سلطان جان کلیوال
ریښــتیا
لکه دا څـومـره چی په ما يې ، مهـربانـه ګُلې
همدومره یی راته خوږه، همدومره ګرانه ګُلې
هـرچاته ژوند کی برخه شوی، یوه ښکلی تحفه
ماته یی ته را بـرخه شــوی، له آســمانه کُلـې
+ + +
زه ستا په مینه، ستا په قهر، په پیرزو ژوندی یم
ستا په دعا اوپه اخلاص، ستا په ښیرو ژوندی یم
له تانه لــرې بـه لا څـو ګلــونه، مــخ ته مـړ وم
خو ریښتیا داده، چی د وصل په آرزو ژوندی یم
+ + +
چی ستا په خوا کی یم پوره یمه، نیـمګړی نه یم
ښـکلی انسـان یـمه کـره یـم ، تـش وګـړی نه یـم
لکه چنار یـم څانګې څانګې، هسـکه غاړه ولاړ
په وچو دښتو کی وچ شوی، خورسـرګړی نه یم
+ + +
ماته سـتا میـنه ، له خوښـۍ جوړه دنیـا ښـکاری
یوه مُسکا دی راته ژوند ښـکارې، هـوا ښـکارې
د مرور په بڼـه ، ســترګو ته هـیڅ مـخ نه راځی
هـره څـیره راته ، خنـدا کـوی پخــلا ښــکارې
+ + +
زما د زړه د مینې کور ، ستا په جمال ښکلی دی
زما نظـر کی دا جـهان، ستا په وصال ښکلی دی
ماته د ژونـد هره شــیبه، هـره صـحنه ښکلې ده
سـتا مُحـبت دی چی، هـرچا ته کلـیوال ښـکلی دی
نن می دَ افاق دَ انترنیتي ویب پاڼی بعضی مضامین ولوستل ډیر ارزښتمند او دَ فکر وړ وو ،زه به دَ هغو په باب دخبرو ډډه وکړم ځکه ماته دَ وطن دَ فرهنګی خدمتونو لوی طوفانی بحر کی دَ افاق میدان ته راوتل ډیر با اهمیته او دروند ښکاری .حاجی صاحب ایوب چی دَ ښه قلم خاونداو دښکلی لیکوالی غمې دی دی بحر ته ودانګل چی لوی جرت او غټ زړه غواړی او دَ ایوب صاحب سره دواړه شته خو ستره کامیابی او بریا یی دَ فکر او قلم دَ خاوندانو دَ همکاری پوری نښتی ده . اوس دا همکاری لکه دَ څلویښتو کلو وړاندی بڼه نه لری او زه پکی لوی بدلون ګورم ،هغه وخت دَ حزبونو ،تنظیمونو ،اخبارونو ، بازار ډیر ګرم و خو هر چا به دَ خپلو همفکرانو اومتعهدینو سره سر خوزاوه او دفکرونو دلید ساحه ډیره محدوده وه ، خو نن دا جوته ده چی هر قلم چلوونکی او دَ فکر خاوند هره کرښه او یا کتاب چی هر ځای او دَ هر چا له خوا دوطن دخیر او فلاح دپاره ولیکل شی بدون له کومی ملاحظی یی پلوی کیږی
غواړم چی له ټولو غوښتنه وکړم چی افاق په خپلو لیکنو افاق ته پورته کړۍ