لیک: محمد ایوب
اسلامي سیاست له کومه ځایه سرچینه اخلي؟ څومره د تغیر او مصلحت قابل دی ؟ او موخه او اهداف یی څه دي ؟ دهر چا سره لومړۍ پوښتنې دي.
پورتنۍ پوښتنې په حقیقت کې یوه جدی ننګونه ده، چې نن یی د اسلامي امت علماء ننګولي دي، چې دوی دومره سره تیت اوپاشان شوي دي چې په خپلو خپلو محورونو کې داسلامي سیاستونو په نامه دکفري سیاستونو او نظامونو ملاتړ کوي.
له بده مرغه چې دمادیاتو په نني دور کې دنورو په څېر اسلامي علماء هم د مادیاتو په مینه کې دومره ور غرق شوي دي، چې داسلامي دعوت سپېڅلې سلسله ورڅخه پاتې ده او له دین څخه یی داختلافاتویو داسې خورجین جوړ کړی چې داتفاق موارد پکې لږ تر سترګو کیږي.
مستشرقین اخته دي ، دملایانو له جهالت او انانیت نه په استفادې اسلام په جامه کې د لادینیت نظریه پیاوړې کوي ځکه دسیاست او اقتدار په عشق کې یې د دین ماهیت یوازې د تکفیر په فتوو او د تنخوا ګټلو په هدف د جوماتو په امامتیو خلاصه کړی دی .
موږ وینو چې ، دملایانو له خوا له منابرو څخه د خدای پاک بندګان داسلام دسپیڅلي دین د روښانه حکمونود شتون سره سره سفاکیت او ګمراهیو او ذلالتونو ته ورټيل وهل کیږي ، د اقتدار د هوس او جنون داشباع په موخه دمسلمانو ترمنځ اختلاف زیاتول ، دتکفیرولو دفرهنګ ترویج او د جهاد پر نامه د یوه مسلمان وژلو ته بل مسلمان دهڅولو په ناورین کې داسلامي امت دعلماو غاړې له مسؤلیته هرګز سپکې نه شو ګڼلای.
اسلام د انساني ژوندانه له پاره دجګړې پر څای دسولېیز چاپېریال په اړه هدایت او ملاتړ کوي ( والصلح خیر ) داځکه چې سوله دامة واحدة د اتفاقی ماهیت حقیقت تمثیلوي پرعکس ، کینه و حسد و اختلاف نفاق ایجادوي او نفاق دامة واحدة تعریف مسخ کوي .
که دمسلمانانو موجوده وضعیت ته پام وکړو نو دنړۍ هېڅ اسلامي هېواد به ونه مومو چې هلته سیاسي اسلام داختلاف او نفاق سبب نه وي ګرځېدلی او سیاست پناه ملایانو له اسلام څخه د سیاسی تجارت متاع نه وي جوړه کړې .
اسلام دسیاست تابع کول هغه ستر خلل او علت دی چې دنړۍ په هرکونج وکنار کې د مسلمان د تذلیل او تضعیف سبب ګرځېدلی دی.
ددغې کفري او یهودي توطئې په بریالیتوب کې ، پاکستاني ملایان دپام وړ کردار اداء کوی .
اسلام د رحمت او داخوت دین دی ، دا د اسلام ځانګړنه ده چې، دوه سرسخته دښمنان داسلام له برکته له دښمنئ څخه انصراف او تنزیل کوي او د ورورولۍ تعریف کې شمولیت ته ارتقاء کوي اما پاکستاني خودپرستو مفتیانو په خپلو متضادو فتواو سره اسلام معکوس تعبیر کړی دی، هغوی اسلام دپآکستان دګټو دتضمین پاطر په قتل وقتال کې راخلاصه کړی دی لکه غلچکي بریدونه، ځانمرګي بریدونه، د بې ګناه انسانانو ترور او له محکمې پرته دمسلمان وژل ، تړل، او ډارول دي،.
یاد کارونه په حقیقت کې دفتنې ایجادول دي چې پدې خصلت سره یی دمسلمان شأن او حیثیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی ځکه نامسلمانو وګړیو ته اسلام ترهګري او مسلمان ترهګر معرفي کړای شوی دی .
موږ وینو چې جرایم په ټوله نړۍ کې جریان لري خو که یهودي یا عیسوي یا هندو او یا بل کوم یو دا عمل تر سره کوي هغه جرم بلل کیږي مګر که مسلمان دیو جرم مرتکب شي هغه په ترهګرۍ تعبیریږي.
داټولې ملامتیاوې د مادیت پرستو ملایانو دفتو سره تړاو لري .
په عمومي باور ، د مسلمان وژلو ته د مشروع او روا نسبت کول ، اسلامي سیاست نه ، بلکې دپنجاب تر مدریت لاندې دملائیزم سیاست بللا ی شو .
