:
د افاق څېړنه
د افغانستان تاریخي لاسوندونه زباتوي، چې ددې هېواد لرغونتیا له پلوه پنځه زره کلونو او یا تر دې هم ور هاخوا زمانې ته رسیږي، خو دا د افغان قام بدنصیبی ده چې جهالت یې پر علم غالب دی، ځکه یې هره سوبه او بریا په پای کې په ناورین بدلیږی . دوی له علم ، سیاست او صنعت سره تل بې پروا چال چلند کړی او لا یې هم کوي. له بده شامته چې دا رویه نده بدله شوې. د علمي فقر شتون د سیاسی تدبیر له ځواک او وړتیا بې برخې کړي دي، پایله یې داشوه چې افغانان او خصوصا پښتون ټبر ، په شته تاریخ او جغرافیه کې بې کوره او بې هویته دي
د افغان پښتون د هویت دښمنانو تل هڅه کړې ده، چې په مزخرفاتو سره افغان هویت د شک او تردد ښکار کړی دی .
هغوی ته د افغان هویتي ستونزې جوړول، ځکه اسان دي چې د افغانانو د اصل نسل او ژوند ژواک د څرنګوالي مسئله تر ډېره پر فولکوریکو اسطورو مبتنې ده او یا هم د لرغونپوهانو د اکتشافاتو په لړ کې د هغوی پر تخمین او غالب ګومان باندې متکي ده ددې مسئلې د لازیات تفصیل لپاره د هویت بحث ته مراجعه پکار ده، دلته یې فقط دپښتون د بربادۍ د لامل په توګه همدومره یادونه کافي ده ، ځکه چې دافغانستان د تاریخ مبتدا او خبر او د پښتون قام اصل او نسل دواړه مباحث اصلا زموږ ددې لیک محتوا نه ده نو په اړه یې دلته بحث هم ندی لازم.
په دې لیکنه کې موږ غواړو چې ،یوازې په شلمې او یویشتمې زیږدیزې پېړۍ کې د موجوده افغانستان په بربادۍ او ابادۍ کې، دلرې پښتونخوا د پښتنو ولسونو پر کردار باندې یوه ساده تبصره وکړو او امید لرو چې دا تبصره او دې ته ورته نورې تبصرې به دڅو ناویلو پوښتنو ویلو ته لاره پرانیزي او بلاخره یو څوک د عمومي بحث په محراق ته ارو مرو دغه پوښتنې راوباسي او د تاریخپوهانو او هغو یو شمېر لیکوالو مخې ته به ارو مرو کېښودل کیږي، چې دافغانستان له تاریخي متونو سره یې سرو کار وي!
موږ سره له دې چې دسیاست جواري مو پر لرو غلام فطرته پښتو باندې د خوشباورۍ له امله بایلودې ده ، د بربادۍ پر تالو ورننوتي یوو او نږدې ده چې هضم شو ، خو په داسې وضعیت کې هم له بده مرغه چې پر هماغه زاړه خره سپاره یوو او دافراطیت لکۍ مو کلکه نیولې ده ،دحقانیې له خوا تولید شوی دملایېزم وروست او افغان دښمنه تفکر، تشریفاتي سیاست او سیاسي خوشباورۍ او د احساساتي منفی ګرایۍ په اوج کې قرار لرو ، د تاریخي پېښو حقیقت پر معکوسه بڼه ډول انځوروو، له زمکنیو حقیقتونو سترګې پټوو ، د سیاسي ملحوظاتو پر بناء د پېښو په څرنګوالي کې د رښتیاو کچه عمدتاً راکموو او پر بېځایه او خندونکو لافو شافو د مبالغو او مکاذبو مالګه ور زیاتوو ،چې دغې تاریخي اغماض ،زموږ له برخلیک څخه د موسی کلا د مکتب بیرغ جوړ کړی دی، لاندې یې بیخ اور اخېستی او پاس سر یې باد رپوي.
عملاً د افغانانو د ژوند اوهست و بود وضعیت داسې دی چې یا پردیو هېوادونو کې دکډوال په توګه مېشت دي یا د عربو مزدوران دی هغوی ته خدمتونه کوي او یا هم په زندانونو کې بنديان دي او یا یې د حقانیی دملایانو پر فتوا د خپل ورور پسې توره او ټوپک راخېستی دی، چې پر وژلو یې ځان غازي کا اوانعام کې جنت وګټي (!)
ټولې نړۍ کې تیت و پرک کېدا یا کډوالۍ کې ژوند همدامعنی افاده کوي چې افغان کهول په شته جغرافیه کې بې جغرافیی دي پداسې حال کې چې څوک جغرافیه نه لري نو، هغه تاریخ هم نلري، ځکه تاریخ په جغرافیه کې جوړیږي ځکه د تاریخ او جغرافیی دواړو ترمنځ نسبت د ظرف او مظروف دی.
خواشینونکي خو داده چې افغان باندې هغه کانه شوې ده چې وایی هم بوره او هم بدنامه ! هم یې په هغه تبر پښې ووهل شوې چې لاستی یې خپل و او هم خپل قاتل د قهرمان په سترګو ګوري همدا د تاریخ سره تشریفاتی چالچلند دی چې دافغانستان د بربادۍ عاملینو ته دشخصیت په توګه قایل کېدو سره یې دافغانستان زخمونه نور هم وشړول او شړېدو ته یې جوړ کړل پاکستان چې د افغانستان د بربادۍ مسؤل اړخ دی د پردې پر مخ یې د بربادۍ له پاره د عاملینو په حیث پخپله افغانان پښتانه انتخاب کړي او ګومارلي دي، چې هغه لرپښتانه دي او د غفار خان او د هغه د نشنل پارټۍ اړوند پنجاب پآله پښتانه دي چې یو شمېر یې د ای ایس ای نوکرانو په جامه کې دافغانستان د سیاسي او علمي رجالو د ترور له پاره ، یو شمېر یې د ملا فضل الرحمن په جامه کې د طالیانو په حیث دافغانستان د نوم او نشان د ختمولو ، صنعت او تجارت د شنډولو او د دولتی او ملی شتمنیو او تاسیساتو ړنګولو ، سړکونو تخریبولو ، ښوونځيو بندولو او د اقتصاد ځپلو ته ګومارلي دي ، یو شمېر یې چې زیاته برخه یې اورکزي او وزیرستانیان دي ، د جګړې د تداوم له پاره د داعش په نامه دافغانستان دننه ورانکاریو ته ګومارلي دي چې دافغانستان د ړنګودا ډول مزدوري لومړی بنسټ غفار خان کېښود دلرو برو پښتنو افغانانو ترمنځ یې د یووالي او خواخوږۍ احساس د عدم تشدد په پالیسۍ سره وواژه
کله چې شوروي پر افغانستان یرغل وکړ ټول ددې شاهدان و چې د لرو پښتنو احساس مړ او حافظه یې کنګاله شوې ده ، له پنځه دېرش کروړه پښتنو یې خپله مورنۍ ژبه هېره کړې او دولس سوه کورنیو پنجابیانو ژبه اردو یې پرې الزامي کړې ده .
پاچاخان کورنۍ پنجاب ته پښتانه له پښو او لاسونو داسې وتړل چې نن ورڅخه په وزیرستان ، سوات ، باجوړ او نورو پښتون مېښتو سیمو کې پنجابي نظامیان پېغلې نجونې په زوره بیا یې او په نظامي قشلو کې یې جبرا شب نشینیانو کې فحاشۍ خدمتونو ته ګوماري ، خو پښتون یې ځانته عار نه ګڼي او پر وړاندې یې هېڅ راز غبرګون او مزاحمت نه کوي ، بلکې د سلګونو زرو کسانو په شمېر اسلام اباد کې پښې لوڅي تحصن کوي ترڅو پاکستان ورته دپنجابیانو په څېر ددی او افغان پښتانه وایی چې که شپه تیاره ده نو مڼې په شمېر دي . موږ نه نهیلی کېږو او پدې باور مند یوو چې یو څوک به ارو پدې هوډ کې بري ته رسیږي چې د تاریخ تور او سپین سره جلا کړي او د تاریخ تیاره کونجونو ته په ناویلو حقیقتونو پسې سر ورښکاره کړي او د حقیقت او واقعیت ترمنځ موازنه او ارزونه وکړي او له تشریفاتو او احساساتو او عواطفو څخه په پاکه فضا کې د تاریخ دا تیاره اړخونه روښانه کړي .
دافغانستان دتاریخ لیکنې ماهرینو او محققینو چې دافغانانو د ژوند او پېښو څرنګوالی بیان کړی، ډیری موارد یې پر اټکل بناء دي دبېلګې په توګه، دافغان نژاد سره تړاو لرونکي نژادي مسایل چې ایا دوی څوک دي؟ اریایان دي او که د بنی اسرائیلو پر نژاد ورګدیږي همدا راز دحضرت سلیمان پېغمبر په لښکر کې د یوه نظامي قوماندان یادونه چې افغانا نومېده او دغه ټبر ورته ځینو کسانو منسوب کړی دی همدا راز په هند کې دافغانی سلاطینو عروج او زوال همدا راز پر افغانستان د بیرونیو یرغلونو پر وړاندې دافغانانو یووالی او ددفاع مېړانه په دغو ټولو برخوکې دافغانانو د ژوند ژواک او دفاعي او سیاسي موقفونود څرنوالی حقیقت مېندل کېدایشي خو داچې په ختیز کې تر ټیکسلا پورې چرته چې رینجت سنګ خپله سلطنتی اډه جوړه کړې وه او په پاکستان کې واقع دی او په لویدیز کې تر اصفهان پورې چې دایران په قلمرو کې شامل دی د معاصر افغانستان د جغرافیی حدود تاریخپوهانو بیان کړي دي .
په دغې ټول تاریخ کې موږ د لرو پښتنو یادونه دوه درې وارو څخه زیاته نه شو مېندلای چې درې واړه کرته ددوی ذکر په تاریخي لحاظ شرم آور دی البته په بخښنې سره چون دغه درېواړه کرته دداسې پېښو قربانۍ ته هغوی تسلیم شوی دی چې افغانی کلتور کې هغه دشرم وړ عیب ګڼل شوی او د افغان د غیرت په نامه د غرور دادعا سره مخالف دی .
لومړی ذکر د سکندر اعظم په زمانې پورې اړه لري چې هغه له باجوړ یا سوات څخه د رخسانې په نامه یوه ښایسته پېغله په زور ترې نکاح کړه او پدې لحاظ یې درخسانې په زور بیولو سره دسکندر رشته افغانانو سره تړلې ده چې دافغان کلتور او فرهنګ کې د یو چا څخه په زور ښځه اخېستل یا بیول دشرم کار دی او افغانی غیرت ددغې شرم پر وړاندې شدید عکس العمل څرګندوي چې تواریخو د اسکندر ددې کار خلاف د لرو پښتنو د عکس العمل او غبرګون په اړه هېڅ یادونه نده کړې او دا پدې دلالت کوي چې دسکندر له خوا ترې ښځه په زور بیول هغوی ته عیب نه ښکارېده یا یې دغیرت وړ نه بلله نو دغه مشخصات دافغان په کلتور کې تعریف او څای نلري او دافغاان د غیرت او مېړني توب د غرور مخالف کار دی او ددې صفاتو لرونکی ته دافغان کلیمه هېڅ ځای کې نده کارېدلې بلکې ددې صفاتو لرونکی ته په افغاني عرف کې د بېننګه په نسبت سره په بده سترګه کتل شوي دي .
دویم ځل دافغان انګلییس ترمنځ پېښې شوې تاریخي معرکې او جکړې دي چې په دغې سلسله کې لره پښتونخوا د هند برتانوي لخوا د مختلفو معاهدو لکه ډیورند او ګندمک پر اساس جدا کړای شوي او پخواني هندوستان پورې تړل شوي دي .
ددې تاریخي پېښو څخه هم لره پختونخوا اغېزمنه شوې ده او دا لوبه دد هغوي په سرنوشت باندې تر سره شوې ده په تاریخي لحاظ د هغوی نژادي هویت تر سوال لاندې راغلی دی مګر دخپل برخلیک په ټاکنه کې او دنژادي هویت په ساتنه کې د هغوی کردار دومره ضعیف و چي تواریخو یې هم یادونه نده کړې او د یادولوارزښت یې ښایی نه درلود .
دریمه لویه پېښه چې ام الحوادث وګرځېده پر افغانستان د روسانو تیری و چې پدې اړه هم د لرې پښتونخوا کردار دافغانستان پر خلاف څرخېدلی دی .
په شلمه پېړۍ کې چې عبدالغفار خان دپښتنو د وېښتابه په نامه د هغوی د غافل ګېره کېدو له پاره دهندوستان په ګته کوم کار وکړ هندوستانیانوهم په هغې اندازه نشو کولای . اوسنۍ نشنل پارټي د پاچاخان د خدایی خدمتګارو په نامه د تحریک صیقل شوی فرمټ دی چې پخپل اصلی رنګ کې راوځلېده .
د خدای خدمتګارو د تحریک انګیزه څنګه رامنځ ته شوه ؟ ددغې پوښتنې په ځواب پسې لټون دعبدالغفار خان د سیاست حقیقت روښانه کولای شي .
د امان الله خان د سلطنت په وروستیو کې د لرو پښتنو یوه جرګه چې پکې د مختلفو قومونو استازی او ملکان شامل و کابل ته راغلل ، پدوی کې عبدالغفار خان هم شامل و چې هغه مهال کشر احساساتي زلمی و .
د جرګې په ترڅ کې یو شمېر مشرانو غوښتنه او ټینګار درلود چې موږ بېرته دانګریز تر واک لاندې سیمې ته نه ځو خو ودا موقف یې بې ګټې وبلل شو او پرځایی هلته دخلکو په ذهنتسازۍ کې ددوی رول د لرې پښتونخوا په ټه وبلل شو .
امان الله خان غازي عبدالغفار خان وهڅاوه چې بېرته ستنیدو سره سم دی د اصلاح الافاغنه په نامه یوه ټولنه جوړه کړي او په پښتنو کې دې کار وکړي چې هغه همداسې وکړل ټولنه یې جوړه کړه او دپښتنو د فکري توحید له پاره یې کار پیل کړ، خو داچې دهند برتانوي تر تسلط لاندې سیمه کې داسې یو حساسیت برانګیز حرکت انګریزانو ته د ماضي د تجاربو په پام نیولو له امله د زغم وړ نه و نو یې د اصلاج الافاغنه پر وړاندې تشدد او موقف نیولو ته ترجیح ورکړه خان عبدالغفار خان او دده څو نور ملګري یې ونیول او زنداني یې کړل .
عبدالغفار خان له زندان څخه په یو لیک کې خپلو خلکو ته ولیکل چې موږ تاسو خدایی خدمتګاران یوو او پدې کار الله پاک اجر راکوي نو باید له تشدده منصرف شو او دتشدد خلاف مبارزه وکړو .
له دغې لیک څخه داسې انتباه کېدایشي چې عبدالغفار خان د زندان په نامه دانګریزانو سره دمذاکرې او په اوسنۍ اصطلاح د پښتنو د برخلیک نرخ و نوا باندې ډيل کولو ته وروستل شو ځکه انګلیس دده د وژلو پر ځای لومړی ورسره ډیلنګ او معاملي ته ترجیح ورکړه او ددې دوه علتونه مشهود و، یو داچې د هند د وېش مسئله انګلیس طرح کړې وه او دده وژلو ښآیی دغه طرحې ته صدمه رسولې وای ، دویم داچې دده حرکت پښتنو کې ښه استقبال شو نو بل ده ته ورته شخص روزل او تشهیرول او دخلکو داعتماد وړ رځول ورته ګران کار و نو بهتره یې وګڼله چې له همده څخه کار واخلي او پدې موخه یې نوموړی څه مودې لپاره د هندوستان د کانګریس غړی کړ او ورته یې وویل د پښتنو شعار له خولې مه غورځوه خو د عدم تشدد ټکی او پالیسي په عمل کې خلکو کې پیدا کړه همدا د هند برتانوي له پاره کافي ده .
بل خواته دپښتنو د حرکت لپاره د اصلاح الافاغنه په نامه کې دانګلیس ستونزه داوه چې دغې نوم سره د پښتون په شعور کې دنژادي احساس او احیاء او دفاع متصوره وه ، نو یې دهغې پر ځای د خدایی خدمتګارو نوم ورته ځکه وټاکه ترڅو خلک د پښتانه دبرخلیک پر ځای دا فکر وکړي چې دا د استنجاء او چهار اندام معامله ده یعنې فی سبیل الله بېګار او اشر دی، ځکه ددې نوم څخه له ورایه معلومیږي چې د افغان او پښتون له سیاست سره یې هېح راز ذاتی یا عارض تړاو نشته ، انګلیس پوهېده چې پښتانه چون له لوست او سیاسی شعوره بې برخي دی ځکه یې د عقل سترگي ړندې دي، نو د غفار خان تر کاسې لانډې به دانکلیس نیم کاسه نشي لیدای، او دغه انګیزه به چې ګواکې لرو بر یو افغان دی ختمه او د فی سبیل الله اشر په انګیزه به خلک غفار خان سره پورته ښکته کیږي .
یو دري بیت دی غالبا د عائشې درانۍ دی چې وایی :ة
اګر پدرت به ګندم فروخت روضه رضوان
ناخلفی اګر به جو نفروشی
دغفار خان پاتې شونو په اصطلاح اوسنیو پېښوریانو بلاخره د خدای خدمتګارو نوم هم ایسته کړ او داسې نوم یې ورته غوره کړ چې پرته له پښتنو ، نور ټول یې پر معنی پوهیږي یوازې پښتانه دی چې د سواد کچه یې ټیټه ده او په انګلیسی ژبه یې سرونه سم نه خلاصیږي مګر د هند برتانوي نوکرزادګانو د خپلو شخصي مفاداتو پخاطر دغه نوم د بادار ژبې ته واړاوه او دپښتنو د رام کولو ددې حرکت نوم یې د عوامي نشنل پارټي نامه ته ځکه پخواني نامه څخه پښتنو ته د خود ارادیت دتصور امکان شتون درلود .
د نشنل پارټۍ له نامه څخه د هغوي هویت څرګندیږي کنه نو پاکستان کې نور سیاسی ګوندونه پر خپله اردو ژبه نومونه لري لکه جماعت اسلامی یا جمعیت علماء اسلام او یا تحریک انصاف وغیره وغیره .
د عبدالغفار خان کورنۍ د پښتنو په برخلیک باندې د یو داسې تجارت بنسټ کېښود چې، تر شلو راتلونکو پېړیو یې اولادونه ښایی دهغې ګټه وخوري.
انګریزانو پاکستان یوازې د افغانستان دځپلو په موخه جوړ کړی و او اوږدمهاله ستراتیژي یې ورته دافغانستان د تسخیرولو او غړپلو په اړه ترتیب او د فاټا په نامه د قبایلی سیمو د نیابتي حکومتدارۍ اوږده تجربه یې ورته پدې خاطر د ازمایښتي پړاو په توګه وټاکله چې دافغانستان د تسخیرولو او هلته د نیابتي حکومتدارۍ له لارې دخپل اعمال صلاحیت شرایط چمتو کړي .
دغه ستراتیژي یې د باچاخان سره شریکه کړې وه او دنده یې ورسپارلې وه چې ګواکې پښتانه د سیاسی اله ګولې په بهانه په جلسو او جلوسونو تر هاغې مودې غافل ګیره کړي چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې د مقاومت وړتیا په ځان کې پیدا کړي د پاکستان د اتوم بم اوازه هم د همدې موخې لپاره وه چې دغې نونهال مملکت باندې د خواو شا ګاونډیانو دبرید مخنیوی وکړای شي .
