لا به ډېر ګلونه وا شي په دا باغ کې

Spread the love

لمر مومند/ ټورنټو

که څه هم په ګران هېواد کې د څو لسیزو بدبختیو او ناورینونو له افغانانو هر څه تروړلي او هغوی یې په هر ډګر کې وروسته پریښي دي، خو بیا هم د شکر ځای دی چې زموږ باتور ملت پر دغو ناورینو او د پردیو له خوا پر تپلیو استخباراتي  جګړیو سربېره د ژوند په هر ډګر کې خپل مزل روان ساتلی او هغه ځای ته یې ځان رسولی، چې نړۍ ورته ګوته پر غاښ دي.

په دغه پرمختګونو کې یو هم د افغان کرکټ د ملي لوبډلې پرمختګ دی، چې په ډېر لږ وخت کې یې ځان د کرکټ د نړۍ هغه ځای ته رسولی، چې نړۍ ورته حېرانه ده.

ځښتن تعالی د افغانستان پر خړه خاوره د کرکټ داسې لوبغاړي راپنځولي، چې نه یواځې د افغانستان، بلکې د کرکټ د نړۍ ګڼ شمېر نور هېوادونه هم پرې وياړي او هڅه کوي، چې په یو نه یو ډول یې په لوبډله کې ولوبېږي.

په دغو لوبغاړیو کې د راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن ځدراڼ، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عصمت عمرزي، فضل الحق فاروقي، حشمت الله ځاځي او یو شمېر نورو لوبغاړیو نومونه د ځانګړې یادونې وړ دي، چې نه یواځې پخپلې ملي لوبډلې کې لوبېږي، بلکې د هندوستان، استرالیا، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو په مشهورو تجارتي لیګونو کې هم لوبېږي او خلک یې پر خپل استعداد و وړتیا هک پک کړي دي.

که دغو افغان لوبغاړیو افغانستان ته ویاړونه راوړي، نو افغان ولس  هم دوی نازولي دي، مینه یې ورکړې، پرې ویاړیدلي او د دوی لار یې تعقیب کړې ده.

په افغانستان کې د کرکټ د فوق العاده استعدادونو له راپنځېدا سره سم، افغان ځوانانونو د دوی لار تعقیب کړه او اوس پکې په هر ولایت، ولسوالۍ، کلي او بانډه کې داسې استعدادونه راځرګندېږي، چې په لیدو یې سړی خوشحالیږي او د کرکټ راتلونکی ورته روښانه بریښي.

په دغو استعدادونو کې یو هم د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ ځوان افغان لوبغاړی ایمل خان دی، چې په کرکټ  کې ورته څښتن فوق العاده استعداد ورکړی دی.

ایمل خان د کرکټ په ډګر کې په لږه موده کې ډېر پرمختګ کړی دی او دا پرمختګ یې د لا غوړېدا په حال کې دی.

ایمل خان دا مهال په کاناډا کې د کرکټ د غوړېدا او د ځوانو استعدادونو د روزلو  لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي او خپل مهارتونه او استعداد د کرکټ په ډګر کې نندارې ته وړاندې کوي.

نوموړی دا مهال د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغان ټولنیزو خدمتونو د مرکز په کرکټ لوبډله کې لوبیږي، چې په دې وروستیو کې یې له هندوستان، پاکستان او بنګله دیش  څخه د درې اړخیزو لوبو د لړۍ پایلوبه هم وګټله.

د پاکستان، هندوستان، بنګله دیش او افغانستان ترمنځ د کرکټ د درې اړخیزو لوبو لړۍ یا د سویلي اسیا کپ کرکټ ټورنمنټ پایلوبه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۲۲مه د ټورنټو د برمبټن ښار په لوبغالي کې ترسره شوه، چې د افغانستان په استازیتوب پکې د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز لوبډلې له هندوستان او پاکستان څخه په لوړ مارجن لوبې وګټلې.

  ایمل خان په دغو لوبو کې ښه وځلېد او ددغه ټورنمنټ د غوره بالر جایزه یې هم وګټله. ایمل خان د خپل اړخیزې لوبې له امله نه یوازې له ANSS ټیم څخه بلکې د نړۍ په کچه د کرکټ له مینه والو له خوا هم ستایل کیږي.

د پښتو متل دی، چې: (د لمدو خټو لږې اوبه دارو وي) په ګران هېواد کې د استعداد کمی نشته، خو ستونزه د فرصت برابرولو ده. که چیرې دغه ځپلي ولس ته ښه زمینه برابره شي، نو باوري یو چې دا ولس د خپل استعداد او وړتیا پر مټو په هر ډګر کې ځان د نړۍ له سیالانو سره سیالولی شي.

لا به ډېر ګلونه وا شي په دا باغ کې

د ګلزار د غوړېدلو یې اغاز دی

د افغان لوبډلې، ایمل خان او نورو ځوانو استعدادونو د لا غوړېدا په هیله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *