شرعي پرده

Spread the love

لیکوال: قاري محمد طیب (رحمه الله)

ژباړن: مولوی حسام الدین صابري

د پردې بنسټیز لامل

خپله پرده مقصود نه ده د هغې بنسټیز حقیقت مقصود دی، مسئله د حجاب او د هغه د ګټو له څرګندولو مخکې دا اصولي حقیقت په پوهه کې راوستل ضروري دي، چې عموماً ټول قسمونه د احامو او خصوصاً په ټولنیزو احکامو کې د هرشرعي حکم لاندې د هغه څه نا څه بسنټیز لامل خامخا وي، چې د هغه حکم اصل او مدار جوړېږي او د هغه علت په وجه هغه حکم د شارع حقیقي طرف ته ایښودل شوی وي.

برابره خبره ده هغه علت که دنص، ایت او روایت په الفاطو کې وي، لکه هر خاص اوعام یې لیدلی شي یاپه معنا کې پټ وي، چې تر هغه پورې د مجتهد او راسخ فی العلم نظر او پوهه رسېدلی شي او هغوی هغه له منځه بیرون راښکلی شي.

په هر صورت، په حکم کې د څه ناڅه علت پیدا کېدل ضروري دي، چې مدار د حکم نه کېږي بلکې د حکم دغه مشکل همداسې پټ اود اصلي علت د پیدا کولوتدبیر کېږي. که پیدا کوونکی وي هغه ته امر ویل کېږي، چې ددې وسیله دغه علت کلک‌والي په نظرکې نیول شوی وي او که منفي حکم وي، دې ته نهې ویل کېږي، چې د لاندیني علت مخنیوی په نظر کې نیول کېږي. وروسته له دې دغه حکم د خپل اړوند علت د پیدا کولو یا بندولو یوتدبیر جوړېږي.

مقصد اصلي ددې په کولو اونه کولو یا په نورو الفاظو رداً او اثباتاً دغه علت وي خپله حکم من حیث حکم مقصو نه وي، ځکه خو د علت د پورته کېدو او ختمېدو سره حکم پورته کېږي او په علت کې د کمزورۍ له راتلو سره په حکم کې هم سختي نه پاتې کېږي.

د بنسټیزو علتونو څو مثالونه:

۱ـ د عکس مثال:

مثلاً شریعت، چې څومره شیان منع کړي، د هغو په لړ کې د عکس منع کول یو شرعي حکم دی. ددې بنسټیز علت د صورت پالنې اوحقیقت نه د مخ ګرځولو او بېزارۍ بندول دي. د هغه نوک شرک دی او شرک ځنې د ساتنې لاره د عکس ښکل اوساتل منع شوي دي. څرنګه چې همدا عکس په تاریخي لحاظ تل د شرک بُت‌پالنې او حقیقت نه د مخ ګرځولو بنسټ ثابت شوی دی.

د نوح علیه السلام قوم په دې کې اخته و، نو ددې د ختمولو لپاره نوح علیه السلام د الله جل جلا له له خوا راولېږل شو.

د ابراهیم علیه السلام قوم بت جوړوونکی او بت پالونکی و، نو ابراهیم علیه السلام بت ماتوونکی راغی.

د موسی علیه السلم قوم له مصر نه هجرت کړی و، په صنعا کې یې د بُت عبات ولیده او حضرت موسی ځنې وغوښتل، چې هغه هم دغسې د زېړو بړ او معبود جوړ کړی، خو موسی په سختۍ او خفګان ورته دا وویل: انکم قوم تجهلون (بېشکه تاسو ناپوه قوم یئ، یعنې د ناپوهانو خبرې مو وکړې.)

په هر صورت، د عکس بندول په حقیقت کې د شرک د بندولولپاره وو، هر چېرته چې په کوم امت او قوم کې د شرک جرایم پيدا شوي هلته روحاني ډاکټرانو اوطبیبانو (انبیاء علیه اسلام) د هغې عملیات کړي دي.

دا چې اسلامي ششریعت عالمي پوره او دایمي شریعت و، ددې وجې شریعت محمدي د شرک د واقع کېدو له انتظار پرته د شرک په اسبابو او احتمالاتو باندې هم بندوونکي احکام نافذ کړل او د عکس بندول، بلکې د هغه په ورکولو کې له لرې ځخه لرې احتمال هم پّ نظر کې ونیوه، خو علت دشرک د بدعادتیو بندول او له منځه وړل پاتې شو، نو د عکس بندولوحکم په حقیقت کې د علت دشرک د بندولو تدبیر دی، پخپله مقصود نه دی او نه پخپله عکس بد او ناپاکه شی دی.

همدا علت دی، چې په کوم ځای کې چې د شرک د پیدا کېدو وېره نه وي هلته دغه حکم له بندولو نه پاتې کېږي، لکهپّقبر کې یعنې عالم برزخ کې ملایکه علیهم السلام له مړي نه د سوال او ځواب کولو په وخت کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم عکس مبارک ښي او پوښتنه کوي، چې:

ـ من هذا الرجل؟ (دا څوک دی؟)

ښکاره ده، چې هلته خو ملایکه د شرک له وهم نه هم پاکې دي او د مړي په حق کې هم هلته د شرک څه شونتیا نه تر سترګو کېږي.

څرنګه چې دواړو ډلو ته د الله تعالی د یووالی مشاهده حاصل ده له دې وجې هلته په قبر کې د عکس ممانعت او بندیز هم پاتې نهشو. همارنګه په صراحت د حدیث ثابته ده، چې د جنت په بازارونو کې عکسونه هم خرڅېږي، چې د هغو قیمت به د الله تعالی ذکر وي او که نه کوم شی چې خپله قبیح او خراب وي څرنګه چې په دنیا کې حرامېږي، په جنت کې هم حرامېږي. زنا نه دلته روا ده، نه هلته په جنت کې روا ده. دروغ ویل او ناحقه جنګونه او فساد کول نه دلته روا او د منلو وړ کار دی، نه هلته. توپیر او جدايي یواځې دا ده، چې دلته ترېنه انسانان په سختۍ همت او د عقل په زور ځان ساتلی شي او هلته ورته د انسان طبیعت نه وي تیار. له بدو کارو به د طبیعي غوښتنې په وجه کرکه او نفرت کېږي، بلکې ددې شیانواصل او بنسټ به له زړونو ووېستلی شي.

که چېرته عکس پخپله بد او خراب شی وای، نو د دنیا په څېر به په جنت کې هم دده وجود نه وای زغملی شوی.

له دې نه روښانه او ښکاره ده، چې دا یواځې د شرک له بدعادتۍ څخه د خلاصون یو تدبیر دی، نو چېرته چې ددغې بدعادتۍ وېره نه وي هلته ددې تدبیر اړتیا او ضرورت هم نه پيښېږي لکه عالم برزخ او قیامت پخپله اسلاميشریعت د شرک دبېخ کښلو لپاره عکس په سختۍ سره بند کړی دی، خو د بندولو علت یې د شرک مخه نیول دي.

دا چې عکس د شرک له ویرې بند شوی دی، نو په دنیا کې هم په کومو څیزونو او ځایونو کې چې د شرک د رامنځته کېدو وېره نشته، هلته د عکس د بندولو حکم او لارښوونه هم نشته. مثلاً د بې روحه شیانو عکسونه، لکه: کور، باغونه،سیندونه، غرونه، ښاېسته منظرونه او داسې نور… عادتاً داسې عکسونه د شرک له اثر او ویرې پاک او خالي وي، نو په شریعت کې په داسې عکسونو بندیز هم نشته.

همدارنګه د روح د خاوندانو عکسونه، چې سر ترېنه غوڅ کړل شوی وي یا یې نیم بدن وي یا د بدن دومره برخه پرې کړل شوې وي، چې پرته له هغې ژوند نه شي کېداي، یانې ژوندی نه شي پاتې کېدای، دا عکسونه بیا نه دي بند او نه د بندیز حکم پاتې کېږي، ځکه چې د سر غوڅ شوي عکس څوک عبادت او بندګي نه کوي.

دوام لري…

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *