لیک: محمد ایوب
د نړۍ په تاریخ کې یوازینی پدیده چې د وګړیو ترمنځ د ارزښت لرونکي او د شناخت او تمیز یوازینی عنصر بلل کیږی هغه د هرې سیمې د وګړیو ځانګړی فرهنګ و تهذیب دی .
افغانستان هم د مهذب ، متدین او ژمن هېواد په توګه داسیا په زړه کې قرار درلود دخپلواکې ارادې څښتنان و ، نه یی پر نورو د تیري هوډ درلود او نه یی پرخپل ځان د نورو تیری منلی او زغملی شو ، دا ویاړ او افتخار ورته د خپلو اسلافو د هغو مېړانواو مبارزو دمیراث په توګه په برخه شوی دی کومې چې، دوی د اسلامیت او انسانیت د تحفظ او عروج له پاره کړې وې .
دلته قومونه او ولسونه ، توکمونه او نژادونه د ورورنو په توګه د افغان تر واحد چتر لاندې د تاریخ په اوږدو کې مېشت و ، دي او وی به.
دنړۍ زبرځواکونه یی دملي یووالي پر مټ مات کړي وو ، نه یی خپله وسله درلوده او نه یی د وسلو د تولید هنر زده و مګر په لږې وسلې مګر پیاوړي او غښتلي هوډ او ملي وفاق یی د زمانې هر یرغلګر او غاصب د هغه د شومو ارادو سره ځپلی ، د هر تاړاک پر وړاندې یی ملی دریځ په لرلو سره دخاورې څخه په ملی سطحه دفاع کړې ده .
دهېواد په معاصر تاریخ کې، دافغان انگلیس تر مخامخ جګړو کابو نیمه پېړۍ وروسته ، دویم ستر وسله وال هجوم د پخواني شوروي له خوا د افغانستان پر خاوره دپوځیانو د مرش کولو په ترڅ کې د خپل اعمال صلاحت نیمګړې هڅه وه چې دبېشرمه ماتې خوړو له امله نه شوروي پاتې شو نه یی اتحاد له نوم او نښآن دواړو څخه خلاص شو اتحاد په بېلتانه واوښت او غرور ننداره یی د ځواک په نسکورېدا سره پای ته ورسېد .
د شوروي تر سقوط وروسته هم دافغانستان کړکیچ ته دپای ټکی کېنښودل شو او د لرې او نږدې هېوادونو په مکررې لاسوهنې سره د تنظیمي جګړو اور ته داسې پوکي وشول چې درې لسیزو کې یې لمبې مړې نشوې دایایمو کلونو تنظیمي خپلمنځۍ داخلي جګړو له امله افغانستان دداسې بدبختیو په خیټه ور ننوت چې دافغانانو له واکه ووت او د پاکستان تر منجمنت لاندې راغی .
د روسانو د یرغل په نسبت داځل لوبه کاملا بدله وه د مخامخ یرغل پر ځای ائتیلافی تقابل ته لاره هواره شوه چې د ایران، روس ، هند او چین ترمنځ غیر مرئي ائتلاف ، د غرب او د عرب او اروپایی ټولنې ترمنځ نا مرئي ائتلاف دواړه ائتلافونه په نیابتي بڼه میدان ته راووتل >
مشهور جهادي تنظیمونه لکه د حکمتیار ، ملامحمد نبی او ملا خالص اسلامی احزاب د امریکا په نیابت داسلام په جامه کې وجنګېدل او له همدغې مکسچر څخه طالب راوزېږېده .
همدا راز دګیلان پیران او د شور بازار حضرتان او دبغلان اسماعیلیه شیعه ګان د انګلیس په نیابت دتجسس او معلوماتو په راټولولو او د خلکو پر غافل ساتلو بوخت و .
عبدالرسول سیاف او اهل حدیث د عربانو په نیابت د وهابیت د افراط پر خپرولو بوخت و چې له دغې مکسچر بلاخره القاعده راوزېږوله.
جمعیت ربانی ، دکمونیزم پاتې شوني پرچمیان او ازبک ملیشه د روسانو په نیابت دافغانستان د تجزیاتي بهیر ملګرتیا کوله .
د مزاري ، محقق ، اکبري ، خلیلی او کاظمي په مشرۍ جوړې شوې د اهل تشیع د وحدت په نومونو ډلو د ایران په نیابت دافغانستان د بربادۍ په موخه دنیابتي جګړو په اجاره کې خبل خلوص څرګند کړ .
په مجموع کې دغو جنګي ډلو ددې کار له پاره پاکستانه دریم لاس قرارداد ترلاسه کړ ( د غرب لخوا د افغان جګړې لومړی لاس قرارداد عربو ترلاسه کړی و ، هغوي بیا پاکستان ته د دویم لاس قرارداد په توګه په اجاره ورکړ ) همدا راز د چین او روسانو قرارداد دایران په وساطت شیعه ګانواو دشمال ملیشو (دوستمیانو ګلمجمو) او نظار شورا لنډغرو ته د دریم لاس دقرارداد په توګه محول کړ .
دغو خپلمنځي جنګي ډلو افغانستان له هر پلوه داسې متلاشي کړ ، چې نه یی پر ملي او ملکي شتمنیو او نه یی پر نظامي تجهیزات باندې صرفه وکړه بلکې دقرون وسطی د استبداد ریکارډ یی پر ماتولو سربېره داسې سره ور وشرماوه چې خلکو ورڅخه دطالب او القاعدې خواکې پناه واخېسته .
دا مهال افغانستان دومره تضعیف شوی و چې دطالب ملیشو د ډزو پر ځای پر چکچکو له جهادي جنایتکارو څخه ونیوه .
طالب په افغانستان کې د صنعت ، تجارت ، کانونو مسئله پاکستان ته وسپارله او پر افغانانو باندې یی کاروبار تجارت او تولیدات په بشپړ ډول بند کړل پر ځای یی دنشه یی توکو تریاکو او هیروینو تولید او صدور ته وهڅول او پدې توګه یی افغانستان دپاکستاني پاپړو او ایراني کنسرواګانو او قزاقی غنمو د تورید او تجارت پر مارکیټ مبدل کړ .
افغانستان یی دومره تضعیف کړ چې دالقاعده ترهګرو ته یی داستوګنې له پاره په کرایه ورکړ او هغوی په پوره وفادارۍ سره دامریکا نظامي یرغل ته بسترسازي وکړه او د نږدې پنځوسو هېوادنو دائتلافی لښکر په مشرۍ امریکا پر افغانستان نظامي یرغل وکړ.
امریکایانو شل کاله د ترهګرۍ سره دمبارزې په پلمه دسیمي استخباراتي مطالعه وکړه او نوره پر خپله مخه ولاړه خو افغانستان یی د قطر او مسکو دمېلو او مامېلو په پای کې له هر راز مندرنو وسلو او تجهیزاتو څخه ډک ، هماغو وفادارو بلیکواټر ملېشوو ته وروسپاره کومو چې داسلام پر ټکټ امریکا لومړی ځل راوستې وه او دلته یی کابو شل کاله دامریکا نظامي حضور ته د مشروعیت بخښلو په موخه دجهاد ، اسلامی نظام یا دینی حکومت دجوړولو په نامه لسګونه زره مسلمانان په انتحار او انفجار باندې په خورا بېرحمۍ سره ووژل ، کورونه ،مساجد او مکاتب یی ړنګ کړل . پدې توګه د دینی حکومت جوړولو په دهوکه یو وار بیا دافغانانوڅخه اراده او فکری خپلواکي مصادره ، تعلیم تجارت صنعت هرڅه متوقف او دږیرو او پګړیو اوږوالی د بهترۍ میزان وټاکل شو چې ددې واړو بدمرغیو ترشاه داسلامي نظام د نامشروع او جعلی شعار لاس و چې دلته یی دامریکا د حضور دمشروعیت د مبتداء له پاره زموږ د معاصر تاریخ بدې مبتدأ ته یی بدرنګ خبر وټاکه متأسفانه .
اوس چې دا کړکیچ هرډول تعبیر ، تفسیر او توجیه کړایشي خو دخلل نکته یی د حکومت لکۍ پورې د دین غوټه کول دي او په نهایت کې ددې ټولو ستونزو بیخ او اصلي عامل هماغه د خوارجو د لارویانو او پیروانو له خوا داخوانیانو ، جهادیانو او اخندانو په جامه کې د اقتدار د ملعون هوس پالل و .
سیاسي او جهادی اسلامستانو د اقتدار په هوس کې ، دکفري هېوادونو د نهایت بدو او قبیحو استخباراتي موخو له پاره دخلکو په تېر ایستلو کې داسلامي حاکمیت له شعار څخه، تر خوارجو په مراتبو زیات او پرېمانه کار واخېست .
داچې دغو مذهبي جنایتکاریو خلکو ته یی دسرونوو په کاسو کې اوبه ورکړې مګر بیا هم خلک سره له دې چې بیا هم دښې ورځې خاوندان نشول ددې لامل دادی چې ښه ورځ دعقل پر مرسته راځي او د دینی حکومت دشعارون په جذبو کې دعقل او تدبیر خونه همداسې ړنګیږي لکه دافغانانو مېنه چې څه ډول سپېره شوه!
د دینی حکومت دجوړولو تر شعار لاندې دجهاد په عنوان دمعاصرو خوارجوله خوا دغو خدای ناترسه وحشتونو او جګړو څخه افغانانو ، وژل ، تړل، ړنګول، شرمول، چورکول، توهینول تحقیرول تېرایستل ، ، شړل او شهیدول زده کړل ، اما دا یی ورڅخه زده نشول چې د سولې او رفاه پر لور مستقیمه لاره پخپله په کور دننه د ملي یووالي هوډ دي ، د اختلاف پر ځای خپلو ، ټولنیزو، مذهبي، ملي کلتوري او تاریخي مشترکاتو او ارزښتونو ته مراجعه ده ، دپردیو داستخباراتي نوکریو څخه توبه تائب کېدل دي او د یو بل د زغملو پر اساس د کاذب غرور پرمخ د تورو خټو ورتپل دي ، ځکه پرته له دې نورې ټولې لارې دمکې پر ځای ترکستان ته تللي دي .
د همداسې یوې حقیقي ابرومندانه او تلپاتې سولې په هیله .
یادونه: د مضمون د سرپانې انځور له انټرنیټ څخه
One thought on “
د دیني حکومت په پلمه د افغان وژنې پیل او پای
”