اوښکې مې راوړي په لېمو کې ننواتي دي…

Spread the love

ذبیح شفق

غالباً د ۲۰۱۰ یا ۲۰۰۹ کال کیسه ده، چې د پاکستان د هغه مهال حکومت د نن ورځې په څېر پر افغانانو ځمکه تنور کړې وه، ،  پر کورونو یې چاپې اچولې، په لارو کوڅو کې یې افغانان لوټل او د هیڅ ډول څادر او چاردیوارۍ خیال یې نه ساته، د بد سلوکۍ انتها یې رسېدلي ول.

دغه وضعیت په خیبر پښتونخوا کې مېشتو افغانانو بد اغېز کړی و، هر یو هڅه کوله چې په یو نه یو ډول ځان د پولیسو له شره بچ کړي. خدای شته موږ سره هم دا غم و، چې څه ډول ځان د دوی له شره وژغورو؟

 په همدې شش و پنج کې وو، چې یوه ورځ لایق زاده لایق صیب له ډاکټر بصیر ستوري سره یوځای دانش خپرندویې ټولنې ته راغی. لایق صیب موسکانه څېره او مینه ناک و صمیمي شخصیت لاره. له طنز و مزاح ډک ادبي مجلس او له دانش لالا سره ټوکو ټکالو یې جلا خوند کاوه.

لایق صیب هغه مهال د ریډیو پاکستان پېښور څانګې مشر و،  په خبرو خبرو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني غلو پولیسو د بد چلند خبره هم رایاده شوه، ما ورته وویل، چې:

لایق صیب! زه هم ډېر ویرېږم، ځکه کارد راسره نشته، ډېری وخت بهر نه وځم، خو چې وځم نو د پولیسو له ویرې پټ ګرځم.

دا خبره مې چې وکړه نو یو دم یې وویل:

ـ پولیس به دې ولې نیسي؟ سبا راډیو ته راشه، چې د پېښور راډیوسرکاري کارډ درته جوړ کړم.

زه چې د پولیسو له وېرې پوزې ته راغلی وم، سبا سهار وختي نېغ د لایق صیب دفتر ته ورغلم، له تلو سره سم یې د خپلې دفتر یو کارمند راغوښت او ورته ویې ویل:

ـ دا شفق زموږ کشر دی، افغان دی، پولیس او نورو بې ځایه تنګول رااخیستي، دې زموږ د راډیو د رسمي کارمندانو په څېر د راډیو کارډ جوړ کړه او ماته یې راوړه، چې لاسلیک یې کړم.

د کارمند دې کور ودان وي، په  هماغه ورځ یې راته کارد جوړ کړ. رښتیا هم د راډیو کارډ دومره زورور و، پولیسو به یې په لیدو نه یواځې د تلو اجازه راکوله او لږ تر لږه ناوړه چلند به یې نه کاوه

خبره د لایق زاده لایق صیب ده، ارواښاد لایق زاده لایق د پښتو ادب د اسمان ځلانده ستوری و، چې پر شاعرۍ سربېره یې په کیسه و ډرامه لیکنه، طنز و مزاح،  سیاست کې هم طبع ازمایله او کلونه کلونه یې د راډیو په خبریالۍ کې هم کار کړی دی.

 

د ارواښاد ډېری شعري ټولګې او یو شمېر نور اثار ما کمپوز کړې وې. هر ځل چې به نوموړی دانش خپرندویې ټولنې ته د خپل نوي کتاب د کمپوز و ډیزاین لپاره راته، نو موږ به یې کتاب قصداً یو څه ځنډاوه او دا ځکه چې د نوموړي مجلس ډېر زړه راښکونکی او خوندور و او موږ هڅه کوله، چې هغه بیا بیا راشي او موږ یې له مجلسه خوند واخلو.

په ۲۰۱۷ کال کې موږ بېرته هېواد ته ستانه شو او له ستنېدو سره سم د همدې کال په فبرورۍ میاشت کې په کابل کې د طالب ترهګرو په یوه ترهګریز برید کې زخمي او تر یو میاشت په سردار داود خان روغتون کې بستر شوم.

له روغتونه تر رخصتېدو وروسته د درملنې لپاره پېښور ته لاړم. پېښور ته تر رسېدو وروسته راته له پراګه زموږ مشر همکار و مینه ناک سړي هارون باچا ټلیفون وکړ، چې ما له خپلې اوونیزې خپرونې یو کتاب ترتیب کړی  (نه هیریږي نه به هیر شي) نومېږي، چې د لر و بر افغان هنرمندانو پر ژوند و فن پکې رڼا اچول شوې ده.

هارون باچا راته زیاته کړه:

ـ زما کتاب مشال راډیو چاپوي، خو ما د سریزې او کتنې لپاره لایق زاده لایق صیب ته لېږلی، چې ویې ګوري او سریزه پرې ولیکي.

لایق زاده لایق صیب، چې تر ۴۰ ډېر کلونه د پاکستان راډیو په بېلابېلو څانګو کې کار کړی و، همدا لامل و، چې د هنرمندانو  په ژوند و فن یې ژور نظر لاره او له د هغوی د ژوند له ډېرو ناویلو کیسو خبر و.

ما لایق زاده لایق صیب ته ټلیفون وکړ او د هارون باچا د ټلیفون یادونه مې ورته وکړه. راته یې وویل:

ـ بلکل! باچا جي ماته کتاب رالېږلی،  یو ورخ دفتر ته راشه، چې ودې ګورم او کتاب هم دروسپارم.

ما ورته وویل:

ـ لایق صیب! زه خو کابل کې زخمي شوی وم، دلته مې د پښې عملیات کړي، ګرځېدلی نه شم، نو یو څو ورځې وروسته به دې خدمت ته حاضر شم.

ددې خبرې په اورېدو یې له خولې (اخ) ووت او ټلیفون یې بند کړ.

په بله ورځ د کور دروزاه وټکېده، پلار مې ووت چې ګوري لایق زاده لایق او ډاکټر بصیر ستوري ولاړ دي. تر روغبړ وروسته راننوتل او نېغ زما خوا ته راغلل.

لایق صیب راته وویل:

ـ ظالمه! ټوله شپه مې خوب نه دی کړی،  په همدې تمه وم چې سبا شي او ستا خوا ته درشم. ډېر زیات خپه وم، بس د روغتیا لپاره مې دې ډېره دعا کړې.

دا زما له ارواښاد لایق زاده لایق سره وروستۍ لیدنه وه. که څه هم وروسته مو په ټلیفون اړیکه نیوله، خو لیدل مو سره ونه شول.

د پښتو ژبې دغه نوم‌وتی شاعر، لیکوال او د راډیو پاکستان د پروګرامونو پخوانی مشر د دوشنبې په ورځ د ۶۴ کلونو په عمر په پېښور کې د زړه درېدو له امله ومړ او د سوات په مدین کې پخپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو.

ارواښاد لایق زاده لایق له افغانانو سره ډېره مینه لرله او پر خپل افغانیت یې ویاړېده. نوموړي په خیبر پښتونخوا کې پر لوړې دولتي څوکۍ سربېره یې په جرمني کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره پراخه اړیکیه لرله او له دې لارې یې د پښتو او پښتنو خدمت کاوه.

 لایق زاده لایق د ۱۹۵۹م په جنورۍ کې د خیبر پښتونخوا د سوات درې په “مدین” کې زېږیدلی و.  تر لسم ټولګي  زده کړې یې په خپل پلرني کلي کې کړې وې،  له هغې وروسته د سوات جهانزېب کالج ته تللی او بیا وروسته یې د کراچۍ له پوهنتونه په سیاسي علومو او حقوقو کې زدکړې وې او بیا یې له پېښور پوهنتون څخه په پښتو ادب کې ماسټري کړې وه.

ارواښاد لایق زاده د راډیو پاکستان د پېښور څانګې مشر او وروسته د راډیو پاکستان د پروګرامونو مشر هم پاتې شوی. هغه ته د پښتو ادب د خدمت په خاطر ګڼې جایزې ورکړل شوې وې، چې له هغې جملې په ۲۰۱۴ کال کې يې د پاکستان دولتي مېډال هم  و.

له هغه شاوخوا ۴۰ چاپ شوي کتابونه او بې شمېره اشعار او نعتونه هم پاتې، چې ګڼ شمېر يې په سندرو کې هم ویل شوي.

د پښتو ژبې او روان عصر سرلاري هنرمند هارون باچا پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي:

لایق صیب څو کلونه مخکې خپله دا سندره راته لېږلې وه:

کښېنه چېرته ځې به نه، لاره بدلوې به نه

اوښکې مې راوړي په لېمو کې ننواتي دي

تا سره زما خبرې پاتې پاتې دي…

د یادونو له دایرې وتل ګران وي، د ارواښاد لایق زاده لایق د منه ناک و صمیمي شخصیت یادونه به تل ژوندي وي.

  اروا یې ښاده، پر ګور یې نور.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *