په دې وروستیو کې کابل ته د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر فضل الرحمان د یوه پلاوي په ملتیا سفر وکړ او پر کابل له واکمنو چارواکیو سره یې لیدنې کتنې وکړې.
که څه هم کابل ته د فضل الرحمان د سفر رښتینې بڼه او هدف معلوم نه دی، خو هغه دا سفر تر هغې وروسته وکړ چې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر هغه ته د کابل د سفر بلنه ورکړه.
فضل الرحمان دا سفر په داسې مهال کوي، چې له یوې خوا پاکستان او طالبانو اړیکي په ظاهره ترینګلي بریښي او له بلې خوا په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو/ ټي ټي پي بریدونه هم زیات شوي، چې پاکستان ورته وارخطا بریښي. پاکستان تور پوري کوي چې تحریک طالبان پاکستان افغان خاوره د پاکستان پرخلاف د بریدونو لپاره کاروي، خو طالبان بیا دا تور ردوي.
که هر څه وي، خو افغانستان ته د پاکستان د سیاسي ملا او ددې هېواد د استخباراتو د ګوډاګي فضل الرحمان سفر او د طالبانو له خوا هغه ته ورکړل شوی پروټول په خواله رسنیو د افغانانو له توند غبرګون سره مخ شو او ملا فضل الرحمان یې د زرګونو بېګناه انسانانو قاتل وباله.
فضل الرحمان ته پر کابل د واکمنې ډلې له خوا د پروټوکول ورکول د هغو بې ګناه افغانانو له وینې سره جفا ده. ملا فضل الرحمان او د پاکستان نورو تش په نامه اسلامسټانو او ملایانو د افغان جګړې پر خلاف فتوې ورکولې، په افغانستان کې یې وروروژنه مشروع جګړه ګڼله، ددې هېوادد اسلامي جمهوریت قانون یې کفري باله او په افغانستان کې جګړه کې یې د پاکستان د ګټو جګړه بلله.
ملا فضل الرحمان یو مهال په پاکستان کې د شریعت خبره کوله، ددې هېواد په سیاست کې یې د ښځو ونډه د اسلام خلاف بلله، خو اوس چې کله ورته واک ورسیږي، نو نه بیا د شریعت په قیصه کې دی نه د بل څه. نوموړي دا مهال یې د پاکستان ټولټاکنو کې د خپل جمعیت اسلامي پاکستان (ف) له خوا لسګونو ښځو ته ټیکټونه ورکړي دي، خو په افغانستان کې بیا د واکمنې ډلې له خوا د نجونو د تعلیم د بندښت مسئله د فلسطین د جګړې پورې تړي.
ملا فضل الرحمان، د سمیع الحق زوی، حقانیه مدرسه او د پاکستان نور سیاسي او استخباراتي ملایان د افغانستان قسم خوړلي دښمنان دي. دوی د افغانستان د هر منتخب حکومت پرخلاف د جګړې فتوې ورکړي او له دې لارې یې خپل استخباراتي بادران خوشحاله ساتلي.
دوی د افغانستان له چارواکیو سره ستونزه نه لري، بلکې له یوه موټي، واحد، مستقل او خپلواک افغانستان یې سترګه سوځیږي. دوی نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي او د همدې موخې لپاره په کابل کې د هر منتخب و مستقل حکومت پرخلاف دي. د کابل اوسني واکمن دې له ملا فضل الرحمانه د خیر تمه نه کوي، دا د استخباراتو ګوډاګی دی او چې هغه یې کومه خوا وزغلوي، دا په څلورو وردرومي.
ملا فضل الرحمان او امثالهم د افغانانو ترمنځ منفور دي، دوی د بېګناه افغانانو قاتلین دي او دوی ته د افغانستان پر پاکه خاوره هرکلی او پروټوکول ورکول، افغانانو له وینې سره جفا ده. ملا فضل الرحمان چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ورته د “ملا ډیزل” خطاب کاوه، اسلام د خپلې ګټې لپاره کاروي، چې ګټه یې وي، نو د اسلام ناروا کړي ورته روا دی، خو چې چېرته یې ګټه نه وي، هلته بیا د اسلام او شریعت مطابق چارې هم، ناروا ګڼي.
دغو ملایانو تر په ډېرې بې شرمۍ د افغانانو په عام وژنه فخر کړی او په افغانستان کې جګړه یې د پاکستان د بقا جګړه بللې ده. دوی پخپلو بې شرمو سترګو څنګه ځان د افغانانو خواخوږي معرفي کوي؟ دوی نه د افغانانو خواخوږي ول او نه به شي.
فضل الرحمان د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په مرکه په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پرخلاف ددې هېواد د امنیتي ادارو سپک چلند وغانده، خو ایا هغه مهال چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناروا چلند روان و او ځمکه یې پرې سور اور کړې وه، ملا ډیزل ولې هغه مهال دا چلند ونه غانده؟ ولې یې یوه ورځ خپلو امنیتي ادارو ته دا ونه ویل، چې له افغانانو سره دې دا سپک چلند ودروي، اوس چې کابل ته راغلی و، نو دلته یې دا عمل غانده؟ دا د منافقت انتها ده.
ملا ډیزل الرحمان له خوا په افغانستان کې د ترهګرې ډلې واکمنو ته مبارکي ورکړې، چې منتخب حکومت یې وپرځاوه او افغانان یې یرغمل کړل، خو له خوا بیا خپل هېواد کې د همدې ډلې د ملګرو جګړه “ناروا” بولي. ملا ډیزل واک و اقتدار داسې وړوند کړی، چې نه ورته د پاکستان انګریزی قانون ښکاري، نه ورته په دې هېواد کې فحاشي او بې حجابي ښکاري او نه ورته د لاهور هیرا منډيي ښکاري خو د غزا پر جګړه د تمسا اوښکې تویوي او په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بندېدو موضوع ورپورې تړي.
ملا فضل الرحمان د اسلام پر نوم تور داغ دی، دوی تل اسلام د خپلې خوښې تابع کړی دی او د واک او اقتدار په لېونتوب کې یې انسانیت او اسلامیت دواړه هېر کړي دي. افغانان د خپلو وینې قاتلین نه بخښي او وخت به راځي، چې د یوې یوې ناروا حساب به ورسره کوي. ان شاء الله.
دا ځمکه لکه زړه داسې خوږیږي هغه وخت
چې خاوره د خوشال وي، پل مغل ورباندې ږدي.
درنښت
اداره