لیک: عارفه ځدران
زموږ ډېری خلک فکر کوي چې ګواکې د قرانکریم د حکم له مخې له کور څخه د ښځو وتل ناروا دي، چې په استدلال کې يې لاندې ایت وړاندې کوي. راځئ پر دې ایت غور وکړو چې ایا رښتیا هم د دې خلکو ادعا تایدوي؟
ایت دا دی:
يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا ۳۰ وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُّؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا ۳۱ يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَّعْرُوفًا ۳۲ وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلاَةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ۳۳ وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا. (د الاحزاب سورة، ایت شمېره: ۳۴-۳۰)
ژباړه: ای د نبي مېرمنو! که په تاسو کې څوک څرګنده فحشا وکړي، هغې ته به (خدای) دوه چنده عذاب ورکړي او دا کار خدای ته اسانه دی. که په تاسو کې څوک د خدای او رسول اطاعت او نېک اعمال وکړي، موږ به دوه چنده اجر ورکړو او هغې ته مو د عزت روزي چمتو کړې ده. ای د نبي مېرمنو! تاسو د نورو ښځو په څېر نه یاست، په دې شرط چې پرهېزګاري وکړئ نو ډېرې مړې خبرې مه کوئ هسې نه چې د ناروغو زړونو خاوندان درته په تمه شي او نېکې خبرې کوئ. او په خپلو کورونو کې اوسئ، د پخواني جهالت په څېر مه راوزئ، لمونځ کوئ، زکات ورکوئ، د الله او رسول اطاعت کوئ، ای اهل بیتو! الله غواړي چې له تاسو چټلي ليرې کړي او ښې مو پاکې کړي. ستاسو په کورونو کې چې د الله کوم ایتونه او حکمت لوستل کېږي هغه یاد کړئ. بېشکه خدای لطیف او خبیر دی.
په دې ایتونو کې لاندې ټکي د ځانګړې پاملرنې وړ دي:
لومړی: د سورة الاحزاب د پورتنیو څو ایتونو خطاب د رسول الله مېرمنو ته دی چې دوه ځایه د نساء النبي او یو ځای د اهل البیت په نوم یادې شوې دي. دوی ته یې ویلي دي چې تاسو د نورو عادي مسلمانو مېرمنو په څېر نه یاست. تاسو د رسول د کور مېرمنې یاست چې باید د خپل عفت او عزت ساتنې ته ځانګړی پام وکړئ ان د ناروغو زړونو له خاوندانو سره نرمې خبرې هم مه کوئ هسې نه چې تمه یې درته پیدا شي او بیا به مو وقار او عفت له ګواښ سره مخ سي. یانې د پورتنیو ایتونو د بحث موضوع د رسول الله مېرمنو ته د ځانګړو احکامو بیان او د هغوی د ژوند په اړه ځانګړې لارښوونې دي. د دې لپاره هېڅ دلیل نشته چې موږ یې پر ټولو مسلمانو مېرمنو تطبیق کړو. خو که څوک ټینګار کوي چې که څه هم د دې ایتونو الفاظ ځانګړي خو احکام یې عام دي نو هم ورته ویلای شو چې په دې ایتونو کې په مطلق ډول له کور څخه وتل نه دي منع شوي بلکې ویل شوي چې د پخواني جهالت په څېر مه راوزئ. د تفسیر په ډېرو ایتونو کې ویل شوي چې د جهالیت پر مهال مېرمنې لوڅې سینې او په داسې ډول راوتې چې غوښتل به یې د نارینه وو توجو راجلب کړي، ځکه هغه یوه بي بندوباره ټولنه وه او بدلمنو مېرمنو پکې عام رواج درلود. دغه ډول ښځو به هڅه کوله چې ځانته ګیراکان پیدا کړي او پخپلو حرکتونو او اکټونو سره د نارینه وو توجو جلب کړي. په دې ایت کې ویل شوي دي چې مسلمانې مېرمنې دې له خپلو کورنو څخه د پخواني جاهلیت په څېر داسې نه راوزي. یانې هدف یې له کوره د ښځو د وتلو منعه نه ده بلکې غواړي دا ورته ووایي چې په جاهلي ډول مه وزئ.
له بلې خوا مهمه خبره دا ده چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کې د هغه د مېرمنو په ګډون د ټولو مسلمانانو مېرمنو په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه اخیسته. ورځني پنځه لمانځونه یې په جومات کې کول، د اختر او جمعې په لمانځونو کې یې برخه اخیسته، غزواتو ته تلې، د رسول الله خوښینې اسماء بنت ابي بکر د خپل مېړه زبیر بن العوام رضی الله عنه په بڼ کې چې د مدینې له ښاره څو میله ليرې و کار کاوه (صحیح البخاري) او د تاریخ په ټولو کتابونو کې دا پېښه نقل شوې ده چې د جمل په جګړه کې ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها د ۱۲ زره کسیز پوځ قومانده پر غاړه درلوده او جالبه لا دا ده چې په دې جګړه کې دواړو لورو ته د بدر او بیعت الرضوان په څېر نور په سلګونو ستر صحابه هم شامل وو خو هېچا پر دې نیوکه نه ده کړې چې عائشه ولې له کوره راوتلې ده.
یادونه: د لیکنې د سرپاڼې تصویر له انټرنیټ څخه