محمد ایوب
په ۲۰۰۴ کې د افغانستان د هغه مهال د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین ښه په درز کې روان و، دا د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ ټاکنې وې چې د اوسنۍ خیبر پښتونخوا او د هغه مهال صوبه سرحد کې مېشتو افغان کډوالو ته پکې د رایې کارونې حق ورکړل شوی و.
په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندید ښاغلي حامد کرزي د کمپاین مشري د مشرقي د مشهورې جهادي کورنۍ غړي، د حاجي قدیر ورور نصرالله بریالي ارسلايي کوله، چې له امریکا پېښور ته راغلی و.
زما او د ارسلايي صیب ملګرتیا چې له پخوا روانه وه، په خیبر پښتونخوا کې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال لا پسې ټینګه شوه او هغه داسې، چې کله به ارسلايي صیب د خیبر پښتونخوا لر و بر ته د کمپاین لپاره سفر کاوه، نو دواړه به یوځای تلو. په ځانګړې توګه کله چې به باجوړ ایجنسۍ، مومند ایجنسۍ، ملاکنډ، دیر یا نورو سیمو کې د افغان کډوالو کمپونو ته تلو، نو اوونۍ مخکې به یې راته ویل:
ـ حاجي ګله! ځان مصروف نه کړې، چې راتلونکې اوونۍ د افغان کډوالو فلانکي کمپونو ته د کمپاین لپاره ورځو، ستا تګ ضرور دی، هسې نه ځان غېب کړې.
ما هم د ارسلايي صیب خبره نه غورځوله او هڅه مې کوله، چې د افغان کډوالو کمپونو ته د سفر پر مهال د هغه ملګرتیا وکړم. هغه به زما په تګ ځکه ټینګار کاوه، چې هغه د کډوالو د کمپونو له چاپېریال سره دومره اشنا نه و او په دې نزاکت پوهېده، چې دغو سیمو کې د کمپاین لپاره ورسره باید داسې یو څوک وي، چې دغو سیمو کې بلد وي او د کډوالو له مشرانو سره اشنايي ولري.
زه له پخوا راهیسې له ځینو غېر دولتي مؤسسو سره د همکارۍ له امله د افغان کمپونو له مشرانو سره له نزدې بلد وم، ځکه موږ به د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو ګڼو افغان کډوالو کمپونو ته د ځینو غېر دولتي مؤسسو مرستې رسولې.
کمپونو ته د سفر پر مهال به په دې ډېر دردېدم، چې زموږ ډېری کډوال د کوربه هېواد په مکتبونو کې د درس ویلو له امله ډېری ځوانان –زما په شان- له پښتو لیک لوست نه وو بلد، خو برعکس په اردو بیا ډېر برلاسي ول. دغه وضعیت ته په کتو مې له ځان سره اراده وکړه، چې که خدای کول په نزدې راتلونکي کې به داسې یوه مجله پیلوم، چې لږ تر لږه زما په ګډون ځوان نسل پښتو لیک لوست ته وهڅوي.
یوه ورځ مې دا خبره مې له ارسلايي صیب سره هم شریکه کړه، هغه راته وویل، چې تر ټاکنو وروسته به په دې اړه تفصیلي خبرې وکړو.
څه سر به مو خوږوم، ټاکنې وشوې او ښاغلی حامد کرزی د افغانستان منتخب ولسمشر وټاکل شو. ارسلايي صیب خوشحاله و، چې په خیبر پښتونخوا کې یې د ټاکنیز کمپاین پروسه بریالۍ ترسره شوه. همدا لامل و، چې موږ ټولو ته د کرزي صیب له خوا ستاینلیکونه راکړل شول.
تر ټاکنو وروسته ارسلايي صیب افغانستان ته لاړ او زه هم پر خپلو کارونو بوخت شوم، خو هره ورځ به مو د یو بل پوښتنه کوله.
جلال اباد کې وم، چې یوه ورځ سهار وختي راته ارسلايي صیب ټلیفون وکړ او راته ویې ویل:
ـ زما خوا ته راشه، سهار ناشته به دلته وکړو، ګپې به ولګوو او په ځینو مساېلو به بحث هم وکړو.
جلال اباد ورکوټی ښار دی، له یو سره یې بل ته تګ څو دقیقې نیسي. غالباً د سپرلي موسم و، پر ښار د نارنج ګل معطرې وږمې راخورې وې او یو ډول نااشنا احساس یې درکاوه. ښار کې د ګرځېدا پر وخت به دې داسې انګېرله، لکه د ګلو ټل چې درسره روان وي.
زه په همدې وږمو کې درنګ ساعت ته د ارسلايي صیب کور ته ورسېدم، تر ستړي مشي وروسته مو سره ځینې بې تکلیفه ټوکې وکړې او ښه مو وخندل. ټوکې مو سره کولې، چې راته یې وویل:
ـ حاجي ګله! یو ملګری مې راروان دی، غواړم هغه سره د ځینو موادو د چاپ په اړه خبرې وکړم. لږ به ورته ایسار شو، چې هغه راشي ناشته به سره یوځای وکړو.
ماته یې بیخي خوند رانه کړ او ورته ومې ویل:
ـ یاره دې شین سهار کې دې دا ملګری ولې راغوښتی؟ چې زه تللی وای بیا به دې راغوښتی و، اوس به ما و تا ګپ لګولی وای.
هغه راته کړه:
ـ هغه پېښور ته ستنیږي، ډېر وخت ورسره نشته، ځکه مو همدا نن د لیدنې پروګرام جوړ کړ.
ماته یې خو هسې هم خوند نه و راکړی، بس په دې انتظار وم، چې دا سړی راشي او بېرته ژر لاړ شي، څو زه و ارسلايي لږې خپلې کیسې وکړو.
په دې سوچ کې وم، چې لږه شېبه وروسته دنګ ښکلی، خو ساده باده سړی کوټې ته راننوت. کلیوال سټایل یې لا خوند کړی و. ارسلايي صیب هرکلي ته ورولاړ شو او مخې سره یې راته وویل:
ـ حاجي ګله! دا اسد دانش دی، د دانش خپرندويې ټولنې څښتن او زموږ ښه ملګری.
ما هم ورسره روغبړ وکړ، یوې ډډې ته کښېناستم او په موبایل کې مې ځان مصروف کړ.
ارسلايي صیب له دانش صیب سره د ځینو موادو د چاپ په اړه غږېده او مشورې یې سره کولې. زما یو وخت د دانش صیب او د ارسلايي صیب خبرو ته پام شو، دانش صیب، ارسلايي ته په ډېر ښکلي انداز داسې خوندورې مشورې ورکولې، چې زما پام یې ځانته واړاوه.
خدای شته د دانش صیب د بې باکه او جراتمندانه خبرو انداز ډېر خوند راکړ، موبایل مې بند کړ او ورو د دوی مجلس ته رانزدې شوم.
لکه پورته چې مې یادونه وکړه، غالباً ارسلايي صیب د یو څه موادو د چاپ په اړه دانش صیب راغوښتی و، نو دانش صیب چې پخپل مسلک کې یې لسګونه کاله تجربه لرله، ارسلايي صیب ته داسې مفیدې مشورې ورکړې، چې هغه یې هم حېران کړ.
ماته خو د دانش صیب شخصیت هغه وخت ډېر خوند راکړ، چې ارسلايي صیب ورته د چاپ د لګښت یادونه وکړه او دانش صیب ورته په دلکش انداز وویل:
ـ د پیسو غم مه کوه، دا وړې خبرې دي!.
ما چې د دانش صیب دا بې باکه انداز او پښتونولي ولیده، نو د پېښورو خبره فدا شوم پرې، ژر مې ترې اړیکشمېره واخیسته او ژمنه مې ورسره وکړه، چې دا ځل پېښور ته درشم، نو خامخا دې دفتر ته درځم.
همداسې مې وکړل، کله چې پېښور ته لاړم، یوه ورځ یې دفتر (دانش خپرندویه ټولنې) ته ورغلم. که څه هم ما د دانش خپرندونې ټولنې نوم لا ډېر پخوا اورېدلی و، خو لیدلې مې نه وه، نو داسې مې ګڼله، چې دانش خپرندویه ټولنه به هم یوه عادي کتابخانه یا خپرندویه ټولنه وي، خو زه غلط وم. د دانش صیب کتابخانه یا دفتر نه کتابخانه وه، نه دفتر و، بلکې یو دربار و چې هره ورځ به پکې د لر و بر لسګونه فرهنګیان ښکته پورته کېدل.