داسلام او پاکستاني ملایی سیاست ترمنځ همدا توپير بیا په مجموع کې د اسلام په اړه په خلکو کې د شک اچونې باعث گرځېدلی او په ټوله نړۍ کې یی مسلمانان له نیوکو او پېغورونو سره مخامخ کړي دي
د اسلامي نړۍ ننی غیر مستقر حالت هم په حقیقت کې داسلامي علماء کمزوري ده، چې د الهي فرمان باوجود یی ونه شو کړای، چې اسلامي نړۍ د توحید په نظریه په خپلو کې سره رایوځای او د اسلام فلسفې ته په کتو سره د ورورولۍ چاپېریال رامنځ ته کړي .
ترکومه چې کتل کیږي، نو اسلامي علماء په خورا جزوي مسایلو کې یو بل سره داختلافاتو اورونه بل کړيدي، چې په پایله کې د اسلام دښمنانو ته داسلامي امت په یووالي کې یو درز په ګوتو ورغلی او له دغې چاود یا درز څخه یی داسلام پر خلاف داسې کار واخېست، چې نن یی موږ په خپل څنګ او څټ کې همداسې ژوندۍ بېلګې وینو، یو مسلمان ملا راپاڅي او دبل مسلمانانو د وژنې فتوا ور کوي .
داسلام سپيڅلي پیغمبر صلی الله علیه وسلم مبارکه فرموده ده چې ، د دین اصلاح او فساد دواړه په علماؤ پورې اړه لري.
که د مسلمانانو ترمنځ د مینی او کرکې، اتفاق او نفاق ، رښتیا او درواغو، ښه او بد جاج واخلو نو وبه وینو چې دفساد اندازه تر هغې زیاته ده چې اټکل یی کوو ځکه دملایانو خموش اکثریت ددغې فتنې یو راز غیر مستقیم ملاتړ کوي ، دبېلګې په توګه دپاکستان د اتحاد علماؤ په نامه داستخباراتي ملایزم مشر ملا طاهر اشرفی دخپل ظرفیت نه څو وارې غټه فتوا صادروي چې دسوریی او افغانستان داتباعو وژل جهاد اکبر دی ، مګر له مکې نېولې تر قاهرې پورې ټولو اسلامي علماو ځانونه پر دغې جسارت باندې کاڼه کړي دي .
زموږ باور دی چې الله پاک دخپل دین په ساتنه کې ملا صیب طاهر اشرفي ته محتاج نه دی ، بلکې ملا صیب ته چې کوم عزت او درناوي په اسلامي او انساني معاشره کې حاصل دی، هغه د الله پاک د سپيڅلي دین د مفاهیمو د درست تفسیر او دعوت له برکته دی ، له بده مرغه چې د ملاصیب طاهر اشرفي د مذهبي فتواو په صادرلو سره د ډېرې ذلیلې تبادلې بازار ته ورننوتی او په ډېره کمه او سپکه بیه د انګریز دوکان ته ولاړ دی دخپلې جعلي شهادتنامې په برکت د فاضلو اسلامي علماو او سلفو صالحینو دشرف او وقار سودا کوي ، نو ایا مسؤلیت یی پر چا دی ؟
زموږ په باور ، داد اسلامي علماوو دنده او مسؤلیت دی ، چې دیهودو او عیسویانو د بدرنګو ډرامو پر وړاندې داسلامي امت سترګې پرانیزي .
نن په نړېوالو محاکمو کې مسلمانان دار ته وړاندې کیږي ، په زندانونو کې توهینیږي او په کورونو یی یهودي لښکرې ور اوړي ایا په دې ټولو کې داسلامي علماو مسؤلیت ترسره شوی وبولو؟
دبشر په عدالت او په نظورونو کې ننی مسلمان، د طاهر اشرفي په څېر د نفس پرستو علماو کمزورۍ ذلیل معرفي کړی دی ،مګر دلوی خدای په دربار او عدالت کې به ملا صیب د ننۍ ورځې څه ځواب وایي؟
اسلامي علماو ته زموږ خواست دی چې، که تاسوته په اسلامي ټولنه کې درناوی کیږي ، نو لامل یی داسلام له دین سره ستاسو اړیکه ده اما که دغه اړیکه نا سمه وکاروۍ، ښایی چې د درناوي پر ځای د نفرت مصدر وګرځۍ ، لهذا دخدای پخاطر اسلام خلکو ته په درست مفهوم سره ور ورسوۍ .
او داسلامي امت د ذلت دغه روان ورځ ختمه کړۍ خلکو ته داسلام حقیقي روح ور ورسوۍ چې اسلام د بشریت دنجات دین دی، نه دبشریت دوژنې او توهینولو دین.
یادونه: د لیکنې د سرپاڼې تصویر له انټرنیټ څخه
Picture Copied
One thought on “
د اسلامي نړۍ د علماو مسؤلیت څومره محدود دی ؟
”