لیکوال: محمد ایوب
د دجال دخروج له ملاتړو چې کله پدې اړه وپوښتل شي چې ،قرانکریم ولې د دجّال ، امام مهدي او نزول مسیح په اړه هېڅ ذکر ندی کړی ، د دوی سره بل ځواب نه وي پرته له دې چې ووایی ، پدېکې دالله پآک حکمت دی (!) پداسې حال کې چې دحکمت له پآره یی ، نه یوازې داچې هېڅ راز نقلي او عقلي توجیه نشي جوړېدای ، بلکې د داسې مهمې موضوع په اړه قرانی سکوت بل هېڅ مفهوم نلري پرته له دې چې ووایوو ، د دجّال خروج، د مهدی اخر الزمان ظهور او د عیسی مسیح نزول موضوع ، له افسانې پرته نور هېڅ حقیقت نلري ، دقیامت په نښو او علایمو کې دا هره یوه کیسه او افسانه داسې یوه خیالي او دروغجنه سناریو ده چې فی الحقیقت وجوداً ناشونې او نا ممکنه ښکاري .
دپورتني وضاحت سره جوخت ، د دې اسطورو ملاتړي ( چې دخرافاتي اسطورو په وړاندې هېڅ دلیل اوریدو ته چمتو نه دي ) دوی پدې اړه د عقل په څېر پر نقل هم باور نکوي، نو سمدستي د مخالفینو له پاره د تکفیر باب پرانیزي او پر خپله مدعا ټینګار کوي او وایی چې ددې ازمایښت او فتنة الکبری په اړه ، چې قرانکریم سکوت کړیدی نو پدېکې لوی حکمت پروت دی (!)
داحادیثو تر مقارنې وروسته جوتیږي چې نه یوازې داچې دحکمت هېڅ مالګه پکې نشته دی، بلکې د مسلمانانو او دهغوی داولادونو ایمانونه پرې تخریبوي او غواړي اعتقادونه یی د شکوکو او شبهاتوپه اختلاط سره مختل او خراب کړي او له اسلام څخه یی کفر ته پر تمایل اړباسي ایا حکمت به همدېته ویل کیږي ؟؟؟
پدې مبحث کې به داحادیثو او دهغې د مفاهیمو ترمنځ د تناقضاتو او توافقاتو تر جاج اخېستنې وروسته ددغې حکمت پر حقیقت ښه ترا وپوهیږو او دا به جوته شي چې دوی څه ډول خرافاتو ته د حقیقت او بیا دغه ډول پر اضطرابه حقیقت ته د حکمت په سترګه ګوري !
کله چې ددجال مشخصات په احادیثو کې لولو، نو د احادیثو دمفاهیمو ترمنځ له داسې نه منونکي او غیر معقول تضاد او تناقض سره مخامخیږو چې دهغې روایاتو نسبت رسول اعظم علیه الصلواة والسلام ص ته څه چې آن هغه چاته هم لازم نسبت نه بریښي کوم چاچې عصبی توازن دلاسه ورکړی وي او په اوتو بوتو سر وي ، بلکې یو راز توهین دی ورته .
په مجموع کې د دجّال اړوند روایات د یو داسې ناتعریف شوي , ګډوډ شی تصویر وړاندې کوي او ترسیموي یې ، چې نه انسانانو ته ورته وی ، نه پیریانو ته ، نه ملایکو ته ورته دی او نه حیواناتو ته ، ددغو روایاتو د محتوا له مخې د دجّال څېره داسې ترسیمیږي چې ، نه ځوان دی نه زوړ دی او نه ماشوم دی، هغه نه ړوند دی نه بیناه دی ، دهغه سترګې نه دوه دی او نه یوه ده ، نه ډنګر دی، نه چاق دی ، ، هغه لا له موره هم نه دی زېږېدلی او په یوه جزیره کې هم تړلی شوی دی ، نه په مشرق کې دی نه په مغرب کې دی نه په شمال کې دی نه په جنوب کې دی ، نه په وچه کې دی نه په بحر کې دی ، دمدینی یهودی ماشوم (ابن صیادیا ابن سائد ) دی کله بل شی شي، همدا راز هغه په مدینه کې دی ، خو په مدینه کې هم نه دی ، د هغه ځای معلوم نه دی ، نه نه هغه د تمیم داری رض په ټاپو یا جزیره کې دی، نه نه هغه په جزیره کې نه دی بلکې هغه په بحر الشام کې دی ، نه نه هغه په بحر شام کې نه دی بلکې په بحر یمن کې هم دی ، نه نه هغه په بحر یمن کې نه دی بلکې په مغرب الارض کې دی، نه نه هغه به له خراسان څخه به راوځی او ….. ، هغه به د رسول الله ص په زمانه کې راوځي ، نه نه هغه به د قسطنطنیی تر فتح وروسته راوځي ، نه نه د قسطنطنیی تر فتح وروسته نه بلکې په اخر الزمان کې به راوځي او……
پیغمبر علیه السلام یی پېژني خو پر ابن صیاد هم شکمن دی ، هغه پر چپه سترګه باندې ړوند دی مګر ښۍ سترګه یې هم ړنده ده ، دهغه سترګه یوه ده خو ددواړو سترګو ترمنځ یی لیکلی دی چې (کافر دی)
د دجّال په اړه د روایاتو څخه دا پورتني ګډوډ مشخصات او معلومات ترلاسه کیږي چې، ټول پخپلو کې ضد و نقیض دي دا ټول دهغو احادیثو دمفاهیمو نچوړ دی چې ددجّال په اړه په صحاح الملاح کې رانقل کړل شوی دي ، ایا د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې دا ډول کېدایشي ؟ ایا دا د پیغمبر خبرو ته چې پروحې مبتنی دي ورته والی لري او که د یو عصبی توازن بایلودونکو اوتو بوتو ته ؟
په زیات تأسف سره چې ددغو غیر متوازنو خبرو (اسرائیلیاتو ) او ګډو وډو متناقضو معلوماتو نسبت هغه خاتم النبیین افضل الرسل محمد رسول الله (علیه افضل الصلواة والتسلیمات ) ته کیږي چې الله پاک سبحانه وتعالی ورباندې د جوامع الکلم جوهر لورولی و او دبشریت په تاریخ کې تر ټولو افصح اللسان او بلیغ الکلام شخصیت و ، د هغه هره خبره د وحې پر بنیاد وه او وحې دا راز ضد و نقیض خبرو ته نشي وئیل کېدای ، ځکه وحې علم یقین افاده کوي او پدې خبرو کې له تردد او شک پرته نور هېڅ نشته دی او دغه روایات او پکې شته تناقضات هېڅکله هم دپیغمبر صلی الله لپاره د یوه باوقاره ، معقول او محترم شخص څېره نه تمثیلوي ، دا د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پر سپېڅلي شخصیت باندې تمسخر دی او پدې توګه د هغه دسپېڅلی شخصیت د ترور کولو له پاره بدمرغه اسرائیلي هڅه شوېده او پیغمبر ص پکې د رسول الله پر ځای د کاهن ، نجومي او عراف په بڼه معرفي شوي دی چې له یوه پلوه د یهودو په کتاب (صفر دانیال ) کې ددجّال داسطورې تایید پرې کول غواړي ، بل لورته د مکې د مشرکینو هغه ادعا رښتیا کول غواړی چې رسول الله مبارک یی لیونی او نجومي بللو (ویقولون انه لمجنون)
دا اسرائلیات بخاری او مسلم ته څنګه ننوتل؟ دا د یهودو د عالم کعب الاحبار دملګرو په واسطه ننوتل چې دهغوی څخه به یو دوه نمونې دلته یادې کړو
د نواس ابن سمعان په حدیث کې دي چې دجال دخدای دعوا کوي هغه به یو قوم ته ورشی هغوی به خپل عبادت ته راوبولي او اسمان ته به امر وکړي چې باران پرې راووروه، باران به راووریږي زمکې ته به ووایی چې دوی ته میوې او فصلونه را شنه کړه نو، هغه به ورته میوې او فصلونه راشنه کړي بیا به ورته ووایی چې جواهر طلاوې او خزانې دې راوباسه نو زمکه به سره زر سپین زر او نورې خزانې بیرون ته راوباسي ….
ایا تاسې ته انصاف ښکاري چې وویل شي او ومنل شي چې ګواکې دا خبره رسول الله ص کړېده چې دجال به زمکې ته امر وکړي چې خزانې دې بیرون راواچوه نو هغه به دسپینو زرو سانچې د سرو زرو سانچ جواهرات او نور طبقه طبقه راوباسي او دهرشي خزانې به کوټه کوټه انبار شي ایا دا خبره عقلا سمه ښکاري؟ بیشکه چې په زمکه کې دا هرڅه شته مګر دهغې په ماده او عنصر کې محلول دي او د استخراج ځانګړې طریقه غواړي داسې نه چې د هر عنصر سانچې پکې پټې دي دا اسطورې دي نه د نبی کریم ص وینا او یا خبره ! مګر ددغې اسطورودعدم معقولیت په اړه که څوک پوښتنه وکړي نود دجال دخروج پلویان ورته له قهره داسې جذباتې شي چې پرې د کفر ټاپې ورسريخوي ځکه دهغه په ګومانونو کې ددجال له اسرائیلي ډرامې څخه انکاردکفر سبب بلل کیږي او استدلال کوي چې دا دشیخینو ( بخاری او مسلم) په صحیحو روایاتو کې راغلي دي نو پر کوم جرائت ورته اسرائېلیات ویلی شی؟ د هغوی شیخانو یعنی استاتذه منلي دي نو که داستاتذه دمخ نه یی پلو لرې کړې بلا ګندګي به ورلاندې مرموزه وي چې رسوا به شي . په دوه ساده بېلګو به یی اکتفاء وکړو یوه داچې د بخاری رح استاد او شیخ عثمان ابن ابی شیبه دی ، دا سړی د امام حافظ ابوبکر ابن ابی شیبه ورور دی اما که دده شرح حال دده وخت د معاصرو مشایخو له قوله واورېدل شي نو حیرانتیا وړ خبره ده چې امام بخاري رح څنګه دده څخه روایت نقلوی ایا دا ممکنه ده ؟ او دغه درواغ چې دداسې اسنادو پر اساس رسول اعظم ص ته منسوبیږي هېڅکله دایمان والاو ته د منلو وړ نه دي .ځکه دده په اړه دقیقه او ثقه خبره داده چې نوموړی به پر کتاب الله باندې مسخرې کولې ریشخند به یی پرې واهه . ایا داسې شخص چې دالله پاک پر کتاب باندې ملنډې وهي څنګه ثقة بللی شو ؟ او څنګه دداسې شخص روایت ته اعتبار ورکړل شي ؟ حافظ مؤرخ او سترعلامه امام الذهبي رحمه الله فرمایی ( وهو علی ثقته وفیه دعّابة /”سير أعلام النبلاء” (9/ 415، 416):
) دا سړی ثقه دی مګر پر قران به یی ملنډې هم وهلې ، ده پر قرانکریم ملنډې وهلې مثلا ویل به یی اذا بطشتم بطشتم جبارین مګر ده به ویل اذا بطشتم بطشتم خبازین همدا راز الم ترکیف فعل ربک باصحاب الفیل دا ایت به یی داسې تحریفاوه چې الف لام میم تری کیف فعل ربک باصحاب الفیل …. ما علمتم من الجوارح مکلبین دغه ایت به یی داسې تحریفاوه چې وما علمتم من الخوارج مکلبین … همدا راز وجعل السقایة فی رحلة اخیه دغه ایت به یی داسې تحریفاوه وجعل السفینة فی رحلة اخیه همدا اراز دغه ایت (فضرب بینهم بسور له الباب) به یی پدې ډول فضرب بینهم بسنور له ناب او بیا به یی خنداوې او قهقهې ورپسې وکړې ….
ایا دا راز تحریف په قرانکریم کې الحاد نه دی؟ که دا راز تمسخر بل چا کړي وایی ایا هغه ته به یی زندیق نه ویلو؟ له زندیقانو څخه حدیث نقل کولو ته څه اړتیا ده ؟ 416):
امام ابی الحسن الدارالقطنی په التحریف التصحیف نومې کتاب کې د نوموړی د تحریفاتو نور ډېر مثالونه هم راوړي دي . دا د امام بخاری شیخ دی او حافظ ابی بکر ابن ابی شیبة ورور دی او دده په څېر یو بل شیخ دامام بخاري اسمعیل ابن ابی اویس نومیږي، امام مسلم پر هغه جرح کړې ده وایی چې له اسمعیل ابن ابی اویس څخه حدیث مه روایت کوۍ او دا ځکه چې هغه پخپله اعتراف کوي چې ما به داختلاف پر مهال دمدینی خلکو ته له ځانه موضوعی حدیثونه جوړول ربما وضعت الحدیث لاهل المدینة فی امر یختلفون فیه حیث قلت لهم حدثنی فلان عن فلان کذا وکذا ……… التحریف التصحیف ، لابی الحسن الدارالقطنی ج ۲ ص ۳۷۱
دداسې خلکو په اړه رسول الله ص فرمایی : عن أبي هُرَيرةَ رَضِيَ اللهُ عنه قال: قال رَسول اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم: ((مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأ مَقْعَدَهُ مِنَ النار (
أخرجه البخاري (110) مطولًا، ومسلم3 يُنظر: شرح مسلم1/56
امام بخاری او امام مسلم ته اجازه شته چې دداسې الحاد پرستوو څخه روایات رانقل کړي او موږ ته به اجازه نه وي چې ددوی الحادیاتو باندې بحث وکړو ځکه لنډ درته وویل شي چې شاید الله پاک ته یی توبه ایستلې وي او هغه ورته مغفرت کړی وي ایا دتوبې کوم سند یی موجود دی؟ او ایا الله پآک یی توبه قبوله کړېده داسې کوم سند شتو لري؟ امیر المؤمنین ابن حجر عسقلانی او په ټوله کې د بخاری جمله شارحین هڅه کوي چې نوموړی ثقه ثابت کړي اما فرضاً که توبه یی هم ایستلي وي ، بیا هم له داسې شخص څخه چې ایمان یی ورته پر کتاب الله د تمسخر اجازه ورکړې وي او له هغه څخه الحاد فی القران او پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې افترا او درواغ تړل یو ځل هم ثابت شوی وي دداسې ضعیف الایمانو افرادو څخه داحادیثو او روایاتو رانقلول قابل مذمت عمل دی او د محسن انسانیت سرور کائنات محمد رسول الله «علیه افضل الصلوات والتسلیمات » سربه بکف فداکارو محبانوته دنوموړو به حواله روایات دمنلو او اعتبار وړ نه دی .
همدا راز ددجال د سناریو اړوندو روایتونو یو شمېر راویان داسې افراد دي چې له اړتیا پرته یی له رسول اعظم صلی الله علیه وسلم سره زیاته راشه درشه ، ناسته ولاړه نده کړې او ډېر وخت ورسره نږدې هم نشین هم نه دي پاتې شوي چې یو شمېر یی د یهودیت او مسیحت مخینه او سابقه هم لري لکه حضرت تمیم داری رض چې اصلا مسیحي و او وروسته مسلمان شو او د جساسه په نامه مشهور حدیث ورڅخه روایت شوی دی همدا راز حضرت ابو هریره رض چې د یهودو د ستر راهب (کعب الاحبار) نږدې ملګری او د تورات عالم هم و چې ورڅخه پدې اړه ګڼ شمېر روایات رانقل شويدي اود هېڅ یو محتوا بل ورته نه ده ، عجیبه خو داده چې دغه روایات بل هېڅ صحابی نه دي ذکر کړی او نه دي روایت کړي ، ایا په دغو دولسو واړو مواقعو کې یوازې ابی هریره واورېدل او نورو هېچا وانه ورېدل ؟ یا داخبرې نبی کریم ص یوازې ابوهریره ته کولې نورو ته یی نه کولې ؟ دغه روایات چې موضوع یی ددجال خروج دی مګر دهېڅ یو محتوا بل ته ورته والی نلري حتی یو صحابی (حضرت حنظله رض) پرې نیوکه کوی او وایی چې نپوهېږم چې دا خبرې رسول الله کړیدي که ابو هریره یی له ځانه کوي ؟ دلته د ابوهریره رض له روایاتو څخه څو بېلګې ذکر کوو :
۱ – عن عطاء بن میناء مولی ابن ابی ذیاب عن ابی هریرة رضی اللہ تعالیٰ عنہ قَالَ قال رَسُولُ اللَّهِ , صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لَيَنْزِلَنَّ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا عَادِلا ، فَلَيَكْسِرَنَّ الصَّلِيبَ ، وَلَيَقْتُلَنَّ الْخِنْزِيرَ ، وَلَيَضَعَنَّ الْجِزْيَةَ ، وَلَيَتْرُكَنَّ الْقِلاصَ ، فَلا يَسْعَى عَلَيْهَا ، وَلَيُذْهِبَنَّ الشَّحْنَاءَ وَالتَّبَاغُضَ وَالتَّحَاسُدَ ، وَلَيَدْعُوَنَّ إِلَى الْمَالِ فَلا يَقْبَلُهُ أَحَدٌ ” . (صحیح مسلم 155)
۲ – “عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، أَنَّهُ قَالَ : ” لَيَهْبِطَنَّ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا عَادِلا وَإِمَامًا مُقْسِطًا ، وَلَيَسْلُكَنَّ فَجَّ الرَّوْحَاءِ حَاجًّا أَوْ مُعْتَمِرًا ، وَلَيُسَلِّمَنَّ عَلَيَّ فَلأَرُدَّنَّ عَلَيْهِ “”يقول أبو هريرة : أي بني أخي إن رأيتموه فقولوا : أبو هريرة يقرئك السلام . (المستدرک للحاکم ج2 ص959)
۳ – حدثنا : أحمد بن عيسى ، حدثنا : إبن وهب ، عن أبي صخر قال : إن سعيداًً المقبري أخبره ، أنه سمع أبا هريرة يقول : سمعت رسول الله (صلي الله عليه وسلم) : يقول : والذي نفس أبي القاسم بيده لينزلن عيسى إبن مريم فذكر الحديث ، وفيه : وليصلحن ذات البين ، وليذهبن الشحناء ، وليعرضن عليه المال ، فلا يقبله ، ثم لئن قام على قبري ، فقال : يا محمد لأجيبنه.” “(مسند ابی یعلیٰ ج11 ص463 ح6584)
۴ – حنظلہ بن علی الاسلمی عن ابی ہریرہ رضی اللہ تعالیٰ عنہ :۔”عن النبي صلى الله عليه وسلم قال والذي نفسي بيده ليهلن ابن مريم بفج الروحاء حاجا أو معتمرا أو ليثنينهما” صحیح مسلم (1252) مسند احمد(250) تفسیر ابن جریر(204،:3) مسند علی بن جعد (2888)،مسند حمیدی ظاہریہ بتحقیقی 1011) الایمان لابن مندۃ (419) صحیح ابن حبان 6781،مصنف عبدالرزاق (20842) مصنف ابن ابی شیبہ(14415)
مسند احمد کې پورتنی حدیث کې دا الفاظ تر صحیح المسلم څخه زیات دی :
(“قال : وتلا أبو هريرة : ( وإن من أهل الكتاب إلا ليؤمنن به قبل موته [ ويوم القيامة يكون عليهم شهيدا ) فزعم حنظلة أن أبا هريرة قال : يؤمن به قبل موت عيسى ، فلا أدري هذا كله حديث النبي صلى الله عليه وسلم أو شيء قاله أبو هريرة . مسند احمد ج2ص290
۵ – عبدالرحمان بن آدم عن ابی ہریرۃ رضی اللہ تعالیٰ عنہ “عن أبي هريرة ; أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : “الأنبياء إخوة لعلات أمهاتهم شتى ودينهم واحد ، وإني أولى الناس بعيسى ابن مريم ; لأنه لم يكن بيني وبينه نبي ، وإنه نازل ، فإذا رأيتموه فاعرفوه :رجل مربوع إلى الحمرة والبياض ، عليه ثوبان ممصران ، كأن رأسه يقطر وإن لم يصبه بلل ، فيدق الصليب ، ويقتل الخنزير ، ويضع الجزية ، ويدعو الناس إلى الإسلام ، ويهلك الله في زمانه الملل كلها إلا الإسلام ، [ ص: 458 ] ويهلك الله في زمانه المسيح الدجال ، ثم تقع الأمنة على الأرض ، حتى ترتع الأسود مع الإبل ، والنمار مع البقر ، والذئاب مع الغنم ، ويلعب الصبيان بالحيات لا تضرهم ، فيمكث أربعين سنة ، ثم يتوفى ويصلي عليه المسلمون ” .”مسند احمد ج2 ص437،صحیح ابن حبان 6782 والزیادۃ عنہ” مسند احمد (2:406) سنن ابی داود(4324) مصنف ابن ابی شیبہ(ط جدیدہ ج2 ص499ح37526) صحیح ابن حبان(6775) مسند ابی داود الطیالسی(2575) تفسیر ابن جریر)(نسخہ منقحہ ج3 ص291،ج4ص 22جز6) مستدرک الحاکم(2:595) وغیرہ۔
۶ – ” عبدالرحمان بن ابی عمرۃ عن ابی ہریرۃ رضی اللہ تعالیٰ عنہ قال قال رسول الله ص أنا أولى الناس بعيسى بن مريم فى الدنيا و الآخرة الأنبياء أخوة من علات أمهاتهم شتى و دينهم واحد” (تہذیب التہذیب ج6 ص219،220)
“۷ – عن ولید بن رباح عن ابی ہریرہ رضی اللہ تعالیٰ عنہ قال قال رسول الله ص يوشك المسيح عيسى ابن مريم أن ينزل حكما قسطا وإماما عدلا فيقتل الخنزير “(مسند احمد ج2ص 394)
۸ – عن محمد بن سیرین عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” يُوشِكُ مَنْ عَاشَ مِنْكُمْ أَنْ يَلْقَى عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ إِمَامًا مَهْدِيًّا ، وَحَكَمًا عَدْلًا ، فَيَكْسِرُ الصَّلِيبَ ، وَيَقْتُلُ الْخِنْزِيرَ ، وَيَضَعُ الْجِزْيَةَ ، وَتَضَعُ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ” .
(مسند احمد:ج2 ص 411 واسنادہ صحیح علی شرط الشیخین)
۹ – حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ الْمُنْذِرِ ، ثنا مُحَمَّدُ بْنُ فُضَيْلٍ ، عَنْ عَاصِمِ بْنِ كُلَيْبٍ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ , قَالَ : سَمِعْتُ أَبَا الْقَاسِمِ الصَّادِقَ الْمَصْدُوقَ يَقُولُ : ” يَخْرُجُ الأَعْوَرُ الدَّجَّالُ مَسِيحُ الضَّلالَةِ قِبَلَ الْمَشْرِقِ فِي زَمَنِ اخْتِلافٍ مِنَ النَّاسِ ، وَفُرْقَةٍ ، فَيَبْلُغُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَبْلُغَ مِنَ الأَرْضِ فِي أَرْبَعِينَ يَوْمًا ، اللَّهُ أَعْلَمُ مَا مِقْدَارُهَا ؟ فَيَلْقَى الْمُؤْمِنُونَ ، شِدَّةً شَدِيدَةً ، ثُمَّ يَنْزِلُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنَ السَّمَاءِ ، فَيَقُومُ النَّاسُ ، فَإِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ ، مِنْ رَكْعَتِهِ ، قَالَ : سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ ، قَتَلَ اللَّهُ الْمَسِيحَ الدَّجَّالَ ، وَظَهَرَ الْمُؤْمِنُونَ ، فَأَحْلِفُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَبَا الْقَاسِمِ الصَّادِقَ الْمَصْدُوقَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : إِنَّهُ الْحَقُّ ، وَأَمَّا أَنَّهُ قَرِيبٌ ، فَكُلُّ مَا هُوَ آتٍ قَرِيبٌ ” . (کشف الاستار عن زوائد البزار ج4 س142،143)
۱۰ – حَدَّثَنَا أَحْمَدُ , قَالَ : نا الْهَيْثَمُ بْنُ مَرْوَانَ الدِّمَشْقِيُّ , قَالَ : نا مُحَمَّدُ بْنُ عِيسَى بْنِ سُمَيْعٍ , قَالَ : حَدَّثَنِي رَوْحُ بْنُ الْقَاسِمِ ، عَنْ عَاصِمِ بْنِ بَهْدَلَةَ ، عَنْ أَبِي صَالِحٍ ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , أَنَّهُ قَالَ : ” لا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَنْزِلَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ فِي الأَرْضِ حَكَمًا عَدْلا ، وَقَاضِيًا مُقْسِطًا ، فَيَكْسَرَ الصَّلِيبَ ، وَيَقْتُلَ الْخِنْزِيرَ وَالْقِرْدَ ، وَتُوضَعُ الْجِزْيَةُ ، وَتَكُونُ السَّجْدَةُ كُلُّهَا وَاحِدَةً لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ” . (المعجم الاوسط :ج2 ص203،204،ح 1364)
۱۱ – ” سہیل بن صالح عن ابیہ عن ابی ہریرۃ رضی اللہ تعالیٰ عنہ إذ أقيمت الصَّلَاةُ فَيَنْزِلُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ فَأَمَّهُمْ فَإِذَا رَآهُ عَدُوُّ اللَّهِ ذَابَ كَمَا يَذُوبُ الْمِلْحُ فِي الْمَاءِ” فَلَوْ تَرَكَهُ لَانْذَابَ حَتَّى يَهْلِكَ ، وَلَكِنْ يَقْتُلُهُ اللهُ بِيَدِهِ ، فَيُرِيهِمْ دَمَهُ فِي حربته”(صحیح مسلم :ج4 ص2221 واللفظ لی صحیح ابن حبان 6774،المستدرک ج4 ص482والحاکم ووافقہ الذھبی)
۱۲ – ” الاعرج عن ابی ہریرۃ رضی اللہ تعالیٰ عنہ :۔
ان رسول الله قال:ينزل عيسي بن مريم فيمكث في الناس اربعين سنة قيل يا ابي هريرة سنة كسنة فقال :هكذا قيل””(الکامل ج7 ص2634)
“۱۳ – وعن أبي هريرة رضي الله عنه؛ قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لا ينزل الدجال المدينة، ولكنه بين الخندق، وعلى كل نقب منها ملائكة يحرسونها، فأول من يتبعه النساء، فيؤذونه، فيرجع غضبان حتى ينزل الخندق، فعند ذلك ينزل عيسى ابن مريم “”.”(مجمع الزوائد ج7 ص349)
، پورتني روایات له حضرت ابی هریره رض څخه رانقل شوي دي چې، ټول د خروج دجّال او نزول عیسی په اړه دي مګر یو حدیث دبل په څېر محتوا نلري څنګه به ممکنه وي چې په دومره کثرت سره روایات یوازې ابوهریره رض واورېدل او بل هېڅ صحابی ورڅخه وانه ورېدل ؟
” عن ۔النواس بن سمعان رضی اللہ تعالیٰ عنہ قال قال رسول الله :۔إِذْ بَعَثَ اللَّهُ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ فَيَنْزِلُ عِنْدَ الْمَنَارَةِ الْبَيْضَاءِ شَرْقِيَّ دِمَشْقَ بَيْنَ مَهْرُودَتَيْنِ وَاضِعًا كَفَّيْهِ عَلَى أَجْنِحَةِ مَلَكَيْنِ إِذَا طَأْطَأَ رَأْسَهُ قَطَرَ وَإِذَا رَفَعَهُ تَحَدَّرَ مِنْهُ جُمَانٌ كَاللُّؤْلُؤِ فَلَا يَحِلُّ لِكَافِرٍ يَجِدُ رِيحَ نَفَسِهِ إِلَّا مَاتَ وَنَفَسُهُ يَنْتَهِي حَيْثُ يَنْتَهِي طَرْفُهُ فَيَطْلُبُهُ [أي يبحث عن الدجال] حَتَّى يُدْرِكَهُ بِبَابِ لُدٍّ فَيَقْتُلُهُ ثُمَّ يَأْتِي عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ قَوْمٌ قَدْ عَصَمَهُمْ اللَّهُ مِنْهُ فَيَمْسَحُ عَنْ وُجُوهِهِمْ وَيُحَدِّثُهُمْ بِدَرَجَاتِهِمْ فِي الْجَنَّةِ فَبَيْنَمَا هُوَ كَذَلِكَ إِذْ أَوْحَى اللَّهُ إِلَى عِيسَى إِنِّي قَدْ أَخْرَجْتُ عِبَادًا لِي لَا يَدَانِ لِأَحَدٍ بِقِتَالِهِمْ فَحَرِّزْ عِبَادِي إِلَى الطُّورِ وَيَبْعَثُ اللَّهُ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ وَهُمْ مِنْ كُلِّ حَدَبٍ يَنْسِلُونَ فَيَمُرُّ أَوَائِلُهُمْ عَلَى بُحَيْرَةِ طَبَرِيَّةَ فَيَشْرَبُونَ مَا فِيهَا وَيَمُرُّ آخِرُهُمْ فَيَقُولُونَ لَقَدْ كَانَ بِهَذِهِ مَرَّةً مَاءٌ ، وَيُحْصَرُ نَبِيُّ اللَّهِ عِيسَى وَأَصْحَابُهُ”
په اسلامي لیدلوري کې د اسرائیلیاتو د اختلاط باني ، دتورات عالم او د یهودو ستر راهب د کعب الاحبار دی که اسلامي حقایقو سره د رسول اعظم ص له سپېڅلې لمنې څخه ددغو اوتو بوتو داغ کنګالولو ته مټې رابډ وهې او ووایی چې دپېغمبر صلی الله علیه وسلم له شأن سره داسې ګډې وډې خبرې نه ښایی، دا دهغه مبارک شخصیت وینا نشي کېدای، بلکې دا هغه اسرائېلیات دی چې دیهودو لخوا جوړ کړای شوي او د څو مبهمو او مجهول الهویته کسانو په واسطه یی دپیغمبر علیه اسلام د احادیثو په نامه دمسلمانانو ترمنځ شهرت مېندلی دی او د عثمان ابن ابی شیبه او اسمعیل ابن ابی اویس په څېر مزخرفو افرادو په توسط یی دبخاری او مسلم محتوا ته ورشاملې کړاي شویدي متأسفانه .
او بیا د ابن حجر عسقلانی او قاضی غیاض به څېر شارحینو ورته د توجیهاتو جوړولو هڅې کړي او ادعا کوي چې پدې احادیثو کې هېڅ تناقضات نشته دی (!) .
په سنن ابی داوود کې د حضرت عباده ابن صامت رض څخه یو روایت رانقل کړای شوی دی چې مفهوم یی داسې دی ، د دجال او (بلا تشبیه ) الله پاک ترمنځ توپیر دادی چې دجال ړوند دی او الله پاک ړوند نه دی . فرضا که دجال ړوند نه وي او دواړه سترکې یی بیناه واي ایا هغه به بیا رب العلمین وای؟ خلک یی باید بیا ومني چې ګواکې هغه دجال نه دی بلکې (بلاتشبیه) الله پاک دی؟ ( نعوذ باالله من تلک الخرافات) لاندې حدیث تر دې برته بل څه ډول مفهوم افاده کولای شي ؟
روى الإمام أبوداود عن عبادة بن الصامت رضي الله عنه: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “إِنِّي قَدْ حَدَّثْتُكُمْ عَنْ الدَّجَّالِ حَتَّى خَشِيتُ أَنْ لا تَعْقِلُوا، إِنَّ مَسِيحَ الدَّجَّالِ رَجُلٌ قَصِيرٌ أَفْحَجُ جَعْدٌ أَعْوَرُ مَطْمُوسُ الْعَيْنِ لَيْسَ بِنَاتِئَةٍ وَلا حَجْرَاءَ فَإِنْ أُلْبِسَ عَلَيْكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّ رَبَّكُمْ لَيْسَ بِأَعْوَرَ.
ترجمه : عباده ابن صامت رض وایی چې رسول الله ص وفرماییل تاسې ته مې د دجال په اړه خبره وکړه خو ، ډارېږم چې تاسې پرې تېرنه وځۍ او خپل رب یی ونه ګڼۍ ، ځکه نو باید دیته مو پام وي چې دجال لنډ قد لري او په یوه سترګه ړوند دی او ستاسې رب جلّ جلاله په سترګه ړوند نه دی …..
ددې وینا څخه تاسې څه مفهوم اخلۍ ؟ ایا ددغه راز متضادو څرګندونو او وینا تصور د رسول اعظم ص څخه ممکن دی ؟ ایا له رسول الله ص څخه دداسې خبرې کولو تصور کولای شۍ چې ګواکې ، د دجال او ( بلا تشبیه العیاذ باالله) الله پاک ترمنځ توپیر پدیکې دی چې ددجال سترګه ړنده دی او الله پاک ج ړوند نه دی….(!) . په سر کې مخ او په مخ کې سترګې لري او سترګې یی ړندې نه دي ؟ دا دالله پآک له پاره دجسم ثابتولو پر معنی نه دی ؟ ایا الله پاک نه دي فرماییلی چې لیس کمثله شئ؟ اخر د کوم منطق او کوم دلیل له مخې دداسې خرافاتو نسبت رسول الله ص ته جایز او اړین نسبت بلل کېدایشی ؟
عربان ( أعور ) هغه چاته وایي چې پر یوه سترګه ړوند وي مګر ددجال په اړه چې په روایاتو کې وینو، نو په یوه روایت کې وایی چې دجال پر یوه سترګه باندې ړوند دی او په بل روایت کې راځي چې نه هغه پر دواړو سترګو ړوند دی . په بخاری کې له حضرت ابن عمر رض څخه یوروایت رانقل شوی دی هغې کې راغلی دي چې ددجال ښۍ سترګه ړنده ده او مړاوی انګور یا د ممیز په څېر ده خو مسلم کې دحضرت حذیفه رض څخه یو بل روایت رانقل شوی دی ، په هغې کې راغلي دي چې چپه سترکه یی ړنده ده او ګورګوتي وېښتان لري له هغه سره به جنت او دوزخ وي چې دوزخ یی جنت دی او جنت یی دوزخ دی دغه دواړه احادیث پدې بڼه راغلي دي : ۱ – وعن ابن عمر رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وسلم ذكر الدجال بين ظهراني الناس فقال: “إِنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِأَعْوَرَ، أَلا إِنَّ الْمَسِيحَ الدَّجَّالَ أَعْوَرُ الْعَيْنِ الْيُمْنَى كَأَنَّ عَيْنَهُ عِنَبَةٌ طَافِيَةٌ… رواه البخاري..“،:
۲ – عن حذيفة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “الدَّجَّالُ أَعْوَرُ الْعَيْنِ الْيُسْرَى، جُفَالُ الشَّعَرِ -كَثِيرُهُ- مَعَهُ جَنَّةٌ وَنَارٌ فَنَارُهُ جَنَّةٌ وَجَنَّتُهُ نَارٌ… رواه مسلم
عقلا خو ددغو تناقضاتو ترمنځ اتفاق ممکن نه دی ځکه یا به یی ښۍ سترګه ړنده وي یا چپه چون دواړه په احادیثو کې روایت شوي دي لهذا په دواړو احادیثو کې ارو مرو باید یو باطل شي اما دواړو ته د حدیثو علماؤ د صحیح نسبت کړی دی خو داچې خبره دبخاري او مسلم سره تړاو لري نو مجبور یی چې دواړه ومنې ځکه چې بخاری او مسلم ته دغو ) دجال( پلوو محدثیینو داسې رتبه ټاکلې ده چې که د قرانکریم کومه موضوع کې شکمن شې باک نکوي ، خو که چېرته دبخاري او مسلم په اړه چا د شک اظهار وکړ ،فورا دفتواو باران پرې پېل شي متأسفانه چې هم یی ګمراه کړی هم فاسق او هم کافر…..
فرضا که ددواړو حدیثونو دمفاهیموپه اړه جمع او اتفاق راولې نو هغه به داسې وي لکه قاضي غیاض چې کوم اتفاق ددواړو ترمنځ کړی دی مثلا هغه وایی چې دواړه حدیثونه صحیح دی ځکه د دجال خو هم دوه سترګې دي نو دا یو حدیث دیوې سترګې او بل د بلې سترګې حالت بیانوي یعنې دواړه سترګې یې ښودلي دي یعنې پر دواړو سترګو ړوند دی ، مګر هرڅه وینی او ګوري ، که فرضا دواړه سترګې یی ړندې وي نو بیا د ښۍ او چپې کلماتو دذکر کولو ته څه اړتیا وه ، کافی وه چې ویل شوی وای ،ددجال دواړه سترګې ړندې دي یا به غبرګو ړوند دی دا الفاظ کافي و ، ځګه د ښۍ سترګه او چپه سترګه ذکر کول د تخصیص په صورت کې یادولی شي نو د اطلاق له پاره نو ایا دا توجیه چې قاضي غیاض کړېده او امام نووي او امام قرطبی ورسره منلې ده ، عقلا او منطقا درسته ده؟
له قاضي غیاض سره امام نووي او امام قرطبی هم د دې توجیه سره توافق ښوولی دی خو که فرضا دوی ته ووایی چې دا توجیه خو د ارواښاد قاضي غیاض رح شخصي او فردی (بشري) اجتهاد دی پداسې حال کې چې منطوق الاحادیث یا د احادیثو مفاهیم ددې اجتهاد څخه کاملا مخالف دي پداسې حال کې چې قاضی غیاض ددې اجتهاد له پاره کوم منصوص دلیل هم نلري نو پر کوم اساس یی توجیه درسته وبولو؟ بس نو یوازې همداملاحظه هم کافی ده چې د دارالافتاء منشیان پرې سړی له ایمانه خلاص ، ګمراه ، بې دینه ، مستشرق او نور نور القاب ورپورې سریخ کاندي، اما که له بخاري او مسلم پرته پر بل هرچا نیوکه کوې دوی درسره مشکل نلري حتی که پر ادم علیه السلام نیوکه وکړې چې ولې یی غنم دانه وڅکله چې موږ یی په له جنت څخه پرې راوشړلو یا حضرت یونس پیغمبر باندې نیوکه وکړې چې ولې یی امت بې سرنوشته پرېښود او دی ترې مرور ولاړ نو هېڅ باک نکوي منتها پر صحیحینو به ملاحظې نه نیسي کنه نو له ایمان څخه دي پرې کنګالوي !
عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “بَيْنَا أَنَا نَائِمٌ رَأَيْتُنِي أَطُوفُ بِالْكَعْبَةِ فَإِذَا رَجُلٌ آدَمُ سَبْطُ الشَّعَرِ بَيْنَ رَجُلَيْنِ يَنْطُفُ رَأْسُهُ مَاءً فَقُلْتُ مَنْ هَذَا قَالُوا ابْنُ مَرْيَمَ. فَذَهَبْتُ أَلْتَفِتُ فَإِذَا رَجُلٌ أَحْمَرُ جَسِيمٌ جَعْدُ الرَّأْسِ أَعْوَرُ الْعَيْنِ الْيُمْنَى كَأَنَّ عَيْنَهُ عِنَبَةٌ طَافِيَةٌ قُلْتُ مَنْ هَذَا قَالُوا هَذَا الدَّجَّالُ، أَقْرَبُ النَّاسِ بِهِ شَبَهًا ابْنُ قَطَنٍ“. ولا يوجد مانع من أن يكون أكبر من ذلك بكثير كما عند مسلم: “أعظم إنسان رأيناه قط خلقاً وأشده وثاقاً“.
دحضرت جابر رض په روایت کې راغلي دي چې ابن صاید دجال دی او نبی ع پدې باور مند و چې ابن صاید دجال دی أحمد عن جابر بن عبد الله أنه قال: إن امرأة من اليهود بالمدينة ولدت غلاماً ممسوحة عينه طالعة ناتئة فأشفق رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يكون الدجال، فوجده تحت قطيفة يهمهم فآذنته أمه فقالت: يا عبد الله هذا أبو القاسم قد جاء فاخرج إليه. فخرج من القطيفة فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “ما لها قاتلها الله؟ لو تركته لبين“. ثم قال: “يا ابن صياد ما ترى؟“. قال: أرى حقاً وأرى باطلاً وأرى عرشاً على الماء فلبس عليه فقال: “أتشهد أني رسول الله؟“. فقال هو: أتشهد أني رسول الله؟ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “آمنت بالله ورسله“. ثم خرج وتركه. ثم أتاه مرة أخرى فوجده في نخل له يهمهم فآذنته أمه فقالت: يا عبد الله هذا أبو القاسم قد جاء، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “ما لها قاتلها الله؟ لو تركته لبين“. فكان رسول الله صلى الله عليه وسلم يحب أن يسمع من كلامه شيئاً فيعلم أهو هو أم لا قال: “يا ابن صياد ما ترى؟“. قال هو: أتشهد أني رسول الله؟ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “آمنت بالله ورسله“. فلبس عليه فخرج وتركه. ثم جاء في الثالثة أو الرابعة ومعه أبو بكر وعمر رضي الله عنهما في نفر من المهاجرين والأنصار وأنا معه قال: فبادر رسول الله صلى الله عليه وسلم بين أيدينا ورجا أن يسمع من كلامه شيئاً فسبقته أمه فقالت: يا عبد الله هذا أبو القاسم قد جاء، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “ما لها قاتلها الله؟ لو تركته لبين“. فقال: “يا ابن صياد ما ترى؟“. فقال: أرى حقاً وأرى باطلاً وأرى عرشاً على الماء قال: “أتشهد أني رسول الله؟“. قال هو: أتشهد أنت أني رسول الله؟ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “آمنت بالله ورسله“. فلبس عليه، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “يا ابن صياد إني قد خبأت لك خبيئاً فقال: هو الدخ. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “اخسأ“. فقال عمر بن الخطاب: ائذن لي يا رسول الله. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ”إن يكن هو فلست صاحبه إنما صاحبه عيسى بن مريم، وإلا يكن هو فليس لك أن تقتل رجلاً من أهل العهد“. قال: فلم يزل رسول الله صلى الله عليه وسلم مستيقناً أنه الدجال.“. فالرسول مستيقن أنه الدجال
مګر مسلم کې روایت دی چې ابن صاید دجال نه دی : أبو سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ: “قَالَ لِي ابْنُ صَائِدٍ وَأَخَذَتْنِي مِنْهُ ذَمَامَةٌ هَذَا عَذَرْتُ النَّاسَ مَا لِي وَلَكُمْ يَا أَصْحَابَ مُحَمَّدٍ أَلَمْ يَقُلْ نَبِيُّ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّهُ يَهُودِيٌّ وَقَدْ أَسْلَمْتُ قَالَ وَلَا يُولَدُ لَهُ وَقَدْ وُلِدَ لِي وَقَالَ إِنَّ اللَّهَ قَدْ حَرَّمَ عَلَيْهِ مَكَّةَ وَقَدْ حَجَجْتُ قَالَ فَمَا زَالَ حَتَّى كَادَ أَنْ يَأْخُذَ فِيَّ قَوْلُهُ قَالَ فَقَالَ لَهُ أَمَا وَاللَّهِ إِنِّي لَأَعْلَمُ الْآنَ حَيْثُ هُوَ وَأَعْرِفُ أَبَاهُ وَأُمَّهُ قَالَ وَقِيلَ لَهُ أَيَسُرُّكَ أَنَّكَ ذَاكَ الرَّجُلُ قَالَ فَقَالَ لَوْ عُرِضَ عَلَيَّ مَا كَرِهْتُ
تر دې هم جالب د تمیم داری رض روایت دی چې دجساسة په حدیث سره شهرت لري چې وایی دجّال په یوه جزیره کې دی او هغه لیدلی و .
نوموړی وایی چې هغه او دوه ملګری یی یوې کښتۍ کې دسیاحت په نیت سپاره شول ، کله چې یی کښتۍ توپان په مخه کړه او یوې جزیرې ته یی ورسوله نو دی او دده دوه ملګری له کښتۍ څخه کوز شول هلته یی یو داسې مخلوق ولید چې پر وېښتو کې پټ وو دومره ببر وو چې سر او کونه یی نه مالومېده دوی ورته وویل ته څه شی یی هغه وویل زه جساس یم یعنی دجال خر یم تاسو مخکې لاړ شۍ هلته دجال دی هغه به وګورۍ ، نو تمیم داری رض وایی چې مخکې لاړو هلته یوعیظم الجسامت مخلوق ولید او راڅخه یی پوښتنې وکړې چې یوه پوښتنه یی داوه چې داخرې زمانې امی پیغمبر مبعوث شوی کنه ؟ نو موږ ورته وویل چې هو بیا یی وویل دخلکو خیر پدېکې دی چې ورڅخه اطاعت وکړي او ډېر ژر به ماته د راوتلو اجازه راکړل شي یعنې قیامت به قایم شي . حدیث اوږد دی متن یی لاندې ذکر شوی دی :
حدثنا تميم الداري النصراني الأصل عن فاطمة بنت قيس أخت الضحاك بن قيس -وكانت من المهاجرات الأُول-: سمعت نداء المنادي ينادي: الصلاة جامعة، فخرجت إلى المسجد فصلّيت مع رسول اللّه، فكنت في صف النساء التي تلي ظهور القوم فلما قضى رسول اللّه صلاته جلس على المنبر وهو يضحك، فقال: ليلزم كلّ إنسان مصلاّه. ثمّ قال: أتدرون لم جمعتكم؟ قالوا: اللّه ورسوله أعلم. قال: إنّي واللّه ما جمعتكم لرغبة ولا لرهبة، ولكن جمعتكم لأنّ تميماً الداري كان رجلاً نصرانياً فجاء فبايع وأسلم وحدّثني حديثاً وافق الذي كنت أُحدثكم عن مسيح الدجال، حدّثني أنّه ركب في سفينة بحرية مع ثلاثين رجلاً من لخم وجذام فلعب بهم الموج شهراً في البحر، ثمّ أرفئوا إلى جزيرة في البحر حتى مغرب الشمس، فجلسوا في أقرب السفينة فدخلوا الجزيرة فلقيتهم دابة أهلب كثير الشعر لا يدرون ما قبله من دبره من كثرة الشعر، فقالوا: ويلك ما أنت؟ فقالت: أنا الجسّاسة. قالوا: وما الجسّاسة؟ قالت: أيّها القوم انطلقوا إلى هذا الرجل في الدير فإنّه إلى خبركم بالأشواق. قال: لما سمّت لنا رجلاً فزعنا منها أن تكون شيطانة. قال: فانطلقنا سراعاً حتى دخلنا الدير، فإذا فيه أعظم إنسان رأيناه قط خلقاً وأشده وثاقاً، مجموعة يداه إلى عنقه ما بين ركبتيه إلى كعبيه بالحديد، قلنا: ويلك ما أنت؟ قال: قد قدرتم على خبري فأخبروني ما أنتم؟ قالوا: نحن أُناس من العرب ركبنا في سفينة بحرية فصادفنا البحر حين اغتلم، فلعب بنا الموج شهراً ثمّ أرفأنا إلى جزيرتك هذه، فجلسنا في أقربها، فدخلنا الجزيرة فلقيتنا دابة أهلب كثير الشعر لا يدرى ما قبله من دبره من كثرة الشعر. فقلنا: ويلك ما أنت؟ قالت: أنا الجسّاسة. قلنا: وما الجسّاسة؟ قالت: اعمدوا إلى هذا الرجل في الدير فإنّه إلى خبركم بالأشواق، فأقبلنا إليك سراعاً وفزعنا منها ولم نأمن أن تكون شيطانة. فقال: أخبروني عن نخل بيسان. قلنا: عن أي شأنها تستخبر؟ قال: أسألكم عن نخلها هل يثمر؟ قلنا له: نعم. قال: أمّا إنّه يوشك أن لا يثمر. قال: أخبروني عن بحيرة الطبرية. قلنا: عن أي شأنها تستخبر؟ قال: هل فيها ماء؟ قالوا: هي كثيرة الماء. قال: أما إنّ ماءها يوشك أن يذهب. قال: أخبروني عن عين زغر. قالوا: عن أي شأنه تستخبر؟ قال: هل في العين ماء وهل يزرع أهلها بماء العين؟ قلنا له: نعم هي كثيرة الماء وأهلها يزرعون من مائها. قال: أخبروني عن نبي الأُميّين ما فعل؟ قالوا: قد خرج من مكة ونزل يثرب. قال: أقاتله العرب؟ قلنا: نعم. قال: كيف صنع بهم؟ فأخبرناه أنّه قد ظهر على من يليه من العرب وأطاعوه. قال لهم: قد كان ذلك؟ قلنا: نعم. أما إنّ ذاك خير لهم أن يطيعوه وإنّي مخبركم عنّي إنّي أنا المسيح وإنّي أوشك أن يؤذن لي في الخروج، فأخرج فأسير في الأرض، فلا أدع قرية إلاّ هبطتها في أربعين ليلة غير مكة وطيبة فهما محرّمتان عليّ كلتاهما، كلما أردت أن أدخل واحدة أو واحداً منهما استقبلني ملك بيده السيف صلتاً يصدني عنها وإنّ على كل نقب منها ملائكة يحرسونها. قالت: قال رسول اللّه (صلَّى الله عليه وآله وسلَّم): وطعن بمخصرته في المنبر هذه طيبة، هذه طيبة، هذه طيبة، يعني: المدينة، ألا هل كنت حدّثتكم ذلك؟ فقال الناس: نعم، فإنّه أعجبني حديث تميم إنّه وافق الذي كنت أحدثكم عنه وعن المدينة ومكة ألا إنّه في بحر الشام أو بحر اليمن لا بل من قبل المشرق ما هو من قبل المشرق ما هو من قبل المشرق، ما هو. وأومأ بيده إلى المشرق. قالت: فحفظت هذا من رسول اللّه (صلَّى الله عليه وآله وسلَّم).
او بیا هم دا نقل د عقل په هنداره کې :
۱ – دا خو د غیبوپه اړه غږېدل دی ، د اینده په اړه وړاندوینې کوي او دا غیب وینا ده او په غیبو باندې له الله باک پرته بل هېڅ مخلوق هم نه دی اګاه ځکه دا دقرانکریم دمحکماتو سره په ټکر کې دی چې الله پآک فرمایی : (… فَلَا يُظهِرُ عَلَىٰغَيبِهِۦٓ أَحَدًا ٢٦ إِلَّا مَنِ ٱرتَضَى مِن رَّسُول … ٢٧) [سورة الجن,٢٦–٢٧
۲ – دجّال څنګه د رسول الله ص درسالت تصدیق کوي او خلک ورته هڅوي دا کار خو د مؤمن صفت دی نو بیا دجال ولې کافر بلل کیږي ؟
۳ – هغه وایی ماته به د راوتلو اجازه راکړل شی ، نو دا اجازه لکه څنګه چې ددې له الفاظو څخه معلومیږی چې، یا به الهام وي یا وحی پدې صورت کې خو بیا دجال دانبیاء د ډلې څخه دی .
۴ – حضرت تمیم داری رض څه پوه شو چې ددجال جاسوس یا خر خبرې کولی شي چې ده ورڅخه پوښټنه کړې وه ؟ او له دې څه خبر و ګواکې هغه په عربي هم پوهیږي ځکه د تیمیم داری رض ژبه خو عربي وه .
:نتیجه
ددجا، له دغې بحث څخه موخه دا وه چې د حقیقت او درواغو ترمنځ توپیر اسانه شي او دمسلمان ایمان او عقیده د درواغو ، منګړاتو ، خوبونو ،فالونو او دجالیاتو او خرافاتی اسطورو څخه پاک شي او د واحد رب العلمین دعبادت وړتیا په کې ځای ومومي .
یهودو د اسلام له نشأة سره سم د اسلام د تخریب په موخه د منافقت ډول ډول حربې وکارولې او هڅه یې وکړه چې ، په تورات کې ددوی دراهباتو د لاسوهنو له امله خود ساخته اسطورو ته په اسلام کې دتایید موارد پیدا کړي او بیا ووایی چې ګواکې قرانکریم د تورات تایید کوي او دا په دې معنی ده چې لکم دینکم ولی دین….
پدې تړاو مهمه قاعده داده چې داخرت ، قیامت ، جنت دوزخ برزخ وغیره نورو مغیباتو اړوندومسایل ، مثالونه یو هم نه کېدایشي او نه معنی کیږي ، بلکې،توجیه تأویل او یا د خوب په څېر تعبیریږی لکه حضرت یوسف علیه السلام چې خوب ولید چې ستوري او لمر او سپوګمۍ نوموړي ته سجده کوي ؟ او یا هم رسول اکرم ص خوب لیدلی و چې ابوجهل په جنت کې ګرځېده ، دغې خوب نبی کریم صلی الله علیه وسلم سخت پرېشانه کړی و چې ایا دا څنګه امکان درلودای شي چې ابو جهال دالله پآک ددین او کتاب او رسول سره دمخالفت باوجود په جنت کې ځي ؟
مګر کله چې عکرمه ابن ابو جهل مسلمان شو نو وپوهېده چې دخوب تعبیر یی څه ډول دی
د اخرت او قیامت په اړه وړاندوینې او ارشادات هم دخوب په څېر تعبیریږي اما هېڅکه حسب الفاظ معنا ورڅخه نه اخېستل کیږي .
ددجال قضیه هم دتعبیر او تأویل متقاضي ده نه په هغه ډول چې به الفاظوو کې بیان شوی هوبهو معنا کول .ددجال جنګ، دهغه فتنه ، مړي ژوندي کول زمکه راشنه کول اسمان نه باران راورول سره د جنت او دوزخ او د اور او اوبو د شتون فتنه او نور مواصفات همدا راز د عیسی مسیح نزول ، ددجال وژل ، دصلیب ماتول ، له مسلمانانو پرته نور ټول ملتونه هلاکېدل، دعیسی مسیح په اسویلي د یآجوجو ماجوجو هلاکت دا ټول دمغیباتو په اړه خبرې کوي او دا ټول دتعبیر او تأویل متقاضی دي نه د معنا او ترجمې !
ددې معنی دا چې، داسې کوم موجود وجود نلري چې نوم به یی دجال وي پر یوه سترګه به ړوند وي دنړۍ هر هر ځای ته به ورسیږي مړي به راژوندي کوي زمکه او اسمان به یی دامر تابع وي ، دربوبیت دعوا به کوي دا ټول وصفونه یی پدې ډول تمثیلول او ترسیمول باطله ترجمه او دهغې پر اساس رامنځ ته شوی باور باطل باوردی دجال چې غظیم الجسامت مخلوق دی او د خره دغوږونو ترمنځ یی دېرش متره واټن دی دهغه د خره سرعت به د نور له سرعت څخه زیات وي په یو شیبه کې به دنړۍ له یوه سره تر بله سره پورې ټوله سیمه ګز و ګام کړی او ټولو خلکو ته ورشی هر هر چاسره به ووینی او ځان به ورته رب معرفي کړی او خلک به یی مني چا چې ورته درب په نظر وکتل هغه هلاک شو تباه شو او…..
د زمان له شرایطو سره سم دا ډول وړاندوېنې تعبیریږي او پدې اړه به راتلونکې بحث کې لا زیات تفصیل سره وغږیږو ان شاءالله