دا نو هغه وخت و، چې ما په پېښور کې (افاق) مجله شروع کړې وه او لومړۍ ګڼه مې یې ورته د قصه خوانۍ په یوه ځايي مطبعه کې چاپ کړې وه. خدای شته خلکو یې تود هرکلی وکړ او زه وهڅېدم، چې دا لړۍ جاري وساتم.
د دانش لالا دربار نو په رښتیا دربار و، که څه هم هره ورځ به یې اشپز د خپل ورځني معمول مطابق پخلی کاوه، خو کله چې به مېلمانه ورغلل، نو دانش لالا به بیا د اشپز په پځلی قناعت نه کاوه، بلکې د قصه خانۍ د فوډ سټریټ نه به کړايي او نور خوراکونه راغوښتل.
د دانش لالا دا خبره مې اوس هم یادېږي، چې ویل به یې:
ـ د قصه خوانۍ بازار کې راته مېلمه د…. په شان هم نه ښکاري.
تر لومړي تګ وروسته نو بیا د دانش لالا دربار زموږ دمه ځای شو، ما چې د افاق څو ګڼې بل ځای چاپ کړې وې، هغه مې هم دوی ته وسپارلې او د دوی تخنیکي و مسلکي کار دومره خوند راکړ، چې وروسته مې بیا د (سپرغۍ) په نوم بله مجله هم پیل کړه. دا دواړه مجلې به هره میاشت په همدې مطبعه کې چاپېدې او موږ به تر چاپ پورې په دانشکده کې د فرهنګي ملګرو ملاقاتونه کول، مشاعرې به مو کولې او ستړیا دمه به مو سموله.
ښه مې په یاد دي، چې نه یواځې د خیبر پښتونخوا له لرې پرتو سیمو بلکې ان له کراچۍ، اسلام اباد او نورو چې به لیکوال، شاعران او فرهنګیان پېښور ته راتلل، نو بل ځای یې نه و، سیخ به دانش لالا دربار ته ورتلل. په دانش مطبعه کې نه یواځې د دوی چاپي توکي په مسلکي توګه چاپېدل، بلکې داسې قدر و درنښت به یې لیده، چې بل ځای تګ ته به یې زړه نه ښه کاوه.
عمر دراز مروت دې خدای وبخښي، د هغه دا خبره مې نه هیریږی، چې تل ویلی به یې:
ـ دانش صاب! که ته له پېښوره لاړ شې، نو موږ به چاته راځو؟ زموږ خو د شپې جای [ځای] هم دلته نشته.
رښتیا هم د اسد لالا دربار د هر فرهنګي دمه ځای و. د دانش په څېر د هغه د خپرندویې ټولنې کارکوونکي هم ډېر مینه ناک ول، هر یو به دومره مینه وېشله، چې حد نه و. دا ټول د دانش لالا د پښتني اخلاقو او لوړ شخصیت نتیجه وه، چې پر دوی یې هم سیوری خپور کړی و، بلکې دا لړۍ تر موږه راغځېده او د بنډارانو داسې شوقیان یې کړو، چې له ناصر باغ پېنځمې کوڅې، کونړ و اسلام اباد واخله تر ټورنټو یې سر ووت او دا سلسله لا روانه ده.
ما د لر و بر ډېری لیکوال و شاعران په همدې دانش خپرندویه ټولنه کې لیدلي، هر ځل چې به ورتلم، یو نه یو لیکوال یا شاعر به مې په لومړي ځل پکې لیده. دا ټول د دانش لالا د پښتونولۍ و قدردانۍ نتیجه وه، ګنې پېښور کې مطبعې ډېرې وې، خو چا چې به یو ځل د دانش لالا د طلسمي شخصیت خوند وڅکه، بل ځای یې بیا زړه نه لګېده.
هو، د اسد دانش پر پښتنو غټ احسان دی، هغه کتاب د هر لوستي پښتون کور ته ورساوه او دا لړۍ لا دوام لري. د پښتو ادب او د ځوان فرهنګي نسل په سالمه روزنه و پالنه کې به د اسد دانش او د هغه د خپرندویې ټولنې خدمتونه په زرینو ټکیو لیکلی کېږي. پښتو ادب ته د دغې خپرندویې ټولنې کار ته په کتو زما ذهن ته تل د ارواښاد ګل پاچا الفت د شعر دا بیت راګرځي:
ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ
واړه لګیا دي ځینې ځان، ځینې جهان جوړوي
د اسد لالا د اوږد عمر او د دانش خپرندویې ټولنې د لا غوړېدا په هیله
نور بیا…