باچاخان او کورنۍ یې همدا راز یو شمېر نور ورسره کابل ته د پنجابه د راتښتېدو په بهانه د جاسوسۍ لپاره ګومارل شوي و چې دلته به یې پښتونستان نعرې وهلې او هلته به یې داختر په بهانه کورنو ته د تګ په زمن کې دکابل اسرار دپنجاب په واک کې ورکول او پنجاب ددوی د معلوماتو په اساس خپله ستراتيژی دافغانستان خلاف عیاروله .
بل خوا افغانی واکمنانو چې تل یې په لرو پښتنو د ورونو ګومان کړی دی نو د پنجاب ددغو جواسیسو څخه یې ډېر مسایل نه پټول بلکې ددوی نظر یې هم د مهمو مسایلو په اړه ورڅخه غوښتلو و پوښتلو چې دوی ته د بېګانګۍ احساس ونشي ، خودافغانی چارواکو دغه خوشباوري او له پښتونستان سره د سر و مال په بیه مینه هاغه یوازینۍ کمزوري وه چې له بده مرغه دافغانستان پر بایلات راته تمامه شوه .
البته په افغاني واکمنو کې یوازینی شخصیت چې ددغې غدارې کورنۍ کټالستی سیاست یې درک کړی و هغه حفیظ الله امین و چې کله اقتدار ته ورسېده لومړی کار یې دا وکړ چې د عبدالغفار خان تولتک یې له کابله ورټول کړ او هندوستان ته یې وشړل، مګر ببرک کارمل بېرته هماغه تېروتنه تکرار کړه چې پخوانیو کوله او حفیظ الله امین ددغې تخم په ورکولو او شړلو سره څه ناڅه جبران کړې وه .
عبدالغفار خان چې څومره ویناوې او تقاریر پښتنو ته وکړل په یوه کې هم د پښتون دپرمختګ ګنجایش نشته ټول په یوټیوب کې کتلای شئ.
عبدالغفار خان دلرو پښتنو پرمحکومیت باندې دعدم تشدد دشعار په خپلولو سره نور میخونه هم ووهل او دغه محکومیت یې د ازادۍ په نامه تلپاتې کړ داسې تلپاتې چې آن د هویت ، ژبې ، کلتور ټول رنګونه یې ترې پر پنجابي صابون پاک ومېنځل او د غیر مهذب قام په توګه یې د سیاست اخرنی کتګورۍ کې ودرول چې ددغې کتګورۍ اړوند خلک غرییز او غیر مهذب خلک بلل کیږي او په حکومتي او دولتي جوړښتونو کې حتی د وزارت څه چې آن د ولایت او ګورنرۍ لپاره هم واجد شرایط ونه اوسي.
همدا لامل دی چې پاکستان کې مختلف اقوام مېشت دي لکه سندهي ، بلوچ، میواتی، سرایکی، قزلباش، بټ، پراچه ، هزاره ، او ګلخانان چې ترټولو زیات نفوس پکې دهمدغو ګلخانانو دی د پاکستان د مرکزي احصائیی د منتشر شویو ارقامو له مخې تر ټولو کوچنی توکم پنجابی دی چې په لکونو خلک ورته ځانونه منسوبوي خو حقیقت کې سوچه پنجابیان یوازې دولس سوه کورنۍ دي ، پرعکس تر ټولو ګڼشمېره قام پکې د ګلخانانو دی چې ددوی په وینا پنځه دېرش کروړه نفوس لري مګر دعبدالغفار خان لخوا د عدم تشدد په عنوان سیاسي فریب کارۍ له برکته دپاکستان تر ټولو دغه ګنشمېره قام پکې هم د هویت نه خلاص شو ، هم له مورنۍ ژبې نه او هم د تاریخ څخه او هم د سیاسي واک د حصول څخه بلکې دوی به په دومره ډېر نفوس کې د عمران خان په انتخابولو کې اغېزناک واقع کیږي نه د پښتوننژاده شخص په بریالیتوب کې !
ددغې کورنۍ د چټل او پردیپاله سیاست له کبله پښتون ته د رسېدلې صدمې څېړنه که کوو، نو د یوې مقالې له حوصلې هم لوړه خبره ده لهذا موږ به یې په دې وړې تبصرې کې څنګه راونغاړلی شو ، موږ فقط د خپل سیاست پر تېروتنو باندې د پښېمانتیا د اظهار په موخه دغه تبصره کې د عبدالغفار د نشنل پارټۍ نمک حرامۍ او خیانت ته محض یوه اشاره وکړه او افغانان مو د کاله د هغه ځري کړنو ته متوجه کول هدف دی چې د خپل کاله په غلا کې یې دغلوسره ملتیا کوله.
ددغې له انساني ضمیره کنګال سړي وجدان تر دې حده تک تور او پر مادیاتو مئین و چې کورنۍ ته یې خپل مړی هم د پیسو پر ژرنده بدل کړ ، په افغانستان کې دد نوموړي دفن کېدا دپنجاب دستراتېژۍ برخه وه او دا ډهول چې پرون ددغې مړي په تدفین کې ووهل شو که افغانان یې د هډوکو د بېرته ایستلو او پنجاب ته دسپارلو پر چار باندې اقدام ونکړي نو ، ددغې وهل شوي ډول غږ به ارو مرو سباته واوري خو بیا به وخت تېر وي او او ددغې سړي دوصیت پر اساس دده دکورنۍ لخوا د افغان په خاوره کې دپښتانه ددغې ستراتیژیک ، مکار ، څومخیز ، پرديپاله جسد د ښخېدو وهل شوي ډهول ته به بېوخته اتڼ هېڅ راز ګټه ونکړي ، سباته به ارو مرو پنجاب دختیز افغانستان دملکیت ادعاء کوي او دلیل به یې د محمدعلي جناح ددغې سکه ورور د تدفین او قبر شتون و اوسي .
پهر حال دا یوازینی سړی نه و چې د هندوانو سره یې په یوه کاسه خوړلې وه بلکې د پاکستان د تأسیس پر مهال دهند دوېش په غوېمو کې یو بل کټه سری ښامار هم دپښتون عقل پر خپلو زهرو سره دوژلو خوشخدمتي کوله .
دا سړی سید ابو اعلی مودودي و چې وروسته یې میراث دای ایس ای یو سفید پوشه نوکر قاضی حسین احمد ته پاتې شو .
سید ابواعلی ته په غوږ کې څڅول شوې وه چې پاکستان داسلام مرکز په حیث تاسیس کیږي نو هغه د اقتدار د حصول یا پکې دشراکت په نیت د خوارجو شعارونه چې د څلورم خلافت راشده څخه را وروسته په لومړي ځل سیدقطب ومن معه لخوا مطرح شوه او دالحاکمیة لله ، الاسلام هو الحل ، او الجهاد ماض الی یوم القیامة پر شعارونو یې د خالی الذهن مسلمانانو ولولې پاورل غوښتل او د المسلمین پر ځای یې د اخوان المسلیمین په عنوان د هجرت د لومړنۍ پېړۍ ناورینخیزه کانو تکرار ته زمینه سازي کوله او دنړۍ په نورو اسلامی هېوادونو کې ورته نالوستو سنتی مسلمانانو خولو زږونه کول چې ابو اعلی مودودی دهند د وېش څخه بهرمندۍ او اقتدار کې د شراکت په خیال د خوارجو معاصر فرمټ د سیدقطب حسن البنآء او محمد قطب څخه کاپي کړ چې دا کار کټ مټ نجم الدین اربکان هم وکړ مګر هغه پکې خپل هدف ته ورسېد د ترکیې اربکان او مولانا مودودي پخپلو کې داړیکو جوړولو له لارې په افغانستان کې ددغې افراطي خوارجیت دتخم دانتشار له پاره خپل مساعي شریک کړل او ددوی هڅو ځکه پایله و درلوده چې دافغانستان څخه څو تنه نادیده ، وږي تږي ، له تمدن او تهذیب څخه محروم افراد دمصر هېواد ته د زده کړو په موخه استول شوي او هلته یې مغزونه داسلامیت او افغانیت له ټولو ارزښتونو کنګال شوي و او دغې کراهتباره نظریې پکې انسټال شوې وه پدوي کې دجهادي لنډغرو مشران سیاف، رباني ، مجددي، نومونه یادولی شو چې دکابل پوهنتون کې یې د نظامي تعلیماتو په ترڅ کې د ګڼو شاګردانو په ګمراه کولو کې ونډه ولرله لکه ګلبدین حکمتیار، عبدلرحیم نیازی ، ربانی عطیش، ملا حبیب الرحمن ، حبیب الرحمن او نورو لکه ملا خالص ، ملا جمیل الرحمن ،ملا محمد نبی ، ملا نصرالله منصور ، پیر ګیلانی او امثالهم . دوی عواقب ناسنجیده د وسله وال قیام له پاره د هېواد دبزګرانو بچیان د اور او وینو پر ناتار ور ګډ کړل او همدوی دافغانستان د بدمرغۍ هغه عوامل دي چې له یوه غویې څخه یې دافغانستان د سقوط هڅې راپیل کړې تر دویم غویی پورې یې دپاکستاني ملېشو په مرسته هېواد کې افغاني حکومت نسکور کړ او له دویم غويې څخه یې افغانستان رسما دپاکستان پر استخباراتو وپلوره خلص داچې دوی دامریکا پر فتوا یې دجهاد پر نامه دلته هغه کانې وکړې چې دقباحت د غلظة له امله یې هېڅ انساني ضمیر اورېدو ته ندی حاضر .
ددوی له پاره دافغانستان د ړنګولو فرصتونه د خوارجو د معاصر فکري لاروي ابواعلی مودودي پرکټي قاضی حسین احمد چمتو کول چې پر وارو وارو بالفعل د جنګونو لیکو ته د وضعیت ارزولو په موخه راتللو .
قاضي حسین احمد چې افغانستان کې یې د جهاد په نامه د ضمیر پلور مجاهدنما خوارجو لپاره دهغوی او د پاکستان او امریکا د استخباراتو ترمنخ د پول په توګه رول ادا ء کاوه، خو د پاکستان د مسیحي مشرانو تر زنې لاندې د لاهور په ښار کې ددغو مختورو څېرو او پاکستاني استخباراتو ترمنځ مټنګونو ته زمینه سازي کوله او شعارونه به یې ورکول چې: روسان په افغانستان کې دعیاشۍ اډې جوړول غواړي. مګر دهمدې لاهور په زړه کې یې د فحشاء نړېواله اډه نشوه لیدلی چې د پاکستاني زمامدارانو نوامیس پکې د جنسي پیر و پلور وړاندې کېدل (پارلمنټ سی بازار حسن تک…)
که پښتانه د غفار خان په منتر کې نه وای ایسار شوي نو دا خبره محاله وه، چې پنجاب کې پر افغانستان قبضه وکړي، ځکه غفار خان پښتانه دعدم تشدد پر رسۍ کلک تړلي او له دې یې غافلګیره کړي وو، چې ګواکې د افغانستان د ړنګولو په موخه پاکستان ځان لپاره د جهاد تر عنوان لاندې دقاضي حسین احمد پر مټ خوشخدمتان روزي او لر پښتانه یې باید ددې کرغېړن سیاست پر وړاندې راپورته شي .
که د افغانستان د ړنګېدا دعواملو په ترڅ کې بیرونی بعد څومره وشاربل شي، د غفارخان د خیانت او درغلۍ ډډوزي ورسره هومره زیاتیږي .
هېله داده چې دافغان نوي نسل ته ددغو مختورنو څېرو اصل وروپېژندل شي او دا جرائت دافغانستان د نیکمرغۍ ارمغان ارو مرو له ځان سره راوړي دا زموږ د ټولو ملي رسالت دی او موږ له همدې لیکنې څخه دغه رسالت پیل کړیدی امید دی چې دملي ارزو او ملي فکر لرونکي افغانان پدې اړه خپل رسالتونه ترسره او راتلونکی نسل دروانو بدمرغیو وژغوري همدا افضل جهاد دی او همدا ددې شعار مفهوم دی چې وایی الجهاد ماض الی یوم القیامة .
وما علینا الا البلاغ
(د لیکنې تصویرونه له انټرنیټ څخه رااخیستل شوي)