د علم د تعریف په مصداق کې بشري- عصری زده کړې شاملیږي، نه دیني زده کړې، ځکه ددینی مناسکو زده کړه دمسلمان ایماني تکلیف دی او تکلیف دعمل نوم دی نه د علم !
علم څه شی دی ؟
دغه پوښتنه چې څومره ساده ده، همدومره متنازع اود مناقشو نه ډکه ده دعالم دنسبت په تړاو دمسلمانانو ترمنځ نزاع د اختلاف د تداوم یو له مهموعواملو څخه ګڼل کیږي پدې اړه دنظریاتو تکثر او په هغې کې او د افراط او تفریط ترمنځ توازن او تقابل دعلم دحقیقت پېژندنه ستونزمنه کړې ده ځکه یاد اختلاف د علم د حقیقی او متفق علیه تصور د ړنګولو او پاشلو پر محوري عامل ګڼل بدل شوی دی .
څوک لګیا دي ،د علم په تعریف کې د مجال په افراطي پراختیا ټینګار کوي او څوک اخته دي دعلم د تعریف د محدودیت پرمټ د علمی مجالاتو د تهدید او تحدید هڅې کوې.
دمعاصرو دینپوهانو ترمنځ دعلم د تعریف په اړه موجودکشمکش متاسفانه چې د ملا او مقتدۍ ، مرید او مرشد شیخانو او رندانو ترمنځ د فکری اختلاف د تشتت او تعدد لامل ګرخېدلی دی ، چې له کبله یې د علم له تعریف څخه یوه متنازع غیر علمي اما سیاسي مسئله جوړه شوې ده او سیاسي اړخ یی دا موضوع ددین له قلمروه په بشپړه توګه ایستلې ده .
که موږ پخپل څنګ و څټ کې د «فتح مکه او فتح کابل» دشعارونو اقتران ته ځیر شو نو پوهیږو چې دملائېزم لخوا څنګه ددین له نسبت څخه د دنیوي سیاست دمفاداتو د تضمین له پاره کار اخېستل کیږي .
دحدیبیه دصلح په مذاکراتو نبی کریم ص د قریشو مشرکینو د استازي سهیل ابن عمرو سره په کوم ډول مذاکرات ترسره کړل حتی د هغوی غیر قابل تحمل شرایط یی ورسره هم دسولې او ثبات د تحقق په موخه ومنل مثلا د تړون له متن څخه یی تسمیه یا بسم الله الرحمن الرحیم حذف او پر ځای یی د جهالت دوخت کلمات (باسمک الهمّ ) ولیکل شول همدا راز د نبی کریم ص له نامه څخه درسالت وصف یعنې د رسول الله کلمه حذف او پرځای یی یوازې محمد ابن عبدالله ولیکل شو، داځکه چې سوله او امنیت دمسلمانانو له پآره دعلیا مصالحو څخه و او د هغې د تأمین له پاره یی دمشرکانو شروط ومنل او دا کار دپیغمبر په حضور او توافق ترسره شوی و چې دینی صبغت یی پر سیاست غالب دی ، پرعکس پر دیارلس سوه اویایمه لسیزه کې دپنجاب په منځګړیتوب د طالبانو دامارت او د پخوانیو ټوپکوالو احزابو ترمنځ مذاکرات پدې له تشنج سره مواجه شول چې دامارت اخندانو د رباني استازی یونس قانوني د عالم له تعریف څخه محروم کړ او ویی ویل چې یادو مذاکراتو ته باید مقابل جانب علماء را استولي وای او محمد یونس قانونی عالم نه دی ځکه مدرسه یی نده بشپړه کړې او دعالم اطلاق پرې نه کیږي پدې اساس یی مذاکرات ملغاء اعلان کړل .
که څه هم ددغو مذاکراتو څخه دسولییز تړون د صدور تمه کېده او سوله کې د مسلمانانو ګټه وه خو داچې د امارت اخندانو له پاره یی په سیاسي لحاظ تاوان درلود، اقتدار یې پکې وېشل کېده و ځکه یی دعالِم تعریف بهانه کړ او یاد مذاکرات یی مختل کړل .
پدې عمل سره یی له یوې خوا د مسلمانانو علیاء مصالح د دوه نورو لسیزو له پآره دجګړې خولې ته وسپارل اوسولې ته یی دملیونونوافغانانو هېلې له خاورو سره خاورې او دلسګونو زرو مسلمانانو د قتل عام پر ناورین مبدلې کړې . له بلې خوا یی پر دغې اخلال سره متأسفانه چې ټول ملی او دینی ارزښتونه د وې ترهګرې ډلې د مشر څخه ددفاع په بهانه دسیاسي فحشاګرو په حیث د امریکایانو پښو ته وروشیندل!
د همدغې ملحوظ پر اساس پدغه لیکنه کې زه هم د علم له فرمولیټیک تعریف څخه تېرېږم چې په ټولنیز ذهنیت کې د شتو اختلافاتو له امله ددې بحث موضوع او مسیر بل لور ته سوق نه شۍ.
داسلامي ګروهمنتیا او باور له مخې ، علم د الله پاک جلّ جلاله ذاتی صفت دی او موږ ددغې الهي مقدس صفت په طفیل د علم د فیوضاتو څخه په استدراک سره ، د خپل لایزال ، مقدس مقتدر او مدبر خالق جل شأنه د جمال او جلال عظمت او حقیقت پېژندلاې شو .
د علم دماهیت او تعریف په اړه د فکری اختلاطاتوله انحطاط څخه دغه راوتلی اختلاف دملایانو د عناد او فکری انجماد مسبب او همدغې قاصر منجمد او محدود فکر پراساس د مذهب د پروداکسي ضمایمو په بڼه دتضاد په محراق کې واقع شو .
د سولې سره داخندانو مخالفت دامریکا د پلان پر اساس رامنځ ته شوی و اما له مذهبي تقدس څخه یی ورته د لاسپاک کار واخېست .
که د علم د تعریف په اړه اختلاف رښتیا هم د مذهبي حساسیت پر اساس رامنځ ته شوی وای نو مذهب له ګواښونکو پوښتنو لاندې راتللو ځکه مذهب د عرف عام او شرعي مصطلحاتو له پاره په لوی ارزښت قایل دی او پدې دواړو (عرف عام او شرعي مصطلحات) برخو کې دینپوهانو ته د عالم خطاب ندی مروج ځکه له دیني پلوه دینپوهانو ته د امام یا خطیب او په عرف عام کې د اخند ملا او مولانا خطاب کیږي .
له امله په دمذهبي حقیقت پر اساس پرملا باندې د عالم اطلاق درست نه دی او قرانکریم هم د عالم په خطاب سره ورڅخه یادونه نده کړې ، بلکې د اهل الذکر په خطاب سره یی یاد کړیدي « فاسئلو اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون » له دی کبله اسلامي دینپيوهان نشي کولای چې دعلم له پاره متفق علیه تعریف وړاندې کړي او یا ورته غاړه کېږدي همدا لامل دی چې هغوی تل هڅه کوي چې اوبه خړې کړي ، که اوبه رڼې شوې بیا ماهیان نشي نیولای .
متأسفانه چې دعالم تعریف په غیر مجاز ډول ملایانو پورې منحصرول هغه کړکیچ دی چې کابو د څه باندې سلو کلونو راهېسې د افغانانو پر وړاندې د علمی څېړنو او پلټو د پراختیا او پرمختیا په مسیر کې خنډ او دېوال ګرځېدلی دی .
د علم له پاره د روا او نا روا یا دمذهبی او غیر مذهبی حیثیت او نسبت تر شاه یو عالم رواني کړکیچونه دملایانو ددغې موقف د انتخاب د دلیل، عواملو او شواهدو په حیث پراته دي ، دوی په خبرو کې الله ج خالق او قادر مطلق بولي خو د ځانخوښئ روانی او عنادی عواملو یی سترګې تړلي دي دالله پاک ج د خالقیت پر حقیقت کماحقه نه دي خبر او څوک چې دالله پآک دقدرت اسرار کشفوی او نور انسانان ورڅخه خبروي نو هغوی ورته واجب القتل ښکاري. دوی د اوبو حکمت دا بولي چې دتندې سړلو له پاره یی وڅښي او یا پرې استنجار ګانې تازه کړي ، تر دې ور هاخوا نور نه دې خبر چې اوبه انرژي او برېښنا دتولید خاصیت هم لری ، لمر د ورځې او شپې د توپیر پر اساس پیژني مګر پدې ندي اګاه چې دلمر په وړانګو کې انرژي موجوده ده او انسانان کولای شي د هغې انرژۍ په مدریت سره دژوندانه ستونزې راکمې کړي پرعکس هغه چا چې له اوبو برېښنا تولید کړه او له لمر څخه یی سولري انرژي حاصله کړه او خلک یی دالله پاک دغې عظیم قدرت ته متوجه کړل هماغه خلک ورته دالله پآک دښمنان ښکاري !
د ملائېزم ددې فکری رکود او عنادي انجماد نا مطلوبې اغېزې یوازې دوی پورې محدودې پاتې نه شوې ، بلکې د دوی فکر د ساری ناروغیو د وایروس په توګه ددوی د مګسانه مداخلو له لارې ټولنې ته هم انتقال شوی او تر ننه دمسلمانانو د ټولنیز پرمختیایی او صنعتی تفکر د هلاکت او فلاکت لامل ګرځیدلی ځکه دوی د بشري علومو سره دښمنانه چلند کوي ترڅو یی بې کفایتی بربنډه نشي او د مفته خورۍ جواز ورڅخه مصادره نشي .
متأسفانه چې له اوږدې مودې راهېسې دغې رجسانه تفکر د مسلمانانو پر وړاندې د الله پاک جل شأنه د معرفت او قربت دروازې تړلي دي. بالخصوص په داسې ټولنه کې چې د اتیا په سلو کې وګړیو دیانت یی دتحلیل پر ځای سنتي بڼه لري .
دا ضعف په حقیقت کې د ملا دلاسه په عمدي او قصدي توګه راپېښ شوی دی او دلیل یی همدا دی چې د تحلیلی او تحقیقی دیانت د تفسیر او تفهیم په صورت کې هر مسلمان د دین د حقیقي محتویاتو ، مطالبو ، هدایاتو، لارښوونو سره اشنا کیږي او رېښوني استقامت ته سیخیږي چې، ددغې علم دښمنه او جهالت پروره قشر نفسیاتی ګتو او فضلفروشۍ دوکانچه یی تړل کېږي .
ملایان په دې پوهیږي چې که د بشري علومو په اړه په خپل موقف کې بدلون راولو نو د دینی برولۍ د انحصار واک مو له لاسه وځي، چې پدې کار سره ددوی د نفسیاتي ګټو د تأمین او تضمین مسئله تزلزل سره مخامخیږي او د ګټو او عوایدو د استمراري سرچینو د تداوم په موخه به ددوی له خوا هغه په سلګونو موضوعي جعلی او خودساخته شعارونه هم رسوا او پیکه شي چې دوی یی د ټولنې د استحماریت له پاره کاروي.
که ملا دعلم حقیقت ومنی ، نو ځانته به یی خپلې پښې پر تبر وهلي وي ځکه، بشری علوم ټول په عقل او تجربه مبتني دي او چې عقلانیت کله ددینی متونو د تنقیح او تصحیح د موازینو په محراق کې واقع شو ، نو اتومات ورسره ددوی د تقاریرو د محتوا جعل و ددوی جهالت بربندیږي .
ددوی سره دا ډار مل شوی دی چې که د تور او سپین او رښتیا او درواغو د تشخیص په لړ کې به د دیانت او عقلانيت د امتزاج له برکته ددوی ټولې هغه خودساخته مقولې ، ضرب المثلونه او شعارونه چې ددینی شعارونو په توګه یی خلکو ته سهار ماښام بیانوي ،خپل ځای د دیانت حقیقي شعائرو ته پریږدې لهذا دوی اندېښنه لري چې که داسې وضعیت حاکم شي چې د عالم او ملا توپیر ته د خلکو پام پکې ور واوړي ،نو پر ټولنه باندې دامامتۍ له بابته حواله شوې اعاشه او اباطه به ورباندې زهر و ګنډیر شي ،پر ټولنې باندې د دیانت په عنوان تحمیل شوي قلنګونه او دخیرات و صدقاتو و غیره په نوم راټولیدونکی عواید به فلج شي او پایله کې به ملا د یو بې هنره ، بې کسبه ، بې کماله شخص په توګه د رواني مفتخورۍ نه خلاص شي او ژوند به یی تریخ شي .
دغې قشر د شرقي ټولنو وګړي له سوونو کلونو راهېسې ، د دیانت په نامه د بدعاتو او خرافاتوپه ترویج او تعمیم سره تر دردناک زپېښاک او فکري ښکېلاک لاندې نیولي دي .
ددې غبن تداوم په مختلفو بڼو د مختلفو ادرسونو او ډلو د ایجاد او تفریق د لړۍ په تداوم سره تر نن پورې رارسېدلی دی .
ایران عراق افغانستان پاکستان هند بنګلادیش ټول ددغې فریم مربوط خلک او ډلې لري خو متأسفانه چې دشرقي ټولنو څخه یوازی افغانستان ته ددې قشر ترټولو غیر مهذبه وحشي او بېسواده بڼه په برخه شوې ده .
زموږ سنتی دیانتی ټولنې ته دا مجال نه ورکوي چې د دین د حقیقی مطالباتو او لارښوونو څخه خبر شي ځګه یی د حقیقي دیانت د درک او معرفت پر وړاندې په خپل مهمل اختلاف سره د مسلمان د تکفیر څخه تر قتلولو هر راز او د هر سطحې کوشش کړی دی ،ترڅو د بشرۍ علومو په برخه کې زموږ وګړیو د پرمختګ مخه ډب وساتي خلک په خپلو ځانونو کې هغه صلاحیتونه او وړتیاوې ونه پيژني چې ددوی دژوند په روښآنتیاو او دالله پاک دمعرفت په زیاتېدو سره یی دایمان د غښتلتیا سبب او په نهایت کې جنت ته د دخول دلیل او حجت شي .
علمي او تحقیقاتي مسیر کې یی له سوونو کلونو راهېسې د نا مطلوب او مهمل مزاحمت له امله دالله پاک ج د عظمت ، او بې پایانه قدرت ، ربوبیت ، خالقیت ، صنعت ، تدبر ، جمال او جلال پېرزونو او منانیت ،د عفوی او ګذشت مینې او شفقت ، مهربانۍ او ستاریت ، تدبیر، عدل او احسان د حقیقت په اړه د تدبر او درک مامېله قصدا ستونزمنه کړیده .
دوی پخپل وراسته تفکر سره د فقاهت حیثیت او دا فتاء شرعي منزلت هم پر دا تندي داغلی دی او پدې سوچ او فکر سره یی له یوه اړخه د بنده ګانو او پروردګار ترمنځ یی د فردي رابطې کانال مختل کړیدی د امتحان دغې دارلفناء کې یې داجباري دیانت پر بدعت سره د خلکو فردي اراده او اختیارات سلب کړي او خلک یی د هغو د حقه حقوقو او او هغوسلوکونو څخه منع کړیدي چې الله پآک پرې لورولي او ورته مشروع ګرځولي دي ) دهمدغې اختیاراتو پر اساس دقیامت پر ورځ الله پاک له فرد فرد سره محاسبه کوي ( د خپلو منفردو بدذوقه سلیقو او غیر مهذبو څېرو، وحشي عادتونو او ناوړه سلوک اجباري تقلید یی پرې دشرعي حکم په حیث واجب الرعایت ګرځولي دي.
د هغو اختیاراتو او صلاحیتونو څحه د استفادې مخه یی نیولې ده چې ددې دنیا د ژوند د خاص منطق حیثیت لرې او د لایزال خدای ج د لایتناهي عظمت او قدرت دمعرفت او قربت شرف پرې حاصلولی شي ، حتی هېچاته اجازه نه ورکوي چې دالله پاک معرفت کما حقه د کائناتو او په هغې کې د تکویني احکاماتو له اکتشاف او ادراک څخه حاصل کړي ځکه چې دغه حقیقت د عصري یا دبشری علومو پر مټ ممکنیږي او دهغې بابته دوی صمّ بکم دي .
دخپلې برلاسي او فضلفروشۍ د برقرار ساتلو په موخه ، یوازې ددوی له خوا د خدای پېژندني لار مشروع بولي او کائناتو د خلقت اسرار او دکائناتو په اړه د خدای ج له خوا انسان ته د تدبر او تفکر د امر په ترڅ کې دمعرفت ټاکلې فطری لار او الهي هدایات نامشروع بولي متأسفانه .
دوی دامت محمدي څخه الهي دین یرغمل کړی دی او د خدای ج او بندګانو ترمنځ یی پخپلې سپینسترګۍ سره جعلي نیابت پیل کړی او په دې توګه یی دانسانیت خصوصا امت محمدی څخه د الله پاک د معرفت له پاره د هغه ټولو مقدسو صفاتو ، کمالاتو او جمالاتو د وحدانیت د ادراک او تصور وزرونه مات او لارې چارې یی محدودې کړی دی.
دغه پوړ په خورا سپینسترګي سره ځانونو ته د عالمانو نسبت کوي او محسن انسانیت رسالتمأب محمد ص ته په خورا سپین سترګۍ العیاذ باالله د امی ، بېسواده او نالوستي نسبت کوي.
دوی حقیقت کې داسلام د حقپرستو علماؤ مواصفات نلري بلکې د هغوی هویت یی اختطاف کړی او د مفتی، ملا ، مولوي او مولانا القاب ځانونو ته کاروي ، چې دملائیزم به نوم یوه مغرضه پدیده ده ، نه عالمان او یا د پیغمبر ص د مسند وارثین.
دملائیزم د پدیدې دغه وحشي منسوبین ، هرچېرته داسلام د مبارک دین له پاره خجالتونکي موقفونه اعلانوي او دخپلو چټلونفسونو په هنداره کې خپل بدرنګ مخونه هم ویني خو بیا یی هم عناد او خودخواهي یا استکبار اړباسي چې داسلام له سپېڅلي حقیقت څخه هم ددوی د تورو مخونو په څېر د انسانانو زړه هم تور کړي . دا دیني جعلکاران او ددوی ماهیت او حقیت او د علماء حق سره ددوی توپیر به په راتلونکې لیکنو کې توضیح کړم اوس دغه لیکنه چې دبشری علومو د اهمیت په اړه ده )چې دالله پاک ج د عظمت او جلال او جمال دپېژندلو د عرفاني لارې ادرس په ګوته کوي ،( ددغو مختورنو أنسانی شیاطینو په تشریح کولو نه غواړم جټله او نجسه شي
دوی کله هم له ځانه ونه پوښتل او دا ارزونه یی ونکړه چې ، که انسانان په کائناتو کې د الله پآک ج د تکوینی اسرارو اکتشاف ته د بشری تفکر او خدا داد صلاحیتونو او خلاقیتونو پر مټ د مزل او رسېدو پروړاندې له دغې جاهلانه عنادي او مهمل مزاحمت څخه لاس واخلي نو ګټه او تاوان یی څه شی کېدای شي ؟
د راقم الحروف په قاصر او نیمګړي فکر ، ددې کار ګټه زیاته او زیان یی کم دی، پرعکس که مزاحمتي تفکر ته دیني او مذهبی جامه کې وده ورکړل شي طبعا چې د زیان او بېلارېتوب کچه یی پر حقیقت او ګتې غلبه مومي.
زه د مسلمان په توګه دخپل ایمان پر تقاضا او د خپل دینی ادارک پر اساس غواړم د عالم او ملائیزم ترمنځ فاحش توپیر واضح کړم ، چې پر مذهبي روایت د خوشباورۍ له امله یی مسلمانان د ملا او عالم د یوه ګڼلو له کبله په اشتباهاتو کې ایسار دي .
داسلام د مقدس دین د اصولو او اساساتو د لارښوونو په رڼا کې غواړم توضیح کړم چې اسلام دعلم په تړاو د مذهبي نوعیت انتخاب او د غیر مذهبی انتساب توپیر ته په کومه سترګه ګوري او ایا اسلامی لیدلوری هم ، د بشری علومو دعلمي مسیر د پراختیا او پرمختیا د سفر پر وړاندې ددغه مزاحمت برخه ده او که دیاد مزاحمت په مخالف جهت کې قرار لري ؟ اسلام بشری اختراعات تقبیح کړي او که داختراعاتو او اکتشافاتو تحسین او تحضیض یی کړیدی؟ ایا ددی مخالفت دمشروعیت لپاره داسلام په مصادرو بنآ شته دیاو که ددې پر عکس د کائناتو په رابطه د تفکر او تحلیل تعین شویدی .
په اسلامي مصادرو کې ، قران او حدیث دوه معتبر مصادر دی او بیا پدې دواړو کې هم قرانکریم یوازینۍ مصدر دی چې باالتواتر رانقل شوی او د ماهیت او کم و کیف له اړخه له هر راز تحریف ، جعل ، او ضعف ه احتمالاتو څخه مبرآ دی.
پدې بحث کې به هم د استدلال له پاره دیوازینۍ مرجع په توګه لومړیتوب ورکړو ترڅو داسلام د مقدس دین په ادرس د څو عقدوی عنادی رواني ناروغانو د غیر معقولو څرګندونو له امله په یاد مزاحمت کې د اسلام دخالت او مزاحمت رد شي او له دغې بې مروته او بدرنګې ښکېلتیا سره له نسبت څخه یی حقیقت جلا شي او د اسلام سپېڅلي دین ته په جعلي او کاذب بنیاد منسوبو څو مذهب پناه رواني ناروغانو د عقدوي او عنادي تداخل اصلی حقیقت ته د عوامو د فکری رجحاناتو د مزل او رسېدو له لارې څخه دخپلې وسې سره سم مزاحمت او خنډونه لرې کړای شم او د عظیمو اخلاقو دکمال مرجع محسن انسانیت ص د مبارکې وینا پر اساس کم از کم د اماطة الاذی عن الطریق د ایمانی مرتبی شرف راته حاصل شي .
لومړی غواړم څو نکتو ته باید اشاره وکړم او د بحث تر پایه دغه څو نکتې ځانته په مخ کې کېږدو ترڅو درست مزل وکړو او حقیقت کما حقه درک کړای شو.
د اسلام دمبارک دین ستر هدف دانسان تذکیه ده او تذکیة النفس د اخروي فلاح سرتیفیکت دی (قد افلح من تذکی….. قد افلح من ذکاها…) ددغې تذکیی طرق او ترتیب په دغو مواردو کې تلخیص شوی دی
۱ د نفس او بدن پآکوالی ) طهارت نفس او بدن (- دخوړو او حښاک )طهارت أکل او شرب (– داخلاقو تذکیه او پآکوالی
(۲ طهارت اخلاق) او څلورم عبادات . دا څلور موارد اصلا د دین مشمولات احتواء کوي له دې څلورو مواردو پرته بل هېڅ شی د دین په مشمولاتو کې ندی شامل او د کولو او نه کولو صلاحیت انسان ته ورکړی دی چې هېڅوک ورڅخه دا اختیارات نشي سلب کولی .
فرض واجب سنت او مباح ، حلال او حرام دا ټول ددغې څلورو کتګوریو سره تړاو لري او ددې ټولو له پاره بنیاد باید قرانکریم کې په صریحو الفاظو شتون لري چې هر یو یی داطلاق بېشمېره موارد لري او هغه موارد موږ ته د الله پاک رسول او د دین رارسونکي امین پیغمبر ص په مبارکو احادیثو او ورڅخه د مجتهدینو او فقهاؤ لخوا په استنباطاتو کې په کمال امانتدارۍ او وضاحت سره بیان کړای شوي دي .
موږ ددې صلاحیت نلرو چې یو کار ته د خپل نکته نظر پر اساس د فرضیت وجوب استحباب او یا د حلت او حرمت نسبت وکړو، دا جسارت د پیغمبرانو له پاره هم مجاز نه دی ځکه دا تعیین او ټاکل د خدای ج صلاحیت او صفت دی لهذا ددین د معرفت او فهم دغه طریقه او اوصول چې مخې ته کېږدو نو له تتبع او اسقراء څخه وروسته دې پایلې ته رسیږو چې د علم تعریف، د مذهبي علم په توګه او دعلم په اړه د فرض ،مباح او واجب فتوا جاری کول او دشرعي حکم په حیث مطرح کول ، اصلا له شرعی اړخه درست نظر او دهېڅ سند پر اساس دیني عمل نه دی چون دا ددین مشمولاتو کې ندی شامل پدې اساس دا ډول بحثونه مطرح کول په دیني منطق او اخلاقي تعامل دواړو کې توجیه نلري .
دا د اسلامی دینپوهانو او ملایانو په صفوفو کې د هغو مشخصو مذهبي سوداګرو د اختلاط پایله ده کوم دینپلوري او مذهبی سوداګر چې د نفساني خواهشاتو څخه مجبور دي او حقپرستو دینپوهانو حلیه او هویت یی اختیار کړیدی او د دینی تقدس تر چتر لاندې د خپلو نفسي خواهشاتو په اشباع او پاللو بوخت دي .
دوی د پرودوکس او دوه مخې پدېدې په حیث په څرګنده ګفتار کې د پیغمبر ص د اتباع شعارونه ورکوي اما د پردط ترشاه ددوی د رفتار او کردار ته چې سړی وګوری ، پوهیږي چې په حقیقت کې د هغوی اعمال رحماني ندي ، بلکې شیطاني دي او د خپلو نفسونو اتباع کوي .
د دین په حواله دعلم تعریف یوازې په ملایانو پورې محدودول هېڅ راز بشري او شرعي منطق نلري. په تېره بیا دداسې موضوع په اړه د بحث رامنځته کولو پایله دګټې په نسبت تر ډېره د دین دحیثیت او ماهیت او حقیقت پر زیان منتج کیږي .
پدې کار سره د بشري علومو ستر ستر پوهان مخترعین او مبتکرین چې، هغوی د ټول بشریت د رفاه او ښېګڼې له پاره نهایت قابل تحسین خدمات ، اختراعات ، ایجادات ، ابتکارات او تولیدات تر سره کړي دي او له دغو خدماتو څخه یی مسلمانانو په قاطع اکثریت سره تر بل هرچا زیاته ګټه پورته کړېده او لګیا دی لا پورته کوي یی پر عکس یی د دغه بېساری خدمتونه د تحسین او شکران پر ځای، ددغو علومو ماهرین د علم له تعریفه تجرید ولو سره عمدتاً عنادی مخالفت ته اړ باسي.
پداسې حال کې چې دمسلمانانو ددینی او مذهبی امور اهتمام، ددغو بشري علومو د پرمختګونو له پایلو خړوبیږی مثلا ، د برېښنا له برکته په تیارو کې دمسلمانانو مساجد روښانه وي ، دبرېښنا په انرژۍ سره د اوداسه او څښاک له پاره د زمکې له تل څخه اوبه راباسي ، دبرېښنا رڼا کې قرانکریم تلاوتوي لمونځونه اداء کوي او همداسې له اذان څخه تر بیان پورې ټول د برېښنا پر مټ ترسره کوی لنډه داچې مسلمانان د تدیین او دیانت په اداینه کې د هغه چا مرهون احسان دي چې هغوی برېښنا اختراع کړېده . د مساجدو د تعمیراتو یا ودانیز جوړښته رانیولی آن تر ښکلا او زینت پورې (چې د مهندسئ او انجینیرۍ ) د پوهانو د خدماتو پایله ده او دزیاتو اسلامی مسجدو ، مدارسو ،جماتونو په انکشاف او تسهیلاتو کې دپام وړ رول درلودلی دی .
همدا راز د انساني روغتیا د تحفظ په برخه کې فرد فرد دطبی محققینو دزحماتو پوروړی دی ، د کرنېزو او صنعتی پرمختګونو او ابتکاراتو څخه د انکشافی تقلیداتو په ترڅ کې د اقتصادي فقر دمخنیوي چاره کوي او د خواړو تنوعاتو ته د لاسرسي په مورد کې د غذایی فقر څخه مخنیوی کوي ، په دواړو برخو (دکرنیز سکتور او صنعتی انقلاب ) کې انسانان د بشري علومو څخه پرته ژوند ته په اسانۍ سره دوام نشی ورکولی او د ټولو ملایانو دپوهي په یومټي کولو سره بیا هم نه توانیږي چې دبرېښنا بدیل اختراع کړي او یا داانسان دژوند داسانتیا له پاره یوه ورته پدیده اختراع کړي ځکه چې دا کار دساینسي علومو سیتماتیکو زده کړو او علم ته اړتیا لري او ملایان ّدي علومو نه بوهیږي خوځانونوته د عالمک نسبت کوي او ددومره علمي خدماتو دمحصول سره سره ورته دغه مبتکرین عالمان نه ښکاري (!) «فما لکم کیف تحکمون»
د بشري علومو علماؤ سربېره پر دې چې ، د تکنالوجۍ پر مټ د زمان او مکان ترمنځ د تنابونو په لنډولو کې انسانیت ته نه هېرېدونکي خدمتونه تر سره کړي دی ،د الله پاک د معرفت په حصول کې یی نهایت قابل تحسین خدمات تر سره کړي دي .
دوی د کائناتو دخلقت اسرار راسپړلي او په قابل ملاحظه توګه یی په موجوداتو کې د مرموزو تکویني احکاماتو په اړه د فکري پرمختګونو له پاره پراخه تحقیقاتی ، اکاډمیک او تخصصي زماین او مجالات رامنځته کړيدي ، پدې توګه جمله انسانیت د ژوند دهر اړخ په انکشاف کې، دبشري علومو د پوهانو او عالمانو د ابتکاراتو او اختراعاتو له فیوضاتو څخه پرته له هر راز تبعیض او توپير څخه بهرمند او غنامند شوی دی او دا حقیقت پر بداهت بدل شوی دی چې منکر پرې اعتراض نشي کولی .
په دینی منطق کې ددا راز خدماتود ترسره کولو په تړاو په خپلو اخلاقي اصولو او ضوابطو کې د تقبیح او اسخفاف پر ځای د تحسین الزامیت ته ترجیح ورکوي او دغه ترجیح د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا د امر په توګه امت ته مسؤلانه سپارل شوېد ه
هغه فرمایی : من لم یشکر الناس لم یشکر الناس ، لن یشکرالله . څوک چې د بل انسان د احساناتو په بدل کې شکرګذاري نشي کولای هغه د الله پآک د شکران د اداکولو ظرفیت هم نه شي درلودلای .
پدې اساس، د بشري علومو هجوه او تردید ددین له خصایصو سره متضاد عمل دی ځکه دا د ناشکرۍ او استخفاف قابل مذمت انداز او شکل دی .
د بشری علومو ارزښت له لیک لوست څخه رانیولې تر تحقیق، طرح، تطبیق او حاصل و محصول پورې دټولو د برترۍ میزان ، د لومړنۍ وحي د نزول پر مهال د حراء په غار کې د اسلام د ستر پیغمبر رسالتمأب ص لخوا پدغومبارکو کلماتو اوجملاتو سره متعین شوی دی چې (ما أنا بقارئ )
پدغه جمله کې دمعجزې په توګه دهغه ص له مبارکه ژبې څخه د (ما انا بقارئ ) الفاظ صادر شول او دا یی مشخص کړه پرې چې د انسانیت د ضلالت او عصیان ستر عامل جهالت او له علم سره دښمني کول دي او د انسانانو د سرکشۍ او بېلارېتابه او دټولنې د فساد لوی عامل د علم او پوهې سره عنادی چال چلند اوو په اړه یی بې پروایی په ګوته شوی ده.
ددې ستونزې دحل په موخه الله پاک سبحانه وتعالی پر محسن انسانیت حضرت محمد صلی الله ع لیه وسلم باندې د اسلام د مقدس او علم پروره دین د بعثت عنایت وفرمایه.
« الر: کتاب انزلناه الیک لخرج الناس من الظلمات الی النّور.» ابراهیم /۱
پدې اساس تعلیم او لوست د قرانکریم د نزول اود جناب رسالتمآب ص د مبارک دبعثت پر حقانیت عقلانی توجیه اومؤجه دلیل دی.
دبعثت له پاره په خپله خپله زمانه کې عقلانی توجیه د دینونو د نزول د مهم دلیل په حیث د د ټولو انبیاؤ علیهم السلام د شرایعو داعتبار په محراق کې واقع شوی ده.
قرانکریم دانسان پر عقیدتي ،ذاتی او روحی تزکیی سربېره ، د ادیانو د نزول دعقلاني توجیهاتو له مثالونو ډک دی ، دلته به یی یوې بېلګې ته وکړو ، د حضرت موسی ع درسالت داړتیا په اړه دهغه ع لخوا عقلانی توجیه فرعون ته وړاندې کړای شوه چې هغه له مظالمو څخه د بنی اسرائیلو د ژغورنې مسئله وه چې هغه مهال دړدبشر دعقلاني اقناع لپاره ، د مؤجه دلیل په حیث د حضرت موسی ع لخوا ارائه شوی و (په قرانکریم کې ددغې عقلاني استدلال دتذکر او یادونې له امله، دغه دلیل دځانګړي ابدی ارزښت څخه برخمن شوی دی .
همچنان حضرت صالح ع ، حضرت شعیب ع ، حضرت ابراهیم ع او هکذا ټولو انبیاءؤاو رسولانو ع دخپل خپل رسالت له پاره د خپلو خلکو دذهني مستوا پر اساس ، د دین د نزول د اړتیا له پاره همداسې عقلانی دلایل وړاندې کړي دي .
دنبوت دسلسلې په منتهاء کې د خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم د مبارک بعثت دحقانیت له پاره قرانکریم د ټول بشریت د اقناع پخاطر د عقلانی استدلال د بېشمېره اسالیبو تعلیمات ارائه کوي ، ځکه ترڅو چې دانسان ذهنیت ددین د منلو او حمل کولو توان او وړتیا ونلري او یا دین د انسان په عقل او ادراک کې د جذبیدو وړتیا ونلري ، تر هغې پورې الله پاک ج بشریت ته پیغمبر نه لیږي .
هغه امور او موارد چې ، ددین له ادرسه د بشر له پاره دهغې ، اصلاح او تصحیح د عقلانی او حیاتي اړتیا په توګه عامه ذهنیت ته د درک ، قناعت وړ وي، معمولا پخپلو کې له یوه بل سره په اصولو کې متحد او فروعو کې د زماني او مکاني شرایطو له پلوه متفاوت دي، څو مواردوو ته یی دبېلګې په توګه ضمني اشاره کافی ده.
دخلقت له اهدافو څخه د انسان کجروي ، په زمکه کې د انساني ژوندانه داستمرار له پاره عقلاني پیشنهاداتو ترمنځ دتضاد او تمایل پایلې ،د انساني غرایزو د اشباع او میلان لپاره د افراط او تفریط ترمنځ د توازن دساتنې بایلودل، د بشري تعاملاتو له پاره د مطلوب اخلاقي کردار فقدان ، د انساني تکریم له سطحې څخه د بشري تمایلاتو انحراف ، کلتوري ابتذال ، عنعنوي اجباریت ، ټولنیزه بې عدالتي ، دانسانی شرف دمنزلت او د اخلاقی سلوک او مظاهرو ترمنځ فاحشه نا انډولي او عدم توازن او ….. په نهایت کې دټولو بشري ورانکاریو مشترک عامل ناپوهي او جهالت و او دی، چې د لمنځه وړلو په موخه ، انسان ته د الهي ارشاداتو پر توسل د حق او باطل ، طیب او خبیث ، مطلوب او مردود وضعیت د تعریف ، تشخیص او تفریق د ظرفیت انعطاف، پر انسانی مدرکې باندې بېساری الهی عنایت دی ، چې موږ ورڅخه ددینونو د اړتیا دعقلاني توجیه پر نامه یادونه وکړه او عقلانی توجیه د محوري دلیل په توګه قرانکریم په مختلفو اسالیبوسره خپله موضوع ګرځولې ده ولا ریب فیه هدی اللمتقین .
نو دالهي سنتو پراساس د ادیانو د نزول عقلانی فلسفه د انسان دبنیادي ضرورت په تناظر کې تنظیم شوېده له دې امله یی ادراک ، تاریخي متونو ته د مراجعې او مطالعې مستلزم دی ، د دینونو په اړه هغه څوک نقد کولای شي چې دبشریت د لوړو ېورو له تاریخ څخه واقف او باخبره وي .
د اسلام وجودي فلسفې ته د انسانی عقل تسلیمول ، د ایمان مسبب او دعباداتود ترویج موجب ګنل کیږي .
د لومړي پراګراف د وضاحت په موخه یوه پوښتنه باید مطرح کړو چې ایا کوم دین چې د جهالت پر ضد دانسان په عقیدوي مشال د بشریت د ذهني تنویر علمبردار وي ، څنګه په خپلو په تعلیماتو کې د علم له پاره د مباح او ناروا مدارج بیانولی شي ؟ د اعتدال د رويې له مخې په تېره بیا دعلم له پاره د دیني او عصری تفوق مجالاتو ته انسان ولې وهڅولی شي؟ که دغو دوه پوښتنو د ځواب رېښو ته سر ورښکاره شو او لږ مکث پکې وکړو موضوع ، هغه وخت درک کولای شو چې دعلم په اړه فرضیت او استحباب موضوع ګرځول د اسلام د وجودي فلسفې پر مخ د خاورو شیندل دي متأسفانه.
د حرام ، حلال او فرض ، واجب پر اساس دعلم دفرضیت او استحباب موضوع د دین په مشمولاتو ورګډول یوازې پر قراني دلیل مؤجه بلل کیدایشی نه، د عناد، توهم، افترا، تعصب، ، بدعت ، جهالت او انساني تکریم له فلسفې سره د متضاد ترکیبي عنصر پر بې مروته او خجالت آوره فتوا .
متأسفانه، داسلام په تاریخ کې لومړی ځل دطالبانو دامارت اړوند دداسې چا لخوا په دیني ادرس بشری علومو ته دمباحاتو نسبت مطرح شو چې پخپله دهمدغې نسبت کونکی کوایف د عالم او علم د تعریف او جوهر سره ، نه په ظاهری بڼه او نه هم په باطن کې انطباق کوي . دغې څهرې ددې غیر معقول نظر د ا اثبات له پاره یوې عامې عربي مقولې ته د رسالتمآب ص د مبارکی وینا نسبت وکړ چې دا پخپل ذات کې ، په حقیقت کې د محسن انسانیت خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم پر مبارک ذات د شهادت الزور مصداق دی ( کفی بالمرء کذبا ان یحدث بکل ما سمع … او کما قاله ع ) .
د دینی امورو د اثبات له پاره قرانکریم کې د مبادی او مبانی شتون لازمی امر دی ، کله چې یو کار ته د دین نسبت کوو باید دهغې مبنآ په قرانکریم کې ولرو او چې قرانکریم کې مبنآ ولري نو هغه دین بلل کیږي او د هغې مصداقاتو او اطلاقاتو له پاره توضیح او موازین په احادیث مبارکه کې مومو .
دهر هغه کار چې ددین له مشمولاتوڅخه ګڼل کیږي خو په قرانکریم کې یی مبنآ او مبادي یا اصول نه وي ذکر شوي ، هغه حقیقت کې بدعت دی اودداسې هېڅ یوه مورد له پاره په احادیثو کې ثبوت نشو مېندلای او ندی راغلی ځکه دین دالله پاک لخوا تعین شوی او د پیغمبرانو لخوا تبیین شوی دی هغه هم د الله ج په حکم د انبیاؤ ژبه ددین په بیان خوځېدلې خصوصا زموږ د خوږ نبی کریم ص په حق کې ددې خبرې تصریح شوېده په القیامه سورت کې ) فأذا قرأنه فاتبع قرأآنه . ثم ان علینا بیانه (.
پیغمبرانو هېڅکله پخپل زعم دداسې کار جسارت ندی کړی پلکې ، د خپل شرعي تکلیف په مصداق یې خلکو ته د الله پاک پیغام په کمال امانتدارۍ سره رسولی دی ، نه یی ورڅخه کوم څه کم کړیدی او نه یی پکې څه له ځانه اضافه کړي دی. وما ینطق عن الهوی ، ان هو الا وحی یوحی . سورت النجم.
له دې څخه جوتیږي چې د علم په اړه د واجب فرض مستحب وغیره نسبتونه کول د دینی استدلال او دینی حکم سره هېڅ راز منطقی او شرعي توجیه و تړاو نلري، بلکې که د هر نسبت سره یی د تشابه کوشش هم وکړای شي بیا هم هغه تړاو او رابطه د حسن لغیره په حیث عارضي ده او عارضی تړاو د دینی الزامیت له موجباتو څخه نشي ګنل کېدای، ځکه دینی وجوب فقط او فقط د قطعی دلیل یعنې صریح نص د سره پر استناد ثابتیږي او له قطعی الدلالت او قطعی الثبوت صریح نص پرته دهېڅ راز استثناء مجال په دینی اموروکې نشته دی .
په دین کې هر راز مجال ته له صریح قطعی دلیل پرته توجیهات لټول په نهایت کې بیا هم د بدعت په مشمولاتو ورګډیږي.
قرانکریم داسلام دمقدس دین دمشمولاتو له پار ه د مبادی او مبانی د تذکر یوازینی مصدر دی او د یوې موضوع په بیانولو کې د ټولو انسانی مکتوباتو سره په تنقیحاتو ، استدلالاتو ، توضیحاتو او ترکیباتو کې داعجاز تر سطحې توپیر او تفاوت لري ، د قرانکریم دبیان اسالیب هکذا متفاوت دی جلا ترمینالوژي لري چې آن عربي قوامیس ، ادبی فنون او صنعتونه دقرانکریم سره په طرز ارائه کې غیر محدود توپیرونه لري لهذا د قرانکریم په دغو اسالیبو هغه څوک ښه پوهېدی شي چې هم پر عربي ژبه تسلط ولري او هم پر قرانی ترمینالوژۍ، نو دا الزامی شرط دی چې د دینی حکونو صادرونکی باید دعربي معلی او عربی مبین له مصطلحاتو او د هغې د استعمال پرمواردو او دهغې پر معنی المقصود باندې وپوهیږي نو د حکم داطلاق مورد یی هم پېژندلی شي بیا کولی شي چې د علم دکلمې د تعریف او مفهوم په اړه توضیحات ورکړی .
مثلا ، قرانکریم کله کله یو لفظ د مختلفو او کله کله د متضادو مفاهیمو له پاره کاروي ، یوه ساده بېلګه یی داده : (د ظلم ) کلیمه په قرانکریم کې د ناپوهې له پاره کاروي لکه انه کان ظلوما جهولا …. ، توهین او تخریب دشعائرالله له پاره یی هم کاروي، ومن اظلم ممن منع مساجدالله …. د حق تلفۍ له پاره یی هم کاروي لکه ، ومن اظلم ممن افترا علی الله ….د شرک له پاره یی هم کاروي ، لکه ان الشرک لظلم عظیم ..
همدا راز د ضلالت کلیمه ییی د یهودو او نصرای له پاره هم کارولې لکه غیر المغضوب علیهم ولا الظالین . همدا راز یی د محبت د عمق له پاره هم کارولې لکه دیعقوب ع په اړه چې کارول شوې ده ،، انک لفی ضلالک القدیم ، د بیعقلۍ انتهآ ته یی هم کارولې لکه اولئک کالانعام بل هم اضل . همدا راز د هدایت کلیمه د هدایت او لار مېندنې له پاره کارول شوېده لکه هدی للمتقین همدا راز یی د توفیق او توان له پاره هم کاروي لکه ، الحمد لله الذی هدانا لهذا ….
ددغو مثالونو څخه موخه داده چې د قرانی اسالیبو په ترڅ کې د علم کلیمه هم دمختلفو مفاهیمو له پاره کارول شوې ده او د موضوع دسیاق او سباق څخه یی دمفهوم ادراک ممکنیږي نه د لغت په اعتبار دا موضوع او دا فتوا دا دطالباني امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ملاوزیر ګل د سطحې نه لوړه خبره ده که تر ذهنی سطحې یی لوړه نه وای ، نو ده به عربي مقوله به یی د رسالتمآب محمد صلی الله علیه وسلم مبارکو اقوالو ته نه منسوبوله ، دده د حماقت اندازه له دې هم لګولی شو چې تر ده تکړه عالمان شته دی او دهغوي په پریمانه شتو کې به یی موجوده منصب ته زړه نه ښه کولای.
قرانکریم چې دعلم موضوع لومړی ځل دبیان محراق ته شاملوي نو هلته یی موخه دینی علوم یا د دین احکامات نه دی ، بلکې موخه یی دبشری ابتکاراتو اړوند مناسبتونه دی چې مصداق یی بشري علومو کې مېندل کیږي .
کله چې د بابای بشریت حضرت ادم ع د خلقت قراني موضوع ګرځول کیږي نو هلته یی دعلم څخه د بشر د ژبو ، د ژوندانه اړوندو لوازم او دژوندانه د امکاناتو مفهوم مقصودالمعنی ده چې فرمایی : و علم آدم الأسمآء کلها
خو کله چې د همدغې کلیمې نسبت د کائناتو مدبر جل عظمته مقدس ذات ته کوي ، وهو العلیم الخبیر نو موخه ترې دماکان ومایکون د تغییر ، تمکین او تصرف اړوند د علم خبرېدا او معلوماتو د کمال هغه لاینتاهی سطحه ده او یا هم د بشریت په ذهن کې د یو کار او یوې موضوع په اړه دپوهې قاصر والی او د معلوماتو محدودیت ته دبشریت پام ور ادول دی .
دالهی علم له بحر څخه د بشري ادراک ابتداء او انتهاء د اکمال حد و برید درک کولو وروسته ددې استطاعت په توسل دالهي عظمت په تصور کې د اغراق هڅونه ده .
قرانکریم چې کله دعلم مسئله منحیث مضمون بیانوی نو دبشریت او علم ترمنځ د تړاو تعریف یی هدف وي چې همدا د بشری علومو معاصر محتویات یی د عطف نکته ده لکهڅنګه چې یی حضرت ادم ع ته د ژوندانه د تعریفولو او د اړینو لوازمو د ور پېژندلو موضوع ته د علم نسبت کړی دی.
د ژوندانه داستمرار وسایل له هر پلوه که وڅېړو لکه اختراع ، استعمال طراحی او تمایلات یی ټولو صورتونو کې د بشري علومو د تعریف او نوعیت مصداق دی او د الهي اراشاداتو او هدایاتو سره د تړاو له مله د فیض او عنایت جوهر لري چې په تشخیص کی یې قرانی تصریحات او بشري اختراعات، بهترین محک دی نه د فرضیت او استحباب نسبت وغیره
که فرض محال د دنیوی علم په اړه د استحباب فتوا ورکونکی ملا میردین اخند یی فرضیت په الهي اوامرو کې لټوي نو، قرانکریم خو د دینوي چارو په اړه د علم او عمل لپاره جامع هدایت او قاطع تصریحات هم لری . که امر وجوب افاده کوي نو د دنیوي علومو زده کړه علی الاطلاق پر هر مؤمن نارینه او ښځینه باندې فرض او واجب عمل دی ځکه الله پاک قاطع او صریح امر فر مایی چې واعدوا لهم ما استطعتم من قوة ….
داعدو ا مفهوم ټولو هغو بشري اختراعاتو او ایجاداتو ته شاملیږی چې له امله یی مسلمان کفري نړي ته احتیاج په کتار کې ولاړ دي .
کله چې د علم نسبت د کائناتو مدبر جل شأنه ته کیږي ،نو هلته د علم څخه د ما کان و ما یکون په اعتبار د انسانانو د خبرولو او د علم د کمال انتهآء هدف وي یعنې د علم او پوهې د صدور د لایتناهی سرچینې په توګه ورڅخه یادونه کیږي .
کله چې قران کې علم مطلق ذکر کیږي او نسبت یی خالق تعالی ته وشي ، هلته دعلم اطلاق له امله ورڅخه هدف د واحدلاشریک اله العالمین د مقدس ذاتي وصف د لایزال او لایتناهی جمال او کمال جلال وي.
د خالق تبارک و تعالی د جلال او جمال عظمت او سترتابه د پېژندو له پاره د کائناتو د هرې ذرې په ، رنګونو ، رڼا ګانو ، ارزښتونو ، قیمتونو ، خصوصیاتو اوخاصیتونو پېژندل اړینه مسئله ده .
قرانکریم د دینی مناسکو د زده کړې او پېژندنې په تړاو د تعلیم کلیمه ځای ځای کارولې ده ، هغه اصلا د دینی امورو او مناسکو د اقامة او اداء کولو د ترتیب او طریقو د زده کړې او پېژندنې معنی افاده کوي لکه چې قرانکریم کې د محمد رسول الله ص په اړه داسې ارشادراغلی دی « هوالذی بعث فی الامیین رسولا منهم یتلو علیهم ایاته ویزکیهم ویعلم الکتاب والحکمة وان کانوا من قبل لفی ظلال المبین» دلته یی د پیغمبر ص ددې وصف باوجود چې ګواکې لیک لوست یی نه و زده، مګر دقرانکریم تلاوت او ددینی مناسکو د اقامت او اداء کولو طرزو طریقه ورښایی . د ( أمّي) له وصف سره د تعلیم مقترن ذکر کولو څخه جوتیږي چې په ایت کې د تعلیم له ورکولو څخه هدف او مراد علم نه ،بلکې د عمل او فعل ور زده کول دی یعنې د عباداتو حرفه یی زده کړه ورڅخه هدف دی او دا کټ مټ داسې مثال لري لکه دیو کار د اجرا ترتیب او یا دیوې حرفې زده کړه چې څنګه ده مثلا نجاری حجاری معماری انجنیری ، تخنیک ، خیاطی او نور کسبونه او حرفې چې عملی فعالیت یی ځوک زده کړي نو د حرفې په زده کړه چاته د عالم نسبت نشي کېدای ځکه چې حرفه علم نه دی بلکې فعل دی همداسې اودس لمونځ حج او نور دینی مناسک ټول عینا عمل او فعل دی او دحرفې په زده کړه کې څوک تنبل او څوک ماهر وي او هر کسب کې تنبل او لایق افراد شتون لري چې څوک اړوند حرفه ښه زده کړي او ښه معیاري کار وکړي معیاری تولیدات کولی شي هغه ته ماهر کسبګر ویل کیږي نه عالم .
لهذا دین د ایمانیاتو یا باورونو او مناسکو اوامرو او نواهیو مجموعه ده نو ترڅو چې دینی واجبات او مناسک ونه پېژنياداء کولای یی هم نه شي او چې مناسک نه اداء کوي هغه مسلمان هم نشي کېدای پدې اساس ددینی مناسکو حرفه ی زده کړه د مسلمان الزامی اړتیا ده ځکه له هغې پرته مسلمان نشی بلل کېدای هو بهو لکه یو څوک چې د موتروانۍ دعوا کوي هغه باید دموتر چلولو مهارت زده وي کنه نو څوک یی موتروان هم نه بولي او موتر جلب ته یی هم نه کینوي اما که موترچلول یی زده و ګیرونه ، بریک اکسلیټو کلچ وغیره یی چې زده وی نو هم څوک ورته د عالم او علم سبت نکوي بلکې ډرایور یی بولي .
مسلمانی هم عین فرمټ دی البته د حرفو او مکاسبو څخه متبادل فرمټ دی نو که څوک ددین د مسایلو په اړه زیات او کره معلومات ولري ، مناسک په کماحقه بڼه اداء کولای شي یا یی اداء کوي، دا یو هم د علم مفهوم نلري ، اصلا هغه ته خلک عالم نه وایی، بلکې عابد ، زاهد او بزرګ وایی.
دبشري علومو او حکمت په تړاو چې دعلم کلمه ذکر کوي هدف یی تبلیغ نه بلکې د علم له پاره تعریف وضعه کول دي چې مصداق یی داوداسه او لمانځه په اړه معلومات نه بلکې د بشري علومو مختلفې رشتې دی ځکه دغه برخه تر ډېره تیوريانې دي تحقیقات دی تجارب دي نظریات دی او د هغوی تنقیح ده چې دا ټول په بالفعل او بالقوه ډول د علم په تعریف او مصداق کې شاملیږي .
دا اړینه اومهمه ده چې موږ باید لومړی د علم او تکلیف ترمنڅ توپیر وکړای شو . څکه چې د دینی مناسکو زده کړه درحقیقت دشریعت په اقتضاء دمسلمان دینی مکلفیت دی او د دیني مکلفیت په ادا کولو کې څوک لږ مهارت ا و مواظبت کوي څوک ډېر اما دتکوینی تحقیقاتو اړوند دعلم کلمه کارول علم فرضیت جوتوی!
چې دهمدغې لږ او ډېر مکلفیت او مهارت تر سره کولو څخه د ناسم برداشت له کبله د ملا او مقتدي ، عالم او جاهل په نومونو طبقاتي توپير او تبعیض رامنځ ته شوی .
ددغې توپیر ادراک بیخي ساده دی لکه په دوه نجارانو کې د کار دپاره د ماهر او کمتجربه نجار توپیر چې څنګه دی. خلک خپل کارونه پر داسې ماهر کسبګر کوي چې تجربه او پوه یی زیاته وي ، همداسې د ملا او مقتدی توپیر هم دی چې دواړه په بېسوادۍ کې یو شی دی توپیر یی د مهارت د زیاتوالي پورې اړه لري مثلا ملا ماهر نجار د ی او مقتدي عام نجار دی، دواړه نجاران دینو همداسې دملا او امی نسبت هم دی یعنې امی هم مؤمن مسلمان او عابد دی خو کار کې ملا ته نه رسي !
دعلم او عالم په ضمن کې د ملا ماهیت تشریح کول غیر معقول کار دی، بلکې ددې ماهیت د ادراک له پاره دقرانی اسلوبو په پيروۍ د کسبګرو مثالونه یادول او ذکر کول دملا د ماهیت په تشخیص کې مرسته کړای شي .
دینی مناسک له قرانکریم څخه پيژندلای شو. الله پآک د خپل رالیږلي کتاب قرانکریم د زده کړې په اړه بندګانو ته اعلان کوي چې څوک چې قران زده کوي هغه غوره انسان دی ځکه قرانکریم د ښو کارونو له پاره انسان هڅوي او له منکرانو او بدو چارو یی منع کوي چې دا امر بالمعروف دی او د خیر کار دی نو قرانکریم په خاص انداز سره دخیر د کار په حیث او دخیر په الفاظو باندې دهغې تحسین کړی دی لکه چې فرمایی : کنتم خیر امت اخرجت للناس تآمرون بالمعروف و تنهوت عن المنکر ….
د قرانکریم زدکول او نورو ته ور ښولو ته د علم کلیمه دتعلیم پر مفهوم دلغوي اړخه کارول شوېده او د بهترۍ کلیمه ورته داصطلاحی مفهوم په توګه کارول شوې ده دبېلګې په توګه : حضرت محمد ص فرمایی : خیرکم من تعلم القرآن و علمه ، تاسو کې هماغه بهتر دی چې قران یی زده وي او نورو ته یی هم ورزده کوي . دینی تکلیف ته د «خیر» کلیمه کارول دا معنی لري چې د شرعی مکلفیت د اداءکولو په مواظبت کې مخکښ توب او د هغې د درست اداکولو مهارت او مواظبت د مؤمن اصلي رسالت دی چې باید مناسک وپيژني.
دنصوصو په مقایسې سره ویلای شو چې د دنیوی چارو مهارت ته یی جې هر ځل یو وصف کارولی دی هغه د علم کلیمه کارول دي لکه : ، طلب العلم فریضة علی کل مسلم و مسلمة . الحدیث .علم پر مسلمان نارینه او ښځینه دواړو فرض دی .
نو علم چېرته حاصل کړو؟ دغې پوښتنې ته یی هم ځواب ویلی چې : اطلبوا العلم ولو کان فی الصین . یعنې علم پسې چین ته یا نورو هغو سیمو ته لاړشۍ چې تمدن ته نږدي وي .
دقرانی اسالیبو په رڼا کې ددغو دریو احادیثو انطباق داسې کېدایشی چې، د دین دمناسکو زده کړه له پیغمبر څخه حاصلیږي یا په اصطلاح د دینی امورو د معرفت بڼه د پیغمبر ص څخه صدور مومي او هغه ص په مدینه منوره کې حضور فرما و ، خلک به مداوم له نورو سیموڅخه د دین دمناسکو او دمسلمان د مکلفیت پژندوله پاره مدینی ته ورتلل هغه به د مناسکو تر ورښودلو وروسته دعلومو اکتساب ته هڅول کله به یی ویل چې علم فرض دی او بیا یی د علم ادرس وښود چې چین او نورو ورته متمدنو سیمو کې علم حاصل کړی . نو څرګنده خبره ده چې پیغمبر ص په قید حیات کې دی او مدینه منوره کې تشریف لري خو خلک چین ته په علم پسې تللو ته هڅوي دا نو که د دنیوي یا عصری علومونو او فنونو او مهارتونو حصول تر ې موخه نه وي نو کوم دین یی له چین څخه پرې زده کول غوښتل . ؟ ایا دیني علم ترې هدف وکه بل شی؟ که ددیني مناسکو زده کړه ترې هدف وایی نو څنکه ممکنه ده چې پیغمبر ع په مدینه کې تشریف لري او خلک د دین زده کولو پسې دچین پورې تګ ته هڅوي ،پداسې حال کې چې دپیغمبر په ژوندانه بل څوک حق نلري چې د دین مناسک او حکمونه خلکو ته شرح کړي ؟ او که بیا هم یو شمېر خرمهمل افراد شله وي چې دینی علم ترې هدف و نو پوښتنه داد ه چې ایا د نبی کریم ص سره هم مهاله په چین کې کوم بل پیغمبر هم موجود،چې امت یی د هغه څخه ددین زده کړې د دین زده کړې ته هڅولی وي او نعوذ باالله ؟ یا چینایان تر پيغمبرص څخه چینایان د دین پّه تشریح او تفسیر بهتر پوهېدل ؟
د علم کلیمه د قرانکریم د معلوماتو پر اساس لومړی ځل الله پاک د دنیوي چارو د زده کړې او اکتساب له پاره کارولې ده ، سورت بقره کې د ادم د خلقت په اړه وضاحت راغلی پکې یی ویلی دی چې ادم ته مې مختلفی ژبې او د انساني اړتیاو او وسایلو اړوند دهر هر شي نوم خاصیت اغېز او ګټه او تاوان مې ور زده کړ : وعلم آدم الأسمآء کلها …. سورت بقره .
دمسلمان شرعی مکلفیت دادی چې دینی مناسک کما هو حقه اداء کړي ! یعنې هرڅوک چې د مسلمانۍ دعوا کوي ، منحیث مسلمان ورباندې د دینی مناسکو اداکول فرض دی او ترڅو دینی مناسکو کم و کیف ، فرایض واجبات، سنت، مستحبات ، مکروهات ونه پېژنی ، د مسلمانۍ دعوا یی غلطه یا غیر شعوری ده ، لهذا د دینی مناسکو او عباداتو پېژندل دمسلمانۍ تعریف او میزان دی ، ځکه مسلمان په عبادت پیژندل کیږی ، لکه څنګه چې ترافیک له خپلو یونیفورم څخه پیژندل کیږي ، مګر دترافیک دریشی ته هیڅوک هم علم نشي ویلی ، د تعلیم او تکلیف ترمنځ توپیر تر دی هم واضح دی لکه ،د طب او یا انجینیرۍ متخصصین چې د قول اردو له عسکر سره څومره توپیر لری او دا توپیر د امر بالمعروف د بې علمه ملا په خوله نشی محوه کېدای،. د عالم څخه مفهوم ملاصیب او مولانا صیب اخېستل او دنیوی علوم ترې تجریدول خو که له یوه اړخه د قرانی اسلوبو او نبوی تواضع سره مخالف عمل دی ، د مسلمانانو هغه لویه تاریخی تېروتنه هم ده چې بالفعل په معاصره نړۍ کې د شتو مسلمانانو د ذلت ،بدبختۍ، وروسته ۍباتې والی ، احتیاج ، فقر ، او د وقار بایلودو سبب ، اساس ، علت او دلیل دی ځکه شرعی تکلیف ته دعلم په نسبت کولو سره دعصری علومو په وړاندې ددې باور لرونکي اسلامی جوامعو کې د بشری پرمختګونو پر وړاندې سد راه واقع شوی دي او عصری زده کړو ته یې مباح په بهانه شا ورواړولې ده .
په دومره افراطی دینی تظاهر سره تر اوسه هېڅ ملا چې ځان عالم بولي ونه توانیده چې د زمکې د ابادولو په اړه د خپل خدای حکم تعمیل کړی یا د عمران او بشری پرمختګونو وسایل او لوازم لکه جنراتور ، موتر ، کمپیوتر یا نور د عمران او ابادۍ وسایل وغیره تولید او یا اختراع کړی ،آن له څوارلس سوه کلونو راهېسې دعلم ادعا کولو سره سره ندي توانیدلی چې نه د حضرت دبلال رض اذان ته لودسپیکر تولید کړ او یا دهمدی موجوده لودسپیکر چې کفری نړۍ یی تولیدوی د خرابیدو په صورت کې په ترمیم پوهیږي، نه یې د قرانکریم د چاپ لپاره ما شین اختراع کړ ، او نه یی دمسلمان دسترعورت له پاره تکه یا کپړه دا هم ورته دبشری علومو ماهرین تولیدوي ، ابراهیمی سنت دطهارت په برخه کې لکه زیرناف سنتونه هم تر اوسه لا دبل په تولید کړی پل یا پاکې باندې تراشی ، استنجا لپاره پلاستیکي کوزه نشي تولیدولی دلمانځه له پاره جایماز او د قبلې د اتجاه پېژندو له پاره د قطبنما په جوړلو نه پوهیږي او ددینی مناسکوو داقامې ټولو ظروفو کې کفري نړۍ ته محتاج مسلمان ملا ته دکوم منطق پر اساس عالم نسبت درست بللی شو؟ .
مسلمان د عبادت پر زده کړه داسې مکلفی دی لکه کسبګر چې دخپل کسب زده کول کسبی مکلفیت بولی او دا واضح خبره ده چې دکسب له زده کړې پرته مستری موتر نشی ترمیمولی ، خیاط د کالیو د قیچی او سکښت له زده کړې پرته کالی نشي ګنډلی ، سلمانی دکسب د زده کړې پرته وېښتان نشی اصلاح کولی ، برقی د کسب له زده کړې پرته یخچال نشي جوړولی ، موتروان د درېورې له زده کړې پرته موتر نشی چلولی او …. نو همدا راز مسلمان هم دعبادت له پاره د شرعی کوایفو له پیژندو پرته عبادت نشی تر سره کولی موږ د سجدې لګولو له پاره د جاینماز تکه نشو جوړ ولای ، خو حماقت مو پدې سطحه دی چې ځان عالم او نور جاهلان بولی .
لهذا مؤمن باید پداسې مواردو تمرکز ونکړي چې هغه د ټولو مسلمانانو د اسستخفاف او خجالت سبب وګرځي دپرمختګ مخنیوی پکې متصورشي او نورو ته یی د خپل شرعی تکلیف په اداکولو کې محتاج کاندی .
همدا لامل دی چې له چاڅخه جاینماز واردوو له چا څخه پلاستبکی لوټې او د چا پر ماشینونو خپل مقدس کتاب چاپوو دا ټول ضعف د همداسې نادرستو تعبیرونو پسې د بې تحقیقه تقلید نتیجه ده .
داسلام معیشتی فلسفه له داسې نادرست تعبیر څخه انکار کوی او پرعکس مفهوم وړاندې کوي یوه ساده مثال سره یی دا بحث پای ته رسوم .
اسلام د اخروي فلاح د تضمین ترڅنګ د دنیوي فلاح او عروج فلسفه بشریت ته وړاندې کړه ددې فلسفې تعمیل ډېر مثالونه لري لکه د نمونې په توګه اشارتا د اسلامي خلفاؤ حضرت ابوبکر ص او دویم خلیفه حضرت عمر فاروق رض مبارک نومونه کافي دي س چې د اسلام ترمخه یی ژوند او حیثیت د اسلام تر اشراف وروسته له ژوند او حیثیت سره له مقایسوي ارزونې څخه درک کولای شو او دا پیغام راکوي چې اسلام ستاسې دنیا او اخرت دواړه درجوړوي ددې قاعدې عکس دادی چې هر مسلمان ملا او حاکم چې د مسلمانانو دنیوي ژوند کې د بهبود سبب نشي کېدای او د دنیا ژوند یی ورجوړولی یا یی د جوړولو ظرفیت ونلري ، ، هغه درواغ وایی چې اخروی فلاح دی تضمینوم بلکې هغه هېڅکله د اخرت ژوند هم نشي در جوړولی
که د طالبانو کردار ته د دغه فرمول له هندارې وکتل شي نو ددې حقیقت ادراک اسانیږي چې لکه څنګه یی چې دوی په موجود دنیوی ژوندانه کې دا یو موټی افغانستان راجوړ نکړای شو دخلکو اقتصادی او ټولنیز سمسمکی یی تأمین نکړای شی بلکې جنت نشان وطن یی په جهنم مبدل کړ ، همداسې مو ددوی اتباع کول په اخروي ژوندانه کې هم جهنم تضمینولی شي .
حل دادی چې دملا او عالم مصطلحاتو کې توپیر وکړو او
د دینی مهارتونو درلودونکی ته ملا او د بشري پرمختیاو رامنځ ته کونکو ته د عالم نسبت وکړو او له ملا څخه د علمي انقلاب تمه ونکړو او دبشري علومو له عالم څخه د ملایزم د مسؤلیت ترسره کولو تمه ونکړو ، نو پدې ډول به مو هم دنیا کې ژوند دجنت په څېر تأمین کړی وي او هم به مو اخرت کې جنت تضمین کړی وي خو که دا کار نه کوو او دتور او سپین ترمنځ توپیر ته ارزښت نه ورکوو نو بیا به مو دنیوي ژوند کې راپېښ ذلت داخرت د تلپاتې ذلت زیری وي متأسفانه .