لیک: محمد ایوب
:دویمه برخه
په تېره لیکنه کې مو ددې خبري وضاحت کړی و چې انسانانو ته الله خالق تعالی عقل ددې مقصد له پاره ورکړی دی چې خپل خالق ، مالک او قادر مطلق رب جلّ جلاله وپیژني او تر معرفت وروسته یی د معبود برحق (وحده لاشریک له ) په حیث عبادت او اطاعت وکړي، دانبیاء و اتباع پر اساس ورسره د عبد او معبود په توګه د تعلق جوړولو هنر زده کړي او کما حقه یې په دنیا کې پرستش او د اوامرو امتثال وکړي ، طبیعي ده چې دا چار په بېعقلۍ سره نشي ترسره کېدای ، لهذا د امت محمدی ص (خیرالأمم) له فرد فرد څخه پرعقلانیت مشروط او منوط ایمان هاغه الهی مطالبه ده چې ۱۳۴ ځله یی په قرانکریم کې انسان دغې ستر اهمیت ته متوجه کړی دی ځکه چې هر کار انسان ته وسپارل شی اوهغه کار دعقلاني موازینو پر خلاف وي نو انسان بیا تر پآیه دهغې کار پرحقیقت او سالمیت شکمن وی پد ې اساس که په دینی چارو کې دعقل له دخل څخه انکار وشي او عقلانیت تحریم شي نو، له انسانانو سره به د ورسپارل شویو(مأمور به) امورو په اړه شک او تردد موجود وي او هېڅ یو ایمان والا به پیدا نشي چې له تردد څخه خوندي وي او ایمان چې ( تصدیق بالقلب) باور دی، هېڅکله هم له تردد سره نه شي یو ځای کېدای ، بلکې په زړونو کې به یاایمان ځای نیسی او یا تردد ! پرعکس دعقلانیت په صورت کې تردد او شک له منځه ځي پر ځای یی د عقل په قناعت سره یقین او باوررامنځ ته کیږي، دایمان په تعریف کې همدغې وضعیت ته ( تصدیق بالقلب) وییل کیږې ، پدې اساس عقلانیت دایمان د استقرار له پآره شرط دی ، که شرط تعمیل نشي نو معنی داچې ایمان ناقص دی ځکه سنن الهي دادي چې ما جعل الله للرجل من قلبین فی جوفه (ما جعل الله لرجل من قلبين في جوفه ) ژباړه : الله پاک هېڅ انسان ته په سینه کې دوه زړونه نه دي ورکړي یعنې په هره سینه کې یو زړه دی او هر زړه کې یو حالت استقرار مومي یا به شک پکې مستقر کیږي او یا یقین شک او یقین دواړه یو ځای نه شي جمع کېدای!
سربېره پر دې ، انسان دنورو حیواناتو څخه یوازې دعقل په امتیازسره توپير لري، که عقل ورڅخه نفې شي نو انسان او حیوان دواړه د ژوندي موجودبه توګه یو شی دی ځکه دواړه له غوښي، هډوکو وېښتانو ،پوستکی ، اندامونواوعضلاتو څخه جوړ دي ، پدې ترکیب کې انسان او حیوان یو ډول دی ، فرضا که د دیانت او تشریع جوهر په بېعقلۍ کې وایی نو بیا یی دین باید غیر ذوی العقولوته لېږلی و، مګر داسې ونه شول ځکه چې اتمام حجت په عقلانیت سره کیږي له همدې کبله عقلانیت په دین کې مطرح کول له مسلمان څخه دایمان مطالبه ده .
