارت د صفوفو دتصفیې تر عنوان لاندې افغانستان غوښتونکي وګړي تجرید او تېښتې ته اړباسي او دا شومه لړئ په بريالیتوب مخ پر وړاندې روانه ده درومي. د افاق په راتلونکیو تحلیلونو کې به یې په دې اړخ لا زیات وضاحت درسره شريک کړو.