محمد ایوب
په دې شپو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې دا پوښتنه د بحثونو محور ته راغلې ده، چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ویل هغه مبارک ته څه ګټه رسوي ؟
ددې پوښتنې په تړاو مختلفې عالمانه او جاهلانه تبصرې مخې ته راغلې، خو په دې اړوند تر ټول مهمه خبره، چې پر دا راز پوښتنو د بطلان کرښه راکاږي، هېڅ چا ونه شاربله. زموږ دا بحث پر همدغې ناشاربلې نکتې متمرکز دی او له دې زاویې د درود و سلام (الصلاة والسلام علی النبیص ) د ارزښت او الزامیت ترڅنګ د هغې اړتیا او وړتیا تر منځ د بیلانس ارزونه ده .
د بحث د مقدمې په توګه خپله مدعا د ادّعا پر بڼه مطرحو هغه داسې چې :
۱ – د درود شریف په ایصال ثواب کې پر تشکیک او ګومانونو مبتني پوښتنې د انساني فطرت خلاف پوښتنې دي او هر راز فکر او عمل چې له انساني فطرت سره مخالف وي هغه باطل دی، ځکه اسلام د فطرت دین دی (فأقم وجهک للدین حنیفا فطرة الله التی فطر النّاس علیها لا تبدیل لخلق الله و ذالک دین القیم ولکنّ اکثر الناّاس لایعلمون . الرّوم ۳۰ )د معاصرو انسانانو جمعي عقل دا خبره تسلیم کړې ده، چې د اسماني ادیانو په شمول ټول سیاسي، فلسفي، روحاني او ساېنسي مکتبونه هر یو جلا مخاطبین او ځانګړي شعارونه او شعایر لري .
اسلام هم د دیني مکتب په حیث عام او خاص دوه ډوله مخاطبین لري عام مخاطبین یې ټول بشریت دی او خاص مخاطبین یې مؤمنان دی همدا راز شعار یې توحید او شعایر یې مختلف دي، چې یو له دغو شعایرو څخه پر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم باندې درود او سلام ویل دي، چې پر رسول اکرم صلی الله علیه وسلّم درود او سلام ویل داسلام دلیدلوری پر اساس د شکر اداء کولو تر ټولو غوره بېلګه داسلام له شعایرو څخه ګڼل کیږي .
دا چې پر رسول اعظم ( صلی الله علیه افضل الصلواة والتسلیمات) باندې درود او سلام ویل رسول الله (علیه افضل الصلوات والتسلیمات) ته او که د درود ویونکیو ته؟
موږ دیادې پوښتنې د اهمال د اثبات په موخه د هغې د فطري حیثیت لنډ جاج اخلو !
۱ – ټول بشریت ولو که پر هر دین ګروهمن اوسي به خو پر دغې یوې موضوع کې بالاتفاق یو ډول رایه او نظر لري، چې له دینی متونو او تصریحاتو څخه د انسانانو د فهم او درک سطحه متفاوته ده بلکې او د فهم سطحې توپیرونه لري په هره زمانه کې د خلکو د درک او فهم هنداره د هغوی ټولنیز معارف او عرفان دی .
د تېرو امتونو او اسلافو د عرفاني وضعیت څېړل زموږ د موضوع په محتوا کې نه دي شامل (تلک امة قد خلت لهم ماکسبت ولکم ما کسبتم ولا تسئلون عمّا کانو یعملون. / )) نو په دې اړه که هر کله او هر راز بحث مطرح کیږي، د هماغې زماني مقطع دعرفان او معارف په رڼا کې پرې بحث ممکن او اغیزمن دی .
معاصر انسان چې له کله نه له سوشل میډیا سره نږدې اړیکي رامنځ ته کړي دي، نو له هماغې شېبې رانیولې بیا تر ننه موږ وینو چې انسانان یو بل ته د تعاون او تعامل له کبله د شکران مراتب د ټولنیزو شبکو له لارې وړاندې کوي، یعنې د نورو د احساناتو شکران په همد کانالونو کې اداء کوي .
دا د بشري فطرت مشترک فرهنګ دی، چې انسان د احسان تابع دی (الانسان تابع الاحسان) په دې اساس وینو چې د تعاون اړوند پیغامونو څخه رانیولې تر سیاسي ، ټولنیزو علمي او تخنیکي نوښتونو او د مرستو او تعاون په پآیله کې د شکران، مننې او تبریکي پیغامونه د ټولنیزو شبکو یوه دایمي فکتور ګرځېدلی دی ، آن دا چې د فردي انځورونو خپرول او په کمنتونو کې د هغې تشریفاتي ستاینې کیږي همدا فطرت دی او د معاصر بشري تهذیب فعال اړخ دی.
همدا راز د معاصر عرفان یوه بله دایمي زاویه دتاریخ د مشاهیرو او اسلافو یادغونډې او په دغو غونډو کې د هغوی مبارزو ته د عقیدت پېرزونې وړاندې کول دي ، ستاینې او منظومې او منثورې مدحې او هجوې هم له همدې لارې تبادله کیدې .
په افغانستان کې موږ دغه مسئله آن په اقوامو او پرګنو کې هم له ورایه احساسولی شو. موږ د غازي امان الله خان ، ستر احمد خان میرویس خان، خوشال خان و امثالهم په اړه علمي سیمنارونه ، مشاعرې و یادغونډې نیول کیږي او ښوونځي ، روغتونونه، سړکونه، پآرکونه اوامثالهم یې په نامه نومول شوي دي لکه وزیر اکبر خان مېنه ، خوشال خان مېنه ، رحمان مېنه ، طره باز خان څلور لارې ، حاجی یعقوب څلور لارې، ده مزنګ، قلعه خیاط، قلعه وکیل ، قلعه خاطر، قلعه زمانخان، کاریز دریاخان، چهاراهی شهید او….
دا انساني فطرت دی په دې کې دا مطرح نه ده، چې ایا د وزیراکبر خان پر نامه د کابل د زړه نومول به د نوموړي اروا ته ګټه او فایده وکړي او که زیان ، خو د هغوی د علمي او سیاسي مبارزو په پاس داحساناتو یو ډول شکران اداء کوي، مګر دوی کله هم له ځانونوونه پوښتل چې د خپلو اسلافو مدحې ویل او یا یې سیمې او ځایونه پر نومونو باندې نومول هغوی ته څه ګټه رسولی شي ؟ او یا د خپلو مړو شویو اسلافو مدحه کول دوی ته څه ګټه رسولای شي؟ دا ځکه چې دوی اصلا د هغوی د کردار احسانمند دي او د احسان په بدل کې له احسان کوونکي څخه مننه کول او د هغه کردار ستایل د انسان فطرت دی له امله یې د ګټې وټې پوښتنې ته اړتیا نه محسوسوي، ځکه چې ددې کار له فطرت سره اړیکه بذاته پخپله د ټولو پوښتنو ځواب دی، نو عین فرمول په درود او سلام کې هم منطبق دی او عین پآیله باید ولري داسې نشي کېدای چې د مهاتماګاندي ، لیلن، اتاترک، امان الله خان، امام خمیني ، ملک سعود ، زاید بن ال نهیان ، خان عبدالغفار خان، نلسن منډیلا وامثالهم شکران اداء کول دې مجاز وي، مګر د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم شکران د درود په بڼه اداء کول دې د پوښتنې وړ وي!. پداسې حال کې چې د ټولو نوموتو مشاهیرو کردارونه راټول کړای شي بیا هم د حضرت محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د بېساري دعوت سلمې برخې ته هم نشي رسېدای مګر بیا هم د درود وسلام له ویونکي څخه پوښتنه کیږي ، مالکم کیف تحکمون.
ددغو پورتنیو بېلګو او لنډې مقدمې څخه غرض دادی چې دمعاصر تهذیب له دې اړخ سره چې څوک اشنا وي نو هغه ته د درود شریف د ویلو داړتیا او ګټې په تړاو پوښتنه نه پیداکیږي ځکه هغه د مشاهیرو مشایخو ، اکابرو او اتلانو د کارکردګۍ د شکران د اداء کولو لپاره د انسان له اخلاقي رسالت څخه واقف او خبر دي، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې درود هم د همدغه فطرت تقاضا ده چې شکران یې اداء شي، مګر که څوک بیا هم د درود د ویلو په تړاو پوښتنه کوي ، معنا دا چې هغه له تهذیب سره هېڅ سر و کار نلري، طبیعي ده چې خلکو ته غیر مهذب ښکاري .
په دې اساس د درود شریف د ویلو له کبله که څوک هېښتیا او حیرانتیا اظهار کوي د معاصر تهذیب له اصولو او کړنلارې څخه ناخبره خلک ګڼل کیږي. د غیر مهذبو خلکو خبرو ته غوږو نیول او ارزښت ورکول، معمولا د معاصربشري تهذیب له اخلاقي پرستیژ سره نامناسب کار بللی شي .
البته موږ د درود شریف دارزښت په تړاو د دا ډول غیر مهذبو پوښتنو پر ځواب ځانونه له دې امله مکلف بولو چې درود شریف کومه کلتوري سیاسي، ټولنیزه او صنعتي مسئله نه ده، بلکې د الهي امر پر اساس په مسلمانانوکې ترویج شويدي د الله پآک د امر د امتثال په توګه د اسلامي امت دیني تهذیب دی، دیني اړخ لري او دیني وجیبه یې بولو.
لکه څنګه چې د بشري مرستو او تعاوناتو، لاسته راوړنو ، بریاو او خدماتو له کبله د خپلو اتلانو خپلسرې ستاینې کوي، القاب ورته کاروي ، یا د قاید یا د بابا یا د اتل همداسې د اسلام تهذیب کې درود ویل ځانګړی ارزښت او الزامیت لري. ځانګړی په دې معنا چې درود له پیغمبر پرته بل چاته جواز نلري ، فقط او فقط د محسن انسانیت ټولمنلي سپېڅلي شخصیت ته ډالۍ کیږي او الزامیت یې په دې اساس دی چې د الله پآک سبحانه وتعالی امر دی او دهغه دا اطاعت پر هر مسلمان واجب دی لهذا عموماً یې مسلمانانو ته امر کړی دی چې (ان الله وملائکتة یصلونه علی النبی یاأیها الذین امنوا صلّوا علیه وسلّموا تسلیما .) امت اسلامي د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلّم ددغې بېساري احساناتو په بدل کې چې د جهالت له تیارو څخه یې د ایمان رڼا ته ، له شرک څخه یې اسلام او توحید ته او د ظلم پر ځای یې عدالت او ګذشت او عفوې ته أنسانان وروبلل او د همدې امله الله سبحانه و تعالی بعثت محمدي صلی الله علیه وسلم د احسان کلمه کارولې ده چې فرمایی: لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ (164
8177– حدثنا بشر قال، حدثنا يزيد قال، حدثنا سعيد، عن قتادة قوله: ” لقد منّ الله على المؤمنين إذ بعث فيهم رسولا من أنفسهم “، منّ الله عليهم من غير دعوة ولا رغبة من هذه الأمة، جعله الله رحمة لهم ليخرجهم من الظلمات إلى النور ويهديهم إلى صراط مستقيم = قوله: ” ويعلمهم الكتاب والحكمة “، الحكمة، السنة =” وإن كانوا من قبل لفي ضلال مبين “، ليس والله كما تقول أهل حروراء: ” محنة غالبة، من أخطأها أهَريق دمه “، (72) ولكن الله بعث نبيه صلى الله عليه وسلم إلى قوم لا يعلمون فعلَّمهم، وإلى قوم لا أدب لهم فأدَّبهم
په دې کې د شهرت تصور هم درست او معقول منطق نه دی چې ګواکې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلّم دشهرت له پاره مسلمانان د درود پر ویلو مکلف کړای شوي دي، ځکه د هغه منزلت او مقام له ټولو انبیاؤ ع څخه لوړ دی او دغه مقام عطاء ورته دالله پاک سبحانه و تعالی له لوري عنایت شوی دی، چې فرمایي: : وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ [ الم نشرح: 4
دا د محمد صلی الله علیه وسلم د هغې بسارې مبارزې دشکران ادائینه ده چې په سوونو ملیارده انسان یی د جهنم له اوره وژغورل او دغه لړۍ لا روانه ده او تر قیامت پورې به جاري وي .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د محبت او مینې یو ډول اظهار دی پکې او د هغه صلی الله علیه وسلم سره مینه کول په مسلمان کې ددې وړتیا پیدا کوي چې دالله پآک د رحمت او مهربانۍ وړ وګرځي او دا دالله پآک پرېکړه ده چې څوک د حضرت محمّد صلی الله علیه وسلم سره مینه کوي الله پاک به له دغې شخص سره مینه وکړي .
قل ان كنتم تحبون الله فاتبعوني يحببكم الله ويغفر لكم ذنوبكم والله غفور رحيم/ العمرآن ۳۱
په صحیحو احادیثو کې د درود شریف مختلفې ګټې بیان شوی دی ، اضطراب ختموي ، مصیبت لرې کوي هم غم او حزن ختموي ،دالله سبحانه و تعالی د رحمت قابل ګرځي . لاندې دوه احادیث مشت نمونه خروار ذکر کوو :
جاء من حديث أنس بن مالك رضي الله عنه قال قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -من صلى علي صلاة واحدة صلى الله عليه عشر صلوات وحطت عنه عشر خطيئات ورفعت له عشر درجات. رواه الإمام أحمد (11587) والنسائي (1297) – واللفظ له – بإسناد حسن.
ژباړه : حضرت انس ابن مالک رح فرمایي: نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل څوک چې یو ځل پر ما درود ووایي، الله پاک پر هغه شخص لس ځله درود وایي او لس خطایاوې یې پاکوي او لس درجې یې لوړوي.
♦
عن مكحول عن أبي أمامة رضي الله عنه قال قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -أكثروا علي من الصلاة في كل يوم جمعة فإن صلاة أمتي تعرض علي في كل يوم جمعة فمن كان أكثرهم علي صلاة كان أقربهم مني منزلة/ رواه البيهقي في الكبرى بإسناده (3/249)
حضرت ابي امامه رض فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل د جمعې پر ورځ پرما زیات درود ووایاست، هر چا چې زیات درود ووایه، ما سره به هومره نږدې وي