دلته مو ددجال لعین په اړه بحث ته تر ننوتلو وړاندې مو دعقلانیت داهمیت او اړتیا په تړاو دا یادونه ځکه اړینه وبلله چې د دجّال دخرافاتي افسانې محتوا عقلا او منطقاً هېڅ عقلمند او با تدبیره انسان ته دمنښتې او قناعت وړ نده ځکه د دجال ذکر په قرانکریم کي نشته دی نه صراحتاً او نه کنایة او نه هم دلیلا ًولوقلیلا ًاو په احادیثو کې چې کوم روایات پدې اړه راغلي دي معمولا په همدې یوې موضوع کې دي او په همدې یوه موضوع کې هم متضاد مفاهیم ارائه کوي پداسې حال کې چې دا واړه تناقض لرونکي احادیث چې د واړو د صحت ادعا هم کېږي ، یو بل ردوي او په مجموع کې داټول متناقض احادیث له قرانی لیدلوري سره هم په ټکر کې واقع دي نو لومړی خو دا په هېڅ راز توجیه سره معقول نسبت ندی چې، دداسې ګډ وډو خبرو نسبت رسول اعظم (علیه افضل الصلوات والتسلیمات) ته وکړای شي چې یو حدیث یې بل حدیث ردوي ځکه دا ډول ګډ وډ غږېدل دهغه چا خاصیت کېدلای شي وي چې ذهني ، رواني او عصبی توازن یی دلاسه ورکړی وي او چې نن څه ووایی سبا دهغې خلاف غږیږي، پرون یې چې څه ویل ، نن د پرون پرعکس بل بل څه ووایی . فقهاء دا ډول عصبی ناروغ ته چې د کلام توازن یی دلاسه ورکړی وي د (معتوه ) اصطلاح کاروي او بالاتفاق دفقهاؤ موقف د معتوه په رابطه دادی چې (نه یی خبره دباور وړ ده او نه یی ګواهی دمنلو وړ ده ! ) نو د دجّال په اړه ټول روایات همداسې ګډوډ او دیو بل ضد ونقیض مفاهیم ارائه کوی چې د پیغمبر وینا سره له هېڅ پلوه مشابهت نلري بلکې د یو معتوه شخص څېره ترسیموي پداسې حال کې چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ، د قریشو په ټول قام او عربانو کې افصح اللسان و ځکه هغه ته الله سبحانه وتعالی د غوره فصیحو بلیغو او لنډو خو پرمفهومه خبرو ځانګړتیا ورکړې وه ، صحیح البخاری کې یو حدیث د جعفر ابن محمد او بل حدیث دحضرت سعید ابن المسیّب رض څخه رانقل کړیدي چې دواړو کې راغلي دي چې نبی کریم ص وفرمایل (بعثت بجوامع الکلم ) (اتیت بجوامع الکلم ) ماته الله پاک دخبرو او کلام داسې جامع مهارت راکړیدی چې نورو پیغمبرانو ته یی نه و ورکړی .(صحیح البخاری / کتاب الاعتصام بالکتاب والسنة / باب قول النبی ص بعثت بجوامع الکلم / حدیث شمېره ۶۸۸۳)
دداسې فصاحت و بلاغت درلودونکی شخصیت ته دداسې ګډو وډو او ضدو نقیض خبرو نسبت کول ، ستره جفا او نا انصافی ده چې، یوه خبره یې دبلې خبرې محتویات ردوي او په مجموع کې بیا ددې ضد ونقیض احادیثو کلی تصویر دقرانکریم د روح روانن سره انطباق نکوي ،نو ایا دداسې خبرو نسبت هغه ممتازشخصیت (رسول اعظم صلی الله علیه وسلم ) ته چې الله پاک په (جوامع الکلم) سره موصوف کړیدی ایا دا معقول نسبت بلل کیدایشي ؟ ایا د رسول اکرم ص په اړه دا تصور چې (نعوذ باالله ) ګواکې دقرانکریم د لیدلوري پرضد به یی خبرې کولې ، درست تصور دی او که غلط؟ طبعا چې جواب به منفي وي ځکه دا راز تصور درست تصور نه دی ، عین حقیقت رسول اکرم ص ته د دجال اړوند احادیثو په نسبت کې هم دی ځکه په یادو احادیثو کې د شته تضاد او تناقض څخه له ورایه جوتیږي چې دا دپیغمبر اقوال نه دي، بلکې داټول اسرائیلیات دي چې متأسفانه د احادیثو په ردیف کې یې ځای نیولی دی ، او زموږ محافظه کارو اسلافو یی له سپیناوی څخه ډده کړيده .
موږ به په دغه مبحث کې یاد روایات په ترتیب سره ستاسې مخ ته کېږدو خو تر هغې دمخه به ددجال کاذبه افسانه د قرانی لیدلوری په رڼا کې بطور اختصار وارزوو بیا به روایاتو ته سرورښکاره کړو او د دجال دفتنې اړوند احادیثو تناقضات به تفصیل سره ذکر کړو ان شاءالله
لومړی : ددجّال د فتنې په اړه قرانی موقف:
قرانکریم د رسالت د سلسلې وروستنی اسماني کتاب دی چې دبشریت د اصلاح او فلاح له پاره د رب العلمین له خوا څخه د جبرائیل امین په واسطه د محسن انسانیت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم پر زړه باندې نازل کړای شوی دی او د ایمان او نفسانی تزکیې په اړه پکې انسانانو ته لارښونه شوې ده .
په قرانکریم کې د کائناتو د پنځېدا او همداراز د بشر د خلقت او دټولو مخلوقاتواو کائناتو د مبدأ اومعاد(پیل و پای ) په اړه اجمالا او تفصیلا ذکر راغلی ددغو قرانی معلوماتو او ارشاداتو په ترڅ کې دبشر(بابای ادم) د خلقت قیصه هم په تفصیل سره ذکر شوېده . د ادم دخلقت په کیسه کې د ابلیس د سرکشۍ پېښې ته هم اشاره شوېده چې ګواکې ابلیس د ادم ع کالبوت ته د خالق تعالی دامر باوجود د درناوی په دود سر ټیټ نکړ او د الله پاک ج له امر څخه یی سرغړونه وکړه چې له امله یی دالله پآک لخوا په لعنت سره ورټل شو، په سورت بقره ، سورت اعراف او سورت اسراء کې له ابلیس سره دالله پآک دمکالمې ذکر راغلی دی او پکې ویل شویدي چې کله الله پآک ابلیس ته د همیشنی لعنت سزا واوروله نو هغه دالله پآک سبحانه وتعالی څخه دا یو خواهش وکړ چې که ماته مهلت راکړې نو زه به دا انسان درڅخه بېلارې او ګمراه کړم او ددې کار له پآره یی ترقیامته مهلت وغوښت، قرانکریم دغې موضوع ته داسې اشاره کوي « قَالَ أَرَئیتکَ هذا ٱلَّذِي کرمت عَلَيَّ لَئِن أَخَّرتَنِ إِلَى يَومِ ٱلقیامَةِ لَأَحتَنِكَنَّ ذُرِّيَّتَهُۥٓ إِلَّا قَلِيل(الاسرآء ۶۲) ) الله پآک ورته د لعین په خطاب کولو سره وفرمایل چې ، تر قیامته پورې د ژوندي پاتې کېدو چانس درکوم ، چې څه دې دلاسه کیږي ویی کړه، د خپلو وسوسو زور دې پر انسان باندې و ازمایه او هر راز فریب او درواغجنې ژمنې چې ورسره کولای شي ویی کړه، مګر هېڅ هم نشې کولای ځکه ته زما دبندګانو د ګمراه کولو صلاحیت او زور نلرې ( واستفزز من استطعت منهم بصوتك وأجلب عليهم بخيلك ورجلك وشاركهم في الأموال والأولاد وعدهم وما يعدهم الشيطان إلا غرورا – إن عبادي ليس لك عليهم سلطان وكفى بربك وكيلا !(الاسرآء ۶۴)
الله پاک ج شأنه پورته مبارکو ارشاداتو کې فرمایی چې ابلیس ته مې د بندګانو د ګمراه کولو وس او توان نه دی ورکړی بلکې دهغه ټول زور تر وسوسو پورې محدود دی او یا د هغه درواغجنې ژمنې دي چې انسانان پرې غواړې تېر باسي اما د ابلیس د وسوسو او مکر و فریب په مقابل کې مې انسان ته سلیم فطرت او سالم عقل ورکړیدی چې انسان پرې د شیطان په دام کې د لوېدو څخه ځان ژغورلی شي او چې د عقل او فطرت باوجود انسان دشیطان خبره مني، نو دا د شیطان قوت نه دی ، بلکې دا د انسان خپله تېروتنه ده او دا تېروتنه دهغه چا څخه کیږي چې درسولانو پر دعوت او پر اخرت ایمان او باور نلري ، ﴿ وَلَقَدصَدَّقَ عَلَيهِم إِبلِيسُ ظَنَّهُۥ فَٱتَّبَعُوهُ إِلَّا فَرِيقا مِّنَ ٱلمُؤمِنِينَ ﴾ [ سبأ: 20
وَمَا كَانَ لَهُ عَلَيْهِمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلا لِنَعْلَمَ مَنْ يُؤْمِنُ بِالآخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِي شَكٍّ وَرَبُّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ (21 )
یعنې شیطان ته الله پآک دا توان او طاقت ندی ورکړی چې انسان پرې ګمراه کړي بلکې دانسان بې ایماني ده چې د رسولانو خبره نه مي او دابلیس وسوسه مني .
ابلیس هم پدې خبره شکاره اعتراف کوي او وایی چې ماته الله پآک دا توان ندی راکړی چې انسان ګمراه کړم بلکې ټول توان مې تر وسوسې اچولو پورې محدود دی
وَقَالَ ٱلشَّيْطَنُ لَمَّا قُضِىَ ٱلْأَمْرُ إِنَّ ٱللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ ٱلْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِىَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطنٍ إِلَّا أَن دَعَوْتُكُمْ فَٱسْتَجَبْتُمْ لِى فَلَا تَلُومُونِى وَلُومُواْ أَنفُسَكُم مَّا أَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنتُم بِمُصْرِخِىَّ إِنِّى كَفَرْتُ بِمَا أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ إِنَّ ٱلظَّلِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ .
إن عبادي ليس لك عليهم سلطان وكفى بربك وكيلا !(الاسرآء ۶۴)
وَمَا كَانَ لَهُ عَلَيْهِمْ مِنْ سُلْطَانٍ (21 سبا )
وَمَا كَانَ لِىَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطنٍ إِلَّا أَن دَعَوْتُكُمْ فَٱسْتَجَبْتُمْ لِى
له پورتنیو ایاتونو څخه جوته او ثابته ده چې الله پاک ج ابلیس لعین ته دانسانانو د ګمراه کولو طاقت او صلاحیت ( سلطان ) ندی ورکړی او دا خبره قرانکریم پورتنیو ایتونو کې په نهایت وضاحت سره بیان کړې ده البته څوک چې پخپله غاړه کې ځانته پړی واچوی او پړي سر شیطان ته په لاس کې ورکړي ورته ووایی چې ستا اوس نو خوښه ستا چې هر چېرې مې بیا یی!
