لیک: محمد ایوب
د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې د احمد شاه بابا له پېر سلګونه کلونه وروسته پښتانه په دې وتوانېدل، چې
پر یوه ټغر راغونډ شي او د خپلو ورپېښو مسئلو د سولهییز حل لپاره سلا مشورې وکړي.
دا ټول د ولسي رهبر منظور پشتین برکت دی، چې د پنجابي استعمار سترګو کې یې سترګې واچولې او د خپلو جایزو حقوقو لپاره یې غږ پورته کړ. د زړونو رهبر دې رب د تور سترګو له شره په امان لري.
دا چې د جرګو مرکو په کور (خیبر) کې د پښتنو جرګه روانه ده، نو غواړم ځینې هغه حیاتي غوښتنې دلته په ګوته کړم، چې که چیرې په جرګې کې پرې بحث وشي، نو اغېزناک به وي:
1- لرو پښتنو څخه پنجاب ملي هويت غصب کړی دی، دوی د خپل ملي هويت د اثبات لپاره باید د خپل ایالت نوم (ايالت افغانیه یا افغانیه صوبه) وټاکي.
2 -د پښتنو په ایالت کې باید د تعلیم تحصيل ژبه پښتو وي او د حجرې جومات او دفتر رسمي ژبه باید چې هم پښتو وي.
3- پښتانه ديو ټبر په توګه څانګړي اصول او ضوابط جرګه او ناغه، ننواتي او بخښنه، مشر کشر ميا ملا خان او ملک او…، لري چې د امنیت او
سوکالۍ متضمن دي دغه اصیل پښتني لرغوني اصول کولای شي چې د پښتنو کور ته سوله او سوکالي راولي. د پنجاب اداره دې دپښتنو له سیمو پولیس او فوج وباسي. پښتانه پر قومي او ملي تړون سره خپله سیمه له هر غاصب او غلیم څخه ساتلی شي.
4-د دواړو برخو پښتنو پر وړاندې دې ويزې سیستم لغوه او دتګ راتګ دروازې دې پرانېستې پریږدي او د ویزې په نوم چې پر پښتنو کوم تجارت شروع دی، دغه دې فورا بند کړای شي.
5- د ټول پاکستان تعلیمي سیستم ته دې د ټیپو سلطان او مامد علي جناح په څېر پښتانه مشاهير ورشامل کړای شي.
6-دپښتنو سیمو د طبیعي اقتصادي سرچينو لکه اباسین سیند، تمباکو، ګاز او نورخام توکي لکه مالګه احجار کريمه (قیمتې کاڼې)او نورو منابعو څخه دګټې دټولشمولیت په بدل کې پښتنو ته د هغې انډول امتياز ورکړل شي. د بجلۍ له ټيکس دې معاف شي او د اشتغال ستونزه دې حل کړل شي
7-دافغانستان په کورنیو چارو کې دی لاسوهنه بنده کړای شي.
8- ټول ورک او لاپته پښتانه او بلوڅ دې بلا قید او شرک راخلاص او خپلو سیمو او کورونو ته ولیږل شي.
9- د پښتنو په ټولو سیمو کې دې په جنګې لېونو سپو او جنګې ډلو لکه لشکر طیبه، حزب المجاهدین وغیره پابندې ولګي.
10-د ډیورنډ د جبرې کرښې وخت هم پوره شوی، نور دې دغه منحوسه کرښه ونړول شي او لر او بر پښتانه دې سره په حقیقي معنو سره یو افغان شی
نوټ: (تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ)