روښان خادم/ټورنټو
راشی زما د بیګله شپی د فکرونو یوه برخه ددیموکراسی په باب درسره شریکه کړم . ددیموکراسی کل
مه ، معنی او تعریف ډیر ښکلی دی خو په حقیقت کی یو سیاسی سراب باندی بدل شوی چی وروسته پاتی هیوادونه ورپسی ځغلی . زه د خپلو فکرونو او چرتونو په نتیجه کی دی نتیجی ته ورسیدم چی دا ایدیالی مفکوره مخ په معدومیدو ده او نور د ملکونو او نړی دپاره په درد نه خوری او جهان د یوی نوی ایدیولوژی او مفکوری په درشل کی دی او بله فلسفه او بله لار به پرانستل کیږی خو دا چی څومره وخت به ونیسی معلومه نه ده.
د تش په نامه دیموکراسی اصلیت او مالکیت نن د امریکا په لاس او صلاحیت کی دی او د امریکا د رضایت نه بغیر هیڅ ملک نشی توانیدی چی خپله دی ځانته دیموکراسی جوړه کړی چی زه ورته (ملی دیموکراسی ) وایم هغه تعریف چی پخوانیو د ملی دیموکراسی په باب کړی دی په هغه زه کار نه لرم. ما مخکی وویل چی دیموکراسی د امریکا ملکیت دی په دی معنی چی د امریکا په یو سیاسی فرانچایز Franchis بدل شوی لکه د مکدونالد رستورانت چی مالکیت یی د یو شخص سره دی هر څوک چی وغواړی دا رستورانت خلاص کړی باید مالک ته یی درخواست ورکړی که د مکدونلد شرایط یی بوره کړه نو دیو قیمت او دمک دونالد د شرایطو قبلولو په مقابل کی ورته اجازه ورکول کیږی. زما له نظره دیمکوکراسی همدا بڼه غوره کړی ده. په غرب کی ددیموکراسی په نامه فقط (وټ) یعنی رای ورکول هغه هم د قدرت د خاوندانو په ګټه موجود اوباقی پاتی دی نور هر جز بدل دی
څو کلونه وړاندی چی زه په پیښور کی وکیل نجار وم زما سره یی مامور وچی کله کله به یی بحثونه کوول یوه ورځ یی وویل (د نړی د ټولو سیاسی فلسفو او تیوریو کی بد ترینه فلسفه او تیوری دیموکراسی ده) دا خبره ماته ډیره ستغه معلومه شوه او پوښتنه مي تری وکړه چی ولی؟ په ځواب کی یی راته وویل 🙁 رای ګیری، اکثریت او اقلیت هغه دوه عمده شیان دی چی د قدرت دلاس ته راوړلو دپاره پکاریږی او دا یی بدترینه برخه ده ځکه هر ثروتمن د نه سړی زوی به د پیسو په زور رای واخلی او په یو ملت به حاکمیت کوی. ) دا یو ستر حقیقت دی چی ما د بو غیرسیاسی عادی شخص څخه واوریده. چی د ثبوت مثالونه یی زمونږ په ملک کی ډیر دی
ایاپه فرانسه کی په اسلامی حجاب بندیز، او داسی نور مثالونه کومه دیموکراسی ده ؟ بنا هر ملک مجبور دی چی د امریکا څخه یی امتیاز د یو قیمت په بدل کی تر لاسه کړی هغه ملکونو چی خپل ځانته یی د خپلی دیموکراسۍ د جوړولو اقدام کړی نتیجه یی په ټوله نړی کی منفی مثالونه لری چی د مختلفو دلایلو د ایجاد ترڅنګه د هغه ملکونو تباهی یی رامنځ ته کړی ده خو ددی فرانچایز د امتیاز اخیستو په مقابل کی د امریکا اطاعت د ملک د ملی ګټو او ثروت امتیازات فرهنګی او ملی ارزښتونو به پدله کی ورکوی په خلاصه کی داسی ویلای شم چی دښکلی دیموکراسیۍ څهره او ماهیت بدل شوی د استعماری اهدافو او قدرت دلاس ته راوړلو وسیله ګرزیدلی لکه ادیان چی د حکومت، قدرت او انحصارګری د لاس ته راوړلو وسیله شوی ده د نړی سیاسی فلاسفه په دی خبره پوهیږی او د نوی لار په لټولو پسی به وی ترڅو نړی د جنګ او جګړی څخه وساتی یوه انسانی داسی ټولنی دپاره لار پیدا کړی چی د بشر د سوکالی، امنیت، مصونیت، متضمنه او ددیموکراسی ځای ناستی شی . دیموکراسۍپه مخه دی ښه