محمد ایوب
د زده کړو په مسئله کې ملائیزم د پښتنو سره د شپږمې ګوتې چال چلند ترسره کړیدی او دزده کړو څخه د حرمان له کبله له پېړیو راهیسی د پښتنو پرفکري، جغرافيې او عقلانی موازینو باندې د (مذهبي ،کلتوري، ټولنیزو، تاریخي او سیاسي) اختلاطاتویوه نامنظمه او نا سنجیده اله ګوله جوړه ده چې دپښتنو څخه یی د دنیا د ژوند حقیقت برمته کړی او په مذهبي ادرس یی له خپل انسانی استحقاق څخه بې برخې کړیدي
د دیني خپلسریو په دغې تورم کې ، د پاکستان اړوند هاغو دینی مدارسو کافی نقش لوبولی او لا یی هم لوبوي چې دهند وپآکستان بېلېدو پرمهال د انګریزانو په لارښوونه او لګښت په پآکستان کې (د زرګونو په شمېر)تاسیس شویدي.د ددغو مدارسو څخه فارغو مفتیانو صاحبانو له منبرونو څخه، د اسلامي عرفان ، قراني تعلیماتواوبشري ارزښتونو پرعکس، دانګریز د ستراتیژۍ پر اساس ، د عصری تعلیماتو، صنعتی انقلاب او بشري تخلیقاتو پر ضد د ذهنیت تراشۍ او افراط طلبۍ په موخه د فتواو د صدور لړۍ راپېل شوې چې متأسفانه لا تر ننه پورې دغه زهر پاشونکې لړۍ په دینی رنګ او صبغت سره دوام لري .
پښتانه ولې دنړۍنالوستی اکثریت دۍ؟ دغو خپلسرو فتواو لړۍ ، که له یوې خوا د پښتون جمعي عقل او شعور فلج کړیدی نو بل لور ته ، یادو مفتیانو پخپله هم ، انګریزی سفارشاتو ته د دین په نسبت کولو سره دلوې شرک دارتکاب جسارت کړیدی له عقلانیت سره پر جګړه بوخت دیانت تحمیلېدو ،له پښتنو څخه دژوندانه لوری او لودن ورک کړی دی او په یو داسې بدمرګه وضعیت کې قرار لري چې نه یی د دنیا ژوند تأمین کړای شو او نه یی داخرت نیکمرغي پرې تضمین کېدایشي.
لهذا، د پښتنی شعور او جمعي عقل د تمسیخ، په موخه د خپلسرو فتواو د حقیقت راسپړل اوپر وړاندې یی دپښتنو په ذهنی تنویر کې ونډه اخېستل د هر مؤمن افغان څخه دایمانی رسالت او اخلاقي کردار مطالبه ده. زموږ په څېر، پر ټولنیزو ناروغیو د ککړو ، ورسته پاتو، سنتي مذهبپالو ټولنو اکثریت خلک دتقلیدي دیانت دجمود له امله، حسب معمول پر دیني افراطیت معتاد او اخته شویدي، ځکه چې په داسې ټولنو کې فکر او عقیده، دیانت او اخلاق ، کردار او عمل ټول د تحلیل او تحقیق پرځای، له یوې مخې ، دتقلید پر اساس ټاکل کیږي.
د تقلید الزامیت چې کله د دیانت په محراق کې واقع شي ، اتومات ورسره د مذهبي شعارونو او دیني امورو اړوند د تحقیق او تحلیل دروازې تړل کیږي، پر ځای یی هغه څه چې د مذاهبو له خوا د استنباطاتو په فهرستونو کې ترتیب او په فقهي کاریکولمونوکې ددین په حیثیت سره تعین او متعارف کړاي شویدي، هماغه د عباداتو د لایحه عمل په توګه د اجراء ډګر ته وړاندې کیږي او الزامي بڼه خپلوي او په اصطلاح هماغه دمقلدینو له پاره ټول دین ګڼل کیږي، ولو که په ځینو مواردو کې یې اجتهادې تېروتنې اصلاح او سمون ته اړتیا هم لري، خو دتقلید په دایره کې ایسار خلک دا راز اصلاح ښه نه بولی او دا د دتقلید مخالف کار بولي.
سلګونه کاله پخوا چې مجتهدینو او د مذاهبو امامانو کوم څه داجتهاداتو په نتیجه کې ارائه کړېدي داهل تقلید له پاره هماغه واجب الأدآء او واجب الأطاعة ګڼل کیږي او پر هماغې مات ګوډ عمل کوي. ددوی په باور دمجتهدینو د استنباطاتو په اړه داصلاحاتو په موخه تحقیق کول د مجتهدینو د اجتهاد توهین بلل کیږي معاذالله ستونزه داده چې دتقلید په صورت کې د مذاهبولخوا د فقهې نصاب په محدوده کې د اجتهادي روایت په بڼه وار له مخه د مسایلو نتایج ټاکل شوي د همدغو ټاکل شوېو نتایجو پیروۍ ، تقلید بلل کیږي.
د وار له مخه د نتائجو د تعین په صورت کې تحلیل و تحقیق دواړه خپل اصلی هدف او مفهوم له لاسه ورکوي ځکه د مخکنیو تعیناتو صورت کې ، پر تحقیق باندې کومه نتیجه نه شي مرتب کېدای په . له بل پلوه داچې ویل کیې چې (( اسلام تر قیامته پورې د ټول بشریت له پاره وروستني اسماني کامل وشامل دین دی)) ، ددغې ادعاء منطق په حقیقت کې د تجدد او تطوّر په اړه د اسلام په انعطافاتو متمرکز او مرتبط دی . په حقیقت کې همدا تجدد دی چې، د زماني او مکاني تغیراتو سره هممهاله داسلامې تشریع او فقاهت په تدوین، توسیع ، تطوراو تغییر کې بنسټیز او کلیدی نقش لوبوي
هرګز دتجدد خاصیت دا ندی چې یو شي پر یوه حالت متوقف پاتې شي او یایی ماضی ته پر ورستنولو ټینګار کیږي همدا لامل دی چې په فقهې زماینو کې د هر عصر او هرې سیمې دخلکو له پاره د هغوی د ژوند سره موافق بدلون ، د دینی ملازمت تطبیق او تحقق داسانتیاو لازمي چارې دی ، اجتهاد دتجدد پرعنصر متکي دی او حقیقت دادی چې سلفو صالحینو (رحمهم الله) د اجتهاداتو په قلمرو ددې کار بنسټ اېښي دی او د مخکې تګ له پاره یی هم شرایط واضح کړیدي. د فقاهت محتوا په واقعیت کې ، له تشریعي نصوصو څخه دمجتهدینو پراجتهاداتو ( دمجتهد په ظن اغلب) باندې له مبتني استنباطاتو څخه تشکیلیږی .
داجتهاد تداوم د راتلونکو بشري نسلونو له پآره د اسلام د مبارک دین د لېږد او دهغې دتطبیق او منښتې شرایط تضمینوي خو، متأسفانه چې له یوې خوا دفقاهت دتجدد اجتهادي دروازې دتقلید پر قلفونو تړل شوي اوبل لور ته. د افتآء درواز ې د بې بندو وباره فتواو پر مخ خلاصې پاتې دي داجتهاد انجماد او د افتآء تورم له امله مسلمانانو څخه لوری لودن ورک کړی، د دیني حکمونو د تطبیق او انطباق په عرصه کې له ستونزو سره مخامخ کړیدی.
که څه هم چې اجتهاد کومه اسماني وحي نده چې منل يې الزامي حیثیت ولري ، بلکې ، دمکان او زمان د شرایطو له تغیراتو سره منطبق دنصوصو د استناد او دلالت پر اساس،دتشریعي امورو د تغییر او تجدد ماموریت دی او په کومې خاص زمانې یا کوم خاص فرد پورې محدود نه دی. په عامیانه تعبیر سره اجتهاد عندالضرورت ، د دینی نصوصو او احکامو د تنقیح او مقارنې پراساس د فتوا د تغییر و تجدد د عطف نکته ده چې ترقیامته پورې د هرې زمانې د عرفان او فرهنګ په رڼا کې د هماغې زمانې دخلکو د فهم له سطحې سره موافق، داسلامي حکمونو دتکیّف دشناخت له پاره د تفهیم او تطبیق شرایط تأمین او تضمینوي.
که د مکان او زمان تغیرات د فتوا د تغییر مستلزم ونه بلل شي ، نو څنګه به داسلام د تداوم عقلاني منطق تحقق ومومي او نامسلمان وګړي به څنګه باور وکړي چې ، رښتیا هم قران کریم تر قیامته د ټول بشریت له پاره، د دنیوي او اخروي فلاح او مطلوبې تقوا ته درسېدو تضمین کونکی دی ؟ ایا دا د نورو ادیانو سره داسلام ځانګړی توپیر نه دی؟.
کله چې د تغییر او بدلانه سره سره د لارښود په توګه ، د یوم القیامت پورې، داسلام مبارک دین ګډ مزل اوګډ سفر لري نو ایا دشرایطو دتغییر سره به دا مزل د تقلید په منجمد مسیر باندې څومره ممکن وي؟ او د تحقیق پر تجددي بڼه به په کوم اساس ممکن نه وي؟؟
د اکثرو په باور (دزمان او مکان د شرایطو د تغییر سره سره) دتحقیق په صورت کې دا مزل ممکنیږی اما له تقلید سره ښآیی دا مزل (لکه شرایع من قبلنا) پڅېر دوام ونه مومي، او تقلید دجمودی خاصیت خپلولو له امله اسلام نهایتا د انحرافاتو پرخورجین مبدل او منتج شي.
د تحقیقي او تقلیدی مزلونو ترمنځ توپیر داسې دی لکه د اوسپنیز ټایر او د رابړ څخه د جوړشوی ټایر د مزل ترمنځ توپیر، که څه هم چې اوسپنه تر رابړ په مراتبو قوي ده مګر بیا هم ټول موټر له اوسپنې څخه او یوازې ټایرونه یی له رابړڅخه جوړیږي، ځکه چې رابړ له د هر راز شرایطو سره د جوړجاړي ( فلکسیبلیټي ) امکان لري. رابړ په مزل کې د سړک د لوړو ژورو سره ځان عیارولی شي ، پرعکس داوسپنې ټایر که هرڅومره قوي هم دي خو، مزل ورسره نشي کیداي ځکه چې فلکسیبیلیټی نلري او دسړک کنډوکپر سره ځان نشي عیارولی
لهذا تحقیقی دیانت هم له خرافاتو بدعاتو انحرافاتو او اسرائیلیاتو څخه پاک وي، بلخوا د زمان او مکان دشرایطو له لوړو ژورو سره د جوجاړي حکمت او جوهرهم لري، که لاره هر څومره خامه ، پخه او کنډوکپر ولري ، د تحقیق پر پښو ورسره مزل ممکن دی اما تقلیدی دیانت (چون د شرایطو په بدلون سره بدلون نه مني)، بلاخره د خپل جمود له کبله اړکیږي چې له شرایطو سره د ټکر اوعدم انطباق څخه تېښته وکړي او د افراط یا تفریط په غېږه کې پناه واخلي.
همدا لامل دی چې د افراطي ټولنو وګړي پر هغوي د تقلیدي ذهنیت دحاکمیت د اغېز له امله د معتدل اسلامي فکر او عمل د انتخابولواو اختیارولو جسارت نشی کولی او تل د هوش پرځاې له جوشه کار اخلي. زموږ متدینه ټولنه هم د همدغسې تړلې تقلیدي وضعیت ښکار شوې ده ځکه پکې د تقلیدیافته مسایلو په اړه خورا لږ تحقیقي کار شویدی.