دا معلومه خبره ده چې شیطان به یی دمېلې او چکر پر ځای ګړنګ ته بیایی او دګړنه به یی ښکته وغورځوي او پر دغو خلکو یی هم دهمدوی په مرسته وس بر دی . الله پآک دداسې خلکو په اړه فرمایی « انه لیس له سلطان علی الذین امنوا وعلی ربهم یتوکلون انما سلطانه علی الذین یتولونه والذین هم به مشرکون » پس کله چې ابلیس ته دا توان او صلاحیت الله پآک ندی ورکړی نو دجّال ته یی کله ورکوی؟ پداسې حال کې چې دجّال دابلیس په لښکر کې دابلیس یو عادی عسکر او پیروان دی نو چې بادار یی دیادو صلاحیتونو وړتیا نلري او الله پاک ورته دانسانانو د ګمراه کولو توان او قوت نه دی ورکړی ، دهغه نوکر ته خو هېڅکله داسې طاقت نه ورکوي چې دهغه بندګان پرې ګمراه کړي
مګر په احادیثو کې ددجّال څېره نهایت ډارونکې او هېښننده ترسیم شوېده مثلاً پکې ویل شویدي چې ، دجّال به د بېشانه غټ جسامت څښتن وي پر یوه سترګه به ړوند وي ، هغه به پر خره سپور وی او خر به یی دومره غټ وي چې د غوږونو ترمنځ یی ډېرش متره فاصله وي، ( چې خر یی دومره خلاف توقع غټ وي ،پخپله دجّال به څومره جسامت ولري ځکه چې پر دغې خره باندې به سپور وي ، دا به څومره بوږنونکې څېره تمثیلوي ؟ او بیا یی به اړه وایی چې له دجال نه مخکې به دوه نهرونه روان وي چې، یو به د اور او بل به د اوبو نهرونه وي ، اسمانونه او زمکه به یی د امر تابع وي اسمان ته به امر وکړي چې باران راووروه هغه به باران راوروی او زمکې ته به امر وکړي چې ډول ډول میوې او سبزیجات ورته راشنه کړه هغه به یی ورته راشنه کړي ، زمکې ته به ووایی چې خپلې خزانې دې راوباسه هغه به د الماسو او طلاو خزانې بیرون راوغورځوي ، هغه به وژل او ژوندی کول کولی شي یو ځوان به پر غشي ووهي دوه ځایه به یی کړي ، بېرته ورته امر وکړی چې ژوندی شه نو هغه به ژوندی شي ، یو اعرابی ته به ووایی چې که ستا مړه مور او پلار درته راژوندي کړم بیا به مې درب او معبود په حیث ومنې ؟ هغه به ووایی هو بیا دې منم چې ته زما رب او اله یی نو شیاطینو ته به امر وکړي او داعرابی دور اوپلار په شکل له ورته راشي خلکو ته به وایی زه ستاسې حقیقی رب او معبود یم ، نعوذ باالله نو دداسې هیبتناکې څېرې لیدل لا څه چې حتی ددې اشا تصور هم دتوقع پر خلاف بوږنوونکی ، مهیب او ډارونکی دي چې دا د یهود د کتاب صفر دانیال مضمون دی هلته دا موضوع راغلې ده چې له میلاد څخه کابو اولس کاله مخکینی دی! حاشا لله ، دالله پآک د رحمت او عدالت پر وړاندې دا جسارت هم امکان نلري چې ګواکې الله پآک ورته دا دومره توان او طاقت ورکړی او بیا یی پر کمزورو انسانانو مسلط کړی دی چې انسان یی قدرت ته پّ کتو ورڅخه متأثره شي نو الله پآک به یی له مرۍ نه راونیسي چې ولې ترې وډار شوې پداسې حال کې چې دا تصور ناروا تصور دی ځکه پدېکې الله پآک ج ته د ظالم نسبت کیږي او الله پاک ظالم نه دی هغه دظلم څخه پاک او منزه عادل ذات دی ،هر شي ته یی د رحمت کرشمې رسیږي (وسعت رحمت کلّ شئ ) فرضا که په قیامت کې د اخرې زمانې نسل دالله پآک څخه اجازه وغواړي چې په عدالت کې یی یو شکایت وړاندې کوي او الله پاک هم ورته دشکایت کولو اجازه ورکړي نو هغوی ورته په عجز سره خپل شکایت داسې پیل کړي چې ای الله پاکه ته عادل یی عدالت خوښوې او تا ویلی چې پر ځان مې هم ظلم حرام کړی دی او پر تاسو مې هم حرام کړی دی (عن عبدالله ابن عباس رض قال قال رسول الله ص انّ الله قال یا عبادی انی حرّمت ظلماً علی نفسی وجعله بینکم محرماً ) نو زمو ږنسل چې داخر الزمان نسل دی او پداسې زمانې اوسیدو چې دپیغمبرانو څخه یی په زرګونو کاله وروسته ژوند کاوه چې ایمان او عقیده او عمل ټول نهایت کمزوري حالت کې و، مګر څه قصور مو درلود چې یوازې موږ ته دي داخرت په مسیر کې دجّال لعین کېنولی و او بیا دې هغه ته هغه صلاحیتونه ورکړي و چې کوم ستا ځانکړتیا وه لکه بعث بعدالموت ، باران ورول ، زمکه شنه کول ، مړي بېرته ژوندي کول نو دا صلاحیتونه خو موږ نه و ورکړي تا ورکړي و او موږ چې پرې تېروتي یوو نو ستا د صلاحیتونو دلرلو له امله پرې تېروتي یوو پدې کې زموږ څه قصور دی چې موږ ته پرې سزا راکوې ؟ ایا عدل الهي همدا دی چې پخواني نسلونه دې ورڅخه وساتل او موږ دې پرې واړولو پداسې حال کې چې موږ دهغې پر وړاندې طاقت نه درلود ځکه کمزوري و او هغه بېساري لویه فتنه وه ؟
سورت بقره کې راغلي دي چې کله انسان ته د دعاء تعلیم ورکول کیږي نو ستا ژمنه داوه چې (لایکلف الله نفساً الاه وسعها ) او انسان چې درڅخه وغوښتل چې (ربّنا لا تحمل علینا اصراً کما خملته علی الذین من قبلنا ربّنا ولا تحمّلنا ما لا طاقة لنا به فاعف عنّا واغفرلنا ورحمنا انت مولانا فانصرنا علی القوم الکافرین ) نو تا وفرماییل چې (قد عفوتک ) ایا عفوه نو داسې وي؟ ایا د رب العلمین ژمنه داسې وي؟ او ….. ایا دغه شکایت دانسان د بخښنې لامل نشي ګرځېدای؟ نو کله چې په دغه شکایتنامه کې ترسره شوې پوښتنې مستحیل دي همداسې ددجّال حقیقت هم محال دی .
خو محدثینو بیا د دجّال په اړه لسګونه ضد و نقیض احادیث راټول کړیدي چې ددجال نهایت خطرناکه څېره ترسیموي .
امام احمد ابن حنبل رح وایی ، له حضرت ادم ع څخه تر قیامت پورې د زمکې پر مخ تر دجّال بله لویه فتنه او ازمېښت الله پاک ندی پیدا کړی ، یعنې دجّال تر ټولو لویه فتنه ده .
حاش لله ان یجعل له السلطان علینا ثم یأخذنا من بعد ما زللنا و ضللنا واخطأنا اوتجانفنا وصار سلطانه
مګر جالبه ده چې قرانکریم کې الله پآک موږ ته وایی (« وعلموا انّما اموالکم واولادکم فتنة وانّ الله عنده اجر عظیم .» انفال ۲۸
)ستاسې اولادونه او ستاسې مالونه فتنه ده ځانونه ترې وساتۍ.
پداسې حال کې چې زموږ اولادونه دجالان هم نه دي مګر بیا یی هم پر اړه موږ تنبیه کیږو چې ګواکې اولاد مو فتنه ده ځان ورڅخه وساتۍ یعنې په محبت کې یې دومره اغراق ونکړۍ چې الله پاک درڅخه هېر شي هکذا مال او شتمنی مو هم فتنه ده پآم چې له امله یی ګمرهان نه شۍ….. ، اما د دجّال فتنې ته چې ګورو ، نو امام احمد حنبل یی له ادمه تر قیامته تر ټولو لویه فتنه بولي ، خو پر اړه یی قرانکریم کې هېڅ ذکر ندی شوی ، ولو که اشارتا یا کنایتا هم وی ذکر یې ندی راغلی ، اخر امام احمد رح څنګه داسې فکر کړی دی چې وایی عظیم ترینه فتنه د دجّال فتنه ده دا نو څنګه عظیمه فتنه ده چې قرانکریم یی هېڅ یادونه نکوي ، پرعکس کله چې دسورت انفال ایت ته ګورو چې اولاد ته یی فتنه ویلی ده حیرانیږو چې یاخو د دجّال خبره هسې دروغ او افواهات دي او یا امام احمد رح تېروتی دی چې دجّال ورته عظیمه فتنه ښکاره شوې ده ، ځکه چې عظیمه فتنه خو زموږ اولادونه دي چې قرانکریم ورڅخه موږ ډار کړي یوو، کنه نو ولې یی د دجال دفتنې ذکر ندی کړی ؟ دسورت انفال په ۲۸ ایت کې الله پاک انسانان تنبیه کړیدي چې ګواکې ستاسې مال او اولاد فتنه ده ځانونه ترېنه وساتۍ« وعلموا انّما اموالکم واولادکم فتنة وانّ الله عنده اجر عظیم .» انفال ۲۸
همدا راز د سورت تغابن په ۶۴ ایت کې انسانانو ته دهغوۍ میرمنې او اولاد دواړه فتنه بلل شویدی :
یاأیهاالذین امنوا انّ من ازواجکم واولادکم عدوّ لکم فاحذروهم (سورت تغابن ۶۴)
کله چې له دغو دواړو بورتینو ایتونو سره د دجال خندونکي ډرامه مقارنه کړو نو دوه خبرې مخې ته راځي هغه داچې یا خو( نعوذ باالله) بلا تشبیه الله پاک جلّ وعلا څخه ددې ایتونو په نزول کې تېروتنه شوېده (العیاذباالله ونستغفره ) او یا خو امام احمدحنبل و امثالهم غلط شویدي چې د دجال په اړه پر دغه ډول غیر معقولو ، کاذبو افواهاتو او اسرائیلیاتو یی باور کړی دی، ځکه دا ممکنه او معقوله خبره نده چې (اولاد – مال – مېرمن) درحالیکه چې زموږ اولادونه نه دجالان دي او نه ابلیسان دي بلکه اولادونه او مېرمن خو دالله پآک لخوا ستر نعمت او احسان دی او دهغه د قدرت او عظمت نښې دي لکه ې فرمایی « ومن ایاته ان خلق لکم من انفسکم ازواجا لتسکنوا الیها وحعل بینکم مؤدة و رحمة . الرم ۲۱ » همدا راز الله پآک اولادونه او مېرمن زموږ د ژوندانه زینة هم بللی دی چې پخپله یی دهغوی مینه دانسان په فطرت کې اچولې ده او دا مینه یی دانسان د اختیاراتو څخه بیرون چار بللی دی یعنې انسان یی په درلودو سره مقصر نه دی لکه چې فرمایی « زیّ للنّاس حبّ الشهواة من النّساء والبنین والقناطیر المقنطرة من الذهب ولفضة والخیل المسومة والانعام والحرث ذالک متاع الحیات الدنیا واله عنده حسن المأب .. العمرآن/ ۱۴ » امّا ددغې محبت په افراط کې دا احتمال شته دی چې ممکن انسان دالله پاک له یاد څخه غافل کاندي دهمدومره وړې او محتملې فتنې سره د باریک نسبت درلودو له امله مو ورڅخه اکیداً ډاروي او په اړه یی راته زموږ د تنبیه کولو په خاطر ځانګړی ارشاد په قرانکریم کې بیانوي چې ګواکې دمېرمن او اولاد په مینه کې له ځانه ورک نه شئ چې دالله سبحانه وتعالی یاد مو له یاده ووځي ، مګر په زړه پورې داده چې ،برعکس مو ددجال په څېر عظیمې فتنې څخه ، د امام احمد ابن حنبل رح په وینا (له بابا ادم ع څخه تردقیامت تر ورځې پورې یوازینۍ لوی فتنه ددجال فتنه ده ) له دغې خطرناکې فتنې څخه مو بیا نه ډاروي، آن داچې هېڅ ذکر یی هم نکوي ولو که کنایتاً یا اشارتًا هم وي .