سرلیکنه: اسلامي نړۍ ، اسلامي امة, امة واحدة, امة وسطا او خیر امة

Spread the love

اسلامي نړۍ ، اسلامي امة, امة واحدة, امة وسطا او خیر امة …..

 اصلاً دا ټول ترکیبونه د امت محمدي تعریفات دي او تعریف د یو څېز د حقیقت پېژندنې میزان او ترازو وي یعنې که مصداق له تعریف سره موافق وخوت، حقیقت لري او که مصداق د تعریف په قالب کې جوړ رانشي، مانا دا چې مصداق حقیقي نه دی، بلکې جعلي دی.

متاسفانه چې نن دامت واحدة پر دعوېدارو باندې ددغه تعریف کمیس لوی دی یعنې داسلامی امة تعریف شته دی، مګر مصداق یې وجود نه لري او یا داچې د مسلمان مصداق شته،  مګر داسلام تعریف ورسره موافقت نه لري , په دې اساس د یادو تعریفنو عملي مصداق شتون نه لري , بلکې د امة واحدة ادعاء محض تخیل دی , حکایت دی او د ماضي په ګردونو کې یو ورک روایت دی کوم چې یوازې د ماضي د داستان برخه ده او حال کې اغېز نه لري (وتلک امة قد خلت لها ما کسبت ولکم ما کسبتم).

 معاصر مسلمان دخپل مستقبل د جوړولو لپاره له وژلو او شړلو پرته بله هېڅ برنامه او نقشه نه لري, د ماضي پر لور د مزل تمه خو  ورڅخه بیخي بېځایه او کاذبه هېله ده ځکه ماضي ته ورستنېدل لکه په اوبو کې مخ په بره لامبو وهل دي او دا د زورورو کار کېدلی شي , نه د مسلمان ، ځکه که مسلمان زورور وایي,  په شته اکثریت کې به داسې بې هویته نه و !

د مسلمان هویت ملوکیت نه ,بلکې امامت او قیادت دی (وَ إِذِ ابْتَلى‌ إِبْراهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِماتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قالَ إِنِّي جاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِماماً قالَ وَ مِنْ ذُرِّيَّتِي قالَ لا يَنالُ عَهْدِي الظالمین )  اسلامي امت  د لاینال عهدي الظالمین تر چتر لاندې ودرېد, خپل منصب  “امامت ” چې الهي انتخاب و، هغه یې پرېښود او  د شېطان لار “سیاست “یې اختیار کړه , په حقیقت کې دهوکه شو( یایها الناس ان وعد الله حق فلا تغرنکم الحیاةالدنیا و لا یغرنکم بالله الغرور) فاطر  .5

کله چې مسلمان د اقتدار او ملوکیت د شوق پوره کېدو لپاره سیاست ته مخه کړه، نو  ددې لارې انتخابول په حقیقت کې له الهي مشیئت سره  دتقابل لاره نیول و،  هو بهو دا ددین له ادرس څخه سیاست کول همدا مفهوم  افاده کوي چې د الله ج دمشیئت پرځای سیاست زیات باوری بولي .

سلطنتونه په سیاست نه حاصلیږي، بلکې دالله ج پر مشېئت سره حاصلیږي  پدې اړه سنن الهی دادي ﴿ قل اللهم مالك الملك تؤتي الملك من تشاء وتنـزع الملك ممن تشاء وتعز من تشاء وتذل من تشاء بيدك الخير إنك على كل شيء قدير ﴾ [ آل عمران: 26]. که دینی حکومتونه دالله پاک د رضایت دحصول په اسبابو کې شمېرل کېدای نو رسولان به پادشاهان وای , د پادشاه خطاب حتی یو وار لپاره هم د رحمت سره مقترن ندی ذکر شوی ‘ کنه نو کم از کم قرانکریم کې به یې ورته یوځل د “یاایها الملک ” خطاب کړی وای، خو اصلاً ددین او سلطنت منطقونه دومره جدا دي چې یو له بل سره هېڅ مشترکات نلري مثلا یوه ته دالله پاک رسول او بل ته د ملک او طاغوت خطابونه شوي دي. د همداسې بارکیو د ادراک او استدراک په خاطر قران کې تنبیهات ذکیږی چې فاعتبروا یا اولی الابصار ولیتذکروا اولوا الالباب …..

موږ ولیدل چې  د اقتدار جنون دانحطاط پیلامه وه ‘ د دیني اقتدار په جوش  له امله دمشیئت الهي سره د مسلمانانو تقابل د سیاست په بڼه څرګند شو او همدا لغزش د امة واحدة د خذلان او انحطاط دپیل نکته وګرځېده  چې  متاسفانه داسلامي صفوفو د وحدت د انکسار او تفرق  له پاره  یې داجتهاد په جامه کې د

 “امة واحدة ” دانشعاب شرایط چمتو کړل او امة واحدة رسما د وحدت وصف بایلود او د تعدد او تشتت ښکار شو ، دمذاهبو په بڼه یې د ( ذالک الکتاب لاریب فیه ) هدایات او احکام داختلافاتو پرمټ د شک او تردد په تالو ورننویستل او داختلاف پر مبنأ د ایجاد کړای شوي فقاهت په لاس یې  د توحید هسک او دنګ منار د تکفیر او تفجیر دافتاء او استفتاء پر مرداریو ولړلو !

داچې د ملوکیت دشوق پوره کېدو لپاره مسلمانانو هم د سیاست لار غوره کړه نو دسلطنت شوقیان او د واک غاصبین دېته اړ شو  چې سیاست ته د دینی رنګ و صبغت ورکول توجیه کړې ددې  موخې لپاره یې د فقاهت لمن ونیوه او پدې توګه یې دفقاهت په ترویج سره د کتاب الله او امت محمدی داړیکو ترمنځ یې داسې خچن دېوال جوړ کړ چې هره خښته یې د ملوکیت او سلطنت د اشتیاق د لمبو پر تاو پخه شوې وه !

نن ددغې  سلطنتي اشتیاق پایله داده چې امة واحدة هم پر ممالکو ووېشل شو او هم په تشیع او تسنن ووېشل شو بیا له تسنن څخه هم بې‌شمېره مذاهب وزېږېدل او له تشیع څخه هم د مذاهبو سلسلې وزېږېدې.

پ داسې حال کې چې دغه رنګ او رخ یې نه حقیقتا او نه هم مجازا , نه دمبالغې په حیث او نه هم دمکاذبې په حیث,  د امت د وحدت او توحید مفهوم نشي افاده کولای , ولوکه خالق تعالی معبود برحق مو واحدلاشریک دی , قران مو واحد دی , رسول مو واحد دی, قبله مو واحده ده ، دین مو واحد دی چې دغه اصول په هېڅ حالت کې هم تغییر منونکی نشي کېدای او پدې اړه دهر راز استثناء امکان رد او مردود دی , مګر ددې باوجود پر مسلمان باندې د ” امة واحدة ” تعریف صدق نکوي ولې؟

دا ځکه چې ” امة واحدة “متحد جماعت ته ویل کیږی او په عصر رسالت و عصرخلافت کې اسلامي امة متحد او یو جماعت و چې مسلمانانو ته یې دغه مفهوم د جسد واحد په بڼه هم تفهیم کړی دی او د “صفا کأنه بنیان مرصوص ” په بڼه هم تفهیم کړیدی.

” مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم مثل الجسد إذا اشتكى منه عضو تداعى له سائر الجسد بالسهر والحمى” ((أخرجه مسلم، كتاب البر والصلة والآداب، باب تراحم المؤمنين وتعاطفهم وتعاضدهم، (4/ 1999)، برقم: (2586)، والبخاري، كتاب الأدب، باب رحمة الناس والبهائم، (8/ 10) برقم: (6011)، ))

دپاشلی انسانیت څخه رسالتماب صلی الله علیه وسلم د دعوت و ارشاد پر مټ “امة واحده ” ایجاد کړ , رسول اعظم ص دهغې واحد امت قاید و مګر پادشاه نه و او دا قیادت یی صراط المستقیم بللی چې ټول مسلمانان یې دهغې اتباع ته رابللی دي ” وَأَنَّ هَٰذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ” انعام (153)

مګر کله چې فرقه واریت پکې مطرح او متحقق شو نو دین ورڅخه بېزاره شو لهذا داقتدار تږي سیاستوال دپیغمبر پېروکار نه شي بلل کېدای,  بلکې پرعکس هغه داسې مجرم ګڼل کیږي چې خدای ج به ورسره ارو مرو په قیامت کې حساب کتاب کوي’ ځکه سنن الهی همدغه  ایجابوي!

“ان الذین فرقوا دینهم و کانوا شیعا لست منهم فی شیء انما امرهم الی الله ثم ینبیهم بما کانوا یفعلون ” انعام 159

نن موږ عملا او بالفعل د فلسطین افغانستان برما سوریې عراق په روان وضعیت کې دمسلمان د تغافل له امله  د جسد واحد ټوټه ټوټه انځور لیدلی شو.

 په حقیقت کې خو دتذلیل دغه طوق لعنت دمسلمان غاړې ته دسیاست پر لاس ور اچول شوی دی او ترڅو چې دین دسیاست له نوکرۍ خلاص نکړای شي , تر هغې پورې به ښه ورځ مخکې وي او تش په نامه او بې هویته مسلمان به طوق لعنت پر غاړه لکه د لیوني سپي ورپسې ځغلي .

دا حالت رحمت الهی نه , بلکې عذاب الهی دی او لامل یې اقتدار ته دمسلمان هغه تمایل دی چې د غېر اسلامي اقوامو د حکومتي نظم وانضباط څخه په اغېزمنتیا رامنځته شوي دي په داسې حال کې چې مسلمان ته له کفارو څخه د اغېزمنتیا او متاثره کېدو څخه په دې ډول قاطع نهې راغلې ده ﴿ ولا تركنوا إلى الذين ظلموا فتمسكم النار وما لكم من دون الله من أولياء ثم لا تنصرون ﴾ [ هود: 113].

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *