د زلزلې راز په څه کې دی؟

Spread the love

انجنیر امین ظریف

  زموږ تر پښو لاندې ځمکه که موږ ته یو عادي اواره او ثابته  سطحه ښکاري خو په حقیقت دا په حرکت یوه خاکي کُره ده . د ځمکې په اړه داسې فکر وکړﺉ لکه پوستکی، تر هغه لاندې غوښه او د غوښې لاندې زرګونه نورې برخې دي، چې راسپړل یې یوه نړۍ علم ته اړتیا ده .

 د ځمکی د پوستکي ډبلوالی  په وچه کې له دېرشو نه تر څلویښتو کیلومیتر پورې رسیږي، خو د همدی پوستکي ډبلوالی په سمندرنو کې تر سلو اوړي . کله چې په یوه سیمه کې زلزله پيښیږي، وروستي شاکونه یا ټکانونه یې کیدای شي تر دوو کالو پورې دوام وکړي.

‎د میتا فزیک علم وایي:  وروسته (شاک ) یا ټکان   څه شی دی؟

‎ تر هرې زلزلې وروسته، انرژي لاهم خوشې کیږي، مګر د هغې اندازه په تدریجي ډول کمیږي.  دا کمزورې زلزلې د افټرشاک یا وروستي ټکان په نوم یادیږي. دا زلزلې معمولا تر اصلي زلزلې کوچنۍ وي،خو وروسته ټکانونه  پخپله ویجاړونکي کیدی شي او په اصلي زلزله کې زیانمن شوي جوړښتونو ته ډیر زیان ورسوي.  د زلزلې وروسته ټکانونه  کیدای شي تر دوو کلونو پورې  دوام وکړي.   انسانان نن په دی حقیقت پوه شوي چې د دی پراخ او ستر عالم هر څه له  خپلو خاصو قوانینو له مخې  ترسره کیږی که دا دجامداتو پيدا یښت دي او که دمعیاتو ګاز او نور اشیاو. پيدایښت دي یا دعناصرو ترکیب او جوړښت حرکت او ساکن والی هر څه د یو منظم نظام له مخې  سرته رسیږي . نن سیأينس  همدغه خبره کوي د ټولو هغه پرله پسې مسلسل تحولاتو چې هر شیبه د ځمکې  په سر او دهغي په سینه کې تر سره کیږي  خپل یو ټاکلي مسیر وهې  او هر پيښه په خپل ثابت وخت کې را مینځ ته کیږی

 میتا فزیک څه شی دي؟  په حقیقت کې میټافزیک په عمومي توګه د فزیک څخه بهر علمې معنی لري، هغه څه چې ساینس یې نه ترلاسه کوي. هغه څه چې فزیکي تحلیل نلري.

 میتا فزیک یې را سپړې  تحلیل یې کوی  او د اثبات  تر حد یې رسوي . په حقیقت کې، دا لاره په روښانه توګه د بشري ځواک بشپړتیا بیانوي.  مابعد الطبیعات او هغه قوانین چې کائنات اداره کوي،   د میتافزیک دعلم سره تړاو لري.

‎د اذازلزت الارض زلزالها . مبارک صورت د ځمکې  په هغه ټولو پيښو شهادت ورکوي  چې  د ځمکې پر سره او یا دهغه په جوف کې رامینځ ته کیږي . زلزله د الله تعالی د افتونو یوه ډ یره کوچنې برخه ده ولې دا چې ځمکه او اسمان ورسره څه تړاو لری زموږ د بحث  اصلې موضوع ده  دساینس د لید لوری ورباندې  بحث کوؤ کله چه قران شریف موږ ته د دتسخیر خبره کوي هغه یوازې  د ځمکې بحث نکوي بلکې د اسمانو د تسخیر خبر هم راکوي یو ه ‌‌‌‌‌‌ډيره دفکر او راز خبر چې  موږ ته قران  کریم بیان وي هغه د ځمکې او ا سمان د تسخیر خبر راکوي  خو جالبه دا ده چې تل یې د اسمان دتسخیر خبر لومړی او بیا یی د ځمکې  بحث کړﺉ.تاسې وګورﺉ تل الله تعالی فرمایې  رب السموات او بیا وایې  والارض تل د اسمان ذکر لومړی او د ځمکې د خاکی کره یې ذکر ورسته شوي  دی د نن علم وایې ساینس دقران مجید ریښتنوالی ثابتوي   علما وایی دزلزلي په اړه چې کومې پوښتنې د ساینس په  رڼا کې تر لاسه کوي هغو  وایې  دزلزلې   فزیکی میتافزیکل لاملونه چې په اسمان کې تر سترګو کیږي  د ځکمې سره مستقیم تړاو لری .

‎میتافزیک علم وایې  هر پیښه چې په ځمکه کې را مینځ ته کیږی هغه لومړی په اسمانو که پيښږي نوموړی د زلزلې  د علم په ړڼا کی په خپل یو مثال که وایی .

‎کله چه سماوي اجرام او  ځینې ستوري لکه سپوږمۍ ځکمې  ته رانږدی کیږي د خپل وضعې او یاانتقالی حرکت له مخې او  هغه  میتا فزیکې مقناطسې  ٫هغه هم د اوسپنې نه  ٫بلکې داوبو مقناطسې صلاحیت  چې الله تعالی ورکړي د سمندر په میلیاردونو ټنه اوبه ځانته راکش کوي  او له څو دققیقو   ورسته اوبه بیرته په شاتګ کوي ځکه سپوزمې د ځمکې له مدار لری کیږي او هغه مقناطسی قوت د فاصلې په انډول    له لاسه ورکوي او اوبه په شدت او په زرونو میله سرعت د سمندر سطحه چې په زرؤنو میتره له ځمکې  ټیټه ده خپل  لومړی مسیر یا کچی ته حرکت کوي  او دلته ته د لویو سمندری ویجاړونکې بادنو طوفانونو  لامل ګرځي که څه هم د سپوږمۍ په نوم ستوری په شمسی نظام که  یو کوچنې ستوری دي کله چې سپوږمۍ د ځمکې مدار ته نږدې کیږ ي په میلیارد نو ټنه د بحر اوبه  ځانته راکاږي چې په نتیجه کې په سمندرنو کې ډیری شدیدی زلزلی رامینځ ته کیږي نو له دې مالومیږي چې ټول تحولات چې د ځمکې په سرترسره کیږي لومړی په اسمانو کې پيل کیږي  چې له دې سمندری زلزلو نه سونامي او شدید طوفانونه چې د انسانی تلافاتو سبب ګرځی رامینځته کیږی

‎همدا راز لمرد خپل شدید ٫هغه شدید چې الله تعالی ورته شدید ویلې جاذبی قدرت له مخی  چې الله تعالی ورکړی .د ځمکې دننه په میلیاردو ټنه مایع مواد چې له زیات حرارت له مخې  ذوب شوي  ځانته راکاږی اوپه نتیجه کې د ځمکې په دننه کې ویبرشن یا اهتزاز ات پيل کیږی له هغې  ورسته زلزله رامینځ ته کیږي په دې اساس  د ناسا او د چین د سپوږمکې د راپورونو په اساس لمر به په راتونکو لسو کالونو کې زیات طوفاني وي او د ازون د لویو لویو چاودنو شاهد به وي همدا راز یوې علمي څيړنې  داهم ښودلي په لمر کې   فزیکې او میتا فزیکې بحران او هغه وړانګې چې د لمر سره ځمکې ته رارسیږي د انسانانو په روح او روان مستقیمه اغیزه  لری انسانان  ځانونه ناارامه احساسوی او ویره په ذهن حاکمه وي د سولې پر ځاي د تشدد تاوتریخوالې  په لور  یې بیایې  ولې چې هغه زهری عناصرو  يې روح او روان نا ارامه کړی وي  موږ او تاسې د تیرو څؤ  لسیزو عینې شاهدان یو په هیوادنو کې جګړې پیل ول شر جوړول په تیرو څو لسیزو کې دځمکې پر سر د میلونو نو انسانانو وژل مهاجرتونه  کول  دانسان د ذهنې پریشانې محصول دي  د انسانانو  د مهاجرتونو  حس نظر نورو حسونو ته په کراتو پياوړ دي او د هغه علمې  تحقیق اثبات   دي چې وایي په اسمانونو د شدیده پیښو تړاو دځمکې پر سر د انسانانو روح او روان نا ارامه کوي  نه یوازی  انسانان بلکې   پر حیواناتو هم  تاثر لری  يوه څیړنه ښایې په تیرو څو لسیزو کې داړونکې حیوانات لکه  زمري چې وږی نشي بې موجبه  مرګوه نه کوي  او خپلمنځې جګړې خو یې د نشت په مثال ثبت شوي دي  ولې په تیرو څو لسیزو کې دامازون په ځنګل کې   دبې موجبه ښکار کول د حیواناتو تر مینځ ډلیزې  جګرې په کراتو زیاتې ثبت شوﺉ  په دې معنی هغوی هم ځانونه ناارامه احساسوی چې د پورتني تحقیق حاصل په ګوته کوي نو بناء راروان کالونه به  د ځمکې پر سر دسختو زلزلو  او جګړو  شاهدان يوه

‎دزلزلي علم پوه او د اسلامې اتوم  جوړونکې   عالم وایی :  د دوهمی نړیوالې جګړې ورسته یوازی لس کاله  زیات اوکم څیړنې ښایې چې اسمان او لمر ارامه وو .او دځمکې په سر د انسانانو تر مینځ جنګ او جګړې شتون نه درلوده .دا نوی سوچ اوفکر  دي چې زه یې د یو دینی عالم او ساینس  پوه په توګه نړی ته وړاندی کوم او دا له حقایقو لری نه دی

‎نن ساینس د میتا فزیک د علم په مټ دا ښودلی چې د زلزلو تړاو له زمکې   نه تر اسمانه  پوري زیات ثابت شوي دي دمیتا فزیک علم هم وایې  هغه پيښي چې په ځمکه کی تر سره کیږي لومړی په نږدی اسمان کې پيښږی. که په لمر کې طوفان راشي  نو په ځمکه کې هم طوفان راځي  د ناسا د سپوږمکی د راپور له مخې  په تیرو لسو کالو کی چې کومي درندی پيښې  په ځمکه کې پيښي شوي هغه اول په لمر یا نږدی اسمان کې شوي او دهغوی ورسته په ځمکه کې پیښې شوي او ور سره زیات تړاو لری  نو له دی نه مالومیږی که موږ وغواړو چې د راتلونکی کال په زمکه کې  د کیدونکو پيښو اندازه مالومه کړو .نو موږ  باید د اسمان او بیا دلمر  په رابط  ځان پوه کړو

‎دلته داسې انګیرنه په لاس راځي چې ساینس او دین سره نشو  بیلولی  ولې چې ساینس اسباب  وړاندی کوي  او دین وړاند وینه کوي.

‎‎د زلزلې  علم او  نوی تیوری  وایي،  زمکه ژوندی جسم دی:

 د هرې زلزلې وروسته، ځمکه  ذخیره شوي انرژي خوشې کوي، مګر د هغې اندازه په تدریجي ډؤل يا زیاتږي او یاکمیږي کمیږي.  دا کمزورې یا قوي زلزلې د دورستې (شاک )یا ټکان  )په نوم یادیږي، معمولا د اصلي زلزلې څخه کوچنۍ وي.  خو کله ډیر قوي وي وروسته ټکانونه  پخپله ویجاړونکي کیدی شي  د زلزلې وروسته ټکانونه  کیدای شي تر ډیرو کلونو پورې  دوام وکړي.

‎قران مجید کله د ځمکې پورته فضا د اسمان په نامه یادوي او کله اسمان د ټولو کایناتو د چت په نامه یادوي  یعنې اسمان هم د ځمکې برخه بولي، چې ټول سماوی اجرام یې په خپل شپول کې را نیولی دي. دا چې د اسمانونو پيښې څنګه له ځمکې سره ‌‌‌‌‌‌تړاو لري، وخت او زمان به ورته  نور علمي ځوابونه  هم پيدا کړي، وخت او تعبیر د څیړنې تفاوت به يې زموږ له وخت سره متضاد وي.

‎استغفرالله و اتوب الیک .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *