آفاق له مجلې تر ویبپاڼې… مزل لا دوام لري

Spread the love

د آفاق اداره

کابو نیمه پېړۍ مخکې زموږ ګران هېواد افغانستان دخپل ځانګړي لرغوني اصیل انساني کلتور ، ویاړلي تاریخ او منلي تهذیب له امله د بېساري ارزښت څښتن هېواد و،  چې  په وچه کې د را ایسار غیر صنعتي کرنیز هېواد په توګه که څه هم چې نوي سلنه خلکو یې د بېوزلۍ ډک ژوند درلود، خو هېواد مو د سیمې له سترو او ځواکمنو هېوادونه  سره د سیالۍ وړتیا درلوده او د نږدې ګاونډیو هېوادونو لکه ایران . تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان ، هندوستان ، بنګال  او نوي جوړ شوي پنجاب چې له لومړۍ ورځې څخه دانګرېزانو د مستعمرې یا د پرکټي په حیث د برتانیې د نوکرۍ رسمي  لایسنس  درلود ، افغانستان په سیمه‌ییزه کچه له دغو  ټولو څخه د زیات اعتبار او  عزت څښتن  و، له ټولو مدنیت او مدرنیت ته څو قدمه ور وړاندې و، چې یوه بېلګه یې  د اسیا د نښلوونکي محور په حیث له نن څخه کابو  لس دپاسه سل کاله دمخه  د ریل  ، مخابراتو، نفتي استخراج او دپراخه  نړېوال او سیمه‌ییز سیاسي او فرهنګي  اړیکو درلودونکی و .

د ملی غرور  او مېړانې  پر خصایلو سمبال افغانستان  دخپل غښتلي فرهنګ ، اوسپنیز هوډ او دافغانانو له خوا  له خپل هېواد سره د قلبي  مینې او وجداني اړیکي  پر بنسټ  پر نړۍ دخپل برم وپرتم  هست و بود پر رسمیت پېژندلی و ، د  هند برتانوي  له خوا  بیا بیا د افغانستان د تسخیر لپاره  پر افغانانو یرغلونه وشول،  خو انګریزان هر ځل د افغاني شهامت پر وړاندې  د افغانانو د غښتلي هوډ او دفاع په پایله کې  له  شرمېدلي شکست او ماتې سره مخامخ شول  او همدا شکستونه و چې  د هند برتانوي امپراتورۍ له دغې سیمې څخه خپل ټغر ټولیدو ته اړ او مجبوره شو، خو انګریزانو د افغانستان د ماتولو او له  برم و پرتم څخه د غورځولو  په موخه یوه بریالۍ ستراتيژي جوړه کړه . ( کوم افغانستان  چې یې   پر انګریزي مسیحي توپونو باندې نسکور نشو کړای ، ددغې نوې فرورډ ستراتیژۍ پر اساس  یې داسې تس نس کړ، چې  افغانان یې  سلګونو بلکې زرګونو کلونه د جبرانېدو  توان  و تصور نه لري .)

په دغې ستراتیژۍ کې د تاریخي  افغانستان د تس نس کولو لپاره د مذهبي کوتک‌کارۍ  طرحه په پام کې نیول شوې وه .

د هندبرتانوي انګریز زعامت  ته  په افغانانو کې د پراخې بېسوادۍ شتون  او په افراطی کچه د سنتي دیانت   د اهتمام  د ضعف نکتې  جوتې شوې وې، ځکه یيې اړتیا ددین د افراطي  تعبیر د  ترویج په موخه د یوه دلال مملکت شتون ته اړتیا احساسوله ددې  کار له  پاره  په سیمه کې د  اسلام په نامه  دبنسټپالنې د سیستم ایجاد  ته تابیا وکړه.  له هندو او ایراني شاهي خرمستیو څخه خو دا تمه نشوه کېدای،  نو یې  هند پر منځ دوه ټوټې کړ  او د خپلو شومو اهدافو د ترلاسنې لپاره یې پاکستان د وسیلې په توګه ایجاد کړ او دا یې  هومره پر ځای تشخیص و،  چې  افغانستان یې پرې،  که د تل لپاره نه  دی نو د سلګونو کلونو له پاره له پښو وغورځاوه.

له هماغې ورځې چې داسلام تر شعار لاندې  انګرېزانو د پاکستان په نامه مملکت ایجاد کړی ، دافغانانو د عروج زمانه متوقف شوه او زوال یې پېل شو .

د روسانو برید ، د کمونیستی نظام سقوط ، د جهادیانو خپلمنځي جګړې ، د طالبانو لومړی امارت ایجادیدل ، دامریکا یرغل او دجمهوریت احیاء کېدل ، دجمهوریت سقوط او د امارت بیاځلي حاکمیت دا ټول مسایل  د هماغې ستراتیژۍ د کړیو جلا جلا لړۍ دي  او هڅه داده چې افغان نسل له لیک لوست محروم او پر دیني افراطیت وروزل شي، چې دا کار د پاکستان دایجاد په مهمو او عمده مقاصدو کې شامل دی او ددې له پاره پاکستان کې زرګونه دیني مدرسې جوړې  کړي دی، چې د انتحار او انفجار  لپاره دسوند توکي وروزي .

افاق ددغې نړېوالې توطئې په رسوایۍ کې  او د خپلو خلکو په ذهني تنویر کې  خپل رسالت اداء کولو ته ژمن پاتی شوی دی.  لومړی خپرنیز پړاو یی چاپي بڼه درلوده او الحمد لله نن موږ دویم بریالی ګام هم واخېست او د نړۍ د روان چټک ټکنالوژیک دور د غوښتنو سره سم مو د آفاق انلاین خپرونه  یا ویبپاڼه هم د هر افغان مخ ته کېښوده  او تعهد مو  دا دی چې ترڅو افغان نسل د نړۍ په شیطانتونو او دسیسو اګاه  نشي، تر هغې به افاق ورته لیتکی بلوي  او دا  رڼا به د خالق سبحانه وتعالی په مرسته د افغان کهول د  فرد فرد ذهن روښانه کوي، ځکه دا ددغو   الهي سننو څخه اتباع ده  ﴿ سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ ۗ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ﴾ ( فصلت: 53)

موږ باوري یو، چې ستاسو په همکارۍ، ډاډ او لوریینه به  الله پاک په دغه هوډ کې افاق ته بریا ور په برخه کوي  وهو العزیز الحکیم .

په همدې هیله

د آفاق اداره

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *