روښان خادم
جنوری ٢٩/ ٢٠٢٣
زلفی
چي په خیال کی شم راګیر دیار د زلفو
غوسوی مي زړه هر دم هر تار د زلفو
دا زما زړګی د مینی خزانه ده
په سینه مې خوب کوی خامار د زلفو
عشق د یار زما زړګی زری زری کړ
تری به جوړ کړمه امیل د یار دزلفو
په کراره شه پری تیر د سهر باده
چی زخمې نه کړی دیار کوم تار دزلفو
مهرویان چې ساده زړونه پکښی نیسی
غوړولي ده دا لومه یار دزلفو
دا هم دَ افاق خپریدو په اړه دمبارکی په یوی تحفی ومنئ